د حضرت فاطمه(س) شهادت

د wikishia لخوا
دا مقاله د حضرت فاطمه(س) د شهادت په اړه ده. د اړونده معلوماتو لپاره، د حضرت فاطمه(س) په کور د یرغل پېښه او د حضرت فاطمې(س) جنازه او تدفین مدخلې وګورئ.
د حضرت فاطمې(س) د زيارت یو برخه خطاطي چې په هغه کې فاطمې(س) ته د شهيده خطاب شوى دى.

د حضرت فاطمې(س) شهادت په شیعیانو کې یو غالب او پخوانی باور دی چې پر اساس یې، د اسلام د پېغمبر(ص) لور حضرت فاطمه(س) په خپل طبیعي مرګ نه ده مړه شوې بلکې د پېغمبر د ځینو اصحابو له خوا د رسیدلو ګوزارونو او ټپونو په وجه شهیده شوې ده. اهل سنتو د هغې وفات د پېغمبر(ص) د رحلت په وجه د غم او خپګان له امله ګڼلی دی؛ خو شیعیان د هغې د شهادت اصلي لامل عمر بن خطاب ګڼي او په فاطمیه ورځو کې د فاطمې(س) لپاره عزاداري او ویرنې کوي.

شیعیانو د حضرت زهرا(س) د شهادت لپاره په ځینو مواردو استناد کړی دی؛ منجمله دا چې د امام کاظم(ع) د یو روایت په اساس د فاطمې(س) لپاره صدیقه شهیده نوم کارول شوی دی. همداراز د دریمې قمري پېړۍ امامي متکلم محمد بن جریر طبري په دلائل الامامه کتاب کې له امام صادق(ع) یو روایت نقل کړی چې پکې د فاطمه(س) د شهادت سبب د ګوزار له امله د هغې د جنین(بچي)سقطېدل ګڼل شوې دي.

شیعه او اهل سنتو سرچینو د حضرت فاطمه(س) د وفات د پېښو ځینو جزییاتو ته اشاره کړې ده؛ منجمله د فاطمې او امام علي(ع) په کور یرغل، د هغې د جنین (محسن) سقطېدل او هغې ته د څپېړې ورکول او په متروکو وهل. تر ټولو زړه سرچینه چې په دې اړه پرې شیعیانو استناد کړی، د سُلَیْم بن قیس هِلالی کتاب دی چې په لومړۍ قمري پېړۍ کې لیکل شوی دی. شیعیان همداراز د فاطمه(س) شهادت په هغو روایتونو مستند ګڼلی چې د اهل سنتو په سرچینو کې هم موجود دی. «الهجوم علی بیت فاطمه» کتاب په دې اړه د اهل سنتو په سرچینو کې له ۸۴ راویانو روایتونه نقل کړې دي.

د حضرت زهرا په شهادت باور له ځینو شبهو او شکونو سره مخامخ شوی چې ورته ځوابونه ورکړل شوې دي؛ منجمله د دې په ځواب کې چې په هغه زمانه کې د مدینې کورونو دروازې نه لرلې، شیعه تاریخ څېړاندي سید جعفر مرتضی عاملي (وفات ۱۴۴۱ ق) په ځینو روایتونو استناد کړی چې د مدینې د کورونو ور لرل یوه دوده او عامه خبره وه. همداراز د دې په ځواب کې چې که په فاطمې(س) حمله شوې وه نو ولې امام علي(ع) او نور غلې پاتې شوي او د هغې دفاع یې نه ده کړې، پر دې بیان سربېره چې علي(ع) د پېغمبر(ص) په حکم او د مسلمانانو د مصلحتونو د ساتلو په وجه په صبر او چوپتیا مامور و، ویل شوي چې د هغه نقل په اساس چې په سلیم کتاب کې موجود دی، د عمر بن خطاب له اقدامه وروسته علي(ع) په هغه حمله وکړه او هغه یې په ځمکه راوغورځاوه، خو عمر له نورو مرسته وغوښته او هغوي علي(ع) وتړه. اهل سنتو لیکوالانو له درې ګونو خلیفه ګانو سره د امام علي(ع) او حضرت زهرا(س) ښه اړیکي د هغې د شهادت د ردولو لپاره یو مستند ګڼلی دی؛ خو د شیعه لیکوالانو له نظره له علي(ع) سره د خلیفه ګانو مشورې له هغوي سره د علي د ملګرتیا او یو زړه والي دلیل نه دی ځکه چې د دین د احکامو په اړه لارښوونه په هر عالم واجبه ده. همداراز خلیفه ګانو، علي(ع) ګوښه کړی و او په ځینو ځایونو کې به یې له مجبورۍ له هغه سره مشوره کوله نه دا چې هغه یې مشاور او سلاکار و. همداراز شیعیانو له عمر بن خطاب سره د امام علي د لور ام کلثوم د واده په اړه ویلي چې دا واده په زوره او جبر سره شوی او د علي(ع) او خلفاوو تر مینځ د ښو اړیکو نښه نه شي کېدای.

د موضوع اهمیت

د فاطمه زهرا(س) د شهادت مطلب دا دی چي د اسلام د پېغمبر(ص) د لور فاطمې مړینه په طبیعي مرګ نه وه بلکې د پېغمبر(ص) د ځینو اصحابو له خوا ورته د رسول شویو ټپونو له امله وه. د فاطمې(س) د طبیعي مرګ یا شهادت موضوع د شیعه او اهل سنت تر مینځ یوه اختلافي موضوع ده.[۱] شیعیان له هغو اختلافاتو سره سره چې د پېغمبر له رحتله وروسته د حوادثو په نقل کې یې لري، غالبا په دې عقیده دي چې فاطمه زهرا(س) شهیده شوی او دا پېښه د هغې په ډډه د ګوزار او د هغې د بچي د سقطېدو له امله ګڼي. د دې په مقابل کې اهل سنت باوري دي چې هغه په طبیعي مرګ او د ناروغۍ او د پېغمبر اکرم(ص) په رحلت د خپګان په وجه وفات شوې ده.[۲]

شیعیان هر کال د فاطمیې ورځې په نامه د حضرت زهرا(س) د شهادت لپاره عزاداري کوي.[۳] په همدې مناسبت د جمادي الثاني دریمه نېټه چې د زیات مشهور نقل په اساس د فاطمه د شهادت ورځ وه.[۴] په ایران کې رسمي رخصتي ده[۵]او د عزادارۍ ډلې واټونو ته راوځي.[۶] دې ته په پام سره چې شیعیان د فاطمه(س) د شهادت اصلي لامل عمر بن خطاب ګڼي د عزادارۍ په ډېرو مجلسونو کې د هغه په مذمت کې خبرې کیږي.[۷] او ځينې په هغه لعنت کوي. همدا خبره د شیعیانو او اهل سنتو تر مینځ د اختلاف یو سبب دی.[۸] د فاطمه د شهادت خبره حتی سبب شوې چې ځینې شیعیان د ربیع الاول نهمه نېټه چې د یو نقل په اساس د عمر بن خطاب د وژل کېدو ورځ ګڼل شوې، عید الزهرا(س) وګڼي او پکې خوشالۍ وکړي.[۹]

تاریخچه

(د حضرت فاطمه زهرا(س) لنډ پیژندنه)

نقش: ------- معصوم • اصحاب کساء

نوم: ------- فاطمه

کنیه: ------- ام ابیها • ام الائمه • ام الحسن • ام الحسین • ام المحسن

د زوکړې ورځ: ------- د بعثت پینځم کال د جمادي الثاني ۲۰ نېټه

زېږنخی: ------- مکه

شهادت: ------- ۳ جمادی‌الثانی، ۱۱ق.

