زائرسرا

زائرسرا یو داسې ځای دی چې د زائرانو (زیارت کوونکو) د اوسېدو یا دمې لپاره جوړ شوی او په مذهبي ښارونو یا د مذهبي ښارونو په لوري تلونکو لارو کې، په خیریه توګه (د ثواب لپاره) جوړېږي. دا ودانۍ، عموماً، د زیارت د فرهنګ د ودې او د زائرانو د تکریم په موخه جوړېږي.
په تېر وخت کې، زائرسرایانې د ښارونو بهر او د لارو په غاړه جوړېدې او د مسافرو کاروانونو د کوزېدو او دمې ځایونه وو؛ خو وروسته، په زیارتي ښارونو کې هم د زائرانو د اوسېدو لپاره ځایونه جوړ شول. له نجف څخه کربلا ته په لاره کې د اربعین په پلی تګ یا لاریون کې، د زائرسرایونو شمېر د موکبونو په بڼه زیات شوی دی.
په ځینو زیارتي ښارونو، لکه مشهد او کربلا کې، د اوسېدو لپاره لویې زائرسراګانې جوړې شوي چې «زائرشهر» ورته ویل کېږي. د ۱۴۰۰ل کال د احصایو له مخې، په مشهد کې د امام رضا(ع) د حرم له ۵۰٪ څخه زیاتو زائرانو د اوسېدو لپاره له زائرسراګانو استفاده کړې ده.
د زائرسرایونو کارونه
زائرسرایونه د زائرانو د استراحت او اوسېدو ځای دی. په تېر وخت کې، زائرسراها د ښارونو بهر او د لارو په غاړه جوړېدل او د مسافرو کاروانونو د کوزېدو او دمې ځای وو. نن سبا، ډېری زائرسرایونه د وړو هوټلونو په بڼه، په زیارتي ښارونو کې او سپېڅلو ځایونو ته نزدې موقعیت لري. د زائرسرایونو یو شمېر د هوټلونو په څېر کارونه او کارندوالی لري؛ خو ډېری یې په ګروپي توګه کارول کېږي او یو کس ته ځانګړې خونه نه لري. د لارې زائرسرایونه هم له بېلابېلو اسانتیاوو برخمن دي چې د زائرانو اړتیاوې پوره کړي. د اربعین(د امام حسین د څلویښتۍ) په پلي تګ یا لاریون کې، هغه موکبونه چې د کربلا په لاره کې د زائرانو لپاره جوړېږي، د زائرسرا یو ډول کاروَنه یا استعمال لري.[۱]
د زائرسرایونو د جوړولو له موخو څخه یوه د زیارت د فرهنګ وده او د زائرانو تکریم دی چې د مذهبي سېلګرۍ په چوکاټ کې ترسره کېږي؛ له همدې امله دا ودانۍ په مذهبي ښارونو او متبرکو زیارتونو ته نزدې تاسیس کېږي.[۲] د ۱۴۰۰ ل کال د احصایو له مخې، په مشهد کې د امام رضا(ع) د حرم له ۵۰٪ څخه زیاتو زائرانو د اوسېدو لپاره له زائرسرایونو استفاده کړې ده.[۳] د لارې کاروانسرایونو په جوړولو کې، عالمانو، سوداګرو او واقفانو فعال رول لوبولی دی.[۴]
زائرسراګانې عموماً د زائرانو لپاره د وړیا یا ارزانه خدماتو وړاندې کولو په موخه جوړې شوې او د ګرځندوی په صنعت کې یو نوی ډول ګڼل کېږي. په ځینو څېړنو کې، په ښارونو کې زائرسرایونه د ګرځندوی او هوټلدارۍ د صنعت د ودې په مقابل کې یوه ښکارنده بلل شوې، چې دغه وده په دې استوګن ځایونو د څارنې د نشتوالي له امله رامنځته شوې ده.[۵] د راپورونه له مخې، یو شمېر زائرسرایګانې او کاروانسرایونه یوازې د زائرانو د استفادې لپاره جوړ شوي او وقف شوي وو او د غیر زائرانو له خوا یې کارول منع وو.[۶]
د زائرسرایونو تاریخچه

په تېر وخت کې، زیارتي سفرونه، عموماً، د لارې له سختۍ سره مل وو او د سفرونو د اوږدوالي له امله، د لارې په مینځ کې به د زائرانو لپاره دمه ځایونه جوړېدل. دا ځایونه چې کارباط یا کاروانسرا نومېدل، زائرسرا هم بلل کېدل.[۷] وروسته، د لارې له اقامتځایونو څخه په بېلګه اخیستلو سره، د زائرانو کمپونه یا د ښارونو تر مینځ یا د لارو په مینځ کې زائرسرایونه جوړ شول. دا کمپونه عموماً د لنډمهاله دمې (له یوې ورځې کم) لپاره کارول کېږي.[۸]
