د حضرت فاطمه(س) د دفن په وخت د امام علي(ع) خبرې

د wikishia لخوا

د حضرت فاطمه(س) د دفن په وخت د امام علی(ع) خبرې رسول الله(ص) ته د حضرت علی(ع) د زړه درد بیانول دي. دا ټکي په نهج البلاغه کې راغلي دي. امام(ع) په دغو الفاظو کښې د حضرت فاطمې(س) د شهادت د غم د شدت او دوام په باره کښې خبرې وکړې او له پيغمبر(ص) څخه يې وغوښتل چې د حضرت فاطمې(س) له وفات وروسته چې کومې پیښې مخې ته راغلې له هغې د هغو پيښو په باره کښې پوښتنه وکړي. د نهج البلاغه مفسرین په دې باور دي چې حضرت علي(ع) ځینو هغه پیښو ته لکه د فدک غصب، د فاطمې پر کور برید او د محسن د سقط مسلې ته په یو کلي عبارت سره «له فاطمې پوښتنه وکړه» اشاره کړې ده. همدارنګه د دې خطبې له الفاظو څخه نور مطلبونه هم راغلي دي، لکه د پېغمبر اکرم له قبر سره نږدې د فاطمې دفن کول.

دغه ټکي د شيعه روايي کتابونو لکه الکافي او الامالي شيخ طوسي او د اهل سنتو په کتابونو لکه تذکرة الخواص کې راغلي دي.

د بیانولو ځمکه او اهمیت

د حضرت فاطمې(س) د ښخولو په وخت کې د امام علی(ع) هغه خبرې چې پېغمبراکرم(ص) ته په خطاب کښې وې د خپلې مېرمنې په جدائی کښې د امام د خپګان څرګندونه او د حضرت فاطمې(س) د عظمت څرګندونه کوي،[۱] په شرح نهج البلاغه کې د آیت الله مکارم شیرازي د وینا له مخې، دا خبرې د اسلام د پیل تاریخي حقایق په غیر مستقیم ډول خو په ښکاره او معناداره توګه، د ځينو مهمو ټکو څرګندونه کوي.[۲]

د نهج البلاغې مفسرینو د دې خطبې په ذیل کې ځینې مسلې لکه د فدک پیښه، د خلافت غصب، د فاطمې د قبر د پټیدو لامل، د هغې د شهادت وخت[۳]، د ژوند موده[۴] او د فاطمې لقبونه[۵] بیان کړي دي.

منځپانګه

د فاطمې د ښخولو په وخت کې د امام علی په خبرو کې له پیغمبر سره د هغه د زړه درد او د فاطمې د جلا کیدو په وخت کې د هغه خپل درد هم شامل دی.[۶] هغه په دې خبرو کې د فاطمې(س) د شهادت د غم دایمي شونه بیانوي او له خدایه صبر غواړي. امام علي له پېغمبراکرم(ص) څخه غواړي چې له فاطمې(س) څخه هغه څه وپوښتي چې د هغه(ص) له وفات وروسته پيښ شوي دي. په دې الفاظو کې هغه فاطمه په خپل لاس کې د امانت په توګه معرفي کوي، چې اوس يې بېرته پېغمبر(ص) ته ورکوي.[۷]

د منځپانګې تاثیرات

مفسرينو د نهج البلاغه په شرحو کې د دې خطبې په تفسير کې ځينې ټکي بیان کړي دي چې ځينې يې په لاندې ډول دي:

