میراث

د wikishia لخوا


میراث هغه ملکیت یا حق دی چې وارثانو ته د یو کس د مړینې په وخت کې ورکول کیږي. د مړي د حقوقو او پورونو له ادا كولو وروسته وارثان د ميراث د طبقې له مخې د خپلې برخې مالکان کیږي. په فقه کې د میراث وړلو لپاره دوه لاملونه بیان کړي دي یو نسب (د زیږون له لارې اړیکه) او بل سبب (د واده پر بنسټ اړیکه). کفر، قتل، غلامي، لِعان او زنا خپلو شرطونو سره د میراث له خنډونو څخه بیان شوي دي.

د وراثت احکام او د هر وارث برخه په قرآن او احادیثو کې بیان شوې ده. د فقهې په کتابونو کې یې په تفصیل سره بحث کړی دی. په اسلام کې د میراث د قوانینو یوه ځانګړنه د لور د ونډې په پرتله په میراث کې د زوی برخه دوه چنده کول دي. د ځینو هیوادونو په اساسي قانون کې لکه ایران او افغانستان کې د میراث قانون د فقهې احکامو پر بنسټ تنظیم شوی دی.

د میراث مقام او په فقه کې یې تعریف

ميراث د فقهې له مهمو مسايلو څخه ګڼل کېږي.[۱] په فقه کې په يوه خپلواکه برخه کې د ميراث مسايل او احکام په تفصيل سره بیانیږي.[۲] په قرآن کښې هم د میراث احکامو او د وارثانو د هریو ونډې بیان شوی ده[۳] د احادیثو په کتابونو کې د میراث د مسلو او احکامو په اړه ډېر احادیث راغلي دي. د بېلګې په توګه د وسائل الشیعه په کتاب کې د «واجبات او میراثونه» په یوه برخه کې په دولسو فصلونو کې د میراث په هکله مسلې بیان شوي دي  لکه د ارث خنډونه، د میراث د لاملونو او د مور او پلار او اولاد میراث او نور ذکر شوي دي.[۴]

مفهوم پيژندل

په فقهي تعریف کې «میراث» هغه شتمنۍ ته ویل کیږي چې د مړ شوي کس څخه پاتې وي او ځینې ژوندي پاتې کسانو ته ورکول کیږي.[۵] په میراث کې د ملکیت سربیره نور شیان هم شامل دي لکه د اختیار او شُفعې حق.[۶] هغه څوک چې د میراث حقدار وي هغه ته «وارث» ویل کیږي او هغه څوک چې میراث یې پاتې کیږي «مُوَرِّث» بلل کیږي او د مړ شوي ملکیت او حقونه «ترکه» یا «میراث» بلل کیږي.[۷] په فقه کې، د قرآن په پيروۍ کې ارث ته «فرض» او «فریضه» ویل شوي دي.[۸]

د مړی په ملکیت کې د وارثانو ملکیت د حق او پورونو له ادا کولو وروسته معلومیږي؛ يعنې لومړی د تجهيز(د مړي سمبالول) او تکفين مصارف، پورونه او مالي واجبات، د مړي وصیتونه د مال په دریمه برخه کې د وارثانو له اجازې پرته او له دريمې برخې څخه زيات مال د هغوي له اجازې سره او هغه څه چې مشر اولاد ته یې رسي،(حَبوه) دا ټول د مړي له شتمنیو څخه کمیږي او بیا وارثانو ته میراث ورکول کیږي.[۹]

د ارث سببونه

اصلي مقاله: د ارث سببونه

د ارث وړو لپاره دوه لاملونه دي:

  • نسب (نسبي وارثان): د میراث د دواړو اړخونو ترمنځ اړیکه د زیږون له لارې وي لکه پلار او زوی او خور او ورور؛[۱۰]
  • سبب (سببي وارثان): د میراث د دوو اړخونو ترمنځ اړیکه او خپلولۍ، له لارې وي د غیر نسبي له لارې په دوه ډوله ده:
الف. واده: دايمي واده، يا لنډمهاله واده د ميراث په شرط (د مشهورو د نظر له مخې)؛
ب. وِلاء: له ولادت او نکاح پرته بل تړون چې درې ډوله دی او د دې لارې میراث رسیدل خاص شرطونه لري:
  1. ولاء عتق (د مریي یا وینځې له حکمونو سره تړاو لري)
  2. ولاء ضمان جریرة (د میراث په شرط د ضمانت قرارداد)
  3. ولاء امامت (چې کله د چا هیڅوک وارث نه وي نو معصوم امام یې میراث وړي).[۱۱]