د ښخېدو ځای: ------- نامعلوم

د ژوند ځای: ------- مکه • مدینه

لقبونه: ------- زهرا • صدیقه • طاهره • راضیه • مرضیه • مبارکه • بتول • سیده نساء العالمین • کوثر

پلار: ------- د اسلام پېغمبر(ص)

مور: ------- خدیجه(س)

مېړه: ------- امام علی(ع)

بچیان: ------- حسن • حسین • محسن • زینب • ام کلثوم

عمر: ------- اختلافي: د شیعیانو دوه نظر : ۱۸ - ۱۹ کاله

د فاطمه زهرا(س) د شهادت یا طبیعي مرګ د موضوع په اړه اختلاف یو اوږد اختلاف دی؛ د ځینو څېړاندو په قول د ضرار بن عمرو چې په دوهمه قمري پېړۍ کې اوسېده په کتاب «التحریش» کې لیکل شوي چې شیعیان باوري دي فاطمه(س) د عمر بن خطاب د ګوزار په وجه له دنیا تللې ده.[۱۰] همداراز د دوهمې پېړۍ متکلم عبدالله بن یزید فرازي په «کتب الردود» کې د ځینو اصحابو له خوا د فاطمې ژوبلېدو او د هغې د جنین په سقطېدو د شیعیانو عقیدې ته اشاره کړې ده.[۱۱] د محمد حسین کاشف الغطاء «وفات ۱۳۷۳ق» په وینا د دوهمې او دریمې پېړۍ شیعه شاعرانو لکه کُمیت اسدی، سید حِمیَری او دِعبِل خُزاعی، هغه ظلمونه چې پر فاطمې شوې په نظم کې راوړې دي.[۱۲]


د مشهور اهل سنت فرقه پېژاندي عبدالکریم شهرستانی(وفات ۵۴۸ق)، په وینا په نظّام معتزلي مشهور ابراهیم بن سیار (وفات ۲۲۱ق) باوري و چې د بي بي فاطمې په خېټه کې بچی د عمر د ګوزار په وجه سقط شوی دی.[۱۳] د شهرستاني په باور دغه عقیده او د نظام متعزلي ځينې نورې عقیدې سبب شوي چې هغه له خپلو هم قطارانو واټن ونیسي.[۱۴] قاضي عبدالجبار معتزلي (وفات ۴۱۵ق) په «تثبیت دلائل النبوة» کتاب کې د فاطمې د ګوزار خوړلو او د هغې د بچي په سقطېدو د شیعیانو عقیدې ته په اشارې سره، په مصر بغداد او د شام په ځینو سیمو کې د خپلو معاصرو شیعه عالمانو نوم اخستی چې د فاطمې او د هغې د بچي محسن لپاره سوګواري او ماتم کوي او ژاړي.[۱۵] د اهل سنتو په کتابونو کې هغه کسان چې د حضرت زهرا(س) په شهادت باوري وو رافضي بلل شوې دي.[۱۶]

د اختلاف جرړه

د فاطمې د شهادت په موضوع کې د اختلاف جرړه دا ده چې د فاطمې وفات د پېغمبر(ص) له رحلته لږ وخت وروسته او د حضرت محمد(ص) په جانشینۍ د نښتو او شخړو په دوران کې شوی دی. وروسته له دې چې یو شمېر مهاجرو او انصارو په سقیقه بني ساعده کې له ابوبکر سره بیعت وکړ، یو شمېر اصحابو د علي بن ابي طالب په خلافت او ځای ناستي توب د پېغمبر سپارښتنو ته په پام سره له ابوبکر سره له بیعته ډډه وکړه. له همدې امله ابوبکر، عمر بن خطاب له یو شمېر نورو کسانو سره له علي د بیعت اخستلو لپاره د هغه کور ته لاړل او عمر ګواښ وکړ چې که بیعت ونه کړي د فاطمې کور به د هغې له استوګنو سره وسوزوي.[۱۷] په همدې دروان کې فاطمې(س) د ابوبکر د چاروالو له خوا د فدک په سرکاري کولو په اعتراض کې له هغه سره کتنه او د فدک غوښتنه کړې ده[۱۸] او د فدک له ستنولو د خلافت د دربار له ډډه کولو وروسته یې د مدینې په جومات کې یوه خطبه ورکړې ده.[۱۹]

شیعه سرچینې تقریبا د نظر اتفاق لري چې د فاطمې په خېټه کې بچی محسن د هغې په کور د حملې له امله سقط شوی دی[۲۰] او د ځینو اهل سنتو سرچینو په قول هغه ژوندی پېدا شوی او په وړوکوالي کې له دنیا تللی دی.[۲۱] سره له دې ابن ابی الحدید معتزلي (وفات ۶۵۶ق چې د نهج البلاغې شارح هم دی له خپل استاد ابوجعفر نقیب سره په مناظره کې له علي(ع) د بیعت اخستلو په شخړه کې د محسن سقطېدو ته اشاره کړې ده.[۲۲] همداراز دا عقیده په نظام معتزلي مشهور د ابراهیم بن سیار (وفات ۲۲۱ق) هم ګڼل شوې ده.[۲۳]

د ډېرو نقلونو په اساس، فاطمه د شپې ښځه کړی شوې ده.[۲۴] د پینځلسمې پېړۍ د تاریخ څېړاندي یوسفي غروي په وینا، دغه د شپې ښخول د فاطمه زهرا په وصیت وو؛[۲۵] ځکه چې لکه څنګه چې په څو روایتونو کې راغلي،[۲۶] فاطمې نه غوښتل هغه کسان چې پر هغې یې ظلم کړی و د هغې په جنازې او ښخولو کې شرکت وکړي.

د شهادت د اثبات لپاره د شیعیانو دلایل او سرچینې

شیعیان له امام کاظم(ع) د یو روایت په اساس چې پکې فاطمه زهرا(س) صدیقه شهیده بلل شوې، هغه شهیده ګڼي.[۲۷] طبري په دلائل الامامه کې هم یو روایت له امام صادق(ع) راوړی چې د فاطمه(س) د شهادت سبب یې د ګوزار په وجه د هغې د بچي سقطېدل ګڼلی دی.[۲۸] د دغه روایت له مخې، دغه ګوزار د عمر مریي قنفذ د هغه په امر په بي بي کړی دی.[۲۹] د یو بل روایت له مخې چې په نهج البلاغې کې نقل شوی امام علي(ع) په فاطمې د ظلم لپاره د امت د راغونډېدو خبره کړې ده.[۳۰]

د پینځلسمې قمري پیړۍ د شیعیانو د تقلید مرجع میرزا جواد تبریزي، د فاطمه د ښخولو په وخت د امام علي(ع) خبرې، په دلائل الامامه کې د امام کاظم(ع) او د امام صادق(ع) روایت، د فاطمې(س) د قبر پټوالی او د شپې د ښخولو لپاره د هغې وصیت د شهادت د اثبات له دلایلو ګڼلې دي.[۳۱]

