سخي زیارت

د wikishia لخوا
سخي زیارت

سخي زیارت د افغانستان د پلازمېنې کابل په کارته سخي سیمه کې یو ځای دی چې پېغمبر اکرم(ص) ته منسوبه خرقه پکې په ۱۱۸۲ ق کال کې له بدخشانه کندهار ته د لېږدولو په وخت یوه موده کیښودل شوه. د خرقې وړونکي وایي چې په خوب کې یې لیدلي چې حضرت علي(ع) له یو شمېر نورو کسانو سره د خرقې په څنګ کې لمونځ کړی. له هغه وخته، دغه ځای د شیعیانو او اهل سنتو یو زیارت دی او د نوي کال په راتګ سره هلته د سخي جنډا رپول کیږي.

د دغه زیارت لومړۍ ودانۍ د افغانستان پاچا احمد خان ابدالي (۱۱۳۴–۱۱۸۶ق/۱۷۲۲–۱۷۷۳م)، جوړه کړه. طالبانو د ۱۴۰۱ ل کال د دلوې په ۲۵ دغه زیارت بند کړ او ادعا یې وکړه چې په دې کې شرکیه عملونه ترسره کیږي. له دې مخکې، له ۱۳۹۵ ل کاله په سخي زیارت باندې د داعش ډلې لخوا ترهه ګر برید شوی و.

موقعیت

جنوبي اړخ ( تصویر: رویټرز خبري اژانس)

سخي زیارت د اسمایي غره (ټیلي ویژن غر) په لویدیځه لمنه کې د کابل په کارته سخي سیمه کې پروت دی.[۱] ورته مخامخ کابل پوهنتون او علي اباد روغتون او عرفان حسینیه ده. په جنوبي برخه کې یې امام علي(ع) جومات (د میر علي احمد حجت په لاس جوړ) او له انګڼه بهر یې په سلام غونډۍ (تپه سلام) کې محمدیه جومات او علمیه (دیني) مدرسه واقع ده چې واعظ بهسودي جوړه کړې ده. لویدیځ لور ته یې هدیره پرته ده.[۲] چې د سید علي احمد حجت،[۳] د امان الله خان د مور حیات بېګم، واعظ بهسودي او د کمونسټي حکومتونو، مجاهدینو او طالبانو د حکومتونو د تاوتریخوالیو یو شمېر وژل شویو کسانو قبرونه پکې دي.[۴]

لویدیځ اړخ

تاریخچه

اصلي مقاله: د خرقه شریف زیارت

ویل شوي چې د اسلام پېغمبر ته منسوبه خرقه له ۱۱۰۹ تر ۱۱۸۱ق کاله د بدخشان په فیض اباد کې وه[۵] او د ۱۱۸۱ق کال په وروستیو کې ولی الله خان اعتمادالدوله د احمد خان ابدالي په امر هغه له فیض آباده کندهار ته یوړه. د ۱۱۸۲ق کال په لومړیو کې خرقه کابل ته یوړل شوه او هغه یې په دغه ځای کې چې اوس زیارت دی کیښودله. د دغه خرقې د کیښودل کېدو موده له ۸ میاشتو څخه تر ۴۰ ورځو ښودل شوې ده. په دې موده کې خلک له کابل او خواوشا څخه د هغې زیارت ته ورتلل.[۶] د خرقې د لېږدولو کال ۱۱۸۰ق هم ذکر شوی دی.[۷]

ویل شوي چې د خرقې وړونکو صوفیانو څو ورځې پس دوه شپې پرله پسې خوب ولیده چې یو شین پوښه کس چې توره یې په یوې ډبرې ایښې د خرقې په څنګ کې لمونځ کوي. هغوي له دغه کسه وپوښتل چې څوک یې او هغه ځان علي(ع) معرفي کړ. له همدې امله له دې وروسته، دغه ځای د حضرت علي(ع) په قدمګاه مشهور شو. هغوي وویل کله چې له خوبه راپاڅېدل، وې لیدل چې دغه ډبره په مینځ دوه ټوټې شوې ده.[۸] دغه کاڼی د غره لور ته د زیارت په شمالي دیوال کې دی چې د ذوالفقار په کاڼي یا سنګ ذوالفقار مشهور دی. د خرقې وړونکو کندهار ته له رسېدو وروسته دغه خوب احمد خان ابدالي ته واوروه. هغه امر وکړ چې هلته د «سخي شاه مردان» په نوم یو زیارت جوړ شی. د دغه زیارت تاریخچه په هغې کې دننه په یوه لوحه باندې په دیوال لګول شوې ده.[۹]