د نورو معلوماتو لپاره، دا هم وګورئ: نسبي محرمیت او سببي محرمیت

د ارث طبقې

اصلي مقاله: د ارث طبقې

نسبي وارثان په دریو اصلي طبقو ویشل  کیږي، او په کلي توګه، ټیټه طبقه هغه وخت میراث وړي کله چې په لوړو طبقو کې وارث نه وي. د دې طبقو د هر یو خپل خاص مسلې او درجه بندۍ دي:

  • لومړی ټولګي: پلار، مور، بچی، لمسۍ (د بچي د نه شتون او مړینې په صورت کې)؛
  • دوهمه طبقه: نیکونه د پلار یا مور له لورې او هر څومره چې په بره ځي، وروڼه او خویندې (پلارني) یا (مورني) یا (پلارني او مورني) او که په خپله شتون ونه لري نو د دوي اولادونه؛
  • دریمه طبقه: تره، تندیاره، ماما او ترور او د دوي په غیاب کې د دوي اولادونه. د مخکنيو کسانو په غياب کې د مړي د پلار تره، تندیاره، ماما او ترور ميراث وړي.[۱۲]

په وارثانه کې د هر چا برخه

اصلي مقالې: د میراث طبقې او کلاله

ويل شوي دي چې د ميراث حق کله کله «فرض» سره دی او کله «تسمیه» سره؛ يعنې په قرآن كې ورباندې تصریح شوې ده او كله كله خپلولۍ سره دی چې په قرآن کې د هغې لپاره کومه برخه نه ده مشخصه شوې او په قرآن كريم كې ورته «اولی الارحام» ويل شوي دي. ارحم"؛ لکه د تره او د تندیارې برخه.[۱۳] «فرایض» برخې یا هغه برخې چې بیان شوې په قرآن کې په دې ډول دي:

  • نیمه: که لور یوه وي او وروڼه نه لري نو نیم میراث وړي. همدارنګه که چيرته پلارنۍ خور یا پلارنۍ او مورنۍ خور یوه وي او همدارنګ خاوند هم له خپلې ميرمنې څخه نیم میراث وړي که چرې اولاد ونه لري.
  • له دریو دویمه برخه: دوه یا له دوو زیاتې لوڼې، که ورور ونه لري، نو د میراث له دریو برخو دوه برخې ترلاسه کوي. همدارنګه د دوو پلارنیو خویندو يا پلارینو او مورنیو خویندو برخه هم په دریو کې دوه برخې ده که ورو ونه لري.
  • دریمه برخه: مور که د مړي اولاد او وروڼه نه وي او همدرانګ مورنۍ خویندې وروڼه، که ډېر وي دریمه برخه وړي.
  • څلورمه برخه: د ښځې برخه که د مېړه اولاد نه وي او همدارنګ مېړه که چرې مېرمنه یې له دې میړه یا له بل مېړه څخه اولاد ونه لري، څلورمه برخه ترلاسه کوي.
  • شپږمه برخه: مور او پلار که مړی اولاد ولري او مور که چې مړی ورور ولري شپږمه برخه ميراث وړي. د مورني ورور او خور برخه هم شپږمه برخه ده که دوی یوازې وي.
  • اتمه برخه: د ښځې برخه، که خاوند يې اولاد ولري، اتمه برخه ده.[۱۴]

د ښځې او میړه میراث

میړه او ښځه له یو بل څخه میراث وړي او له نورو وارثانو سره شریک دي؛ له دوي څخه هیڅ یو د بل ټول ملکیت په میراث کې نه وړي؛ مګر هغه وخت چې د ښځې وارث یوازې میړه وي، چې په دې حالت کې میړه د ښځې ټول ملکیت په میراث کې وړي.[۱۵]

د سړي د ښځې پرتله دوه برابر ارث

اصلي مقاله: د ښځې ارث

په دوو ځایونو کې ښځه د سړي په پرتله نیمه برخه وړي:

  1. لور د خپل ورور پرتله نیمایي میراث وړي: د دې حکم دلیل د آیت دا حکم دی «لِلذَّکَرِ‌ مِثْلُ حَظِّ الْأُنثَیَیْنِ؛ نارینه ته په میراث کې د لور دوه برابر برخه ورکول کیږي».[۱۶] چې له مخې یې د زوي برخه د دوو لوڼو له برخې سره برابره ده.[۱۷]
  2. که د مړي ورور او خور د یوه مور او پلار څخه وي، د مړي خور د خپل ورور پرتله نیمایي برخه وړي. د سورة نساء ۱۷۶ آیت دې حکم ته اشاره کوي.[۱۸]

