نوروز
نوروز د نوي هجري لمریز کال پېل او د وري د میاشتې له لومړۍ نېټې سره برابر دی چې ایرانیان پکې جشن کوي. په شیعه روایي سرچینو کې د نوروز په رد او تایید کې ځینې حدیثونه نقل شوي دي. له امام صادق(ع) یو روایت نقل شوی چې پکې د نوروز لپاره خاص اداب ذکر شوې دي. ځینو شیعه عالمانو لکه علامه مجلسي دغه روایتونه تایید کړي او ځینو نورو لکه سید محمد حسین تهراني هغه نه دي منلي او سند یې ضعیف ګڼلی دی.
د نوروز جشن د ایران یو ډېر لرغونی فرهنګي سمبل ګڼل کیږي. دغه جشن یو شمېر ملي، قومي او مذهبي دودونه او اداب لري. د نورو جشن په نورو هیوادونو کې هم لمانځل کیږي او په ځینو هیوادونو منجمله ایران کې دغه ورځ عامه رخصتي ده. همداراز د افغانستان او پاکستان په ځینو سیمو کې د دې باور په اساس چې امام علي(ع) په دې ورځ خلافت ته رسېدلی، خاصې دستورې ترسره کیږي. په ایران کې ځینې کسان د کال د بدلون په وخت د امامانو او امامزادګانو په حرم کې حاضریږي.
پېژندنه او اهمیت
د وري د میاشتې لومړۍ ورځ چې د نوي هجري لمریز کال له پېل او د پسرلي له لومړۍ ورځې[۱] سره برابره ده،[۲] نوروز بلل کیږي. ځینې کسانو د نوروز جوړېدل د لومړیو ایرانیو پاچاهانو کار بللی او د هغې وعده یې د زرتشت دین له اعتقاداتو ګڼلې ده؛[۳] له همدې امله د زرتشتیانو جشن هم ګڼل شوی دی.[۴] د دې په مقابل کې بیا ځینې کسان د ایران پخواني ملي جشن او لرغونې دستورې ګڼي چې د ایران تر ټولو پخوانی فرهنګي سمبول [۵] او د ایرانیانو تر ټولو لوی ملی جشن دی.[۶]
د شیعه په حدیثي سرچینو کې د نوروړ په تایید کې حدیثونه او د دغه ورځې لپاره ځینې عملونه بیان شوې دي.[۷] نوروز د ایران د متنوع کلتور نښه او د هغوي د ګډ ژوند زمینه معرفی شوې ده.[۸] په دې ډول چې په یو وخت کې مختلف خلک منجمله زرتشتي، شیعه، اهل سنت، مسیحي او... له متفاوتو سپېڅلتیاوو او کتابونو او ګروهنو سره په هغه کې شریکیږي.[۹] همداراز ویل شوي چې واکمنانو به د نوروز په ورځو کې، ډالۍ،[۱۰] او خراجونه له خلکو اخستل[۱۱] او په ځینو پړاوونو کې، د پاچا له خوا د مختلفو دولتي چاروالو اوچارواکو ټاکنه په دغه ورځو کې کېدله.[۱۲]
مختلف هیوادونه او ولسونه د نوروز په ورځو کې جشن جوړوي او په ځینو هیوادونو کې رسمي رخصتي ده.[۱۳] همداراز د ملګرو ملتو عمومي اسمبلۍ، نوروز په ایرانۍ جرړې سره په خپلې کالهندارې کې راوستی دی.[۱۴]
دستورې