شیعه سرچینې

د پینځلسمې پېړۍ د لیکوال عبدالزهراء مهدي په لیکلي کتاب الهجوم کې تر ۱۵۰ زیاتو شیعه لیکوالانو او راویانو تاریخي نقل او ۲۶۰ روایتونه راغونډ کړی شوي چې په هر یو کې یې د فاطمه زهرا(س) د شهادت یو علت ذکر شوی دی؛ لکه د فاطمه په کور برید، د هغې د جنین اسقاط، هغه په متروکې او څپېړې وهل.[۳۲] د شیعه لیکوالانو د استناد وړ تر ټولو پخوانۍ سرچینه د سلیم بن قیس کتاب دی چې په ۹۰ قمري کال کې وفات شوی دی.[۳۳] په تلخیص الشافي کتاب کې د شیخ طوسي (وفات ۴۶۰ ق) په وینا شیعیان اختلاف نه لري چې عمر د فاطمې په خېټه ګوزار کړی چې سبب شوی د هغې بچی سقط شي[۳۴] او شیعه روایتونه په دې اړه مستفیض دي.[۳۵]

د اهل سنتو په سرچینو د شیعیانو استناد

شیعیانو د فاطمه زهرا(س) د شهادت د ځینو سبب کېدونکو پېښو د اثبات لپاره د اهل سنتو په ډېرو تاریخي، حدیثي او حتی فقهي کتابونو استناد کړی دی؛ د مثال په توګه کتاب الهجوم علی بیت الفاطمه د ۸۴ راویانو او لیکوالانو په فهرست کولو سره هڅه کړې چې د فاطمه په کور د یرغل په اړه د اهل سنتو په کتابونو کې راغلې راپورونه راغونډ کړي.[۳۶] په دې لړ لیک کې تر ټولو پخوانۍ سرچینه، د موسی بن عقبه (وفات ۱۴۱ق)لیکلی د المغازي په نامه کتاب دی.[۳۷]

حسین غیب‌غلامی (زوکړه ۱۳۳۸ش) هم په «إحراقُ بیت فاطمة فی الکتب المعتبرة عند أهل السنة» کتاب کې د اهل سنتو له راویانو او کتابونو تر شلو زیات روایتونه راغونډ کړې دي.[۳۸] له هغه لومړی روایت د ابن ابی شیبه (وفات ۲۳۵ق)کتاب المصنف[۳۹] او اخري روایت د متقي هندي (وفات ۹۷۷ق) لیکلی کنزل العمال کتابه یو نقل دی.[۴۰] همداراز د «شهادت مادرم زهرا افسانه نیست»، په نامه کتاب کې د فاطمې په کور د یرغل کیسه له ۱۸ اهل سنتو کتابونو نقل شوې ده.[۴۱] دغه سرچینو له امام علي د بیعت اخستلو لپاره د هڅې ماجرا او د بیعت په ورځ د هغه د کور د سوزولو ګواښ په مختلفو عبارتونو او له ډېرو روایتونو نقل کړې ده.[۴۲]

د واقعې په باره کې ځینې پوښتنې

ځینو لیکوالانو او څېړاندو، د تاریخي پوښتنو او اعتراضونو په مطرحولو سره د امام علي(ع) او فاطمې(س) کور ته د اور اچولو روایتونو په صحیح والي اعتراض کړی دی؛ منجلمه دا چې په هغه وخت کې د مدینې کورونو دروازې نه لرلې، یا دا چې ولې حضرت علي(ع) او نورو د فاطمې دفاع ونه کړه او یا یې د فاطمې د بچي په سقطېدو کې شک څرګند کړی دی. د دغه اعتراضونو په وړاندې، د تاریخ لیکونکو او څېړاندو منجمله سید جعفر مرتضی عاملی (وفات ۱۴۴۱ق) له خوا ځوابونه بیان شوې دي.[۴۳]

آیا د مدینې کورونو ورونه نه لرل؟

ځینو ویلي چې په هغه زمانه کې په مدینه کې د کورونو ورونه نه وو[۴۴] او نتیجه یې اخستې چې نو د فاطمې د کور دروازې ته د اور اچولو کیسه صحیح نه شي کېدی. د دې په مقابل کې، جعفر مرتضی په مأساة الزهراء کتاب کې ځینې سرچینې ذکر کړي چې پر اساس یې په کورونو کې د ورونو لګول یوه دود او عام خبره وه او د فاطمې کور هم ور درلود.[۴۵]

ولي علي اونورو دفاع ونه کړه؟

د فاطمې(س) په کور د حملې او د هغې د شهادت په کیسه کې یوه پوښتنه دا ده چې ولي علي(ع) چې په مېړنتوب مشهور دی او نور اصحاب د دې کار په اړه غلي پاتې شول او له فاطمې یې دفاع ونه کړه؟[۴۶] پر اهل سنتو سربېره په څوارلسمه پېړۍ کې د شیعه د تقلید مرجع محمد حسین کاشف الغطاء،هم دغه شان پوښتنه مطرح کړې ده.[۴۷] دې ټکي ته د شیعیانو اصلي ځواب دا دی چې علي(ع) د پېغمبر(ص) په امر او د اسلام د مصالحو د ساتلو لپاره په چوپتیا او صبر مامور و.[۴۸] [یادداشت۱] د شاعرانو په شعرونو کې هم له پېغمبر سره د علي عهد او له هغه وروسته یې صبر ته امر کولو ته اشاره شوې ده. سید رضا هندي د خپلې مشهورې قصیدې (قصیه رائیه) په ځینو بیتونو کې ویلې دي:



لو لم تُؤمَر بالصبر و کظمالغیظ ولَیْتَک لم تؤمر
ما نال الامرَ اخوتیمو لا تناوله منه حبتر


( ژباړه : که ته په صبر او زغم او د غصې او قهر په څښلو مامور نه وی! او ای کاش چې نه وی! د خلکو د ولایت او خلافت امر ته ابو تیم (ابوبکر) نه و رسېدلی او بیا به حبتر (عمر) د هغه له خوا ولایت ته نه و رسېدلی.)[۴۹] له دې ورتېر چې په سلیم کتاب کې د سلمان فارسي په نقل ( چې یوسفي غروي هغه د ماجرا تر ټولو پیاوړی او زوړ نقل ګڼي) په فاطمه(س) د عمر له حملې وروسته، علي(ع) په عمر حمله وکړه او هغه یې په ځمکه راوغورځاوه؛ داسې چې ته وا د وژلو اراده یې لري او بیا یې هغه ته وویل که له ما سره د رسول عهد نه وای نو پوه شوی به وې چې ته زما کور ته نه شې راننوتلی. په دې وخت کې عمر له نورو مرسته وغوښتنه او د هغه ملګرو یرغل وکړ او علي(ع) یې ترې جدا کړ او وې تړه.[۵۰]

د محسن په سقط کې شک

ځینې اهل سنت لیکوالان د بیعت د ورځې په پېښه کې د محسن بن علي(ع) د سقطېدو په ماجرا کې په شک سره باوري دي چې هغه له دې ورځې مخکې پېدا شوی او په وړوکوالي کې له دنیا تللی دی.[۵۱] خو اکثره شیعیان باوري دي چې هغه د علي(ع) په کور د یرغل په پېښه کې او ګوزار په وجه سقط شوی دی.[۵۲] لکه څنګه چې د اهل سنتو یو شمېر سرچینو هم د محسن په سقط یا اسقاط تصریح کړې ده.[۵۳] د «المحسن السبط مولود أم سقط»کتاب لیکوال د کاب په دریم څپرکي کې د تاریخي متونو په تطبیقي مطالعې سره نیتجه اخستې چې د محسن سقط د علي په کور د یرغل په ورځ او د هغه ګوزار او زور په وجه و چې په فاطمه(س) وارد شوی دی.[۵۴]

