مالک بن عبد الله بن سریع همداني
مالک بن عبد الله بن سَریع هَمْداني (شهادت: ۶۱ق) د کربلا له شهیدانو دی چې له خپل تربور او مورني ورور سیف بن حارث بن سریع سره د عاشورا په ورځ شهید شو. مالک د همدان له قبیلې او د بني جابر له تپې و؛ له دې امله هغه او تربور ته یې جابري شهیدان ویل کیږي.
په سرچینو کې له امام حسین سره د هغه او د سیف ځینې خبرې راپور شوې دي؛ په دې راپور کې راغلي چې په هغه ورځ دواړه په ژړا امام حسین(ع) ته ورغلل او د امام په ځواب کې یې د خپلې ژړا علت داسې بیان کړ چې د دښمن په وړاندې ستاسو لپاره څه نه شو کولی.
نوم او ټبر
مالک بن عبدالله د کربلا له شهیدانو دی،[۱] هغه د هَمْدان له قبیلې [۲] او بني جابر له تپې و[۳] هغه او د تره زوی یي چي سره مورني وروڼه وو[۴] د «جابري» شهیدانو په نوم یاد شوې دي.[۵]
په زیارت الشهداء (غیر مشهور ناحیه زیارت) کې د مالک بن عبدالله په نوم هغه ته سلام ورکړل شوی دی.[۶] د امام حسین په رجبیه زیارت کې د مالک بن عبدالله حایري یادونه شوې ده.[۷] ځینې څېړاندي دا دوه، یو کس ګڼي.[۸]
شهادت
مالک او د تره زوی یې سیف له خپل مریي شبیب بن عبد الله نهشلي سره، له امام حسین(ع) سره یو ځای شول[۹] ویل شوي چې دغه درې له کوفې امام ته ورغلل.[۱۰] اهل سنت تاریخ لیکونکي محمد بن جریر طبري (وفات:۳۱۰ق) د سیف او مالک شهادت د عاشورا له ماسپښین وروسته ګڼي. د طبري په وینا کله چې د امام حسین(ع) اصحاب پوه شول چې د دښمن د زیاتوالي په وجه د کامیابۍ امکان نیشته، اصحابو فیصله وکړه چې د امام لپاره د سر په ورکولو کې له یو بل سره سیالي وکړي.[۱۱]
«امام حسین هغوي ته وویل: ورېرونو مې، ولې ژاړئ؟ په خدای قسم هیله من یم ډېر زر مو زړه خوشاله شي. هغوي وویل: «خدای مو دې په تا قربان کړي، په خدای قسم په ځان نه ژاړو، ستا لپاره ژاړو چې وینو دښمنانو راګېر کړی یې او مونږ دې د دفاع توان نه لرو. (امام) وویل: ورېرونو، خدای دې د دغه غم او زما د دغه ننګې چې په خپل سر سره یې کوئ، په بدل کې د پرهېزګارو ډېره ښه بدله تاسو ته درکړي»[۱۲]
ویل شوي سیف بن حارث او مالک د امام حسین(ع) خیمه ګاه ته د دښمن د نزدې کېدو په لیدلو سره په ژړېدونکو سترګو امام ته ورغلل.[۱۳] امام ترې د ژړا د سبب پوښتنه وکړه او هغوي د امام اوسنی حالت او دا چې مرسته یې نه شي کولی د خپلې ژړا سبب وباله، امام د دغه احساس له امله د هغوي قدرونه او ورپاره یې دعا وکړه.[۱۴] د سرچینو په وینا، سیف او مالک له امام سره له خبرو وروسته میدان ته وزغاستل، په داسې حال کې چې له یو بله مخکې کېدل[۱۵] او په جنګ کې یې د یو بل ملاتړ کاوه.[۱۶] سیف او مالک لږ ساعت وروسته امام ته سلام وکړ او امام هم د هغوي پوښتنې ته ځواب ووایه.[۱۷]
