سیف بن حارث بن سریع همداني
دا مقاله د تدوین په حال کې ده!
سیف بن حارث بن سَریع هَمْدانی (شهادت ۶۱ق) د کربلا له شهیدانو دی چې له خپل تربور او مورني ورور مالک بن عبدالله بن سریع سره د عاشورا په ورځ شهید شو. سیف د همدان له قبیلې او د بني جابر له تپې و؛ له دې امله هغه او تربور ته یې جابري شهیدان ویل کیږي.
په سرچینو کې له امام حسین (ع) سره د هغه او مالک ځینې خبرې راپور شوې دي؛ په دې راپور کې راغلې دي چې هغه دوه د عاشورا په ورځ په ژړا د امام حسین خدمت ته حاضر شول او د امام په ځواب کې یې د خپلې ژړا سبب داسې بیان کړ چې د دښمن په وړاندې د امام لپاره څه نه شي کولی.
نوم او کورنۍ
سیف بن حارث بن سریع د کربلا له شهیدانو څخه دی[۱] چې ځینې باوري دي د هغه نوم په نورو شکلونو لکه«شبیب بن حارث بن سریع»[۲] او «سُفیان بن سریع»[یادداشت ۱] هم راغلی دی.[۳] ځینو احتمال ورکړی چې سیف بن حرث د کربلا د شهیدانو په ځینو سرچینو کې راغلی،[۴] هماغه سیف بن حارث وي.[۵]
د امام حسین (ع) په رجبیه زیارت کې د سیف بن حارث یادونه شوې ده[۶] خو په زیارت الشهداء کې (غیر مشهور زیارت ناحیه) شبیب بن حارث بن سریع ته سلام ورکړل شوی دی.[۷] ځینې کسان دا دواړه یو ګڼي.[۸]
ځینو سیف د کربلا د ځوانو شهیدانو په ډله کې ګڼلې دي.[۹] په تاریخي سرچینو کې هم سیف بن حارث زلمی یاد شوی دی.[۱۰]
ټبر
سیف بن حارث له همدان قبیلې [۱۱] او د بني جابر [۱۲]له تپې و. ځینو هغه د بني فائش له تپې ګڼلې ده.[۱۳] او د هغه او د تره زوي یې مالک بن عبدالله بن سریع چې له موره سره ورڼه وو،[۱۴] د «شهدای جابري» په توګه یادونه شوې ده.[۱۵]
شهادت
سیف او تربور یې مالک له خپل مریي شبیب بن عبدالله نهشلي سره، له امام حسین (ع) سره یو ځای شول.[۱۶] ویل شوي چې دغه درې له کوفې امام ته ورغلل.[۱۷] اهل سنت تاریخ لیکونکي محمد بن جریر طبري (وفات:۳۱۰ق)د سیف او مالک شهادت د عاشورا له ماسپښین وروسته ګڼي. د طبري په وینا کله چې د امام حسین (ع) اصحاب پوه شول چې د دښمن د زیاتوالي په وجه د کامیابۍ امکان نیشته، اصحابو فیصله وکړه چې د امام لپاره د سر په ورکولو کې له یو بل سره سیالي وکړي.[۱۸]
امام حسین هغوي ته وویل: ورېرونو مې، ولې ژاړئ؟ په خدای قسم هیله من یم ډېر زر مو زړه خوشاله شي. هغوي وویل:« خدای مو دې په تا قربان کړي، په خدای قسم په ځان نه ژاړو، ستا لپاره ژاړو چې وینو دښمنانو راګېر کړی یې او مونږ دې د دفاع توان نه لرو. (امام) وویل: ورېرونو، خدای دې د دغه غم او زما د دغه ننګې چې په خپل سر سره یې کوئ، په بدل کې د پرهېزګارو ډېره ښه بدله تاسو ته درکړي» [۱۹]
ویل شوي سیف بن حارث او مالک د امام حسین (ع) خیمه ګاه ته د دښمن د نزدې کېدو په لیدلو سره په ژړېدونکو سترګو امام ته ورغلل.[۲۰] امام ترې د ژړا د سبب پوښتنه وکړه او هغوي د امام اوسنی حالت او دا چې مرسته یې نه شي کولی د خپلې ژړا سبب وباله، امام د دغه احساس له امله د هغوي قدرونه او ورپاره یې دعا وکړه.[۲۱] د سرچینو په وینا، سیف او مالک له امام سره له خبرو وروسته میدان ته وزغاستل، په داسې حال کې چې له یو بله مخکې کېدل.[۲۲] او په جنګ کې یې د یو بل ملاتړ کاوه.[۲۳] سیف او مالک لږ ساعت وروسته امام ته سلام وکړ او امام هم د هغوي پوښتنې ته ځواب ووایه.[۲۴]
دغه شان مکالمه د دوو غفاري ځوانانو یعنی عبدالله او عبدالرحمن بن عُروَه غفاري په اړه هم نقل شوې ده [۲۵] البته ځینې باور لري چې په ځینو سرچینو لکه د خوارزمی په مقتل الحسین کې، دوه جابري ځوانان او دوه غفاري ځوانان سره ګډوډ شوې دي.[۲۶] په خوارزمي مقتل کې دغه خبرې اترې دوو غفاري ځوانانو ته منسوبې دي او د دوو جابري ځوانانو په اړه یوازې امام حسین (ع) ته د هغوي په سلام او د امام په ځواب بسنه شوې ده.[۲۷]
د سیف او مالک ډېره مینه او اخلاص د ځینو تاریخ لیکونکو د پام وړ ګرځېدلې ده.[۲۸] دغه دوه له یوې جانانه مبارزې او د ډېرو سورو او پلیو عسکرو له وهلو وروسته [۲۹] د تورو او نیزو د ګوزارونو له امله امام ته نزدې [۳۰] او یو ځای [۳۱] شهیدان شول. امام د هغوي د تنو په لیدلو سره وژړل او ورته یې د بخښنې دعا وکړه او دا چې انسان مجبوره دی برخلیک ته تسلیم شي وې فرمایل چې د ټولو جاروت د خدای په لور دی.[۳۲]
د سیف او مالک د شهادت وخت یې مختلف لیکلی دی؛ ځینو د هغوي شهادت له حَجّاج بن مَسْروق[۳۳] څخه وروسته او ځینو د حَنظله بن قیس[۳۴] و یا حنظله بن اَسعد[۳۵] څخه وروسته ګڼلی دی. ځینو یې شهادت له عبدالله او عبدالرحمان بن عروه غفاري وروسته ګڼلی دی.[۳۶]