د حضرت فاطمې(س) د کنیتونو او لقبونو لړلیک

د wikishia لخوا
دا مقاله د حضرت فاطمې د کنیتونو او لقبونو لړلیک په اړه ده د حضرت فاطمه په اړه د لا پوهیدو لپاره د حضرت فاطمه زهرا سلام الله علیها مدخل وګوری.

د حضرت فاطمې(س) د کنیتونو او لقبونو لړلیک، په دې فهرست کې هغه لقبونه او کنیتونه شامل دي چې په روایتونو او زیارتنامو کې ترې حضرت فاطمه(س) ته د اشارې لپاره استفاده شوې ده. زهراء، بتول، سیدة نساء العالمین او کوثر یې لقبونه او اُمُّ اَبیها یې مشهور کنیت دی.

نومونه

فاطمه (د فطم له جرړې) له یو څیزه د بل شي جدا کول او پرې کول دي او په روایتونو کې په دې نوم د حضرت فاطمې(س) د نومولو لپاره څو علتونه ذکر شوې دي.[یادداشت۱] له امام صادق(ع) نقل شوي چې «فاطمه د خدای په نزد نهه نومونه لري: فاطمه، صدّیقه، مبارکه، طاهره، زکیه، راضیه، مرضیه، محدَّثه او زهراء»[۱] داسي ښکاري په دغه روایت کې له نومه مطلب هم نومونه دي او هم لقبونه.

کنیتونه

مناقب ابن شهر آشوب د حضرت فاطمې(س) لپاره څو کنیتونه ذکر کړې دي.[۲]

ام الحسن ام الحسین ام المحسن ام الائمه ام ابیها

لقبونه

په حدیثي سرچینو او زیارتونو کې د حضرت فاطمې لپاره ډېر لقبونه راغلې دي.[۳]

شمېره لقب معنا
۱ زَهراء ځلانده او نوراني
۲ عَذراء پاک لمنه
۳ معصومَه له ګناه پاکه
۴ حَوراء إنسیّه د انسان په شکل کې حوره
۵ حُرَّه آزاده
۶ مُبارَکه برکتناکه
۷ بَتُول له نورو جدا او بیله، او دخدای لور ته توجه کوونکې، داسې ښځه چې میاشتنی عادت نه ویني. ["یادونه"]
۸ طاهِرَه پاکه
۹ حَصَان پاکلمنه، پرهیزګاره او حیاداره ښځه
۱۰ زََکیَّه له اخلاقي بدیو پاکه
۱۱ مَریم کُبری لوبه مریم
۱۲ راضیَه د خدای په تقدیر راضي
۱۳ صِدّیقَه ډېره رښتیا ویونکې
۱۴ مَرضیَّه هغه ښځه چې خدای ترې راضي او خوښ دی
۱۵ نوریَّه نورانی
۱۶ رَضیَّه د خدای په رضا راضي
۱۷ سَماویَّه اسماني مېرمن
۱۸ سَیدة نِساء العالَمین د نړۍ د ښځو سرداره
۱۹ حانیَه ډېره مهربانه
۲۰ مَنصورَه هغه څوک چې مرسته ورسره شوې وي
۲۱ مُحَدَّثَه هغه چي پرښتې ورسره خبرې کوي
۲۲ زاهِدَه پرهیزګاره
۲۳ طَیّبَه نېکه ،رڼه ، پاکه
۲۴ اُمّ اَبیها د خپل پلار مور ["یادونه"]
۲۵ تَقیَّه پرهیزګاره
۲۶ بَرَّه نیکوکاره
۲۷ مُطَهَّرَه پاکه
۲۸ شَهیدَه شهېده مېرمنه
۲۹ صادِقَه رښتینې
۳۰ رَشیدَه پوهه او هوښیاره
۳۱ فاضِلَه با فضیلته
۳۲ نَقیَّه خالصه او سوچه
۳۳ عَلیمَه هوښیاره
۳۴ مَهدیَّه هدایت موندلې
۳۵ صَفیَّه صافه او خالصه
۳۶ عابدَه عبادت‌ کوونکې
۳۷ مُتَهَجِّدَه شپه روڼوونکې
۳۸ قانِتَه همېشه د خدای د عبادت په حال کې

په ځینو سرچینو کې نور لقبونه هم د حضرت فاطمه(س) لپاره ذکر شوې دي منجمله:

سیدة، مصلّیة، قائمة، شاهدة، صائمة، ولیة، زاکیة، سلیمة، حلیمة، حبیبة، جمیلة، حفیفة، صالحة، مصلحة، صبیحة، محمدة، نصیبة، مجیبة، شریفة، مکرمة، عالمة، فاتحة، مُنعِمة، داعیة، معلمة، شافعة، مشفقة، جاهدة، ناصحة، مجتهدة، راقیة، ناصیة، حاضرة، وافیة.[۴] کوثر هم د حضرت زهرا یو لقب دی چې له سوره کوثره اخستل شوی دی.[۵] احمد رحماني همداني (زوکړه ۱۳۱۴لمریز) په فاطمه الزهراء بهجة قلب المصفی کتاب کې له کتاب «زینب الکبری» نقدی، «خصائص الزینبیة» جزائری، دیوان «الأنوار القدسیة» محمدحسین غروی اصفهانی او «عقیلة الوحی» سید عبدالحسین شرف‌الدین، څخه د بي بي فاطمې(س) لپاره ۴۹ لقبونه نقل کړې دي.[۶]

اړونده لیکنې

فوټ نوټ

  1. مجلسی، بحار الأنوار، ۱۳۶۳ش، ج۴۳، ص۱۰.
  2. ابن شهرآشوب، المناقب، ۱۳۷۹ش، ج۳، ص۳۵۷.
  3. ابن شهرآشوب، المناقب، ۱۳۷۹ش، ج۳، ص۳۵۷؛ سید بن طاووس، اقبال الاعمال، فی زیارة السیدة الزهراء، ۱۴۱۷ق، ص۱۱۲.
  4. انصاری زنجانی، الموسوعة الکبری، ۱۴۲۸ق، ج۱۸، ص۳۴۶ به نقل از محمد الامین، الفاطمیة فی ذکر أسماء فاطمة علیهاالسّلام.
  5. انصاری زنجانی، الموسوعة الکبری، ۱۴۲۸ق، ج۲۲، ص۲۵.
  6. رحمانی همدانی، فاطمة الزهراء بهجة قلب المصطفی(ص)، ۱۳۷۸ش، ۶۳۶-۶۳۷.

سرچينې

  • ابن‌شهرآشوب، محمد بن علی، المناقب، قم، نشر علامه، ۱۳۷۹ق.
  • اربلی، علی بن عیسی، کشف الغمة فی معرفة الائمة، قم، رضی، ۱۴۲۱ق.
  • انصاری زنجانی، اسماعیل، الموسوعة الکبری عن فاطمة الزهراء سلام الله علیها، قم، دلیل ما، ۱۴۲۸ق.
  • رحمانی همدانی، احمد، فاطمة الزهراء سلام الله علیها بهجة قلب المصطفی صلی الله علیه و آله، تهران، مرکز فرهنگی انتشاراتی منیر، ۱۳۷۸ش.
  • سید بن طاووس، علی بن موسی، [قبال الاعمال، تحقیق حسین الاعلمی، بیروت، مؤسسة الأعلمی للمطبوعات، ۱۴۱۷ق.
  • مجلسی، محمدباقر، بحار الأنوار الجامعة لدرر أخبار الأئمة الأطهار، تهران، اسلامیة، چاپ دوم، ۱۳۶۳ش.