سپین واده

د wikishia لخوا

سپین واده، د سړي او ښځې تر مینځ د واده له چوکاټه بهر یو ډول عاطفي او جنسي اړیکي دي چې په لویدیځ کلتور کې د (یو ځای پاتې کېدلو) یا (cohabitation) په نامه یادیږي. د شیعه فقیهانو له نظره دا رابطه حرامه ده او شرعي واده نه ګڼل کیږي؛ ځکه چې د واده لپاره ضروري شرایط لکه د عقد د صیغې لوستل پکې نه دي رعایت شوې او دواړه لوري د شرعي واده د اثارو لکه میراث، نفقې او عدې په وړاندې هیڅ ژمنتیا او ذمه واري نه لري.

د سپین واده ځینې منفي پایلې ذکر شوې دي لکه د خیانت زیاتېدل، د ناغوښتو امیدواریو زیاتیدل، د جنین سقطول، او د کورنۍ د بنسټ ګواښېدل. د دغه شان ودونو د دودېدو زمینه او سبب، پر بچیانو د والدینو نه څارنه او د واده کولو د عمر زیاتېدل ګڼل شوې دي. د دې د مقابلې لپاره ځینې لارې چارې هم وړاندیز شوې دي منجمله د واده د زمینو برابرول،د روزګار برابرول او لنډمهاله واده یا صیغه.

سپین واده یا یو ځای پاتې کېدل

سپین واده د سړي او ښځې تر مینځ یو ډول عاطفي او جنسي پیوند او تعلق دی چې د شرعي واده د اصولو لکه د نکاح د صیغې له جاري کولو پرته بڼه خپلوي. دغه ډول اړیکي د یو ځای پاتېدلو، ګډ کور یا ګدې بسترې په شان نومونو هم پېژندل کیږي.[۱] ویل کیږي چې په سپین واده د دغه اړیکو د نومولو سبب د ښځې او سړي د تذکرې سپین پاتې کېدل دي[۲] (یعنې د ښځې او سړي په تذکرې کې د یو بل نوم نه لیکل کیږی) دا اصطلاح او ټکی په لویدیځ فرهنګ او لغت کې نیشته او دغه ډول اړیکي د یو ځای پاتې کېدلو (cohabitation) په نوم پېژندل کیږي.[۳]

له شرعي واده سره یې فرق

سپین واده له شرعي واده سره له ځینو اړخونو فرق لري. د مثال په توګه، د نکاح د صیغې لوستل، د مهر ټاکل، د عدې خیال ساتل او د باکره یا پېغلې واده لپاره د ولي اجازت د شرعي واده له شرایطو دي چې په سپین واده کې نیشته.[۴] همداراز په دې واده کې د شرعي واده ځینې اثار لکه له یو بله د ښځې او میړه میراث وړل، مهریه او نفقه نیشته.[۵] همداراز په معاطاتي نکاح کې هم چې د نکاح صیغه نه لوستل کیږي، د عقد په اړه د ارادې او رضایت ښکاره کولو ته د نورو عواملو لکه لیکلو یا اشارې په وسیله اشاره کیږي.[۶]

تاریخچه

په اسلامي ټولنو کې د سپین واده رواجېدل د لویدیځو ټولنو تر اثر لاندې ګڼل شوې دي.[۷] ویل کیږي چې د ۱۹۶۰ میلادي لسیزې په وروستیو کې په اروپا او امریکا کې ځینې بدلونونه رامینځته شول چې په «جنسي انقلاب» مشهور دی او په هغه کې، د جنسي ازادیو په نوم ډېرې بې لارۍ دود شوې. سپین واده هم یو له هغو مواردو دی چې د همدغو دودو بدلونونو له امله پېدا او ورو ورو نورو ټولنو ته غځېدلی دی.[۸]

د سپین واده فقهي حکم

د شیعه فقیهانو له نظره، سپین واده حرام او هماغه زنا ده.[۹] د هغه استفتا له مخې چې په ۱۳۹۷ لمریز کال کې د تقلید له ځینو تقلید مراجعو لکه خامنه اي، مکارم شیرازي، نوری همداني، سبحاني، شبیري زنجاني او صافی گلپایگاني وشوه، هغوی د سپین واده په حرمت حکم ورکړی دی.[۱۰]

ځینو د ایران د اسلامی جمهوریت د مدني قانون د ۱۰۶۲ مادې په استناد چې پکې په واده کې د نکاح د صیغې په شرطوالي صراحت شوی، سپین واده په ایران کې غیر قانوني ګڼي.[۱۱]

لاملونه، پایلې او لارې چارې

عاطفي اړتیاوې، د بچیانو په کړنو د کورنیو نه څارنه او د هغوي پرېښودل او شړل او په جینکو کې د واده د عمر زیاتېدل د سپین واده د دودېدو یو لامل ګڼل کیږي.[۱۲] همدراز د سپین واده لپاره ځینې پایلې بیان شوې دي:

