عده

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

عدّه عده هغه ټاکلې موده ده چې ښځه پکې له مېړه له جدایۍ او یا د هغه له وفات وروسته له شرعي نظره بل واده نه شي کولی. عده ځانته قسمونه لري چې موده یې له یو بل سره فرق کوي. د عدې د واجبوالي شرط بې د وفات له عدې په ټولو قسمونو کې دا دی چې ملاستی او کوروالی شوی وي.

د طلاق عده د حیض له وینې درې ځله د پاکېدو په اندازه ده؛ البته که ښځه حامله وي، د هغې عده د بچی تر پېدا کېدو پورې ده. د هغه ښځې د طلاق عده چې د حیض په عمر کې وي، خو حیض یې نه راځي، درې سپوږمیزې میاشتې دي. د مېړه د وفات عده هم  څلور میاشتې او لس ورځې ده او که ښځه امیدواره وي د هغې  عده یا څلور میاشتې او لس ورځې یا  د بچي د پېدا کېدو وخت دی. په دې کې چې د هر یوه موده اوږده وی. د موقته واده  عده دوه ځله د حیض راتلل دي او که د ښځې حیض نه راځي ۴۵ ورځې ده.

د عدې له فقهې احکامو، له هغه ښځې سره د واده حراموالی دی چې په عده کې وي. که یو سړی له داسې ښځې سره چې په عدې کې ده واده وکړي، هغه ښځه په هغه د ابد لپاره حرامیږي. یعنې د دواړو واده باطلیږي او هیڅکله له یو بل سره واده نه شي کولی. همداراز له هغه ښځې چې د رجعي طلاق په عدې کې ده د واده غوښتنه، حرامه ده. د هغه ښځې لپاره چې د وفات په عده کې ده د سینګار کولو حراموالی د عدې له نورو احکامو دي. فقهي تعریف عده یو ټاکلي زماني پړاو ته وایي چې پکې ښځه د مېړه له طلاق یا وفاته وروسته یا له چا سره په غلطۍ سره له کوروالي وروسته، د واده حق نه لري.[۱] ډولونه

د عدې ځینې قسمونه دي لکه د طلاق عده، د وفات عده د موقت واده عده، په غلطۍ سره د کوروالي عده او د ورک شوي کس عده چې  د دوي وختونه له یو بل سره فرق کوي. د فقیهانو په فتوا، په ټولو عدو کې بې د وفات له عدې، د عدې د واجبوالي شرط دا دی چې کوروالی او ملاستی شوی وي [۲]

د طلاق عده د هغه ښځې عده چې د طلاق یا د نکاح د فسخ کېدو په وجه له مېړه جدا کیږي. درې طُهْرْ(درې ځله د حیض له وینې پاکېدل) دي[۳] د دغه حکم قراني مستند د بقرې سورې ۲۸۸ ایت دی

«وَالْمُطَلَّقَاتُ يَتَرَبَّصْنَ بِأَنفُسِهِنَّ ثَلَاثَةَ قُرُوءٍ؛ او طلاق ورکړی شوې ښځې باید د درې پاکېدو انتظار وکړي»[۴]
البته په فقیهانو کې د مشهور نظر په اساس، د امیدوارې ښځې د طلاق عده، د بچي په پېدا کېدو سره ختمیږي[۵] دغه شرعي حکم د طلاق سورې په څلورم ایت کې بیان شوی

«وَ أُوْلَاتُ الْأَحْمَالِ أَجَلُهُنَّ أَن يَضَعْنَ حَمْلَهُن» ( او د حامله ښځو موده دا ده چې بچی وزېږوي). هغه ښځې چې د حیض په عمر کې وي خو میاشتنی عادت (حیض) نه لري باید درې سپوږمیزې میاشتې عده ولري.[۶] دغه فتوا هم د طلاق سورې د څلور ایت په اساس ده چې وایي:

«وَاللَّائِي يَئِسْنَ مِنَ الْمَحِيضِ مِن نِّسَائِكُمْ إِنِ ارْتَبْتُمْ فَعِدَّتُهُنَّ ثَلَاثَةُ أَشْهُرٍ وَاللَّائِي لَمْ يَحِضْنَ» (او له ښځو، هغه چې له میاشتني عادته مایوسې دي، که (د امیدوارۍ له نظره یې)په حالت کې شک وکړئ، د هغوي عده درې میاشتې ده، او همداراز ده هغه چې میاشتنی عادت یې نه دی لیدلی.)[۷]
د وفات عدّه  

د مېړه په وفات کې د ښځې عده، څلور میاشتې او لس ورځې ده.[۸] دا شرعي حکم په تَرَبُّص ایت کې راغلی دی.[۹] فرق هم نه کوي چې کوروالی شوی وي او که نه، او واده دایمي وي او که موقت.[۱۰] البته که ښځه امیدواره وي، د څلورو میاشتو او لسو ورځو او یا د بچي د پېدا کېدو په موده کې چې هره یوه اوږده وي، د هغې د عدې موده هماغه ده.[۱۱]

د موقت واده (صیغې) عده

د موقت واده عده د عقد د وخت له ختمېدو او یا د مېړه له خوا د پاتې مودې له بخښل کېدو وروسته [۱۲] دوه حیضه ده.[۱۳] که ښځه د حیض په عمر کې ده خو حیض یې نه کیږي، باید ۴۵ ورځې عده ونیسي.[۱۴]

د اشتباهي او په غلطۍ سره د شوې کوروالۍ عده د فقیهانو په فتوا که یو سړی په دې خیال چې ښځه د هغه خپله ده ورسره کوروالی وکړي، هغه ښځه باید د طلاق د عدې په اندازه یعنې درې طهره عده ولري، فرق نه کوي که هغه ښځه خبره وه چې مېړه یې دی او که نه؛ خو په هغه کیس کې چې سړی خبر وي چې خپله ښخه یې نه ده خو ښځه نه وي خبره، د نظر اختلاف موجود دی. ځینې وایي چې ښځه باید عده ولري او د ځينو فتوا دا ده چې د عدې ضرورت نیشته.[۱۵]

د ورک شوي عده 

هغه ښځه چې مېړه یې ورک شوی او د شرعې د حاکم په اجازه یې طلاق اخستی باید د وفات عده ولري.[۱۶]

د زناکارې عده فقیهان وایي کومې ښځې چې زنا کړې او ترې امیدواره شوې وي، عده دې نه ساتي؛ خو هغه زناکاره ښځه چې امیدواره نه ده، پکې د نظر اختلاف دی. د ډېرو فقیهانو نظر دا دی چې عده نه لري؛ خو ځینې بیا وایي چې د احتیاط په اساس هغه باید یو ځل د حیض د وینې د لیدو په اندازه عده ولري.[۱۷]

د ارتداد عده 

د فقیهانو د فتوا مطابق، که له واده وروسته ښځه یا مېړه مرتد شي واده یې فسخ کیږي.[۱۸] که سړی مرتد فطري وي، جدایي یې قطعي ده او ښځه باید د وفات عده ولري؛ خو که ملي مرتد وي، ښځه باید د طلاق عده ولري او د عدې په موده کې که سړی بیا مسلمان شو واده یې دوام پیدا کوي.[۱۹] خو که ښځه مرتده شي که ملي وي او که فطري، باید د طلاق عده ولري.[۲۰]


د عدې احکام

د عدې ځینې احکام د تقلید د مراجعو له فتوا سره سم په دې ډول دي:

له هغه ښځې سره واده چې په عدې کې وي، جایز نه دی؛ فرق نه کوي چې هغه د دایمي واده په عدې کې وي که د موقت او که د وفات.[۲۱]

که سړی له داسې ښځې سره چې په رجعي طلاق کې ده واده وکړي او ملاستی ولري، هغه ښځه په هغه تر ابده حرامیږي؛ که څه هم په عده کې د واده له حکمه نه وي خبر یا اطلاع ونه لري چې ښځه په عدې کې ده.[۲۲]

که یو سړی په دې خبر وي چې په عده کې له ښځې سره واده حرام دی او دا هم ورته علم وي چې ښځه په عده کې ده خو ورسره واده وکړي، هغه ښځه په هغه د تر ابده حرامیږي؛ که څه هم ورسره یې ملاستی نه وي کړی.[۲۳]