په عراق کې
د راپورونو له مخې، تر څوارلسمې قمري پېړۍ مخکې پورې، د نجف څخه کربلا ته په لاره کې لږ تر لږه څلور کاروانسرایونه جوړ شوي وو چې د خان جُذعان، خان مُصَلّی، خان حَمّاد او خان نُخَیْله په نومونو یادیږي.[۹] وروسته، په دې لاره کې نور پړاوځایونه د زائرانو د مېلمستیا لپاره برابر شول. د اربعینپه لاریون یا پلي تګ کې، د دې زائرسرایونو شمېر د موکبونو په بڼه زیات شو.[۱۰] همدا راز، د عراق ډېری خلک، د اربعین( د امام حسین د څلویښتۍ) په ورځو کې، خپل کورونه په وړیا توګه زائرانو ته ورکوي.[۱۱]
په ایران کې
وایي تر څوارلسمې قمري پېړۍ مخکې، له تهران څخه کربلا ته په لاره کې، له ۹۹ څخه زیات فعال کاروانسرایونه موجود وو او په هماغه وخت کې، د نجف څخه کربلا ته په لاره کې یوازې درې فعال کاروانسرایونه وو.[۱۲]
د ایران د اسلامي جمهوریت په قوانینو کې، د زائرسرایونو او استوګنځایونو تاسیس او اداره د غیر دولتي ارګانونو پر غاړه ده او دولتونه د دولتي بودجې څخه د زائرسرایونو د تاسیس او ادارې حق نه لري.[۱۳] د زائرسرایونو څارندویه اداره، عموماً، د ایران د اوقافو اداره ده او زیات دغه زائرسرایونه په هیئتامنایي (د مشرانو بورډ) په توګه اداره کېږي.[۱۴] د ایران د زائرسرایونو د درجهبندۍ د قوانینو له مخې، چې د کابینې لخوا تصویب شوې، زائرسرایونه په درې درجو (یو، دوه او درې) وېشل شوي او هر یو یې د ځانګړو معیارونو په خیال ساتلو مکلف دی.[۱۵]
زائرښارونه

یو له هغو پروژو څخه چې په ۱۴ او ۱۵ لمریزو پېړیو کې د خیّرانو او واقفانو لخوا تعقیبېږي، د زائرښارونو تاسیس دی چې د لویو زائرسرایونو په معنا دی او د ښېګڼې په موخه جوړېږي. په ایران کې د زائرسرا د جوړولو یوه تر ټولو لویه پروژه په مشهد کې د زائرښار تاسیس بلل شوی دی. دا پروژه د ایران د اسلامي جمهوریت د مشر سید علي خامنهاي په امر جوړه شوې ده. د دې پروژې لومړی فاز په ۱۳۹۷ل کال کې پرانېستل شو. د دې زائرسرا ظرفیت په لومړي فاز کې، په ورځ کې پنځه زره زائران وو.[۱۶]
آستان قدس حسیني (د امام حسین د زیارت آستانې) هم په عراق کې د څو زائرښارونو جوړول په خپل کاري پروګرام کې ځای کړي، چې دوه زائرښارونه جوړ شوي دي؛ یو د شلمچې او سَفْوان په سرحدي دروازه کې او بل د عراق په جنوب کې په بصرې ولایت کې کې دی. په دې دوو زائرښارونو کې، د هغو زائرانو مېلمستیا کېږي چې عراق ته ننوځي.[۱۷] د عراق د هېواد یو له سترو زائرښارونو څخه په کربلا او بل له بغداده کربلا ته په لاره کې دی چې د طبي، حفظالصحې او هوساویزو خدماتو په شمول متنوع خدمات زائرانو ته وړاندې کوي.[۱۸]
فوټ نوټ
- ↑ اکوانی، «اصول طراحی زائر سرای بین راهی با رویکرد اربعین حسینی»، ۱۳۹۹ش، ص۲۵–۲۷.
- ↑ «تعریف زائرسرا»، اداره کل میراث فرهنگی و گردشگری همدان.
- ↑ توانگر، «گونهشناسی و بررسی ساختارهای مدیریت زائرسراهای ارزان قیمت در شهر مشهد، با نگاهی بر تئوری نوآوری مخرب»، ۱۴۰۰ش، ص۹۷۸.