په تاریخي سرچینو کې اور لګولو ته اشاره نه ده شوې

د حضرت زهرا(س) د شهادت د کیسې یوه پوښتنه او ابهام دا دی چې هغه څه چې د اهل سنتو په ډېرو تاریخي او حدیثي کتابونو کې ذکر شوې یوازې د کور د سوزولو ګواښ و او جوته شوې نه ده چې دا کار په عمل کې شوی وي.[۵۵] سره له دې، څېړاندو د یرغل د اصل کیسې د اثباتوونکو سرچینو څو ټولګې راغونډې کړې دي؛ منجمله کتاب الهجوم عل بیت فاطمه[۵۶] او کتاب احراق بیت فاطمة.[۵۷] او په ځینو دغو سرچینو کې په صراحت سره فاطمې ته د ګوزار ورکولو او کور ته د ننوتلو او د جنین د سقطېدلو خبره شوې ده.[۵۸]

ځینو اهل سنت لیکوالانو د دغه تاریخي نقلونو د سند په اصالت کې شک څرګند کړی دی.[۵۹] خو په ځینو مواردو کې دهغوي اعتراض سندي اړخ نه لري؛ مثلا د فاطمه بنت النبي کتاب سني (وهابي) لیکوال المُدَیهش د یرغل او سقط د پېښې د ردولو لپاره، د یعقوبي د تاریخ نقل په دې توجیه سره چې لیکوال یې رافضي دی او کتاب یې علمي ارزښت نه لري، څنګ ته کوي [۶۰] او همداراز په العقد الفرید کتاب کې د ابن عبد ربه نقل هم له سندي اعتراض پرته یو مُنکَر نقل ګڼي او وایي چې شاید هغه هم شیعه وي او په دې خبره باید تحقیق وشي.[۶۱] هغه همداراز الامامه والسیاسه کتاب په دې دلیل څنګته کوي چې لیکوال یې ابن قتیبه دینوري نه دی.[۶۲] مهدیش حتی د ا مام علي(ع) په کلماتو د نفي لپاره هغه ته د نهج البلاغې د انتساب انکار کوي.[۶۳] سره له دې، اهل سنتو لیکوالانو د هغو پریمانه روایتونو په وجه چې د ګواښ په اړه نقل شوي، په خپله د ګواښ او د علي(ع) او فاطمه(س) د کور مخې ته د غونډېدو انکار نه دی کړی.[۶۴]

په لرغونو سرچینو کې د فات تعبیر

د فاطمه زهرا(س) د شهادت د مخالفانو یو دلیل دا دی چې د شیعیانو په پخوانو سرچینو کې د هغې د مړینې لپاره د وفات له تعبیره استفاده شوې ده، نه د شهادت له تعبیره. ځینو شیعه لیکوالانو ځواب ورکړی چې په عربۍ ژبه کې د وفات ټکی، یو عام مفهوم دی چې هم طبیعي مرګ ته شاملیږي هم د نورو عواملو لکه د بل چا په لاس زهرجنیدو ته. د بېلګې په توګه «د حضرت فاطمه زهرا سلام الله علیها شهادت یا وفات» په مقاله کې د دغه استعمال ځینې موارد نقل شوې دي؛ لکه څنګه چې ځینو اهل سنتو تاریخي سرچینو د عمر او عثمان د مړینې لپاره د وفات له ټکي استفاده کړې ده، په داسې حال کې چې دا دواړه وژل شوې دي.[۶۵] لکه څنګه چې طبرسي په یو ځای کې د امام حسین(ع) شهادت ته د اشارې لپاره هم د وفات له تعبیره کار اخستی دی.[۶۶]

له خلفاوو سره د امام علي(ع) ښه اړیکي

د فاطمه زهرا(س) د شهادت د انکار لپاره د اهل سنتو یو دلیل د امام علي او د هغه له کورنۍ سره د خلیفه ګانو ښه رابطه ده. په «فاطمة بنت النبی»، مفصل کتاب کې لیکوال هڅه کړې وښيي چې لومړي او دوهم خلیفه له حضرت فاطمې(ع) سره ډېره مینه لرله.[۶۷] سره له دې ټولو، لیکوال په نتیجه اخستلو کې جوتوي چې فاطمې د فدک له کیسې وروسته له ابوبکر سره اړیکي غوڅ کړل او ورسره یې بیعت هم ونه کړ.[۶۸] د اهل سنتو یو لیکوال محمد نافع د «رحماء بینهم» په نامه یو کتاب لیکلی او هڅه یې کړې وښيي چې درې ګونو خلیفه ګانو له علي سره ښه اړیکي درلودل.[۶۹] همداراز په ندای اسلام درې میاشتیزه کې په یوې مقالې کې لیکوال د خلفاوو او علي تر مینځ د اړیکو او له فاطمه زهرا سره د هغوي د ښځو او لوڼو د اړیکو د ځینو مواردو په نقلولو سره هڅه کړې وښیي چې دغه اړیکي د فاطمې له اهانت او د هغې له وهلو سره سمون نه خوري.[۷۰] د شیعه متکلم سید مرتضی (وفات ۴۳۶ق) په وینا له دې چې امام علي(ع) خلیفه ګانو ته مشورې ورکولې دا نتیجه نه شو اخستی چې هغه له هغوي سره ملګرتیا کوله ځکه چې د الهي احکامو په اړه لارښوونه او د مسلمانانو دفاع په هر مسلمان واجبه ده.[۷۱] همداراز د «دانشنامه روابط سیاسی حضرت علی(ع) با خلفاء» کتاب لیکوال له درې ګونو خلیفه ګانو سره د امام علي(ع) د مشورو د ۱۰۷ موردونو له جاجولو وروسته دې نتیجې ته رسیدلې چې له امام علي(ع) سره د خلیفه ګانو مشورت له خلفاوو سره د هغه د موافقې او یو زړه توب نښه نه ده ځکه چې اکثره دغه مشاورې په عمومي نظر غوښتنه کې شوې دي نه دا چې خلفاوو علي(ع) خپل وزیر یا سلاکار ټاکلی وي بلکې علي په سیاسي ګوښه توب کې په کرهڼه او د کویانو په کیندلو بوخت و. همداراز که په ځینو مواردو کې به یې له علي سره مشوره کوله له ناچارۍ او له دې امله وه چې هیڅ حل لاره به یې نه لرله.[۷۲]

له دوهم خلیفه سره د امام علي د لور ام کلثوم واده یو بل مثال دی چې له اهل بیتو سره د عمر د دوستۍ او مینې د اثبات لپاره ترې استفاده کیږي چې د فاطمې(س) په شهادت کې د هغه له لاسلرلو سره منافات لري.[۷۳] ځینې لیکوالان د دغه واده واقع کېدل نفي کوي.[۷۴] سید مرتضی هغه د زور او ګواښ له امله ګڼي[۷۵] چې که داسې وي نو د دوو کسانو تر مینځ د مینه ناکو اړیکو ښووندویې نه شي کېدی.[۷۶] د امام صادق(ع) یو روایت هم په دغه واده کې د جبر او زور د تایید لپاره د «غصب» په تعبیر سره نقل شوی دی.[۷۷][یادداشت۲]

