غناء

د wikishia لخوا
دا د یو فقهي مفهوم په اړه یوه توصیفي لیکنه ده او د ديني اعمالو لپاره معیار نه شي کېدی. د دیني اعمالو لپاره نورو سرچینو ته مراجعه وکړئ.
دا مقاله د سندرې په معنی کې د غِناء د معرفي کولو په اړه ده. د غَنا هیواد په اړه د معلوماتو لپاره، غنا وګورئ.

غِناء د غِنا مطلب دی سندرې ویل او په اسلامي فقه کې یې د شرعي حکم په اړه بحث کیږي. فقیهان د غنا په اړه مختلف تعریفونه لري. ځینې یې یوازې له چهچې (راګ) سره سندرې ویل ګڼي. ځینې نور یې بیا هغه سندرې ګڼي چې باطله محتوا لري، له موسیقي سره یو ځای وي او د لهو و لعب له محفلونو سره متناسبې دي.

د څوارلسمې او پینځلسمې پېړۍ اکثره شیعه فقیهان یوازې هغه سندرې حرامې ګڼي چې د غنا له دوهم تعریف سره برابر وي؛ خو ځینې یې بیا د هر ډول سندره ویلو په حرامولي فتوا ورکوي.

د غنا فقهي تعریف

د فقیهانو په ادبیاتو کې، د غنا مختلفو تعریفونه وړاندې شوې دي. ځینو یې یوازې غاړې کولو او سندره ویل په نظر کې نیولې دي. ځینو یې بیا محتو او مطلب ته پام کړی دی. د ځینو لکه علامه حلي، محقق کَرَکي او شهید ثاني په وینا، غنا « د غږ ترجیغ» د غږ راکښل په راګ او چهچهې سره یې وېستل دي[۱] ځینې بیا لکه شیخ طوسي او فیض کاشاني باوري دي چې غنا هغه سندرې دي چې پکې باطلې خبرې وي او له ساز سره وویل شي.[۲]

د غنا فقهي حکم

ځینې فقهیان غنا په مطلق ډول حرامه ګڼي او حتی پر حرمت یې د اجماع ادعا لري؛ لکه شیخ طوسی، شهید ثانی، صاحب جواهر، نراقي و آیت‌الله خویي.[۳]

ځینې نور بیا د غنا لپاره د ذاتي حرمت قایل نه دي اووایي چې که یوازې له طرب او لهو لعب سره یو ځای وي حرامه ده؛ منجمله محقق کرکي[۴]، فیض کاشاني[۵]، محقق سبزواری،[۶] شیخ انصاری[۷] و امام خمینی.[۸]

څېړاندي وایي چې د حکم د دغه اختلاف سبب له غنا د فقیهانو تعریف ته ورګرځي؛ ځکه چې ځینې یې طرب انګېز والی یا لهو لعب د غنا د مفهوم په ذات کې او دننه ګڼي. پر دې اساس یې د حرمت فتوا ورکړې ده او ځینې بیا دغه څیزونه د غنا له مفهومه جدا ګڼي او غنا فی نفسه او خپل په خپله حرامه نه ګڼي.[۹]

حلالې غنا ګانې کومې دي؟

هغه فقیهان چې د غنا په ذاتي حرمت قایل دي، ځینې موارد یې د هغې له حرمته استثنا کړې دي او هغه د غنا له تحقق او شته والي سره سره حلال ګڼي؛ په هغوي کې ځینې دا شامل دي د قرآن قرائت، دعا، مرثیه لوستل، د واده په محفلونو او اخترونو کې غنا؛ خو هغه کسان چې د غنا حرمت ذاتي نه ګڼي، وایي چې هره غنا چې له بل حرام سره لکه طرب او لهو و لعب سره یو ځای نه وي حلاله ده.[۱۰]

د څوارلسمې او پینځلسمې پېړۍ د فقیهانو فتوا

د څوارلسمې او پینځلسې پېړۍ اکثره فقیهان لکه آیت‌الله خامنه‌اي، آیت‌الله تبریزي، آیت‌الله فاضل و آیت‌الله مکارم، د غنا او موسیقۍ تر مینځ د فرق قایل دي اوغنا له طرب سره یو ځای سندرې چې د لهو و لعب او د عیش و عشرت د مجلسونو سره متناسبې وي، او موسیقي یې د طرب غږونې او د عیش و نوش له مجلسونو سره متناسبه ګڼلې ده. نو په دې اساس یې ترسره کول او اورېدل حرام ګڼي .[۱۱]