د ارث خنډونه

اصلي مقاله: د ارث خنډونه

په فقهي کتابونو کې، ځینې ځایونه ذکر شوي دي چې د ارث له وړلو خنډ جوړیږي. د ارث خنډونه دا دي:

  • کفر: د مسلمانانو د اجماع له مخې کافر له مسلمانه ميراث نه وړي. خو د اماميه فقهاوو د اجماع له مخې مسلمان له کافر څخه ميراث وړي.[۱۹] ویل شوي دي مُرتَد مړی د مسلمان په حکم کی دی او کافر له هغه ارث نه وړي.[۲۰]
  • قتل: که وارث د مورِّث (د وژل شوي) په قتل کې ظالم وي او عمدا یې قتل کړی وي نو د هغه له ميراث څخه محروميږي او که قتل په خطا سره وي نو يوازې له دیې څخه ارث نه وړي. د قاتل اولاد او خپلوان له ميراثه نه محروميږي.[۲۱]
  • غلامي: غلام له هیچا څخه ارث نه وړي،، حتی که مړی هم غلام وي. که غلام مړ شي د هغه مال آزاد (غیر غلام) ته رسي.[۲۲]
  • لِعان: که د مېړه او مېرمنې تر منځ لعان واقع شي، نو له دې سببه چې لعان د نکاح د اړیکې د ختمیدو او د مېړه او مېرمنې د جدايۍ لامل کېږي، نو خاوند او مېرمن له يو بل څخه ارث نه وړي؛[۲۳] خو هغه ماشوم چې لعان د هغه له سببه واقع شوی دی، د مور څخه ارث وړي؛ خو له خپل پلار څخه ارث نه وړي.[۲۴]
  • امیدواري: هغه ماشوم چې د مور په رحم کې وي هغه ته هغه وخت میراث رسیږي چې د مورِّث د مړینې په وخت کې په خیټه شوی وي او بیا ژوندی دنیا ته راشي؛ که څه هم هغه د زیږون وروسته سمدستي مړ شي.[۲۵] ماشوم تر څو چې په خیټه کې دی ارث نه وړي؛ خو د راتلونکي طبقې او رتبې د میراث مخه نیسي.[۲۶]
  • ورک شوی: هغه څوک چې غایب دی او ورک شویدی، له نورو څخه ارث وړي او د هغه په ​​مال کې اضافه کیږي، او کله چې د هغه مړینه معلومه شي یا د مړینې حکم یې وشي، نو د هغه مالونه د هغه په وارثانو کې تقسیمیږي.[۲۷] که دا معلومه شي چې ورک شوی له مورّثه مخکې مړ شوی. نو کوم مال یې یې چې ارث کې وړی دی دا به نورو وارثانو ته بیرته راستنیږي.[۲۸]
  • زِنا: له زنا څخه پيدا شوی ماشوم له مور او پلار څخه ميراث نه وړي او مور او پلار او خپلوان يې هم له ولد الزنا څخه ميراث نه وړي.[۲۹]
  • پور: ځینو بیا هغه پور چې د مړی ټول مال پکې شامل وي د میراث په وړاندې یو خنډ ګڼلی دی.[۳۰]
  • حَجْب: په ميراث کې حجب دا دی چې يو وارث د بل وارث د شتون له امله له ټول ميراثه يا له يوې برخې څخه محروم شي. لومړی یې «حَجبِ حِرْمان» او دویم ته «حَجب نُقصان» ویل کیږي.[۳۱] د هرې رتبې کسان د ورستنۍ رتبې کسانو لپاره د ارث له وړلو خنډ دي.[۳۲]

د اسلامي هیوادونو مدني قانون

د ایران د اسلامي جمهوریت په مدني قانون کې چې له ۸۶۱ مادې څخه تر ۹۴۹ مادې پورې د میراث په اړه بحث شوی دی، د شیعه فقهې له نظره د میراث مختلف مسایل لکه طبقې، اسباب او خنډونه ذکر شوي دي،[۳۳] د افغانستان په مدني قانون کې هم د حنفي مذهب د فقهې له مخې بیان شوي دي، له ۱۹۹۳ څخه تر ۲۱۰۲ مادې پورې په څو فروعاتو کې د ارث بیلا بیل بحثونه، لکه عمومي حکمونه، لاملونه او د میراث خنډونه بیان شوي دي.[۳۴]