د خلفاوو په نوم د اهل بیتو د بچیانو نومول

ځینې اهل سنت په دې ټکي ټینګار کوؤي چې له دې امله چې امام علي(ع) د خلیفه ګانو نوم په خپلو بچیانو اېښی، نو له خلفاوو سره یې مینه لرله.[۷۸] او دا د حضرت زهرا(س) د شهادت له ادعا سره سمون نه خوري. دا خبره د «اسئلة قادت شباب الشیعة الی الحق»( هغه پوښتنې چې شیعه ځوانانو ته د حقیقت لارښوونه کوي) په نامه یوې جزوې کې هم راغلې ده.[۷۹]

سید علی شهرستاني (زوکړه ۱۳۳۷لمریز) په التسمیات بین التسامح العلوی و التوظیف الاموی، نومې کتاب کې د اسلام په لومړیو کې تر وروستیو پېړیو پورې د نوم کېښودلو په اړه مفصله شننه وړاندې کړې او د ۲۹ ټکو د بیانولو په ترڅ کې یې نتیجه اخستې چې دغه ډول نوم کېښودل د وګړو تر مینځ د ښو اړیکو ښوونکي نه شي کېدلی لکه څنګه چې د نوم نه کېښودل هم د دښمنۍ نښه نه شي کېدی؛[۸۰] ځکه چې دغه نومونه له خلفاوو مخکې او وروسته هم دود وو.[۸۱] له بلې خوا له دوهم خلیفه د یو روایت له مخې امام علي(ع) هغه دروغجن او خائن ګاڼه[۸۲] یا دا چې ابوبکر بیخي د یو کس نوم نه دی او کنیت دی او څوک هم د خپل بچي لپاره کنیت د نوم په توګه نه غوره کوي.[۸۳]

لوی اهل سنت عالم ابن تیمیه حراني (وفات ۷۲۸ق) هم باوري دی چې د یو چا په نوم نوم کیښودل د هغه د مینې دلیل نه دی؛ ځکه چې پېغمبر(ص) او اصحابو د کفارو له نومونو استفاده کوله.[۸۴] د سید علي شهرستاني په وینا د خلفاوو په نوم د امامانو د بچیانو د نوم کېښودلو په اړه دوه نورې رسالې هم لیکل شوي چې یوه یې د وحید بهبهاني (وفات ۱۲۰۵ق) او بله یې د قصص العلماء کتاب د لیکوال تنکابني (وفات ۱۳۰۲ق) لیکنه ده.[۸۵]

د دې موضوع په اړه ځینې کتابونه

د حضرت فاطمه د شهادت په اړه ځینې پوره کتابونه لیکل شوي چې دا دي:

  • بیت الاحزان فی مصائب سیدة النسوان (لیکل شوی ۱۳۳۰ق) لیکوال شیخ عباس قمي په عربۍ ژبه. د کتاب په یوه برخه کې د پېغمبر(ص) له رحلته وروسته د فاطمه(س) د ژوند او د هغې د شهادت په اړه راپور دی.[۸۶] دا کتاب د «رنج‌ها و فریادهای فاطمه سلام الله علیها» په نوم په فارسۍ ژباړل شوی دی.
  • مَأساةُ الزّهراء(س)، شُبَهات و رُدود لیک د جعفر مرتضی عاملی ( وفات ۱۴۴۱ق) په عربۍ ژبه ، لیکوال په دغه کتاب کې هڅه کړې هغه پوښتنو او شبهو ته ځواب ووایي چې د حضرت فاطمه د ژوند د وروستیو ورځو د پېښو په اړه مطرح شوې دي. دا کتاب د «رنج‌های حضرت زهرا سلام‌الله علیها» په نوم په فارسۍ ژباړل شوی دی.
  • کتاب الهجوم، لیک د عبدالزهراء مهدي، د پینځلسمې پېړۍ لیکوال، په دې کې لیکوال له ۱۵۰ لویو شیعه راویانو او لیکوالانو ۲۶۰ روایتونه او تاریخي نقلونه راغونډ کړي چې په هر یو کې د فاطمه(س) د شهادت ځینې علتونه ذکر شوې دي.[۸۷]

همداراز اهل سنتو لیکوالانو هم له اهل بیتو سره د خلفاوو د اړیکو د ښو ښودلو او د حضرت فاطمه د شهادت د انکار لپاره کتابونه لیکلي دي منجمله :

  • «فاطمة الزهراء بنت رسول الله و ام الحسنین» لیک د عبدالستار الشیخ: دا کتاب چې د مسلمانو شخصیتو د معرفي د لویې ټولګې یوه ګڼه ده، د حضرت فاطمه زهرا(س) له ژوند سره مخصوص دی. لیکوال په دې کتاب کې د بیعت ورځې کیسې او د فاطمې کور ته د اور اچولو کیسه ته اشاره نه ده کړې. په دې کتاب کې یوازې د میراث النبي(ص) په نامه د فدک د کیسه په اړه اختلاف ته اشاره شوې او د لیکوال نتیجه اخستنه دا ده چې د فدک په باره کې د فاطمه او ابوبکر تر مینځ هیڅ اختلاف نه و موجود.[۸۸] او حتی په دې باندې چې فاطمه زهرا(س) له لومړي او دوهم خلیفه خپه وه هیڅ دلیل نیشته او دا چې فاطمې د هغې د پوښتنې په ورځ له هغو دوو سره خبرې نه دي کړي د یو راوي د ذهن جوړه خبره ده.[۸۹] د لیکوال په ادعا دغه کیسه شیعه عالمانو جوړه او جعل کړې ده.[۹۰]
  • «بین الزهراء و الصدیق حقیقة و تحقیق» لیک د بدر العمرانی: په ۲۰۱۴ کال کې خپور شوی او موضوع یې له فاطمه(س) د لومړي خلیفه ابوبکر رابطه ده.[۹۱]
  • «دفاعاً عن الآل و الاصحاب»؛ دغه کتاب کوم معلوم لیکوال نه لري او تر زرو په زیاتو مخونو کې د جمعیة الآل و الاصحاب له خوا په ۱۴۳۱ ق کال کې په بحرین کې خپور شوی دی.[۹۲] د دغه کتاب موضوع په کلي ډول هغو نیوکو او شبهو ته ځواب دی چې د اهل سنتو د عقیدو په اړه دي. د دغه کتاب یوه برخه د حضرت زهرا(س) د شهادت د کیسې په اړه ده.[۹۳]