پر دې اساس اکثرو یې هغه غنا چې طربناکه او د لهو لعب له محفلونو سره متناسبه نه وي، حلاله ګڼلې ده. په دې مینځ کې بیا آیت الله تبریزي فتوا ورکړې چې د واجب احتیاط له مخې له هر ډول غږه چې د صوت له ترجیع [چهچهې-راګ] سره یو ځای وي که څه هم باطل مطالب او مینځ پانګه ونه لري باید ډډه ترې وشي [۱۲] همداراز آیت الله صافي ګلپایګاني غنا او موسیقي مطلقا حرامه ګڼي.[۱۳]

د غنا په اړه مستقل اثار او کتابونه

د صفویه دوري د کتاب غنا و موسیقي (چاپ ۱۳۷لمریز)، له مخې د سماع د دودېدو له امله چې غنا او موسیقي یې لرله، غنا ته د فقیهانو پام ګرځېدلی او په دې اړه یې پوره کتاب ولیکه. په دې کتاب کې د هغو رسالو شمېر چې موندل شوي یا هغه رسالې چې په نورو کتابونو کې یې نوم اخستل شوی خو لاسرسی ورته نیشته، د صفویانو له دورې څخه د ایران د اسلامي انقلاب(۱۳۵۷لمریز) تر مخکې پورې،۴۹ رسالې بیان شوې دي[۱۴] چې ځینې یې په دې ډول دي:


د غناء او موسیقۍ درسنامه

دغناء او موسیقۍ د درسنامې په نامه د غناء او موسیقۍ په اړه د ایت الله خامنه اي د فقې د خارج درس خپور شوی متن چاپ شوی دی. په دې کتاب کې د کابو سلو حدیثونو په استناد سره د حرامې غنا او موسیقۍ مفهوم بیان شوی دی. د ایت الله خامنه ای له نظره په دې کتاب کې غناء خپل په خپله حرامه نه ده بلکې د حرمت معیار لهو ولعب والی او د سبیل الله نه اضلال (د خدای له لارې وتل) دي.[۱۵] دا کتاب په ۱۳۰۸ کال کې په ۵۶۰ مخونو کې په فارسۍ ژبه خپور شوی دی.[۱۶]

اړونده لیکنې

فوټ نوټ

  1. علامه حلی، قواعدالاحکام، ۱۴۱۳ق، ج۳، ص۴۹۵؛ محقق کرکی، جامع‌المقاصد، ۱۴۱۴ق، ج۴، ص۲۳؛ شهید ثانی، الروضة البهیه، ۱۴۱۰ق، ج ۳، ص۲۱۲.
  2. شیخ طوسی، استبصار، ۱۳۹۰ق، ج۳، ص۶۹؛ فیض کاشانی، وافی‌، ۱۴۰۶ق، ج۱۷، ص۲۱۸.
  3. یوسفی مقدم، پژوهش در غنا، ۱۳۹۱ش، ص۱۹-۲۰.
  4. محقق کرکی، جامع‌المقاصد، ۱۴۱۴ق، ج۴، ص۲۳.
  5. فیض کاشانی، وافی‌، ۱۴۰۶ق، ج۱۷، ص۲۱۸.
  6. محقق سبزواری، کفایةالاحکام، ۱۴۲۳ق، ج۱، ص۴۳۲-۴۳۳.
  7. شیخ انصاری، مکاسب محرمه، ۱۴۱۱ق، ج۱، ص۱۴۱-۱۴۵.
  8. خمینی، مکاسب‌ محرمه، ۱۴۱۵ق، ج۱، ص۲۹۹.
  9. یوسفی مقدم، پژوهش در غنا، ۱۳۹۱ش، ص۲۲-۳۱؛ قاضی‌زاده، «غنا از دیدگاه اسلام»، ص۳۳۷-۳۴۱؛ سیدکریمی، «نقد و بررسی تعاریف موجود در موضوع غناء»، ص۱۱۷- ۱۲۰.
  10. نوری، موسیقی و غنا‌ از دیدگاه اسلام، ۱۳۸۵ش، ص۲۳۹-۲۶۹؛ ایزدی‌فرد، «پژوهشی تحلیلی پیرامون مبانی فقهی غناء و موسیقی»، ص۷۴.
  11. محمودی، مسائل جدید از دیدگاه علما و مراجع تقلید، ۱۳۸۵ش، ج۱، ص۴۸-۵۴.
  12. محمودی، مسائل جدید از دیدگاه علما و مراجع تقلید، ۱۳۸۵ش، ج۱، ص۴۸-۵۴.
  13. محمودی، مسائل جدید از دیدگاه علما و مراجع تقلید، ۱۳۸۵ش، ج۳، ص۸۰.
  14. مختاری و صادقی، غناء و موسیقی، ۱۳۷۷ش، ج۳، ۲۰۳۹- ۲۰۴۱ و ج۴، ص۲۲.
  15. خامنه‌ای، غناء، ۱۳۹۸ش، ص۴۵۲.
  16. خامنه‌ای، غناء، ۱۳۹۸ش، مقدمه.