دغه شان مکالمه د دوو غفاري ځوانانو یعنی عبدالله او عبدالرحمن بن عُروَه غفاري په اړه هم نقل شوې ده[۱۸] البته ځینې باور لري چې په ځینو سرچینو لکه د خوارزمی په مقتل الحسین کې، دوه جابري ځوانان او دوه غفاري ځوانان سره ګډوډ شوې دي. [۱۹] په خوارزمي مقتل کې دغه خبرې اترې دوو غفاري ځوانانو ته منسوبې دي او د دوو جابري ځوانانو په اړه یوازې امام حسین(ع) ته د هغوي په سلام او د امام په ځواب بسنه شوې ده.[۲۰]
د مالک او سیف ډېره مینه او اخلاص د ځینو تاریخ لیکونکو د پام وړ ګرځېدلې ده[۲۱] دغه دوه له یوې جانانه مبارزې او د ډېرو سورو او پلیو عسکرو له وهلو وروسته[۲۲] د تورو او نیزو د ګوزارونو له امله امام ته نزدې[۲۳] او په یو ځای[۲۴] شهیدان شول. امام د هغوي د تنو په لیدلو سره وژړل او ورته یې د بخښنې دعا وکړه او دا چې انسان مجبوره دی برخلیک ته تسلیم شي وې فرمایل چې د ټولو جاروت د خدای په لور دی.[۲۵]
د سیف او مالک د شهادت وخت یې مختلف لیکلی دی؛ ځینو د هغوي شهادت له حَجّاج بن مَسْروق[۲۶] څخه وروسته او ځینو د حَنظله بن قیس[۲۷] و یا حنظله بن اَسعد[۲۸] څخه وروسته ګڼلی دی. ځینو یې شهادت له عبدالله او عبدالرحمان بن عروه غفاري وروسته ګڼلی دی.[۲۹]
فوټ نوټ
- ↑ ابیمخنف، وقعه الطف، ۱۴۱۷ق، ص۲۳۴؛ طبری، تاریخ طبری، ۱۹۶۷م، ج۵، ص۴۴۲.
- ↑ مامقانی، تنقیح المقال، ۱۴۳۱ق، ج۳۴، ص۲۷۳.
- ↑ امین، اعیان الشیعه، ۱۴۰۳ق، ج۷، ص۳۲۵.
- ↑ ابیمخنف، وقعه الطف، ۱۴۱۷ق، ص۲۳۴؛ ابناثیر، الکامل، ۱۹۶۵م، ج۴، ص۷۲.
- ↑ قرشی، حیاه الامام الحسین(ع)، ۱۴۱۳ق، ج۳، ص۲۳۵.
- ↑ ابنمشهدی، المزار الکبیر، ۱۴۱۹ق، ص۴۹۵.
- ↑ مجلسی، بحار الانوار، ۱۳۶۳ش، ج۹۸، ص۳۴۰.
- ↑ جمعی از نویسندگان، پژوهشی پیرامون شهدای کربلا، ۱۳۸۵ش، ص۳۲۵، پانویس۴.
- ↑ سماوی، ابصار العین، ۱۴۱۹ق، ج۱، ص۱۳۲؛
- ↑ مامقانی، تنقیح المقال، ۱۴۳۱ق، ج۳۴، ص۲۷۳؛ محدثی، فرهنگ عاشورا، ۱۴۱۷ق، ص۲۳۶-۲۳۷، ۲۴۳.
- ↑ طبری، تاریخ طبری، ۱۹۶۷م، ج۵، ص۴۴۲.
- ↑ پاینده، ترجمه تاریخ طبری، ۱۳۷۵ش، ج۷، ص۳۰۴۷.
- ↑ محدثی، فرهنگ عاشورا، ۱۴۱۷ق، ص۲۳۶-۲۳۷، ۳۹۷.
- ↑ ابیمخنف، وقعه الطف، ۱۴۱۷ق، ص۲۳۵؛ طبری، تاریخ طبری، ۱۹۶۷م، ج۵، ص۴۴۳.
- ↑ سماوی، ابصار العین، ۱۴۱۹ق، ج۱، ص۱۳۳.
- ↑ مامقانی، تنقیح المقال، ۱۴۳۱ق، ج۳۴، ص۲۷۳-۲۷۴.
- ↑ ابیمخنف، وقعه الطف، ۱۴۱۷ق، ص۲۳۵؛ طبری، تاریخ طبری، ۱۹۶۷م، ج۵، ص۴۴۳.
- ↑ جمعی از نویسندگان، موسوعه کلمات الامام الحسین(ع)، ۱۴۱۶ق، ص۴۴۸-۴۴۹.