  • د علي او فاطمې تر منځ ډېره احساساتي اړيکه: ځینې شارحان دا عبارت: «أَمَّا حُزْنِی فَسَرْمَدٌ وَ أَمَّا لَیلِی فَمُسَهَّدٌ؛ خو زما غم ابدي دی او زما شپه ستا له بیدارۍ سره مله ده» د فاطمې په جلا کیدو د امام علی علیه السلام د خپګان د شدت او د دواړو ترمینځ د ژورې عاطفي او معنوي ارتباط څرګندونه ګڼي. آيت الله مکارم شيرازي په دې عقيده دی چې همدغه خبره په لاندې شعرونو کې هم راغلې ده چې حضرت علي(ع) ته منسوب دي.[۸]
  • د پېغمبر اکرم له قبر سره د فاطمې د قبر نږدېوالى: ځينې مفسرين وايي چې په دې جملې «النَّازِلَةِ فِي جِوَارِكَ؛ سره د پېغمبر اکرم له قبر سره د فاطمې د قبر نږدېوالي ته اشاره شوې ده[۹] د ایت الله مکارم شیرازي په وینا دا کلمه د هغو کسانو نظریه پیاوړې کوي چې باور لري فاطمه په خپل کور کې ښخه شوې ده.[۱۰]
  • د حضرت فاطمې مظلومیت: د ابن میثم بحرانی (وفات: ۶۷۹ یا ۶۹۹ هـ ق) په قول د ««فَأَحْفِهَا السُّؤَالَ؛ بې پردې ترې پوښتنه وکړه» جمله دا ښيي چې د حضرت فاطمې پر کور ظلم شوی او حضرت علي(ع) د هغې په اړه شکايت کوي.[۱۱] ايت الله مکارم شيرازي هم ويلي، چې دا جمله کُلي ده او د فاطمې پر کور بريد، د محسن سقطیدل او د امام(ع) په زور جومات ته بوتلل چې له ابوبکر سره بيعت وکړي، په څېر پېښو ته اشاره کوي.[۱۲] د فيض الاسلام په ژباړه کې هم د دې جملې په بيان کې د فدک غصب، د فاطمې حق نه پيژندل او د هغې چجه ماتیدلو ته اشاره شوې ده.[۱۳]
  • د فاطمې په مظلومیت کې د ټولو خلکو ښکیلتیا: د دې عبارت «بِتَضَافُرِ أُمَّتِکَ عَلَی هَضْمِهَا؛ ستا قوم د هغه په ​​ظلم کې لاسونه سره یو کړي وو» په هکله ویل شوي دي چې د تضافر معنی په شریکه یو کار کول دي؛ خو له دې امله چې د امت ډيرو خلکو په چوپتيا سره دغه کار تاييد کړ، نو دا عمل ټول امت ته منسوب شوی دی.[۱۴]
  • د پېغمبر اکرم د وفات وخت سره د فاطمې د شهادت د وخت نږدې شونه: د نهج البلاغې ځينو مفسرينو ويلي دي، چې دا عبارت «السَّرِيعَةِ اللَّحَاقِ بِكَ؛ هغه ژر له تا سره يو ځای شوه» د پېغمبر اکرم له وفات سره د فاطمې د شهادت نږدېوالي ته اشاره کوي.[۱۵] خو د ځینې نورو شارحانو له نظره دا عبارت هغه لویو مصیبتونو ته اشاره ده چې د هغو له سببه په کم عمرۍ کې شهیده شوه.[۱۶]

د خطبې سند

د نهج‌البلاغې په بیلا بیلو نسخو کې د دې خطبې شمېره
د نسخې نوم د خطبې شمېره
المُعْجَم المفهرس لالفاظ نهج البلاغه ۲۰۲
تصحیح نهج البلاغه د صبحی صالح لیکلی ۲۰۲
د نهج البلاغې د فیض‌ الاسلام ترجمه او شرحه ۱۹۳
مصباح السالکین د  ابن میثم اثر ۱۹۳
مِنْهاجُ البَراعه د حبیب الله خویي اثر ۲۰۱
شرح نهج البلاغه د ملا صالح قزویني ۲۰۱
شرح نهج البلاغه د ابن‌ ابی الحدید اثر ۱۹۵
شرح نهج البلاغه د محمد عَبدُه ۱۹۵
تنبیه الغافلین د ملا فتح‌ الله کاشاني اثر ۲۳۰
فی ظلال نهج البلاغه د محمد جواد مَغنیه اثر ۲۰۰[۱۷]