ودانۍ

کارته سخي

د دغه زیارت لومړۍ ودانۍ احمد خان ابدالي (۱۱۳۴–۱۱۸۶ق/۱۷۲۲–۱۷۷۳م) جوړه کړه.[۱۰] په ۱۱۸۷ق کال کې د زیارت په خوا کې د اوبو یوه څاه وکیندل او ونې ولګول شوې. په ۱۲۹۸ ل کال کې د افغانستان د پاچا امان الله مور حیات بیګم، له انګلستانه د افغانستان د خپلواکۍ په ستنولو کې د خپل زوي له بریالیتوبه وروسته، د دغه ودانۍ جوړول پېل کړل او په ۱۲۹۹ ل کال کې یې پای ته ورسول[۱۱] او یو بل ګنبد یې جوړ کړ. میر علی احمد حجت هم په هغه یو څو نور ګنبده ورزیات کړل.[۱۲] حجت په ۱۳۴۲ ل کال کې د سخي د روضې په جنوب کې یو جومات جوړ کړ.[۱۳]

د سخي جنډې د پورته کولو دستورې

په نوروز کې حضرت علي(ع) ته منسوب د جنډې پورته کولو دستورې

هر کال په نوروز کې، اهل سنت او شیعیان په دغه ځای کې د حضرت علي(ع) په نوم یوه جنډا پورته کوي او په دې دستورو کې، یو شیعه او یو اهل سنت عالم په نمبر وینا کوي.[۱۴] لوړ رتبه دولتي چارواکي هم په دې دستورو کې برخه اخلي او دغه جنډا تر څلویښتو ورځو پورته وي.[۱۵]

د ۱۴۰۳ل کال د سلواغې په ۲۵ سه شنبه د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر مامورانو، دغه زیارت بند کړ. د ځایي سرچینو په وینا طالبانو د دغه زیارت زیارت کوونکي هم وشړل او وې ویل چې په دغه ځای کې شرکیه اعمال کیږي منجمله د جنډې ښکلول.[۱۶]

ترهه ګرې حملې

له ۱۳۹۵ ل کاله وروسته د سخي زیارت او ورته تلونکو لارو څو ترهه ګرې حملې وشوې چې مسوولیت یې داعش په غاړه واخیست. لومړۍ حمله د ۱۳۹۵ ل کال د تلې په شلمه د عاشورا په شپه د داعش د څو غړو لخوا په زیارت کې دننه وشوه.[۱۷] دوهمه حمله هم د دغه زیارت په لاره کې د ۱۳۹۷ل کال په وري کې د هغو کسانو په مینځ کې د بم په چاودنې سره وشوه چې د جنډې پورته کولو په دستورو کې د ګډون لپاره دغه زیارت ته روان وو.[۱۸] د ۱۳۹۸ کال د وري په لومړۍ نیټه هم سخي زیارت ته په تلونکي لاره کې د خلکو په مینځ کې د دریو بمونو په چاودېدو سره شپږ کسان ووژل شو.[۱۹]

فوټ نوټ

  1. بختیاری، شیعیان افغانستان، ۱۳۸۵ش، ص۳۸۰؛ احمدی‌نژاد بلخی، «آرامگاه‌های خاندان پیامبر(ص) در افغانستان»، ص۱۰۱.
  2. بختیاری، شیعیان افغانستان، ۱۳۸۵ش، ص۳۸۵.
  3. احمدی‌نژاد بلخی، «آرامگاه‌های خاندان پیامبر(ص) در افغانستان»، ص۱۰۰.
  4. «روایت‌نگاری خبرنگار تسنیم از زیارتگاه معروف سخی در کابل»، خبرگزاری تسنیم.
  5. وکیلی پویلزائی، تاریخ خرقه شریفه، ۱۳۶۶ش، ص۱۸.
  6. وکیلی پویلزائی، تاریخ خرقه شریفه، ۱۳۶۶ش، ص۲۸.
  7. بختیاری، شیعیان افغانستان، ۱۳۸۵ش، ص۳۸۰.
  8. بختیاری، شیعیان افغانستان، ۱۳۸۵ش، ص۳۸۰-۳۸۱.
  9. طاووسی مسرور، «محلی برای گردآمدن»، ص۷۸.
  10. «روایت‌نگاری خبرنگار تسنیم از زیارتگاه معروف سخی در کابل»، خبرگزاری تسنیم.
  11. وکیلی پویلزائی، تاریخ خرقه شریفه، ۱۳۶۶ش، ص۲۸.
  12. «روایت‌نگاری خبرنگار تسنیم از زیارتگاه معروف سخی در کابل»، خبرگزاری تسنیم.
  13. زیارتگاه سخی در نوروز، خبرگزاری فارس.
  14. احمدی، «نوروز در افغانستان».
  15. «زیارت سخی» مکان مقدس شیعیان و اهل تسنن در کابل»، خبرگزاری تسنیم.
  16. «تداوم فشار طالبان بر شیعیان افغانستان...»، خبرگزاری شفقنا.
  17. «۴۴ کشته و زخمی در حمله به زیارت سخی کابل»، خبرگزاری فارس.
  18. «نوروز خونین کابل»، سایت روزنامه اطلاعات روز.
  19. «داعش مسئولیت حمله به مراسم جشن نوروز در کابل را به عهده گرفت»، خبرگزاری ابنا.

سرچينې