  • د کورنۍ د بنیاد ګواښېدل؛[۱۳]
  • د ناروا اړیکو زیاتېدل، ناغوښتې امیدوارۍ او د جنین سقطول؛[۱۴]
  • د بچیانو راوړلو کمېدل او د احتمالي بچیانو په رسمیت نه پېژندل او د هغوي نامعلوم برخلیک؛[۱۵]
  • د طلاق د اندازې زیاتېدل؛[۱۶]
  • نفسیاتي تاوانونه لکه اعتیاد (نشه)[۱۷]

د واده د زمینې د برابرولو، د روزګار پېدا کولو، د مسوولیت منلو د فرهنګ او کلچر پېداکولو او لنډمهاله واده په شان لارې چارې د دغه ټولنیزې ښکارندې د کمولو لپاره وړاندې شوې دي.[۱۸]

فوټ نوټ

  1. بستان، جامعه‌شناسی خانواده با نگاهی به منابع اسلامی، ۱۳۹۲ش، ص۶۳؛ محمدی اصل، «جنسیت و ازدواج سفید»، ص۲۰.
  2. رحمت آبادی و کاریزی؛ «ازدواج سفید؛ پیامدها و خطرات»، ص۷۹.
  3. نصرتی و دیگران، «ازدواج سفید از منظر فقهی حقوقی»، ص۹۲.
  4. جعفرزاده کوچکی و صدیقی، «بررسی تفاوتها و همسویی‌های ازدواج سفید با نکاح معاطاتی از منظر فقه امامیه»، ص۱۵؛ رشیدی‌نژاد و واحد یاریجان، «وجوه تفاوت و تشابه ازدواج موقت با پدیدهٔ «ازدواج سفید»»، ص۸۴.
  5. ارجمند دانش و دیگران، «ماهیت، مشروعیت و آثار ازدواج سفید»، ص۱۵.
  6. هدایت‌نیا، «نکاح معاطاتی از منظر فقه»، ص۲۰۵؛ صادقی تهرانی، رساله توضیح المسائل نوین، ۱۳۸۷ش، ص۲۸۱.
  7. مغربی کته شمشیری و دیگران، «آثار و پیامدهای حقوقی ازدواج سفید در ایران»، ص۴۶؛ رحمت آبادی و کاریزی؛ «ازدواج سفید؛ پیامدها و خطرات»، ص۸۱–۸۲.
  8. مغربی کته شمشیری و دیگران، «آثار و پیامدهای حقوقی ازدواج سفید در ایران»، ص۴۷؛ رحمت آبادی و کاریزی؛ «ازدواج سفید؛ پیامدها و خطرات»، ص۸۱–۸۲؛ نصرتی و دیگران، «ازدواج سفید از منظر فقهی حقوقی»، ص۹۰؛ شکر بیگی و دیگران، «برساخت اجتماعی ازدواج سفید»، ص۶۹.
  9. داودی، «همباشی یا ازدواج سفید همان زنا است/ نظر آیت‌الله شبیری زنجانی درباره معاطات»، سایت شبکه اجتهاد.
  10. ارجمند دانش و دیگران، «ماهیت، مشروعیت و آثار ازدواج سفید»، ص۲۰.
  11. مغربی کته شمشیری و دیگران، «آثار و پیامدهای حقوقی ازدواج سفید در ایران»، ص۵۰.
  12. شکر بیگی و دیگران، «برساخت اجتماعی ازدواج سفید»، ص۹۵.
  13. مغربی کته شمشیری و دیگران، «آثار و پیامدهای حقوقی ازدواج سفید در ایران»، ص۵۷–۵۸؛ افراز، «ازدواج سفید و پیامدهای آن»، ص۱۲۱.
  14. مغربی کته شمشیری و دیگران، «آثار و پیامدهای حقوقی ازدواج سفید در ایران»، ص۵۵–۵۷؛ افراز، «ازدواج سفید و پیامدهای آن»، ص۱۲۱.
  15. افراز، «ازدواج سفید و پیامدهای آن»، ص۱۲۲.
  16. افراز، «ازدواج سفید و پیامدهای آن»، ص۱۲۲.
  17. افراز، «ازدواج سفید و پیامدهای آن»، ص۱۲۲.
  18. مغربی کته شمشیری و دیگران، «آثار و پیامدهای حقوقی ازدواج سفید در ایران»، ص۶۰–۶۳؛‌ آتش افروز،‌ «راه‌کارهای فقه شیعه در مواجهه با پدیده ازدواج سفید»، پایگاه تخصصی فقه حکومتی وسائل.

سرچينې