سیدة نساء العالمین
سَیّدَةُ نِساءِ الْعالَمین، د نړۍ د ښځو د سردارې په معنا د حضرت فاطمه(س) له فضایلو او القابو دی.
د شیعه[۲] او اهل سنتو د حدیثي سرچینو[۳] په وینا دغه لقب د پېغمبر(ص) له خوا حضرت فاطمه(س) ته ورکړل شوی دی. د ابن ابي الحدید په وینا، دغه عبارت په لفظي یا معنوي تواتر سره له پېغمبر(ص) نقل شوی دی.[۴]
د فاطمه بي بي د ښخولو په وخت د امام علي (ع) په خبرو کې چې په الکافي کې نقل شوي هم د هغه بي بي لپاره دغه تعبیر کارول شوی دی.[۵] همداراز دا لقب په ځينو زیارت نامو لکه زیارت امام علی(ع)،[۶] زیارت حضرت زهرا(س)،[۷] زیارت وارث،[۸] زیارت عاشورا[۹] او زیارت امام رضا(ع)[۱۰] کې د حضرت زهرا(س) د لقب په توګه ذکر شوی دی.
په نورو روایتونو کې چې د اهل سنتو په سرچینو کې نقل شوي پېغمبر(ص) فاطمه(س) د مومنو ښځو سرداره، د اسلام د امت د ښځو سرداره او د جنتي ښځو سرداره هم بللې ده.[۱۱]
په ځینو روایتونو کې د حضرت فاطمه(س) تر څنګ د عمران لور او د حضرت عیسي مور مریم، د فرعون مېرمن اسیې او خدیجه بنت خویلد ته هم نساء العالمین ویل شوې دي.[۱۲] البته د یو روایت له مخې، مریم د خپلې زمانې د ښځو سرداره او فاطمه له اوله تر اخره، د نړۍ د ټولو ښخو سرداره ګڼل شوې ده.[۱۳] همداراز پر نورو ښځو د فاطمه د لوړاوي لپاره، د پېغمبر په خبرې چې هغه یې د خپل وجود ټوټه ګڼلې، استناد شوی دی.[۱۴]
شیعیان د حضرت فاطمه(س) د زوکړې او شهادت په کلیزو کې له هغو بېرغونو چې دغه عبارت پرې لیکلي وي د خپلو مجلسونو د ښکلا لپاره استفاده کوي.[۱۵]
فوټ نوټ
- ↑ «پرچم «یا سیدة نساء العالمین» بر فراز گنبد حرم امام علی(ع) + عکس»، خبرگزاری بینالمللی قرآن.
- ↑ شیخ صدوق، من لایحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ج۴، ص۱۷۹ و۴۲۰؛ شیخ صدوق، الامالی، ۱۳۷۶ش، ص۲۶، ۱۱۳ و ۲۹۸.
- ↑ حاکم نیشابوری، المستدرک علی الصحیحین، ۱۴۱۱ق، ج۳، ص۱۷۰؛ ابنعساکر، تاریخ دمشق، ۱۴۱۵ق، ج۱۴، ص۱۷۳ و ج۴۲، ص۱۳۴.
- ↑ ابنابیالحدید، شرح نهج البلاغه، ۱۴۰۴ق، ج۱۰، ص۲۶۵.
- ↑ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۴۵۹.
- ↑ شیخ طوسی، مصباح المتهجد، ۱۴۱۱ق، ج۲، ص۷۴۱؛ ابنمشهدی، المزار الکبیر، ۱۴۱۹ق، ص۲۴۶.
- ↑ شیخ طوسی، مصباح المتهجد، ۱۴۱۱ق، ج۲، ص۷۱۱؛ ابنمشهدی، المزار الکبیر، ۱۴۱۹ق، ص۷۸-۸۱.
- ↑ شیخ طوسی، مصباح المتهجد، ۱۴۱۱ق، ج۲، ص۷۱۹ و ۷۲۰.
