رقص
- دا د یو فقهي مفهوم په اړه یوه توصیفي لیکنه ده او د ديني اعمالو لپاره معیار نه شي کېدی. د دیني اعمالو لپاره نورو سرچینو ته مراجعه وکړئ.
رَقْص- نڅا د بدن موزون او غږمله حرکات دي چې معمولا له سندرو او موسیقۍ سره یو ځای ترسره کیږي. اکثره فقیهان هر ډول رقص او نڅا حرامه ګڼي؛ خو ځینې نور باوري دي چې هغه رقص حرام دی چې له حرام کار سره یو ځای وي؛ مثلا د شهوت د پارولو سبب شي. ځینې فقیهان چې په خپله رقص یې حرام ګڼلی، د ښځې لپاره د ښځې رقص او د مېړه لپاره د ښځې رقص یې په هغه بڼه کې چې له بل حرام سره یو ځای نه وي، له حرمته استثنا کړی دی.
مفهوم پېژندنه
رقص یا نڅا چې ځینې خلک ورته ګډا هم وایي د بدن موزونو، انډولو او غږمله حرکاتو ته ویل کیږي چې معمولا له سندرو او موسیقۍ سره یو ځای وي.[۱] فقیهان د رقص په اړه په «مکاسب مُحَرَّمه» (حرامو تجارتونو) او «مسائل مُستَحَدثه» (نویو مسایلو) په برخه کې بحث کوي.[۲]
د رقص یا نڅا کولو حکم
د رقص د فقهي حکم په هکله دوه کلي نظرونه موجود دي: لومړی نظر چې د اکثره فقیهانو دی، رقص خپل په خپله حرام دی.[۳] خو د دوهم نظر په اساس، ګډېدل او نڅا کول هغه وخت حرام دي چې له حرام کار سره یو ځای وي.[۴] یا د شهوت د پارېدو سبب شي.[۵]
همداراز د فقیهانو له نظره، رقص ته کتل په خپله د رقص او ګډا حکم لري.[۶] او که د شهوت د پارېدو، او د ګناهکار کس د تایید او زړه ور کېدو یا هڅېدو او د فساد د جوړېدو سبب شي، جایز نه دی.[۷]
د رقص د حراموالي علت
په فقهي لیکنو کې د رقص د حراموالي لپاره څو دلیلونه ذکر شوي چې په دې ډول دي:
- رقص د لهو مصداق دی او لهو حرام دی.[۸]
- له پېغمبر(ص) په یو روایت کې له رقصېدو او ګډېدو په مطلق ډول نهي شوې ده.[۹]
- رقص د فساد سرچینه ده او حیا له مینځه وړي.[۱۰]
استثناوې
زیاتره فقیهان چې رقص حرام ګڼي، د هغې لپاره د ځینو استثناءاتو قایل شوې دي:
- د یو بل لپاره د ښځې او مېړه ګډېدل: ځینې فقیهان د یو بل لپاره د ښځې او مېړه ګډېدل جایز ګڼي.[۱۱] په دوي کې ځینې کسان د ښځې لپاره د مېړه ګډېدل هم جایز ګڼي.[۱۲] او ځینې یې جایز نه ګڼي.[۱۳] البته د یو بل لپاره د ښځې او مېړه ګډېدل په هغه بڼه کې دي چې له بل حرام شي سره یو ځای نه وي.[۱۴] د تقلید مرجع محمد تقي بهجت، د یو بل لپاره د ښځې او سړي ګډېدل حرام ګڼلې دي.[۱۵]
- د ښځې لپاره د ښځې ګډېدل: د ځینو فقیهانو په فتوا چې رقص خپل په خپله حرام ګڼي، د ښځې لپاره او د ښځې په مخکې د ښځې ګډېدل جایز دي.[۱۶] البته دا حکم په هغه بڼه کې دی چې ګډېدل له بل حرام لکه غناء سره یو ځای نه وي او هیڅ سړی حتی د ښځې محارم هم هلته نه وي.[۱۷]
سماع
اصلي مقاله: سماع
صوفیان د سماع په نوم یو ډول رقص په خاص وخت او ځای کې کوي او باوري دي چې په دغه حرکت سره د جوش ولولې او وجد حالت پېدا کوي چې خدای تعالی ته نزدې شي؛[۱۸] خو په دوي کې ځینې د صوفي لپاره رقص او آهنګ جایز نه ګڼي.[۱۹]
اړونده لیکنې
فوټ نوټ
- ↑ مهربانی، «رقص»، ص۲۱۵.
- ↑ مؤسسه دایرةالمعارف اسلامی، فرهنگ فقه، ۱۳۸۹ش، ج۴، ص۱۲۴.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: گلپایگانی، ارشادالسائل، ۱۴۱۴ق، ص۱۵۶؛ منتظری، رساله استفتائات، بیتا، ج۱، ص۱۴۴؛ سیستانی، الفتاوی المیسره، ۱۴۱۶ق، ص۴۳۶و۴۳۷؛ مکارم شیرازی، استفتائات جدید، ۱۴۲۷ق، ج۱، ص۱۵۵.