د مصادرُ نَهجِ‌البلاغه و اَسانیدُه کتاب د څېړنې له مخې د د امام علی(ع) د حضرت فاطمې(س) د ښخولو په وخت کښې هغه خبرې چې پیغمبر اکرم(ص) ته یې کړې وې، په ځینو کتابونو کښې د اختلاف سره بیان شوي دي لکه: - الکافي د محمد بن یعقوب کلیني (وفات: ۳۲۹ هـ ق) د امام حسین(ع) له قوله نقل شوی،[۱۸] دلائل الامامة د محمد بن جریر طبري صغیر په کتاب کې د امام جعفر صادق(ع) په نقل،[۱۹] الامالي د شیخ طوسي کتاب (لیکل شوی په 458 هجري کې)، د امام حسین(ع) په نقل،[۲۰] او تَذکِرةُ الخواص د سبط بن جوزي حنفي کتاب (وفات: 654 هجري)[۲۱] کې هم ذکر شوي دي.[۲۲]

همدارنګ دا خبرې په نهج البلاغې کې هم راغلي دي.[۲۳] د خطبې شمېره د نهج‌البلاغې په بیلا بیلو نسخو کې بدله ده.[۲۴]

ځانګړی لیکنې

حزن سرمد، د کمال الدین عمادي ساروي د کتاب نوم دی چې د نهج البلاغې د 202 خطبې شرحه یې لیکلې ده. دا کتاب د حضرت فاطمه زهرا (س) په قبر باندې د امیر المومنین علی(ع) سوګنامه په نامې جدا په1383کال کې د فکرت خپرندویې موسسې له خوا خپور شو.

متن او ترجمه

د حضرت زهرا(س) په غم کې پیغمبر(ص) ته خطاب

متن ژباړه
وَ مِنْ كَلَامٍ لَهُ رُوِيَ عَنْهُ أَنَّهُ قَالَهُ عِنْدَ دَفْنِ سَيِّدَةِ النِّسَاءِ فَاطِمَةَ كَالْمُنَاجِي بِهِ رَسُولَ اللَّهِ عِنْدَ قَبْرِهِ:

السَّلَامُ عَلَيْكَ يَا رَسُولَ اللَّهِ عَنِّي وَ عَنِ ابْنَتِكَ النَّازِلَةِ فِي جِوَارِكَ وَ السَّرِيعَةِ اللَّحَاقِ بِكَ. قَلَّ يَا رَسُولَ اللَّهِ عَنْ صَفِيَّتِكَ صَبْرِي وَ رَقَ عَنْهَا تَجَلُّدِي، إِلَّا أَنَّ فِي التَّأَسِّي لِي بِعَظِيمِ فُرْقَتِكَ وَ فَادِحِ مُصِيبَتِكَ مَوْضِعَ تَعَزٍّ، فَلَقَدْ وَسَّدْتُكَ فِي مَلْحُودَةِ قَبْرِكَ وَ فَاضَتْ بَيْنَ نَحْرِي وَ صَدْرِي نَفْسُكَ، فَإِنَّا لِلَّهِ وَ إِنَّا إِلَيْهِ راجِعُونَ. فَلَقَدِ اسْتُرْجِعَتِ الْوَدِيعَةُ وَ أُخِذَتِ الرَّهِينَةُ، أَمَّا حُزْنِي فَسَرْمَدٌ وَ أَمَّا لَيْلِي فَمُسَهَّدٌ، إِلَى أَنْ يَخْتَارَ اللَّهُ لِي دَارَكَ الَّتِي أَنْتَ بِهَا مُقِيمٌ. وَ سَتُنَبِّئُكَ ابْنَتُكَ بِتَضَافُرِ أُمَّتِكَ عَلَى هَضْمِهَا، فَأَحْفِهَا السُّؤَالَ وَ اسْتَخْبِرْهَا الْحَالَ، هَذَا وَ لَمْ يَطُلِ الْعَهْدُ وَ لَمْ يَخْلُ مِنْكَ الذِّكْرُ. وَالسَّلَامُ عَلَيْكُمَا سَلَامَ مُوَدِّعٍ، لَا قَالٍ وَ لَا سَئِمٍ، فَإِنْ أَنْصَرِفْ فَلَا عَنْ مَلَالَةٍ، وَ إِنْ أُقِمْ فَلَا عَنْ سُوءِ ظَنٍّ بِمَا وَعَدَ اللَّهُ الصَّابِرِينَ.