- ↑ حیدرالجد، «منزلگاههای راه کربلا و نجف»، ۱۳۸۸ش، ص۸۷.
- ↑ توانگر، «گونهشناسی و بررسی ساختارهای مدیریت زائرسراهای ارزان قیمت در شهر مشهد، با نگاهی بر تئوری نوآوری مخرب»، ۱۴۰۰ش، ص۹۷۸.
- ↑ حیدرالجد، «منزلگاههای راه کربلا و نجف»، ۱۳۸۸ش، ص۸۸.
- ↑ اکوانی، «اصول طراحی زائر سرای بین راهی با رویکرد اربعین حسینی»، ۱۳۹۹ش، ص۲۵–۲۷.
- ↑ اکوانی، «اصول طراحی زائر سرای بین راهی با رویکرد اربعین حسینی»، ۱۳۹۹ش، ص۲۵–۲۷.
- ↑ حیدرالجد، «منزلگاههای راه کربلا و نجف»، ۱۳۸۸ش، ص۸۷ و ۹۳.
- ↑ حیدرالجد، «منزلگاههای راه کربلا و نجف»، ۱۳۸۸ش، ص۸۸–۹۱.
- ↑ «خانههای عراق زائرسرا شد»، شمال نیوز.
- ↑ حیدرالجد، «منزلگاههای راه کربلا و نجف»، ۱۳۸۸ش، ص۸۸.
- ↑ توانگر، «گونهشناسی و بررسی ساختارهای مدیریت زائرسراهای ارزان قیمت در شهر مشهد، با نگاهی بر تئوری نوآوری مخرب»، ۱۴۰۰ش، ص۹۷۹.
- ↑ توانگر، «گونهشناسی و بررسی ساختارهای مدیریت زائرسراهای ارزان قیمت در شهر مشهد، با نگاهی بر تئوری نوآوری مخرب»، ۱۴۰۰ش، ص۹۸۵.
- ↑ «تعریف زائرسرا»، اداره کل میراث فرهنگی و گردشگری همدان.
- ↑ توانگر، «گونهشناسی و بررسی ساختارهای مدیریت زائرسراهای ارزان قیمت در شهر مشهد، با نگاهی بر تئوری نوآوری مخرب»، ۱۴۰۰ش، ص۹۸۶.
- ↑ «آستان قدس حسینی دو زائرشهر در مرز ایران و کویت میسازد»، خبرگزاری شفقنا.
- ↑ «سه زائر شهر آستان مطهر آماده استقبال از زائران محترم سیدالشهداء (علیه السلام)»، آستان قدس حسینی.
سرچينې
- «آستان قدس حسینی دو زائرشهر در مرز ایران و کویت میسازد»، خبرگزاری شفقنا، تاریخ درج مطلب: ۱۵ مرداد ۱۴۰۲ش، تاریخ بازدید: ۳ آبان ۱۴۰۳ش.
- اکوانی، عباس، «اصول طراحی زائر سرای بین راهی با رویکرد اربعین حسینی» در مجله نخبگان علوم و مهندسی، شماره ۲۷، بهمن ۱۳۹۹.
- «تعریف زائرسرا»، اداره کل میراث فرهنگی و گردشگری همدان، تاریخ درج مطلب: بیتا، تاریخ بازدید: ۳ آبان ۱۴۰۳ش.
- توانگر، معصومه، «گونهشناسی و بررسی ساختارهای مدیریت زائرسراهای ارزان قیمت در شهر مشهد، با نگاهی بر تئوری نوآوری مخرب» در مجله پژوهشهای جغرافیای انسانی، شماره ۳، پاییز ۱۴۰۰ش.
- حیدرالجد، «منزلگاههای راه کربلا و نجف» در فصلنامه فرهنگ زیارت، ترجمه محمدعلی رضایی، شماره ۱، زمستان ۱۳۸۸ش.
- «خانههای عراق زائرسرا شد»، شمال نیوز، تاریخ درج مطلب: ۱۷ آبان ۱۳۹۵ش، تاریخ بازدید: ۳ آبان ۱۴۰۳ش.
- «سه زائر شهر آستان مطهر آماده استقبال از زائران محترم سیدالشهداء (علیه السلام)»، آستان قدس حسینی، تاریخ درج مطلب: ۲۲ اکتبر ۲۰۱۸م، تاریخ بازدید: ۳ آبان ۱۴۰۳ش.