نوروز له پخوا راهسې له یو لړ دودونو سره مل پاتې شوی دی.[۱۵] له ډېرو ورځو مخکې د نوروز د جشن لپاره تیاریانې،[۱۶] خانه ټکاني (د کورنو صفا کول)[۱۷] د نویو جامو اغوستل،[۱۸] د اختر د شینکي کرل،[۱۹] د هفت سین (اوو سینونو) د دسترخوان غوړول،[۲۰] په دسترخوان د قرآن کېښودل،[۲۱] اختری ورکول،[۲۲] او د قبرونو زیارت او د کال په اخري پنجشنبه د مرحومینو د ارواوو د خوشالولو لپاره خیرات ورکول،[۲۳] له دغه دستورو او دودونو څخه دي. په نوروز کې یو بل دود رواج یو بل کره تګ راتګ او صله ارحام دی.[۲۴]
د علم (جنډې) پورته کولو دستورې
په افغانستان او پاړاچنار کې ځینې خلک د معصومینو د روایتونو په استناد[۲۵] په دې باور دي چې امام علي(ع) په نوروز کې خلافت ته رسېدلی او له همدې امله په دغه ورځ د جهنډه(علَم) په پورته کولو سره د دغه ورځې درنښت کوي.[۲۶] دغه دستورې د افغانستان په کابل کې د سخی په زیارت او په مزار شریف کې د امام علي(ع) په زیارت[۲۷] او په پاړاچنار کې امام علي(ع) ته منسوب په یو زیارت کې ترسره کیږي.[۲۸]
په مذهبي ځایونو کې د خلکو راغونډېدل
ځینې خلک د کال د بدلېدو په وخت د امامانو یا امامزادګانو په حرم کې حاضریږي.[۲۹] د ایران د اسلامي جمهوریت په زمانه کې، د دغه هیواد رهبر د نوروز په مناسبت یو پېغام خپروي.[۳۰] همداراز ایت الله خامنه اي هر نوروز د امام رضا(ع) په حرم کې وینا کوي.[سرچینې ته اړتیا]
د نوروز په تایید یا رد کې حدیثونه
د شیعه په روایتي سرچینو کې د نوروز په اړه دوه ډوله حدیثونه نقل شوې دي. د یو روایت له مخې چې مُعلّی بن خُنَيس له امام صادق(ع) نقل کړی چې امام، نوروز اختر تاییدوي او په دغه ورځ د لامبلو، د ښو جامو اغوستلو، روژې او ځانګره لمونځ سپارښتنه کوي.[۳۱] علامه مجلسي هم یو روایت نقل کړی چې پر اساس یې امام صادق(ع) ځینې مهمې پېښې لکه غدیر [یادداشت۱] او لومړۍ ورځ چې لمر راوخته په نوروز کې ګڼلې دي.[۳۲] د دې په مقابل کې بیا له امام موسی کاظم(ع) ځینې روایتونه نقل شوي چې نوروز یې د اسلام د منلو وړ دود نه دی ګڼلی او د هغه له راژوندي کولو څخه ډډه وکړه.[۳۳] ځینو لیکوالانو دغه دوه ډوله حدیثونه د سند اومحتوا له اړخه جاجولې دي.[۳۴] علامه مجلسي د نوروز د تایید روایت زیات قوي او مشهور ګڼي او احتمال ورکوي چې له نوروز سره مخالف روایت د تقیې له مخې وي.[۳۵] امام خمیني هم غسل[۳۶] او روژه[۳۷] په نوروز اختر کې مستحبه ګڼلې ده. البته سید محمد حسین تهراني (۱۳۴۵-۱۴۱۶ق) باوري دی چې هغه څه چې د نوروز په اړه مشهور شوي چې اسلام هغه تایید کړي او غسل، لمونځ او حمل برج ته د لمر د بدلېدو په وخت دعا، مرغوبه او ښه ګڼلې، صحیح نه دي. هغه همداراز د ملي دود او قومي ادابو په توګه د اختر لمانځل بدعت ګڼلی او هغه روایت یې چې په دې اړه له مُعلّی بن خُنَيس وارد شوی ضعيف السّند ګڼلی دی.[۳۸]