فوټ نوټ

  1. مهدی، الهجوم، ۱۴۲۵ق، ص۱۴.
  2. وګورئ: المدیهش، فاطمة بنت النبی، ۱۴۴۰ق، ج۳، ص۴۳۱-۵۵۰.
  3. مظاهری، فرهنگ سوگ شیعی، ۱۳۹۵ش، ص۳۶۵.
  4. شبیری، «شهادت فاطمه(س)»، ج۱، ص۳۴۷.
  5. «ماجرای تعطیل شدن روز شهادت حضرت زهرا»، سایت آفتاب‌نیوز.
  6. وګورئ: «حرکت دسته عزاداری فاطمیه مقدسه زنجان»، سایت خبرگزاری فارس؛ «مراسم بزرگ عزاداری فاطمیه با حضور...»، سایت خبرگزاری شفقنا.
  7. مظاهری، فرهنگ سوگ شیعی، ۱۳۹۵ش، ص۳۶۶.
  8. «نظر مراجع تقلید درباره توهین به مقدسات اهل‌سنت»، سایت خبرگزاری مهر.
  9. مسائلی، نهم ربیع، جهالت‌ها، خسارت‌ها، ۱۳۸۷ش، ص۱۱۷-۱۱۹.
  10. «آیا اعتقاد به شهادت و مظلومیت حضرت زهرا سلام الله علیها دارای سابقه تاریخی می‌باشد؟»، سایت تحقیقاتی ولی‌عصر(عج).
  11. سلیمی, Early Ibadi Theology: New Material on Rational Thought in Islam from the Pen of al-Fazārī, ص۳۳.
  12. کاشف‌الغطاء، جنة المأوی، ۱۴۲۹ق، ص۶۲.
  13. شهرستانی، الملل و النحل، ۱۳۶۴ش، ج۱، ص۷۱.
  14. شهرستانی، الملل و النحل، ۱۳۶۴ش، ج۱، ص۷۱.
  15. قاضی عبدالجبار، تثبیت دلائل النبوة، ۲۰۰۶م، ج۲، ص۵۹۵.
  16. وګورئ: صفدی، الوافی بالوفیات، ۱۴۲۰ق، ج۶، ص۱۵؛ ذهبی، سیر اعلام النبلاء، ۱۴۰۵ق، ج۱۵، ص۵۷۸؛ ابن‌حجر عسقلانی، لسان المیزان، ۲۰۰۲م، ج۱، ص۶۰۹.
  17. طبری، تاریخ الأمم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج‏۳، ص۲۰۲؛ ابن عبد ربه، العقد الفرید، ۱۴۰۷ق، ج۵، ص۱۳.
  18. بلاذری، فتوح البلدان، ۱۹۵۶م، ص۴۰ و ۴۱.
  19. شهیدی، زندگانی فاطمه زهرا علیهاالسلام، ۱۳۶۲ش، ص۱۲۶-۱۳۵.
  20. الله اکبری، «محسن بن علی»، ص۶۸-۷۲. وګورئ: مقدس اردبیلی، اصول دین، ۱۳۸۷ش، ص۱۱۳-۱۱۴؛ مفید، الاختصاص، ۱۴۱۳ق، ص۱۸۵.
  21. ابن‌قتیبه دینوری، المعارف، ۱۹۶۰م، ص۲۱۱.
  22. ابن‌ابی‌الحدید، شرح نهج‌البلاغة، ۱۴۰۴ق، ج۱۴، ص۱۹۲–۱۹۳.
  23. شهرستانی، الملل و النحل، ۱۳۶۴ش، ج۱، ص۷۱.
  24. یوسفی غروی، موسوعة التاریخ الاسلامی، ۱۴۳۸ق، ج۴، ص۱۵۷-۱۶۲.
  25. یوسفی غروی، موسوعة التاریخ الاسلامی، ۱۴۳۸ق، ج۴، ص۱۴۴-۱۴۷.
  26. وګورې: فتّال نیشابوری، روضة الواعظین، ۱۳۷۵ش، ج۱، ص۱۵۱.
  27. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۴۵۸.
  28. طبری، دلائل الامامه، ۱۴۱۳ق، ص۱۳۴.
  29. طبری، دلائل الامامه، ۱۴۱۳ق، ص۱۳۴.
  30. نهج البلاغه، تصحیح صبحی صالح، ص۳۱۹، خطبه۲۰۲.
  31. تبریزی، صراط النجاة، ۱۴۱۸ق، ج۳، ص۴۴۰-۴۴۱.
  32. مهدی، الهجوم، ۱۴۲۵ق، ص۲۲۱-۳۵۶.
  33. مهدی، الهجوم، ۱۴۲۵ق، ص۲۲۱.
  34. طوسی، تلخیص الشافی، ۱۳۸۲ش، ج۳، ص۱۵۶.
  35. طوسی، تلخیص الشافی، ۱۳۸۲ش، ج۳، ص۱۵۶.
  36. مهدی، الهجوم، ۱۴۲۵ق، ص۱۵۴-۲۱۷.
  37. مهدی، الهجوم، ۱۴۲۵ق، ص۱۵۴-۱۵۵.
  38. غیب‌غلامی، احراق بیت فاطمه، ۱۳۷۵ش.
  39. غیب‌غلامی، احراق بیت فاطمه، ۱۳۷۵ش، ص۷۹.
  40. غیب‌غلامی، احراق بیت فاطمه، ۱۳۷۵ش، ص۱۹۲.
  41. جمعی از نویسندگان، شهادت مادرم زهرا افسانه نیست، ۱۳۸۸ش، ص۲۵-۳۲.
  42. جمعی از نویسندگان، شهادت مادرم زهرا افسانه نیست، ۱۳۸۸ش، ص۲۵-۳۲.
  43. مثال په توګه وګورئ: عاملی، مأساة الزهراء، ۱۴۱۸ق، ج۱، ص۲۶۶-۲۷۷، ج۲، ص۲۲۹-۳۲۱.
  44. طبسی، حیاة الصدیقة فاطمة، ۱۳۸۱ش، ص۱۹۷. نویسنده کتاب، این ادعا را به کسانی نسبت می‌دهد که با تاریخ آشنا نیستند.
  45. عاملی، مأساة الزهراء، ۱۴۱۸ق، ج۲، ص۲۲۹-۳۲۱.
  46. المدیهش، فاطمة بنت النبی، ۱۴۴۰ق، ج۵، ص۶۸-۷۰ و ۸۳.
  47. کاشف‌الغطاء، جنة المأوی، ۱۴۲۹ق، ص۶۴؛ مهدی، الهجوم، ۱۴۲۵ق، ص۴۴۶.