- ↑ شیخ طوسی، مصباح المتهجد، ۱۴۱۱ق، ج۲، ص۷۷۲ و۷۷۳؛ ابنمشهدی، المزار الکبیر، ۱۴۱۹ق، ص۴۸۱.
- ↑ شیخ صدوق، عیون اخبار الرضا(ع)، ۱۳۷۸ق، ج۲، ص۲۶۹.
- ↑ بخاری، صحیح بخاری، ۱۴۲۲ق، ج۴، ص۲۰۳، ج۸، ص۶۴؛ مسلم نیشابوری، صحیح مسلم، دار احیاء التراث العربی، ج۴، ص۱۹۰۴ و۱۹۰۵.
- ↑ حاکم نیشابوری، المستدرک علی الصحیحین، ۱۴۱۱ق، ج۳، ص۲۰۵؛ ابنعساکر، تاریخ دمشق، ۱۴۱۵ق، ج۷۰، ص۱۰۹ و۱۱۲.
- ↑ طبری آملی، دلائل الامامة، ۱۴۱۳ق، ص۱۴۹.
- ↑ آلوسی، روح المعانی، ۱۴۱۵-۱۴۱۶ق، ج۲، ص۱۴۹.
- ↑ بېلګه په توګه وګورئ: «پرچم «یا سیدة نساء العالمین» بر فراز گنبد حرم امام علی(ع) + عکس»، خبرگزاری بینالمللی قرآن.
سرچينې
- آلوسی، محمود بن عبدالله، روح المعانی فی تفسیر القرآن العظیم و السبع المثانی، تحقیق علی عبدالباری عطیه، بیروت، دارالکتب العلمیه، ۱۴۱۵/۱۴۱۶ق.
- ابنابیالحدید، عبدالحمید بن هبةالله، شرح نهج البلاغه، تحقیق و تصحیح محمد ابوالفضل ابراهیم، قم، مکتبة آية الله المرعشی النجفی، چاپ اول، ۱۴۰۴ق.
- ابنعساکر، علی بن حسن، تاریخ دمشق، تحقیق عمرو بن غرامة، بیروت، دار الفکر، ۱۴۱۵ق-۱۹۹۵م.
- ابنمشهدی، محمد بن جعفر، المزار الکبیر، تحقیق جواد قیومی اصفهانی، قم، دفتر انتشارات اسلامی، چاپ اول، ۱۴۱۹ق.
- بخاری، محمد بن اسماعیل، صحیح بخاری، تحقیق محمد زهیر بن ناصر الناصر، بیروت، دار طوق النجاة، ۱۴۲۲ق.
- «پرچم «یا سیدة نساء العالمین» بر فراز گنبد حرم امام علی(ع) + عکس»، خبرگزاری بینالمللی قرآن، تاریخ درج مطلب: ۳ بهمن ۱۴۰۰ش، تاریخ بازدید: ۱۵ آذر ۱۴۰۲ش.
- حاکم نیشابوری، محمد بن عبدالله، المستدرک علی الصحیحین، تحقیق مصطفى عبد القادر عطا، بیروت، دار الکتب العلمیه، چاپ اول، ۱۴۱۱ق.
- شیخ صدوق، محمد بن علی، عیون اخبار الرضا(ع)، تحقیق مهدی لاجوردی، تهران، نشر جهان، چاپ اول، ۱۳۷۸ق.
- شیخ صدوق، محمد بن على، |الامالی، تهران، کتابچى، چاپ ششم، ۱۳۷۶ش.
- شیخ صدوق، محمد بن علی، من لایحضره الفقیه، تحقیق علیاکبر غفاری، قم، دفتر انتشارات اسلامی، چاپ دوم، ۱۴۱۳ق.
- شیخ طوسی، محمد بن حسن، مصباح المتهجد، بیروت، مؤسسه الفقه الشیعه، چاپ اول، ۱۴۱۱ق.
- کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تهران، المکتبة الاسلامیة، ۱۳۸۸ق.
- مسلم نیشابوری، مسلم بن حجاج، صحیح مسلم، تحقیق محمد فؤاد عبدالباقی، بیروت، دار احیاء التراث العربی، بیتا.