د وصایت حدیث

د wikishia لخوا

د وصایت حدیث د اسلام د پېغمبر(ص) یو حدیث دی چې پکې امام علي(ع) د پېغمبر د وصي او ځای ناستي په توګه معرفي شوی دی. د دغه حدیث مضمون په مختلفو عبارتونو سره د شیعه سني په حدیثي ټولنو کې راغلی دی. د «لِكُلِّ نَبِيٍّ وَصِيٌّ وَ وَارِثٌ وَ إِنَّ عَلِيّاً وَصِيِّي وَ وَارِثِي‏» د هغې تر ټولو مشهور نقل دی چې د بریدة بن حصیب په وسیله له پیغمبر(ص) نقل شوی دی. د حدیث متن

د حدیث متن

عنه صلی الله عليه و آله : «لِكُلِّ نَبِيٍّ وَصِيٌّ وَ وَارِثٌ وَ إِنَّ عَلِيّاً وَصِيِّي وَ وَارِثِي» د خدای پېغمبر(ص) وفرمایل: د هر پېغمبر یو وصي او وارث دی. زما وصي او وارث هم علی ابن ابیطالب دی.[۱]

د وصایت حدیث په روایي سرچینو کې

د وصایت حدیث په شیعه اهل سنت روایي سرچینو لکه فضائل الصحابه ابن حنبل،[۲] مناقب ابن مغازلی،[۳] المعجم الکبیر طبرانی،[۴] تاریخ مدینه دمشق،[۵] مناقب خوارزمی،[۶] الکامل جرجانی،[۷] تذکرة الخواص،[۸] کفایة الأثر،[۹] من لا یحضره الفقیه،[۱۰] دلائل الإمامة،[۱۱] مناقب ابن شهر آشوب[۱۲] او بحارالانوار[۱۳] کې راغلی دی. برید بن حصیب د «لِكُلِّ نَبِيٍّ وَصِيٌّ وَ وَارِثٌ وَ إِنَّ عَلِيّاً وَصِيِّي وَ وَارِثِي‏» روایت له پېغمبره نقل کړی دی.[۱۴] پېغمبر د سلمان فارسي په ځواب کې چې له هغه حضرته یې د هغوي د وصي او ځای ناستي په اړه پوښتنه کړې وه وفرمایل: زما وصي او وارث او هغه څوک چې زما پورونه به لنډوي او زما وعدې به پوره کوي، علی ابن ابیطالب دی.[۱۵][یادداشت]

همداراز له علي بن علي د یو نقل کړي حدیث مطابق پېغمبر(ص) فاطمه(س) ته په خطاب کې وفرمایل: «َ وَصِيِّي خَيْرُ الْأَوْصِيَاءِ وَ أَحَبُّهُمْ إِلَى اللَه وَ هُوَ بَعْلُكِ؛ زما وصي تر ټولو ښه وصي او په وصیانو کې خدای ته تر ټولو محبوب دی او هغه ستا مېړه دی.[۱۶]

مینځ پانګه

د وصایت د حدیث مینځ پانګه د امام علي(ع) د خلافت او جانشینۍ مساله ده. شیعه عالمان هغه د علي ابن ابیطالب د امامت له دلایلو ګڼي؛ هغوي د وصایت مطلب جانشیني ګڼلې او په دې باور دي چې پېغمبر(ص) د دغه حدیث په اساس حضرت علي(ع) د خپل ځاي ناستي په توګه معرفي کړی دی؛[۱۷] خو ځینو اهل سنت عالمانو ویلي چې په دغه حدیث کې وصایت د خلافت په معنا نه دی؛ بلکې پېغمبر(ص) د خپلې کورنۍ سپارښتنه علي(ع) ته کړې ده.[۱۸] د هغوي په ځواب کې ویل شوي چې پېغمبر امام علي په مطلقه توګه خپل وصي ټاکلی اوپه دې ادعا چې وصایت یې د کورنیزو چارو سره مقید کړی وي، هیڅ شاهد نیشته.[۱۹] حمد بن عبدالمجید سلفي د المعجم الکبیر په تحقیقي نسخه کې ویلي دي چې که د حدیث سند صحیح وای د خلافت او جانشینۍ په مساله یې دلالت درلود.[۲۰]

سند

وصایت حدیث په مختلفو سندونو سره له بریده،[۲۱] سلمان،[۲۲] ابوایوب انصاري او انس بن مالک[۲۳] د اهل سنتو په سرچینو کې روایت شوی دی. (د تذکرة الخواص لیکوال) سبط بن جوزي د سلمان روایت په دوو سندونو سره نقل کړی دی. هغه هغه سند چې د ابن حنبل په فضائل الصحابه کې راغلی، صحیح ګڼي.[۲۴]