فوټ نوټ

  1. مؤسسه دایرة‌المعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه، ۱۳۸۵ش، ج۱، ص۳۷۵.
  2. مؤسسه دایرة‌المعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه، ۱۳۸۵ش، ج۱، ص۳۷۵.
  3. وګورئ: سورهٔ نساء، آیات ۷، ۱۱، ۱۲، ۱۹، ۱۷۶.
  4. وګورئ: حر عاملی، وسایل‌الشیعه، ۱۴۰۹ق، ج۲۶، ص۱۱-۳۲۰.
  5. هاشمی شاهرودی و دیگران، موسوعة الفقه الاسلامی المقارن، ۱۴۳۳ق/۲۰۱۲م. ج۲، ص۱۲۱-۱۲۲.
  6. مؤسسه دایرة‌المعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه، ۱۳۸۵ش، ج۱، ص۳۷۵.
  7. مؤسسه دایرة‌المعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه، ۱۳۸۵ش، ج۱، ص۳۷۵.
  8. مؤسسه دایرة‌المعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه، ۱۳۸۵ش، ج۱، ص۳۷۵.
  9. مؤسسه دایرة‌المعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه، ۱۳۸۵ش، ج۱، ص۳۷۵.
  10. سبحانی، نظام الإرث فی الشریعة الإسلامیة الغراء، ۱۴۱۵ق، ص۱۵و۱۶.
  11. سبحانی، نظام الارث فی الشَّریعةِ الاسلامیةِ الغَرّاء، ۱۴۱۵ق، ص۱۸-۱۹؛ مؤسسهٔ دایرة‌المعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه، ۱۳۸۵ش، ج۱، ص۳۷۶-۳۷۷.
  12. وګورئ: نجفی، جواهر الکلام، دار احیاء‌التراث العربی، ج۳۹، ص ۸-۹.
  13. مؤسسه دایرة‌المعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه، ۱۳۸۵ش، ج۱، ص۳۷۸.
  14. مؤسسه دایرة‌المعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه، ۱۳۸۵ش، ج۱، ص۳۷۸ و ۳۷۹.
  15. فاضل لنکرانی، تفصیل الشریعة (المواریث)، ۱۴۲۱ق، ص۴۵۵.
  16. سورهٔ نساء، ‌آیه ۱۱.
  17. جوادی آملی، زن در آینه جلال و جمال، ۱۳۸۲ش، ص۳۴۶.
  18. جوادی آملی، زن در آینه جلال و جمال، ۱۳۸۲ش، ص۳۴۶.
  19. سبحانی، نظام الإرث فی الشریعة الإسلامیة الغراء، ۱۴۱۵ق، ص۲۱ و ۲۲.
  20. سبحانی، نظام الإرث فی الشریعة الإسلامیة الغراء، ۱۴۱۵ق، ص۳۱ و۳۲.
  21. سبحانی، نظام الإرث فی الشریعة الإسلامیة الغراء، ۱۴۱۵ق، ص۵۴ و ۵۵.
  22. شهید ثانی، الروضة البهیة، ۱۴۱۰ق، ج۸، ص۳۸.
  23. سبحانی، نظام الإرث فی الشریعة الإسلامیة الغراء، ۱۴۱۵ق، ص۸۰.
  24. سبحانی، نظام الإرث فی الشریعة الإسلامیة الغراء، ۱۴۱۵ق، ص۸۰.
  25. شهید ثانی، الروضة البهیة، ۱۴۱۰ق، ج۸، ص۴۷؛ سبحانی، نظام الإرث فی الشریعة الإسلامیة الغراء، ۱۴۱۵ق، ص۹۲.
  26. سبحانی، نظام الإرث فی الشریعة الإسلامیة الغراء، ۱۴۱۵ق، ص۸۹.
  27. مثال په توګه وګورئ: شیخ طوسی، الخلاف، مؤسسة النشر الإسلامی، ج۴، ص۱۱۹؛ ابن‌ادریس، السرائر، ۱۴۱۰ق، ج۲، ص۲۹۸؛ علامه حلی، مختلف الشیعه، ۱۴۱۳ق، ج۹، ص۱۱۰؛ علامه حلی، تبصرة المتعلمين، ۱۴۱۱ق، ص۱۷۷؛ نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۳۹، ص۶۳؛ مکارم شیرازی، الفتاوی الجديدة، ۱۳۸۵ش، ج۲، ص۳۶۲.
  28. کاتوزیان، دوره مقدماتی حقوق مدنی، ۱۳۸۶ش، ص۲۲۲.
  29. نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۳۹، ص۲۷۴ و۲۷۵.
  30. وګورئ: سبحانی، نظام الإرث فی الشریعة الإسلامیة الغراء، ۱۴۱۵ق، ص۹۵.
  31. نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۳۹، ص۷۵؛ سبحانی، نظام الإرث فی الشریعة الإسلامیة الغراء، ۱۴۱۵ق، ص۹۷.
  32. مؤسسه دایرة‌المعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه، ۱۳۸۵ش، ج۱، ص۳۷۸.
  33. «قانون مدنی»، مرکز پژوهش‌های مجلس شواری اسلامی.
  34. «قانون مدنی افغانستان»، مؤسسه فرهنگی بشارت..