- ↑ محمدی ریشهری، دانشنامه امام حسین(ع)، ۱۳۸۸ش، ج۶، ص۲۲۳.
- ↑ خوارزمی، مقتل الحسین، ۱۴۲۳ق، ج۲، ص۲۷-۲۸.
- ↑ قرشی، حیاه الامام الحسین(ع)، ۱۴۱۳ق، ج۳، ص۲۳۵.
- ↑ کاشفی، روضه الشهداء، ۱۳۸۲ش، ص۳۸۴.
- ↑ قرشی، حیاه الامام الحسین(ع)، ۱۴۱۳ق، ج۳، ص۲۳۶.
- ↑ مامقانی، تنقیح المقال، ۱۴۳۱ق، ج۳۴، ص۲۷۴.
- ↑ کاشفی، روضه الشهداء، ۱۳۸۲ش، ص۳۸۴.
- ↑ کاشفی، روضه الشهداء، ۱۳۸۲ش، ص۳۸۳-۳۸۴.
- ↑ محدثی، فرهنگ عاشورا، ۱۴۱۷ق، ص۲۳۷.
- ↑ طبری، تاریخ طبری، ۱۹۶۷م، ج۵، ص۴۴۳.
- ↑ ابیمخنف، وقعه الطف، ۱۴۱۷ق، ص۲۳۴.
سرچينې
- ابناثیر، علی بن ابیکرم، الکامل فی التاریخ، بیروت، دار صادر، ۱۹۶۵م.
- ابنمشهدی، محمد بن جعفر، المزار الکبیر، تصحیح جواد قیومی اصفهانی، قم، دفتر انتشارات اسلامی، ۱۴۱۹ق.
- ابیمخنف، لوط بن یحیی، وقعة الطف، تصحیح محمدهادی یوسفی غروی، قم، جامعه مدرسین، چاپ سوم، ۱۴۱۷ق.
- امین، سید محسن، اعیان الشیعه، تحقیق حسن امین، بیروت، دار التعارف للمطبوعات، ۱۴۰۳ق.
- پاینده، ابوالقاسم، ترجمه تاریخ طبری، تهران، اساطیر، چاپ پنجم، ۱۳۷۵ش.
- جمعی از نویسندگان، پژوهشی پیرامون شهدای کربلا، قم، زمزم هدایت، ۱۳۸۵ش.
- جمعی از نویسندگان، مع الرکب الحسینی من المدینة الی المدینه، قم، تحسین، چاپ دوم، ۱۴۲۸ق.
- جمعی از نویسندگان، موسوعه کلمات الامام الحسین(ع)، قم، نشر معروف، چاپ سوم، ۱۴۱۶ق.
- سماوی، محمد بن طاهر، اِبصار العین فی انصار الحسین(ع)، تحقیق محمدجعفر طبسی، قم، دانشگاه شهید محلاتی، ۱۴۱۹ق.
- طبری، محمد بن جریر، تاریخ طبری، تحقیق محمد ابوالفضل ابراهیم، بیروت، دار التراث، چاپ دوم، ۱۹۶۷م.
- قرشی، باقر شریف، حیاه الامام الحسین(ع)، قم، مدرسه علمیه ایروانی، چاپ چهارم، ۱۴۱۳ق.
- کاشفی، ملا حسین، روضة الشهداء، تحقیق عقیقی بخشایشی، قم، نوید اسلام، چاپ سوم، ۱۳۸۲ش.
- مامقانی، عبدالله، تنقیح المقال فی علم الرجال، تحقیق محیالدین و محمدرضا مامقانی، قم، موسسة آل ابیت لاحیاء التراث، ۱۴۳۱ق.
- مجلسی، محمدباقر، بحار الانوار الجامعة لدرر اخبار الائمة الاطهار، تهران، اسلامیه، چاپ دوم، ۱۳۶۳ش.
- محدثی، جواد، فرهنگ عاشورا، قم، نشر معروف، چاپ دوم، ۱۴۱۷ق.
- محمدی ریشهری، محمد، دانشنامه امام حسین(ع) بر پایه قرآن حدیث و تاریخ، با همکاری محمود طباطبایینژاد و روحالله سیدطبایی، ترجمه عبدالهادی مسعودی، قم، موسسه دار الحدیث، ۱۳۸۸ش.