په اهل سنتو کې هم ځینې عالمان د نوروز لمانځل[۳۹] او پکې ډالۍ ورکول حرام ګڼي.[۴۰] په هغوي کې د ځینو په باور که یو کس پنځوس کاله د خدای عبادت وکړي او بیا د نوروز په درنښت کې یوه ډالۍ ورکړي، کافر شوی او عملونه یې ورته هیڅ ګټه نه لري.[۴۱] طالبانوډلې پر افغانستان د حکومت په لومړي پړاو کې نوروز د اسلام خلاف او بدعت ګڼلی او د هغې ترسره کول یې حرام او منع کړې دي.[۴۲]
د «بازخوانی سند نوروز در روایات اسلامی»، مقالې د لیکوال له مخې، نوروز اختر له دې امله چې له ځینو اعمالو لکه ډالۍ ورکول، صله رحم، د مشرانو درناوی، په وړو مهربانۍ، پاکۍ او سنبالښت سره چې د عقل او شرعې د خوښې او تایید شیان دي، یو ځای دی، نو باید درنښت یې وشي.[۴۴]
دیني آداب
په وسایل الشیعه کتاب کې د نوروز په اړه حدیثونو لپاره یو جدا باب راغلی دی.[۴۵] په دې باب کې د نوروز د ادابو لکه لامبلو، روژه نیولو، نویو جامو اغوستلو او عطر لګولو په اړه ځینې روایتونه نقل شوې دي.[۴۶] علامه مجلسي د کال د بدلېدو لپاره دا دعا: «يَا مُقَلِّبَ الْقُلُوبِ وَ الْأَبْصَارِ يَا مُدَبِّرَ اللَّيْلِ وَ النَّهَارِ يَا مُحَوِّلَ الْحَوْلِ وَ الْأَحْوَالِ حَوِّلْ حَالَنَا إِلَى أَحْسَنِ الْحَال» نقل کړې ده.[۴۷] هغه همداراز یوه بله دعا هم د نوروز لپاره راوړې ده:: «اللَّهُمَّ هَذِهِ سَنَةٌ جَدِيدَةٌ وَ أَنْتَ مَلِكٌ قَدِيمٌ أَسْأَلُكَ خَيْرَهَا وَ خَيْرَ مَا فِيهَا وَ أَعُوذُ بِكَ مِنْ شَرِّهَا وَ شَرِّ مَا فِيهَا وَ أَسْتَكْفِيكَ مَؤُنَتَهَا وَ شُغْلَهَا يَا ذَا الْجَلَالِ وَ الْإِكْرَامِ».[۴۸][یادداشت ۲] په خاصو ادابو سره دوه، دوه رکعتي لمونځونه هم په سرچینو کې د نوروز لپاره نقل شوې دي.[۴۹] ځینو احتمال ورکړی چې نوروز کومې خاصې ځانګړنې او امتیازات نه لري چې ورپاره خاص اعمال او اداب راغلې وي بلکې د نوروز په ورځ لمانځه او روژې ته د خلکو هڅول، له فضولو او بې هدفه کارونو د خلکو د مخ اړولو په هدف سره شوې دي.[۵۰]
نوروز په شعرونو کې
فارسي ژبې شاعرانو د نوروز په اړه ځینې شعرونه ویلې دي. منجمله:
ز کوی یار میآید نسیم باد نوروزی | از این باد ار مدد خواهی چراغ دل برافروزی.[۵۱] | |
آدمی نیست که عاشق نشود وقت بهار | هر گیاهی که به نوروز نجنبد حطب است.[۵۲] | |
نوروز رخت دیدم خوش اشک بباریدم | نوروز و چنین باران باریده مبارک باد.[۵۳] | |
نوروز مینوازد روح از نسيم اسحار | خورشيد میدرخشد بر چشمههای كُهسار[۵۴] |
نوروز په عربي شعرونو کې هم راغلی دی.[۵۵]
فوټ نوټ
- ↑ دهخدا، لغتنامه دهخدا، واژه «نوروز».
- ↑ طهماسبی، نوروز، پیر برنای جاوید، ۱۳۸۴ش، ص۵.