دا د هغه امام له قولونو څخه دی چې کله یې د نړۍ د ښځو مشره حضرت فاطمه سلام الله علیها ښخوله  نو داسې وه لکه چې پیغمبر(ص) ته یې د زړه درد بیانوه:

سلام دې وي په تا اے د خداے استازيه زما لخوا او ستا د لور له خوا چې ستا په څنګ کښې کوزېدونکې ده او په تلوار درغله، اے د خداے پېغمبره! د فاطمې په تللو سره زما صبر او زغم کم شو او د نور زغم توان نۀ لرم، خو ما چې ستا د بيلتون په سختۍ صبر کړے او ستا د جدائۍ لوے غم مې زغملے دے، په دې غم به هم صبر وکړم، دا زۀ وم چې تۀ مې په خپلو لاسو په قبر کښې کېښودې، او هم زما په سينه ستا روح له کالبوته الوت کړے ؤ. «نو مونږ ټول د خداے يوو او هم هغۀ ته به جاراوځو» نو کوم امانت چې دې راسپارلے ؤ درستون شو، او خپل څښتن ته اورسېد، له دې وروسته به زما غم هميشنے او شپې به مې وېښې (روڼې) وي تر هغې چې خداے ما هم هغه کور ته بوځي چرته چې ستا قيام دے. ډېر زر به دې لور خبر کړي چې ستا امتيان څرنګه په هغې باندې په ظلم راغونډ شول او اجماع يې وکړه تاسو له هغې پوښتنه وکړئ او زمونږ له غمجن حاله خبر شئ چې لا ستا له وفاته ډېر وخت نۀ ؤ تېر او ستا نامه لا نۀ وه هېره، (چې په مونږ دغه حالات راوستې شول) زما سلام دې وي په تاسو دواړو، د هغه بدرګه کوونکي سلام چې له خوښۍ يا دل تنګۍ سلام نۀ کوي او که ستا له خدمت څخه ستنېږم نو د ستړتيا په وجه نۀ دي او که د قبر په خوا کښې دې کښېنم نو په هغه څه د بې باورۍ په وجه نۀ دي چې خداے يې صابرانو ته وعده ورکړې ده.[۲۵]

فوټ نوټ

  1. مکارم شیرازی، پیام امام اميرالمؤمنين، ۱۳۸۶ش، ج۸، ص۳۲.
  2. مکارم شیرازی، پيام امام اميرالمؤمنين، ۱۳۸۶ش، ج۸، ص۳۰.
  3. مکارم شیرازی، پیام امام اميرالمؤمنين، ۱۳۸۶ش، ج۸، ص۴۰-۵۶.
  4. خویی، منهاج البراعة، ۱۳۵۸ش، ج۱۳، ص۱۰-۱۱.
  5. خویی، منهاج البراعة، ۱۳۵۸ش، ج۱۳، ص۴-۸.
  6. مکارم شیرازی، پیام امام اميرالمؤمنين، ۱۳۸۶ش، ج۸، ص۳۰.
  7. وګورئ: صبحی صالح، نهج‌البلاغه، ۱۴۱۴ق، ص۳۱۹.
  8. مکارم شیرازی، پیام امام اميرالمؤمنين، ۱۳۸۶ش، ج۸، ص۳۷.
  9. خویی، منهاج البراعة، ۱۳۵۸ش، ج۱۳، ص۸-۹.
  10. مکارم شیرازی، پیام امام اميرالمؤمنين، ۱۳۸۶ش، ج۸، ص۳۲.
  11. ابن‌میثم، اختیار مصباح السالکین، ۱۳۶۶ش، ص۳۹۳.
  12. مکارم شیرازی، پيام امام اميرالمؤمنين، ۱۳۸۶ش، ج۸، ۳۷-۳۸.
  13. فیض‌الاسلام، ترجمه و شرح نهج‌البلاغه، ۱۳۷۱ش، ص۶۵۳.
  14. مکارم شیرازی، پيام امام اميرالمؤمنين، ۱۳۸۶ش، ج۸، ص۳۸.
  15. خویی، منهاج البراعة، ۱۳۵۸ش، ج۱۳، ص۹-۱۰.
  16. مکارم شیرازی، پیام امام اميرالمؤمنين، ۱۳۸۶ش، ج۸، ص۳۳.
  17. دشتی و محمدی، المعجم المفهرس لألفاظ نهج البلاغه، ۱۳۵۷ش، ص۵۱۳.
  18. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۴۵۸.
  19. طبری، دلائل الامامة، ۱۴۱۳ق، ص۱۳۷.
  20. طوسی، الامالی، ۱۴۱۴ق، ص۱۰۹.
  21. ابن‌جوزی، تذکرة الخواص، ۱۴۲۶ق، ج۲، ص۳۶۱.
  22. حسینی خطیب، مصادر نهج‌البلاغه و اسانیده، ۱۹۸۵م، ج۳، ص۸۵-۸۷.
  23. صبحی صالح، نهج‌البلاغه، ۱۴۱۴ق، ص۳۱۹؛ فیض‌الاسلام، ترجمه و شرح نهج‌البلاغه، ۱۳۷۱ش، ص۶۵۱؛‌ ابن‌ابی‌الحدید، شرح نهج‌البلاغه، ۱۴۰۴ق، ج۱۰، ص۲۶۵؛ عبده، شرح نهج‌البلاغه، مطبعة الاستقامة، ص۱۸۲.
  24. دشتی و محمدی، المعجم المفهرس لألفاظ نهج البلاغه، ۱۳۵۷ش، ص۵۱۳.
  25. وګورئ:ترجمه از حسین انصاریان.