  48. وګورئ: عاملی، مأساة الزهراء، ۱۴۱۸ق، ج۱، ص۲۶۶-۲۷۷؛ مهدی، الهجوم، ۱۴۲۵ق، ص۴۴۶-۴۴۹ و ۴۵۲-۴۵۸؛ کوثرانی، ۱۲ شبهة حول الزهراء، ص۱۵-۲۶.
  49. طهرانی، سید محمد حسین، مکتوبات خطی، جُنگ ۱۶، صفحه۱۰۹.
  50. یوسفی غروی، موسوعة التاریخ الاسلامی، ۱۴۳۸ق، ج۴، ص۱۱۲.
  51. د محسن په اړه د سني سرچینو د بشپړ رابور لپاره، وګورئ: المدیهش، فاطمة بنت النبی، ۱۴۴۰ق، ج۳، ص۴۱۱-۴۱۴؛ الموسوی الخرسان، المحسن السبط مولود أم سقط، ۱۴۳۰ق، ص۱۰۵-۱۱۱.
  52. طوسی، تلخیص الشافی، ۱۳۸۲ش، ج۳، ص۱۵۶.
  53. الموسوی الخرسان، المحسن السبط مولود أم سقط، ۱۴۳۰ق، ص۱۱۹-۱۲۸.
  54. الموسوی الخرسان، المحسن السبط مولود أم سقط، ۱۴۳۰ق، ص۲۰۷.
  55. مهدی، الهجوم، ۱۴۲۵ق، ص۴۶۷؛ فضل‌الله، الزهراء القدوة، ۱۴۲۱ق، ص۱۰۹-۱۱۰.
  56. مهدی، الهجوم، ۱۴۲۵ق، ص۱۵۴-۲۱۷.
  57. غیب‌غلامی، احراق بیت فاطمه، ۱۳۷۵ش.
  58. سلیم بن قیس، کتاب سلیم بن قیس، ۱۴۲۰ق، ج۱، ص۱۵۰؛ مسعودی، اثبات الوصیة، ۱۳۸۴ش، ص۱۴۶؛ طبری، دلائل الإمامة، ۱۴۱۳ق، ص۱۳۴؛ عیاشی، تفسیر العیاشی، ۱۳۸۰ق، ج۲، ص۶۷.
  59. مثال په توګه وګورې: المدیهش، فاطمة‌ بنت النبی، ۱۴۴۰ق، ج۵، ص۲۱-۳۵.
  60. المدیهش، فاطمة بنت النبی، ۱۴۴۰ق، ج۵، ص۸۰.
  61. المدیهش، فاطمة بنت النبی، ۱۴۴۰ق، ج۵، ص۶۳.
  62. المدیهش، فاطمة بنت النبی، ۱۴۴۰ق، ج۵، ص۷۹-۸۰.
  63. المدیهش، فاطمة بنت النبی، ۱۴۴۰ق، ج۵، ص۸۱.
  64. مثال په توګه وګورئ: المدیهش، فاطمة‌ بنت النبی، ۱۴۴۰ق، ج۵، ص۲۱-۳۵.
  65. وګورئ: محسنی، «شهادت یا وفات حضرت زهرا سلام‌الله علیها»، سایت راسخون.
  66. طبرسی، الاحتجاج، ج۲، ص۳۷۳، به نقل از محسنی، «شهادت یا وفات حضرت زهرا سلام‌الله علیها»، سایت راسخون.
  67. وګورئ: المدیهش، فاطمه بنت النبی، ۱۴۴۰ق، ج۴، ص۳۵۷، تا آخر، و ج۵ از ابتدا تا ص۸۹.
  68. وګورئ: المدیهش، فاطمه بنت النبی، ۱۴۴۰ق، ج۴، ص۵۲۱-۵۲۳.
  69. «رحماء بینهم»، سایت نیل و فرات.
  70. مرجانی، «ارتباط و محبت خلفای ثلاثه با علی و فاطمه رضی‌الله عنهما»، سایت سنی‌آنلاین.
  71. سید مرتضی، الشافی فی الامامة، ۱۴۱۰ق، ج۳، ص۲۵۱.
  72. لباف، دانشنامه روابط سیاسی حضرت علی(ع) با خلفا، ۱۳۸۸ش، ص۷۳-۷۶.
  73. المدیهش، فاطمة بنت النبی، ۱۴۴۰ق، ج۵، ص۵۴.
  74. وګورئ: الله‌اکبری، «ازدواج ام‌کلثوم با عمر از نگاه فریقین»، ص۱۱-۱۲.
  75. وګورئ: سید مرتضی، الشافی فی الامامة، ۱۴۱۰ق، ج۳، ص۲۷۲-۲۷۳.
  76. الله‌اکبری، «ازدواج ام‌کلثوم با عمر از نگاه فریقین»، ص۱۱-۱۲.
  77. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷، ج۵، ص۳۴۶، ح۱.
  78. حسینی، «مقدمه مترجم»، نام خلفا بر فرزندان امامان، ص۱۱.
  79. شهرستانی، التسمیات، ۱۴۳۱ق، ص۱۲.
  80. شهرستانی، التسمیات، ۱۴۳۱ق، ص۴۷۷-۴۸۸.
  81. شهرستانی، التسمیات، ۱۴۳۱ق، ص۹۸-۹۹.
  82. نیشابوری، المسند الصحیح، دار احیاء التراث العربی، ج۳، ص۱۳۷۷.
  83. شهرستانی، التسمیات، ۱۴۳۱ق، ص۴۲۷-۴۷۲.
  84. ابن‌تیمیه، منهاج السنة، ۱۴۰۶ق، ج۱، ص۴۱-۴۲.
  85. شهرستانی، التسمیات، ۱۴۳۱ق، ص۱۴.
  86. وګورئ: «بیت‌الاحزان فی ذکر احوال سیدة نساء العالمین»، ص۶۰-۶۲.
  87. مهدی، الهجوم، ۱۴۲۵ق، ص۲۲۱-۳۵۶.
  88. الشیخ، فاطمة الزهراء، دار القلم، ص۲۹۹-۳۱۸.
  89. الشیخ، فاطمة الزهراء، دار القلم، ص۳۱۹-۳۲۶.
  90. الشیخ، فاطمة الزهراء، دار القلم، ص۳۲۷.
  91. «بین الزهراء و الصدیق»، سایت الکتبی.
  92. «اطلاعات کتاب دفاعا عن الآل و الأصحاب»، سایت عربیک بوک شاپ.
  93. «کتاب دفاعا عن الآل و الرسول»، سایت فیصل نور.