- ↑ افشار، جشن نوروز، ۱۳۸۲ش، ص۲۲.
- ↑ ابوالفرج اصفهانی، الأغانی، ۱۴۱۵ق، ج۲۳،ص۱۵۴.
- ↑ امین بیدختی و شریفی، سرمایه اجتماعی در عید نوروز و پیش از آن، ۱۳۹۳ش، ص۶۴۹
- ↑ دهخدا، لغتنامه دهخدا، واژه «نوروز».
- ↑ حرّ عاملی، وسائل الشیعة، ۱۴۰۹ق، ج۸، ص۱۷۲.
- ↑ طباطبایی، «نوروز؛ نمادی از تساهل و تسامح».
- ↑ طباطبایی، «نوروز؛ نمادی از تساهل و تسامح».
- ↑ ابن عبدالبر، الإستيعاب فی معرفة الأصحاب، ۱۴۱۲ق، ج۳، ص۱۴۲۰.
- ↑ جعفریان، «نوروز در فرهنگ شیعه»
- ↑ دارابی، نوروز از دید سفرنامه نویسان دوره صفویه و قاجاریه، ۱۳۹۵ش، ص۱۰۴.
- ↑ نفر، «آشنایی با مراسم نوروز در هشت کشور جهان»
- ↑ UNITED NATIONS
- ↑ دارابی، نوروز از دید سفرنامه نویسان دوره صفویه و قاجاریه، ۱۳۹۵ش، ص۱۱۳.
- ↑ دارابی، نوروز از دید سفرنامه نویسان دوره صفویه و قاجاریه، ۱۳۹۵ش، ص۱۱۰.
- ↑ دارابی، نوروز از دید سفرنامه نویسان دوره صفویه و قاجاریه، ۱۳۹۵ش، ص۱۱۰.
- ↑ افشار، جشن نوروز، ۱۳۸۲ش، ص۲۳.
- ↑ افشار، جشن نوروز، ۱۳۸۲ش، ص۲۳.
- ↑ دارابی، نوروز از دید سفرنامه نویسان دوره صفویه و قاجاریه، ۱۳۹۵ش، ص۱۱۴.
- ↑ افشار، جشن نوروز، ۱۳۸۲ش، ص۲۳.
- ↑ رحیمی، «جشنی تاریخی در دل مردم»
- ↑ افشار، جشن نوروز، ۱۳۸۲ش، ص۲۳.
- ↑ فجری، فرصتهای طلایی نوروز، اسفند۱۳۸۶ش، ص۳۸.
- ↑ مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۵۶، ص ۹۱.
- ↑ «آغازجشن نوروز در افغانستان با برافراشتن علم حضرت علی (ع)» خبرگزاری ایرنا.
- ↑ «آغازجشن نوروز در افغانستان با برافراشتن علم حضرت علی (ع)» خبرگزاری ایرنا.
- ↑ «پاکستان میں نوروز "عالم افروز" اور "ایران صغیر" کی کہانی» ایرنا نیوز ایجنسی
- ↑ فجری، فرصتهای طلایی نوروز، اسفند۱۳۸۶ش، ص۳۷.
- ↑ نگاه کنید به: «بازخوانی پیامهای نوروزی امام خمینی(ره)» و «بازخوانی پیامهای نوروزی رهبر انقلاب از سال ۶۹ تا ۹۷»
- ↑ حرّ عاملی، وسائل الشیعة، ۱۴۰۹ق، ج۸، ص۱۷۲.
- ↑ مجلسی، بحار الأنوار، ۱۴۰۳ق، ج۵۶، ص۹۲-۱۰۰.
- ↑ ابنشهر آشوب، مناقب آل أبیطالب، ۱۳۷۹ش، ج۴، ص۳۱۹.
- ↑ فاضل استرآبادی، مجموعه مقالات در زمینه عاشورا، اربعین، و نوروز، ۱۳۹۲ش،ص۱۱۲-۱۲۰.