سرچينې

  • ایزدی‌فرد، علی‌اکبر و حسین کاویار، «پژوهشی تحلیلی پیرامون مبانی فقهی غناء و موسیقی»، فصلنامه کاوش‌های دینی، شماره ۶، پاییز و زمستان ۱۳۹۰ش.
  • خامنه‌ای، سید علی، غناء، تهران، انتشارات فقه روز، ۱۳۹۸ش.
  • خمینی، سیدروح‌الله، المکاسب المحرمه، تهران، مؤسسه تنظیم و نشر آثار امام خمینی (ره)، ۱۴۱۵ق‌.
  • سیدکریمی، سیدعباس، «نقد و بررسی تعاریف موجود در موضوع غناء»، فصلنامه الهیات هنر، شماره۲، تابستان ۱۳۹۳ش.
  • شهید ثانی، زین‌الدین بن علی،‌ الروضةُ البهیةُ فی شرحِ اللمعةِ الدمشقیه، قم، کتابفروشی داوری، ۱۴۱۰ق.
  • شیخ انصاری، مرتضی، المکاسب المحرمة و البیع و الخیارات، قم، منشورات‌دار الذخائر،‌ ۱۴۱۱ق‌.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن، الاستبصار فیما اختَلَفَ مِنَ الاَخبار‌، تهران،‌ دار الکتب الاسلامیة‌، ۱۳۹۰ق.‌
  • صادقی، محسن و رضا مختاری، غناء و موسیقی، قم، دفتر تبلیغات اسلامی حوزه علمیه قم، ١٣٧٧ش.
  • علامه حلی، حسن بن یوسف،‌ قواعد الاَحکام فی معرفة الحلال و الحرام‌، تحقیق و تصحیح گروه پژوهش دفتر انتشارات اسلامی، قم، دفتر انتشارات اسلامی وابسته به جامعه مدرسین حوزه علمیه، ۱۴۱۳ق.
  • فضلی، عبدالهادی و محمدهادی معرفت، بررسی فقهی پدیده غنا، ماهیت و حکم آن، ترجمه مجتبی الهی خراسانی، قم، مؤسسه بوستان کتاب، ۱۳۸۵ش.
  • فیض کاشانی، محمدمحسن،‌ الوافی، تحقیق و تصحیح ضیاءالدین حسینی اصفهانی‌، اصفهان، کتابخانه امام امیرالمؤمنین علی(ع)، ۱۴۰۶ق. ‌
  • قاضی‌زاده، کاظم، «غنا از دیدگاه اسلام»، فصلنامه کاوشی نو در فقه، شماره ۴ و ۵، تابستان و پاییز ۱۳۷۴ش.
  • محقق سبزواری، محمدباقر بن محمدمؤمن،‌ کفایةالاحکام‌، قم، دفتر انتشارات اسلامی وابسته به جامعه مدرسین حوزه علمیه قم‌، ۱۴۲۳ق.
  • محقق کَرَکی، علی بن حسین‌، جامع المقاصد فی شرح القواعد‌، قم، مؤسسه آل‌البیت علیهم‌السلام‌، ۱۴۱۴ق.
  • محمودی، سیدمحسن، مسائل جدید از دیدگاه علما و مراجع تقلید، ورامین، انتشارات علمی‌فرهنگی صاحب‌الزمان، ۱۳۸۵ش.
  • نوری، محمداسماعیل، موسیقی و غنا از دیدگاه اسلام، قم، مؤسسه بوستان کتاب، ۱۳۸۵ش.
  • یوسفی مقدم، محمدصادق، پژوهش در غنا از نگاه قرآن و روایات تفسیری، قم، پژوهشگاه علوم و فرهنگ اسلامی، ۱۳۹۱ش.