سرچينې

  • ابن‌ابی‌الحدید، شرح نهج‌البلاغه، تحقیق محمد ابوالفضل ابراهیم، قاهره، دار احیاء الکتب العربیه، ۱۳۸۵ق/۱۹۶۵م.
  • ابن‌حجر عسقلانی، احمد بن علی، لسان المیزان، بیروت، دار البشائر الإسلامية، ۲۰۰۲م.
  • ابن‌عبد ربه، احمد بن محمد، العقد الفرید، تحقیق مفید محمد قمیحه و عبدالمجید ترحینی، بیروت، درالکتب العلمیة، ۱۴۰۷ق/۱۹۸۷م.
  • ابن‌قتیبه دینوری، عبدالله بن مسلم، المعارف، تحقیق ثروت عکاشه، قاهره، الهیئة المصریة العامة للکتاب، ۱۹۶۰م.
  • ابن‌‌تیمیه، محمد بن عبدالحلیم، منهاج السنة النبویة، تحقیق محمد رشاد سالم، ریاض، جامعة الامام محمد بن سعود الإسلامیة، ۱۴۰۶ق.
  • الله‌اکبری، محمد، ازدواج ام‌کلثوم و عمر از نگاه فریقین، در مجله طلوع، شماره ۲۳، پاییز ۱۳۸۶ش.
  • الله اکبری، محمد، «محسن بن علی»، در مجله طلوع، شماره ۲۹، پاییز ۱۳۸۸ش.
  • المدیهش، ابراهیم بن عبدالله، فاطمة بنت النبی سیرتها، فضائلها،‌ مسندها، ریاض، دار الآل و الصحب، ۱۴۴۰ق.
  • «بیت‌الاحزان فی ذکر احوال سیدة نساء العالمین»، بقیة‌الله، شماره۸۵، ربیع‌الثانی، ۱۴۱۹ق.
  • بیهقی، احمد بن حسین، دلائل النبوة ومعرفة أحوال صاحب الشریعه، تحقیق عبدالمعطی قلعجی، بیروت، دار الکتب العلمیه، ۱۴۰۵ق/۱۹۸۵م.
  • تبریزی، جواد، صراط النجاة، قم، مکتب حضرت آیت‌الله العظمی التبریزی، ۱۴۱۸ق. این کتاب در اصل صراط النجاة آیت‌الله خوئی است که با تعلیقات آیت‌الله تبریزی منتشر شده است.
  • جمعی از نویسندگان، شهادت مادرم زهرا افسانه نیست، بی‌جا، انتشارات امیر کلام، ۱۳۸۸ش.
  • «حرکت دسته عزاداری فاطمیه مقدسه زنجان»، سایت خبرگزاری فارس، تاریخ درج مطلب: ۳۰ دی ۱۳۹۷ش، تاریخ بازدید: ۲۹ آبان ۱۴۰۰ش.
  • حسینی، سید هادی، «مقدمه مترجم»، در کتاب نام خلفا بر فرزندان امامان، نوشته سید علی شهرستانی، قم، انتشارات دلیل ما، ۱۳۹۰ش.
  • دفاعا عن الآل و الأصحاب، بحرین، جمعیة الآل و الأصحاب، ۱۴۳۱ق.
  • ذهبی، محمد بن احمد، سیر اعلام النبلاء، بیروت، مؤسسة الرسالة، ۱۴۰۵ق.
  • سید رضی، نهج البلاغه، تصحیح صبحی صالح، قم، دار الهجرة، ۱۴۱۴ق.
  • سلیم بن قیس، کتاب سلیم بن قیس، قم، الهادی، ۱۴۲۰ق.
  • سید مرتضی، علی بن حسین، الشافی فی الامامه، تحقیق سید عبدالزهراء حسینی، تهران، مؤسسة الصادق(ع)، چاپ دوم، ۱۴۱۰ق.
  • شبیری، سید محمدجواد، «شهادت فاطمه(س)»، دانشنامه فاطمی(س)، تهران، پژوهشگاه فرهنگ و اندیشه اسلامی، چاپ اول، ۱۳۹۳ش.
  • شهرستانی، سید علی، التسمیات بین التسامح العلوی و التوظیف الأموی، مشهد، مؤسسة الرافد، ۱۴۳۱ق.
  • شهرستانی، محمد بن عبدالکریم، الملل و النحل، تحقیق محمد بدران، قم، انتشارات شریف رضی، ۱۳۶۴ش.
  • شیخ، عبدالستار، فاطمة الزهراء بنت رسول لله و ام الحسنین، دمشق، دار القلم، ۱۴۳۶ق.
  • شیخ مفید، محمد بن محمد، الاختصاص، تصحیح علی‌اکبر غفاری و محمود محرمی زرندی، قم، الموتمر العالمی لالفیة الشیخ المفید، ۱۴۱۳ق.
  • صفدی، خلیل بن ایبک، الوافی بالوفیات، بیروت، دار إحياء التراث، ۱۴۲۰ق
  • طبرسی، حسن بن علی، مناقب الطاهرین، تحقیق حسین درگاهی، تهران، رایزن، ۱۳۷۹ش.
  • طبری، محمد بن جریر بن رستم، دلائل الامامة، قم، مؤسسه بعثت، ۱۴۱۳ق.
  • طبسی، محمدجواد، حیاة الصدیقة فاطمة، قم، بوستان کتاب، ۱۳۸۱ش.
  • طوسی، محمد بن حسن، تلخیص الشافی، تحقیق حسین بحرالعلوم، قم، انتشارات محبین، ۱۳۸۲ش.
  • عاملی، سید جعفر مرتضی، مأساة الزهراء، بیروت، دارالسیرة، ۱۴۱۸ق/۱۹۹۷م.
  • عیاشی، محمد بن مسعود، تفسیر العیاشی، تحقیق سید هاشم رسولی محلاتی، تهران، المطبعة العلمیة، چاپ اول، ۱۳۸۰ق.
  • غیب‌غلامی، حسین، إحراق بیت فاطمه فی الکتب المعتبرة عند أهل السنة، نشر مؤلف، ۱۳۷۵ش.
  • فتال نیشابوری، محمد بن احمد، روضة الواعظین و بصیرة المتعظین، قم،‌ انتشارات رضی، چاپ اول، ۱۳۷۵ش.
  • فضل‌الله، سید محمدحسین، الزهراء القدوة، گردآوری حسین احمد الخشن، بیروت،‌ دار الملاک، ۱۴۲۱ق.
  • قاضی عبدالجبار بن احمد، تثبیت دلائل النبوة، تحقیق عبدالکریم عثمان، قاهره، دارالمصطفی، ۲۰۰۶م.
  • کاشف‌الغطاء، محمدحسین، جنة المأوی، تحقیق سید محمدعلی قاضی طباطبائی، قم، انتشارات دلیل ما، ۱۴۲۹ق.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تصحیح علی‌اکبر غفاری و محمد آخوندی، تهران، دار الکتب الاسلامیة، ۱۴۰۷ق.
  • لباف، علی، دانشنامه روابط سیاسی حضرت علی علیه‌السلام، تهران، منیر، ۱۳۸۸ش.
  • «ماجرای تعطیل شدن روز شهادت حضرت زهرا»، سایت آفتاب‌نیوز، تاریخ درج مطلب: ۱۷ اردیبهشت ۱۳۹۰ش، تاریخ بازدید: ۲۹ آبان ۱۴۰۰ش.
  • محسنی، مصطفی، «شهادت یا وفات حضرت زهرا سلام‌الله علیها»، سایت راسخون.
  • «مراسم بزرگ عزاداری فاطمیه با حضور حضرت آیت‌الله وحید خراسانی و دسته‌های عزاداری برگزار شد»، سایت خبرگزاری شفقنا، تاریخ درج مطلب: ۲۸ دی ۱۳۹۹ش، تاریخ بازدید: ۲۹ آبان ۱۴۰۰ش.
  • مرجانی، حبیب‌الله، «ارتباط و محبت بین خلفای ثلاثه و حضرت علی و فاطمه رضی‌الله عنهما»، در فصلنامه ندای اسلام، شماره ۵۴، زاهدان، دار العلوم، ۱۳۹۶ش.
  • مسائلی،‌ مهدی، نهم‌ ربیع: جهالت‌ها خسارت‌ها، چاپ دوم، قم، انتشارات وثوق، ۱۳۸۷ش.
  • مسعودی، علی بن حسین، اثبات الوصیة، قم، انصاریان، ۱۳۸۴ش.
  • مظاهری، محسن‌حسام، فرهنگ سوگ شیعی، ویراست یکم، تهران، نشر خیمه، ۱۳۹۵ش.
  • مقدس اردبیلی، احمد بن محمد، اصول دین، تحقیق محسن صادقی، قم، مؤسسه بوستان کتاب، ۱۳۸۷ش.
  • مهدی، عبدالزهراء، الهجوم علی بیت فاطمه، تهران، انتشارات برگ رضوان، ۱۴۲۵ق.
  • موسوی خرسان، سید محمدمهدی، المحسن السبط مولود أم سقط، نجف، منشورات رافد، ۱۴۳۰ق.
  • «نظر مراجع تقلید درباره توهین به مقدسات اهل‌سنت»، سایت خبرگزاری مهر، تاریخ درج مطلب: ۱۵ آبان ۱۳۹۸ش، تاریخ بازدید: ۲۹ آبان ۱۴۰۰ش.
  • نیشابوری، مسلم بن حجاج، المسند الصحیح، تحقیق محمد فؤاد عبدالباقی، بیروت، دار احیاء التراث العربی، بی‌تا.
  • یوسفی غروی، محمدهادی، موسوعة التاریخ الاسلامی، قم، مجمع الفکر الاسلامی، چاپ پنجم، ۱۴۳۸ق.