ځینې اهل سنت عالمان لکه ابن جوزي،[۲۵] جلال الدین سیوطي[۲۶] او هیثمي[۲۷] د حدیث په سند کې د محمد بن حمید رازي یا علی بن مجاهد د راتللو په وجه د هغې په اعتبار کې شک څرګند کړی او هغه یې نه دی منلی په داسې حال کې چې د سید علي میلاني په وینا، محمد بن حمید د صحاح سته له راویانو و او ځینو رجالیانو لکه یحیی بن معین هغه توثیق کړی دی.[۲۸] همداراز ویل شوي چې د اهل سنتو له صحاح سته څخه د سنن ترمذي لیکوال ترمذي او احمد بن حنبل له علي بن مجاهد روایت نقل کړی دی.[۲۹]

اړونده لیکنې

فوټ نوټ

  1. ابن مغازلی، مناقب علی بن ابی‌طالب، ۱۴۲۶ق،ص۱۶۷؛ ابن عساکر، تاریخ مدینة دمشق، ۱۴۱۵ق، ج۴۲، ص۳۹۲؛ خوارزمی، المناقب، ۱۴۱۴ق، ص۸۵؛ جرجانی، الکامل، ۱۴۰۹ق، ج۴، ص۱۴؛ ابن شهر آشوب، مناقب، ۱۳۷۹ق، ج۲، ص۱۸۸، ج۳، ص۶۶؛ مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۳۸، ص۱۵۴-۳۳۹.
  2. وګورئ: سبط بن جوزی، تذکرة الخواص، ۱۴۱۸ق، ص۴۸.
  3. ابن مغازلی، مناقب علی بن ابی‌طالب، ۱۴۲۶ق، ص۱۶۷.
  4. طبرانی، المعجم الکبیر، ۱۴۰۵ق، ج۶، ص۲۲۱.
  5. ابن عساکر، تاریخ مدینة دمشق، ۱۴۱۵ق، ج۴۲، ص۳۹۲.
  6. خوارزمی، المناقب، ۱۴۱۴ق، ص۸۵.
  7. جرجانی، الکامل، ۱۴۰۹ق، ج۴، ص۱۴.
  8. سبط بن جوزی، تذکرة الخواص، ۱۴۱۸ق، ص۴۸.
  9. خزاز رازی، کفایة الأثر، ۱۴۰۱ق، ص۸۰
  10. صدوق، من لا یحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ج۴، ص۱۸۰
  11. طبری آملی، دلائل الإمامة، ۱۴۱۳ق، ص۹۰
  12. ابن شهر آشوب، مناقب، ۱۳۷۹ق، ج۲، ص۱۸۸، ج۳، ص۶۶.
  13. مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۳۸، ص۱۵۴-۳۳۹.
  14. ابن مغازلی، مناقب علی بن ابی‌طالب، ۱۴۲۶ق،ص۱۶۷؛ ابن عساکر، تاریخ مدینة دمشق، ۱۴۱۵ق، ج۴۲، ص۳۹۲؛ خوارزمی، المناقب، ۱۴۱۴ق، ص۸۵؛ جرجانی، الکامل، ۱۴۰۹ق، ج۴، ص۱۴؛ ابن شهر آشوب، مناقب، ۱۳۷۹ق، ج۲، ص۱۸۸، ج۳، ص۶۶؛ مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۳۸، ص۱۵۴-۳۳۹.
  15. طبرانی، المعجم الکبیر، ۱۴۰۵ق، ج۶، ص۲۲۱؛ مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۳۸، ص۱۲.
  16. هیثمی، مجمع الزوائد، ۱۴۰۸ق، ج۹، ص۱۶۵؛ طبرانی، المعجم الاوسط، ۱۴۱۵ق، ج۶، ص۳۲۷؛ ابن عساکر، تاریخ مدینه دمشق، ج۴۲، ۱۴۱۵ق، ص۱۳۰؛ طبرانی، المعجم الکبیر، ۱۴۰۴ق، ج۳، ص۵۸.
  17. مثال په توګه وګورئ: استرآبادی، البراهین القاطعه، ۱۳۸۲ش، ج۳، ص۲۴۴.
  18. طبرانی، المعجم الکبیر، ۱۴۰۵ق، ج۶، ص۲۲۱.
  19. پایگاه شمیم شیعه، نص حدیث وصایت و بررسی سند آن، بازبینی: ۱۳ تیر ۱۳۹۶.
  20. طبرانی، المعجم الکبیر، ج۶، ص۲۲۱.
  21. ابن عساکر، تاریخ مدینة دمشق، ۱۴۱۵ق، ج۴۲، ص۳۹۲؛ خوارزمی، المناقب، ص۸۵؛ جرجانی، الکامل، ۱۴۰۹ق، ج۴، ص۱۴.
  22. طبرانی، المعجم الکبیر، ۱۴۰۵ق، ج۶، ص۲۲۱.
  23. سبط بن جوزی، تذکرة الخواص، ۱۴۱۸ق، ص۴۸.
  24. سبط بن جوزی، تذکرة الخواص، ۱۴۱۸ق، ص۴۸.
  25. ابن جوزی، الموضوعات، ۱۳۸۶ق، ج۱، ص۳۷۶.
  26. سیوطی، اللالی المصنوعه فی احادیث الموضوعه، دارالمعرفه، ج۱، ص۳۵۸ بنقل از پایگاه شمیم شیعه، نص حدیث وصایت و بررسی سند آن، بازبینی: ۱۳ تیر ۱۳۹۶.
  27. هیثمی، مجمع الزوائد، ۱۴۰۸ق، ج۹، ص۱۶۵.
  28. میلانی، تشیید المراجعات و تفنید المکابرات، ۱۴۲۷ق، ج۳، ص۴۳۰-۴۳۱.
  29. پایگاه شمیم شیعه، نص حدیث وصایت و بررسی سند آن، بازبینی: ۱۳ تیر ۱۳۹۶.