سرچينې

  • نهج‌البلاغه، تصحیح صبحی صالح، قم، دارالهجره، ۱۴۱۴ق.
  • دیوان الامام علی، تحقیق عبدالمنعم خفاجی، دیوان الإمام علی، دار ابن‌زیدون، بی‌تا.
  • ابن‌ابی‌الحدید، عزالدین ابوحامد، شرح نهج‌البلاغه، قم، کتابخانه عمومی آیت‌الله مرعشی نجفی، ۱۴۰۴ق.
  • ابن‌جوزی، یوسف بن قزاوغلی، تذکرة الخواص من الأمة بذکر خصائص الأئمة، قم، المجمع العالمی لاهل البیت علیهم السلام، ۱۴۲۶ق.
  • ابن‌میثم بحرانی، میثم بن علی، اختیار مصباح السالکین؛ شرح نهج‌البلاغه الوسیط، تحقیق محمدهادی امینی، مشهد، بنیاد پژوهش‌های اسلامی آستان قدس رضوی، ۱۳۶۶ش.
  • حسینی خطیب، سید عبدالزهراء، مصادر نهج‌البلاغه و اسانیده، بیروت، دارالاضواء، ۱۹۸۵م.
  • خویی، ابوالقاسم، منهاج البراعة، تهران، مکتب الاسلامیة، ۱۳۵۸ش.
  • دشتی، محمد، و کاظم محمدی، المعجم المفهرس لألفاظ نهج البلاغة، قم، مؤسسه فرهنگی تحقیقاتی امیرالمومنین، ۱۳۷۵ش.
  • طبری آملی صغیر، محمد بن جریر بن رستم‏، دلائل الامامة، قم، بعثت، ۱۴۱۳ق.
  • طوسی، محمد بن حسن، الامالی، قم، دارالثقافت، ۱۴۱۴ق.
  • عبده، محمد، شرح نهج‌البلاغه، قاهره، مطبعة الاستقامه، بی‌تا.
  • فیض‌الاسلام، علی‌نقی، ترجمه و شرح نهج‌البلاغه، تهران، انتشارات فیض‌الاسلام، ۱۳۷۱ش.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تهران، دارالکتب الاسلامیه، ۱۴۰۷ق.
  • مکارم شیرازی، ناصر، پیام امام امیرالمومنین، تهران، دارالکتب الاسلامیه، ۱۳۸۶ش.