- ↑ مجلسی، بحار الأنوار، ۱۴۰۳ق، ج۵۶، ص۱۰۱.
- ↑ امام خمینی، تحریرالوسیله، ۱۳۷۹ش، ج۱، ص۸۲
- ↑ امام خمینی، تحریرالوسیله، ۱۳۷۹ش، ج۱، ص۲۳۷
- ↑ حسینی تهرانی، امامشناسی، ج۶، ص۲۱۵.
- ↑ المناوی، فيض القدير شرح الجامع الصغير، ۱۳۵۶ق، ج۴، ص۵۱۱.
- ↑ أبوالبركات النسفی، كنز الدقائق، ۲۰۱۱م، ج۱، ص۶۹۵
- ↑ التقی الغزی، الطبقات السنية في تراجم الحنفية، ص۳۴۳.
- ↑ جعفریان، «نوروز در فرهنگ شیعه»
- ↑ «روایت ناصرالدین شاه از همزمانی شب قدر با تحویل سال ١٢٧۴»، سایت خبرآنلاین.
- ↑ زمانی محجوب، «بازخوانی سند نوروز در روایات اسلامی؛ مطالعه موردی: روایت معلی بن خنیس»، ص۴۱.
- ↑ حرّ عاملی، وسائل الشیعة، ۱۴۰۹ق،ج۸، ص۱۷۲.
- ↑ حرّ عاملی، وسائل الشیعة، ۱۴۰۹ق،ج۸، ص۱۷۲.
- ↑ مجلسی، زاد المعاد، ۱۴۲۳ق، ص۳۲۸.
- ↑ مجلسی، زاد المعاد، ۱۴۲۳ق، ص۳۲۸.
- ↑ حر عاملی، هداية الأمة، ۱۴۱۴ق، ج۳، ص۳۱۶.
- ↑ فاضل استرآبادی، «مجموعه مقالات در زمینه عاشورا، اربعین و نوروز»، ص۱۱۹.
- ↑ حافظ، غزلیات، غزل۴۵۴.
- ↑ سعدی، غزلیات، غزل۵۱.
- ↑ مولوی، دیوان شمس، غزل۵۹۷.
- ↑ دیوان شهریار، نشر نگاه، ۱۳۸۹ش
- ↑ بېلګه په توګه وګورئ: ابن فوطى، مجمع الآداب فی معجم الألقاب، ۱۴۱۶ق، ج۴، ص۳۸۰.
سرچينې
- ابوالبركات النسفی، كنز الدقائق، محقق: سائد بكداش، بیجا، دار البشائر الإسلامية، ۲۰۱۱م.
- ابنشهر آشوب مازندرانی، مناقب آل أبیطالب علیهم السلام، قم، انتشارات علامه، چاپ اول، ۱۳۷۹ق.
- ابنعبدالبر، یوسف بن عبد الله، الاستیعاب فی معرفة الأصحاب، تحقیق: علی محمد البجاوی، بیروت، دار الجیل، چاپ اول، ۱۴۱۲ق.
- ابنفوطى، عبدالرزاق بن احمد، مجمع الآداب في معجم الألقاب، محقق: محمد كاظم، تهران، وزارت فرهنگ و ارشاد اسلامى، ۱۴۱۶ق.
- ابوالفرج اصفهانی، علی بن حسین، الاغانی، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، ۱۴۱۵ق.
- افشار، ایرج، جشن نوروز، مجله کیهان فرهنگی، شماره ۱۹۸، ۱۳۸۲ش.
- التقی الغزی، الطبقات السنية في تراجم الحنفية، بیجا، بیتا.
- المناوی، زینالدین، فيض القدير شرح الجامع الصغير، مصر، المكتبة التجارية الكبرى، ۱۳۵۶ق.
- امام خمینی، روحالله، تحریرالوسیله، تهران، تنظیم و نشر آثار امام خمینی، ۱۳۷۹ش.