سرچينې

  • ابن جوزی، الموضوعات، تحقیق: عبدالرحمن محمد عثمان، مدینه، المکتبة السلفیه، ۱۳۸۶ق/۱۹۶۶م.
  • ابن شهر آشوب، محمد بن علی، مناقب آل ابی‌طالب علیهم‌السلام، علامه، قم، ۱۳۷۹ق.
  • ابن عساکر، تاریخ مدینة دمشق، تحقیق: علی شیری، دارالفکر، بیروت، ۱۴۱۵ق.
  • ابن مغازلی، مناقب علی بن ابی‌طالب(ع)، انتشارات سبط النبی (ص)، ۱۴۲۶ق-۱۳۸۴ش.
  • استرآبادی، محمدجعفر، البراهین القاطعه فی شرح تجرید العقائد الساطعه، تحقیق: مرکز مطالعات و تحقیقات اسلامی، قم، مکتب الاعلام الاسلامی، ۱۳۸۲ش.
  • جرجانی، عبدالله بن عدی، الکامل، تحقیق: یحیی مختار غزاوی، دارالفکر، بیروت، ۱۴۰۹ق/۱۹۸۸م.
  • خزاز رازی، علی بن محمد، کفایة الأثر فی النص علی الائمة الإثنی عشر، تحقیق عبداللطیف حسینی کوهکمری، قم، نشر بیدار، ۱۴۰۱ق.
  • خوارزمی، موفق، المناقب، تحقیق: مالک محمودی، مؤسسة النشر الاسلامی، ۱۴۱۴ق.
  • سبط بن جوزی، تذکرة الخواص، قم، منشورات الشریف الرضی، ۱۴۱۸ق.
  • صدوق، محمد بن علی، من لا یحضره الفقیه، تصحیح و تحقیق علی اکبر غفاری، قم، دفتر انتشارات اسلامی وابسته به جامعه مدرسین قم، ۱۴۱۳ق.
  • طبرانی، المعجم الاوسط، تحقیق: قسم التحقیق بدارالحرمین، دارالحرمین للطباعه و النشر و التوزیع، ۱۴۱۵ق/۱۹۹۵م.
  • طبرانی، المعجم الکبیر(ج۶)، تحقیق: حمدی عبدالمجید سلفی، داراحیاء التراث العربی، ۱۴۰۵ق/۱۹۸۵م.
  • طبرانی، المعجم الکبیر(ج۳)، تحقیق: حمدی عبدالمجید سلفی، داراحیاء التراث العربی، ۱۴۰۴ق/۱۹۸۴م.
  • طبری آملی صغیر، محمد بن جریر بن رستم، دلائل الإمامة، قم، نشر بعثت، چاپ اول، ۱۴۱۳ق.
  • هیثمی، مجمع الزوائد، بیروت، دارالکتب العلمیه، ۱۴۰۸ق/۱۹۸۸م.
  • مجلسی، محمدباقر، بحارالانوار، بیروت، داراحیاء التراث العربی، ۱۴۰۳ق.
  • میلانی، سید علی، تشیید المراجعات و تفنید المکابرات، قم، مرکز الحقائق الاسلامیه، ۱۴۲۷ق.