   له هغه ښځې غوښتنه او ترې مرکه چې د رجعي طلاق په عدې کې وي جایزه نه ده.[۲۴] 

د هغه ښځې چې د طلاق رجعي په عدې کې ده، نفقه د مېړه په غاړه ده؛ خو د طلاق بائن په عدې کې، یوازې که ښځه امیدواره وي، د امیدوارۍ په موده کې یې نفقه باید سړی ورکړي.[۲۵]

د سړي لپاره جایزه نه ده چې کومه ښځه د طلاق رجعي په عدې کې ده، له  هغه کوره چې د طلاق په وخت هلته اوسیده، وباسي. همداراز  دا ښځه د مېړه له اجازې پرته له کوره بهر نه شي وتلی.[۲۶]

د وفات په عدې کې، د داسې کار کول چې زینت او سینګار ګڼل کیږي، لکه د رانجو لګول، او د زینتي جامو اغوستل پر ښځې حرام دي.[۲۷]

    له هغه ښځې سره چې د رجعي طلاق په عدې کې ده، زنا کول په یو بل تر ابده د هغوي د حرامیدو سبب کیږي.[۲۸]

هغه ښځې چې عده نه لري

    د فقهي نظر په اساس، ځینې ښځې د جدایۍ په بڼه کې عده نه لري. منجمله نابالغه جینۍ او یائسه ښځه.[۲۹] 

همداراز هغه ښځه چې له واده وروسته ورسره ملاستی نه وي شوی، عده نه لري مګر دا چې د واده د ختمېدو سبب یې د مېړه وفات کېدل وي چې په دې بڼه کې باید د وفات عده ولري.[۳۰] زناکاره ښځه هم که امیدواره وي عده نه لري او که امیدواره نه وي، د زیاتره فقیهانو په فتوا، واجبه نه ده چې عده ولري.[۳۱]

 حکمت 
په ځینو تفسیري ، حدیثي او فقهي کتابونو کې په اسلام کې د عدې د حکم لپاره ځينې علتونه او حکمتونه بیان شوې دي. په تفسیر نمونه کې د وفات د عدې حکمت د مېړه درناوی بیان شوی؛ په دې استدلال چې  د مېړه له مرګه سملاسي وروسته  واده د مېړه له عزت او احترام سره سمون نه خوري. او د مېړه د خپلوانو د احساساتو د ژوبلېدو سبب کیږي.[۳۲] همداراز د طلاق د عدې حکمت په طلاق کې د بیا کتنې لپاره مېړه ته د فرصت ورکول ګڼل شوې دي.[۳۳]
په علل الشرائع کې د یو روایت په اساس، د دې علت چې د وفات عده څلور میاشتې او لس ورځې ده،  د ښځې د جنسي اړتیا تر ټولو زیات ظرفیت ګڼل شوی دی؛ په دې فقهي حکم په استناد سره چې په میړه واجبه ده چې  په هرو څلورو میاشتو کې لږ تر لږه یو ځل له مېرمنې سره ملاستی ولري.[۳۴]
همداراز د رحم پاکېدل [۳۵] او له یو بل سره د نسبونو د ګډېدو مخنیوي هغه علتونه دي چې د عدې د حکم لپاره بیان شوې دي.[۳۶]

حقوقي قوانین

د عدې احکام د ایران د مدني قانون له ۱۱۵۰ تر ۱۱۵۸ پورې مادو کې چې د امامیه فقې په اساس لیکل شوی[۳۷]راغلې دي[۳۸] د ایران د مدني قانون د ۱۱۵۰ مادې په اساس عده هغه موده ده چې د واده عقد ختم شوی، خو ښځه بل مېړه نه شي کولی.[۳۹] ویل شوې چې په ځینو هیوادونو کې که څه هم عده نیشته، خو د نسبونو د ګډېدو د مخنیوي لپاره ځینې نورې لارې چارې په نظر کې نیول شوې چې د محکمې او دوسیې اوږدوالی او تر یوې مودې د ښځې یا مېړه د بیا واده مخنیوی په هغو کې شامل دي.[۴۰]