- امین بیدختی، علیاکبر، شریفی، نوید، سرمایه اجتماعی در عید نوروز و پیش از آن، مطالعات و تحقیقات اجتماعی در ایران، دوره۲، شماره۴، ۱۳۹۳ش،
- جعفریان، رسول، «نوروز در فرهنگ شیعه»، در شبکه اجتهاد، تاریخ درج مطلب: ۸ فروردین ۱۳۹۶ش، تاریخ بازدید: ۲۵ اسفند ۱۳۹۶ش.
- دارابی، علیرضا، نوروز از دید سفرنامه نویسان دوره صفویه و قاجاریه، فرهنگ مردم ایران، شماره ۴۷، ۱۳۹۵ش.
- دهخدا، لغتنامه دهخدا.
- رحیمی، پرستو، «جشنی تاریخی در دل مردم»، در سایت مرکز دایرة المعارف بزرگ اسلامی، تاریخ درج مطلب: ۲۳ اسفند ۱۳۹۶ش، تاریخ بازدید: ۲۷ اسفند ۱۳۹۶ش.
- زمانی محجوب، حبیب، بازخوانی سند نوروز در روایات اسلامی؛ مطالعه موردی: روایت معلی بن خنیس، تاریخ فرهنگ و تمدن اسلامی، شماره ۲۵، زمستان ۱۳۹۵ش،
- سید ابن طاووس، رضیالدین علی، الاقبال بالاعمال الحسنة، تهران، دارالکتب الإسلامیة، چاپ دوم، ۱۴۰۹ق.
- حر عاملی، هدایة الأمة إلی أحکام الأئمة(ع)، مشهد، آستانة الرضویة المقدسة، مجمع البحوث الإسلامیة، چاپ اول، ۱۴۱۴ق.
- حرّ عاملی، وسائل الشیعة، قم، مؤسسه آل البیت(ع)، چاپ اول، ۱۴۰۹ق.
- طباطبایی، احمد، «نوروز؛ نمادی از تساهل و تسامح»، در سایت مرکز دایره المعارف بزرگ اسلامی، تاریخ درج مطلب: ۲۳ اسفند ۱۳۹۶ش، تاریخ بازدید: ۲۷ اسفند ۱۳۹۶ش.
- طهماسبی، طغرل، نوروز، پیر برنای جاوید، حافظ، شماره ۲۶، اسفند ۱۳۸۴ش،
- فاضل استرآبادی، محمد، مجموعه مقالات در زمینه عاشورا، اربعین، و نوروز، قم، شیعهشناسی، ۱۳۹۲ش،
- فجری، محمدمهدی، فرصتهای طلایی نوروز، مبلغان، شماره۱۰۱، اسفند ۱۳۸۶ش.
- مجلسی، محمدباقر، بحار الانوار، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، چاپ دوم، ۱۴۰۳ق.
- مجلسی، محمدباقر، زاد المعاد (مفتاح الجنان)، محقق و مصحح: علاء الدین اعلمی، بیروت، موسسة الأعلمی للمطبوعات، چاپ اول، ۱۴۲۳ق.
- نفر، فاطمه، «آشنایی با مراسم نوروز در هشت کشور جهان»، در سایت همشهری، تاریخ درج مطلب: ۲۸ اسفند ۱۳۸۶ش، تاریخ بازدید: ۲۵ اسفند ۱۳۹۶ش.
- حسینی طهرانی، سید محمدحسین، امامشناسی، پایگاه علوم و معارف اسلام
- پاکنیا تبریزی، عبدالکریم، نگاهی نو به جایگاه عید نوروز، مبلغان، شماره ۱۳۸، اسفند ۱۳۸۹ش.
- حافظ، دیوان غزلیات.
- مولوی، دیوان شمس.
- سعدی، غزلیات.
- UNITED NATIONS تاریخ درج مطلب: 23 February 2010،تاریخ بازدید: ۱۸ مارس ۲۰۱۸.