- ↑ خویی، صراطالنجاة، ۱۴۱۶ق، ج۱، ص۳۷۲.
- ↑ خامنهای، اجوبةالاستفتائات، ۱۴۲۴ق، ص۲۵۶.
- ↑ مکارم شیرازی، استفتاءات، ۱۴۲۷ق، ج۱، ص۱۵۵، س۵۳۶.
- ↑ خامنهای، اجوبة الاستفتاءات، ۱۴۲۴ق، ص۲۵۶، س۱۱۶۹.
- ↑ اردبیلی، رسالة فی الغناء، ۱۴۱۸ق، ص۲۷؛ تبریزی، استفتائات جدید، ج۱، ص۲۱۹.
- ↑ منتظری، رساله استفتائات، بیتا، ج۱، ص۱۴۴.
- ↑ فاضل لنکرانی، جامعالمسائل، ۱۴۲۵ق، ص۴۴۳.
- ↑ وګورئ: تبریزی، صراطالنجاة، بیتا، ج۵، ص۳۸۵؛ شیرازی، استفتائاتالغنا، بیتا، ص۴۸؛ مکارم شیرازی، استفتائات جدید، ۱۴۲۷ق، ج۱، ص۱۵۵.
- ↑ تبریزی، صراطالنجاة، بیتا، ج۵، ص۳۸۵؛ شیرازی، استفتائاتالغنا، بیتا، ص۴۸.
- ↑ مکارم شیرازی، استفتائات جدید، ۱۴۲۷ق، ج۱، ص۱۵۵.
- ↑ خامنهای، اجوبة الاستفتاءات، ۱۴۲۴ق، ص۲۵۷، س۱۱۷۲.
- ↑ بهجت، استفتائات، ۱۴۲۸، ج۴، ص۵۳۱.
- ↑ فاضل لنکرانی، اجوبةالسائلین، ۱۴۱۶ق، ص۱۴۸؛ تبریزی، استفتائات جدید، بیتا، ج۲، ص۲۱۹.
- ↑ وګورئ: تبریزی، استفتائات جدید، بیتا، ج۲، ص۲۱۹.
- ↑ نوروزی طلب، «مطالعه تطبیقی رقص شیوا و رقص سماع»، ص۱۹.
- ↑ کاشانی، مصباح الهدایه، ۱۳۷۶ش، ص۱۷۸.
سرچينې
- اردبیلی، میرزایوسف، رسالة فی الغناء، تحقیق و تصحیح علیاکبر زمانینژاد، قم، مرصاد، چاپ اول، ۱۴۱۸ق.
- بهجت، محمدتقی، استفتائات، قم، دفتر حضرت آیتالله بهجت، چاپ اول، ۱۴۲۸.
- تبریزی، جواد، استفتائات جدید، چاپ اول، بیتا.
- تبریزی، جواد، صراطالنجاة، بیتا.
- خامنهای، سیدعلی، اجوبةالاستفتائات، قم، دفتر مقام معظم رهبری در قم، چاپ اول، ۱۴۲۴ق.
- خویی، سیدابوالقاسم، صراطالنجاة، قم، مکتب نشرالمنتخب، چاپ اول، ۱۴۱۶ق.
- سیستانی، سیدعلی، الفتاوی المیسره، جمعآوری سید عبدالهادی حکیم، قم، دفتر حضرت آیتالله سیستانی، چاپ اول، ۱۴۱۶.
- شیرازی، سیدصادق، استفتائاتالغنا، بیتا.
- فاضل لنکرانی، محمد، اجوبةالسائلین، قم، دفتر آیتالله فاضل لنکرانی، چاپ اول، ۱۴۱۶ق.
- فاضل لنکرانی، محمد، جامعالمسائل، قم، امیر قلم، چاپ اول، ۱۴۲۵ق.
- کاشانی، عزالدین محمود، مصباح الهدایه و مفتاح الکفایه، تصحیح جلالالدین همایی، تهران، نشر هما، ۱۳۷۶ش.
- گلپایگانی، سیدمحمدرضا، ارشادالسائل، بیروت، دارالصفوه، چاپ دوم، ۱۴۱۴ق.
- مکارم شیرازی، ناصر، استفتائات جدید، قم، انتشارات مدرسه امام علی بن ابیطالب، چاپ دوم، ۱۴۲۷ق،
- منتظری، حسینعلی، رساله استفتائات، قم، چاپ اول، بیتا.
- مهربانی، امین، «رقص»، در دانشنامه جهان اسلام، تهران، مؤسسه فرهنگی هنری کتاب مرجع، ۱۳۹۴ش.
- مؤسسه دایرةالمعارف اسلامی، فرهنگ فقه مطابق مذهب اهلبیت، قم، نشر دایرة المعارف فقه اسلامی، چاپ اول، ۱۳۸۹ش.
- نوروزی طلب، علیرضا، عادلوند، «مطالعه تطبیقی رقص شیوا و رقص سماع»، پدیده، در مجله باغ نظر، تهران، مرکز پژوهشی هنر، معماری و شهرسازی نظر، ۱۳۹۳ش.