سرچينې

  • ابن‌ادریس، محمد بن احمد، السرائر الحاوی لتحرير الفتاوی، قم، مؤسسة النشر الاسلامی، ۱۴۱۰ق.
  • جوادی آملی، عبدالله، زن در آینه جلال و جمال، تنظیم و ویرایش محمود لطیفی، قم، نشر اسراء، چاپ هفتم، ۱۳۸۲ش.
  • حر عاملی، محمد بن حسن، وسایل‌الشیعه، تحقیق و تصحیح گروه پژوهش مؤسسه آل‌البیت، قم، مؤسسه آل‌البیت، چاپ اول، ۱۴۰۹ق.
  • سبحانی، جعفر، نظام الإرث فی الشریعة الإسلامیة الغراء، تقریر سید رضا پیغمبرپور‌ کاشانی، قم، مؤسسه امام صادق(ع)، چاپ اول، ۱۴۱۵ق.
  • شهید ثانی، زین الدین بن علی، الروضة البهیة فی شرح اللمعة الدمشقیة، شرح سیدمحمد کلانتر، قم، کتابفروشی داوری، چاپ اول، ۱۴۱۰ق.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن، کتاب الخلاف، قم، مؤسسة النشر الإسلامی، بی‌تا.
  • علامه حلی، حسن بن یوسف، مختلف الشيعة فی أحكام الشريعة‌، قم، دفتر انتشارات اسلامى، ۱۴۱۳ق.
  • علامه حلی، حسن بن یوسف، تبصرة المتعلمین فی أحکام الدین، تحقیق: محمدهادی یوسفی غروی، تهران، وزارت فرهنگ و ارشاد اسلامی. سازمان چاپ و انتشارات، ۱۴۱۱ق.
  • فاضل لنکرانی، محمد، تفصیل الشریعة فی شرح تحریر الوسیلة الطلاق، المواریث، ‌قم، مرکز فقهی ائمه اطهار(ع)، چاپ اول، ۱۴۲۱ق.
  • «قانون مدنی»، مرکز پژوهش‌های مجلس شواری اسلامی، تاریخ تصویب: ۱۸ اردیبشهت ۱۳۰۷ش، تاریخ بازدید: ۹ مهر ۱۳۹۹ش.
  • «قانون مدنی افغانستان»، مؤسسه فرهنگی بشارت، تاریخ بازدید: ۹ مهر ۱۳۹۹ش.
  • کاتوزیان، ناصر، دوره مقدماتی حقوق مدنی درس‌هایی از شفعه، وصیت و ارث، تهران، نشر میزان، ۱۳۸۶ش.
  • مکارم شیرازی، ناصر، الفتاوی الجديدة، قم، مدرسه الامام على بن ابى‌طالب(ع)، ۱۳۸۵ش.
  • مؤسسه دائرة المعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه مطابق مذهب اهل بیت(ع)، زیر نظر سید محمودهاشمی شاهرودی، قم، مؤسسه دائرة المعارف فقه اسلامی، چاپ اول، ۱۳۸۵ش.
  • نجفی، محمدحسن، جواهر الکلام فی شرح شرائع الاسلام، تحقیق عباس قوچانی و علی آخوندی، بیروت، دار احیاء التراث العربی، چاپ هفتم، بی‌تا.
  • هاشمی شاهرودی، محمود و دیگران، موسوعة الفقه الاسلامی المقارن، قم، مؤسسه دائرة المعارف فقه اسلامی بر مذهب اهل بیت(ع)، چاپ اول، ۱۴۳۳ق/۲۰۱۲م.

بهرنۍ لینکونه