Jump to content

همدان قبیله

د wikishia لخوا

هَمْدان‏ قبیله، د یمن یوه مشهوره شیعه قبیله ده. په یمن کې د اسلام د پېغمبر(ص) د استازي په توګه د امام علی(ع) شتون، د ټولو همدانیانو د مسلمانیدو او تشیع ته د دغه قبیلې د ګروهنې زمینه برابره کړه. همدانیان په رِدّه پېښه کې په اسلام باقي پاتې شول او مرتد نه شول.

همدانیانو د امام علي(ع) د خلافت په پیښو کې فعال شتون درلود او ډېر یې د امام علي په لښکر کې کوماندانان یا چاروالي وو. هغوي د امام علي(ع) په ملاتړ کې په جمل، صفین او نهروان جنګونو کې برخه واخیسته. ځینو کسانو د امام علي(ع) په لاس د همدانیانو ایمان راوړل او د هغه د ولایت او وصایت د مقام پېژندل له امامه د هغوي د خالصې پېروۍ او سرښندنې علت ګڼلی دی.

همدانیانو د امام علي(ع) له شهادته وروسته د امام حسن(ع) او امام حسین(ع) مرسته هم وکړه او ځینې یې په کربلا پیښه کې شهیدان شول.

په ۲۸۸ق کال کې یحیی بن حسین د همدانیان په مرسته په دغه سیمه کې د یمن د زیدیانو حکومت جوړ کړ او له هغه وروسته تر اوسه، یمن د زیدیه د مرکز په توګه پېژندل کیږي. همدان قبیله په اوس وخت کې په یمن کې زیات نفوذ او قدرت لري. د یمن حوثیان د همدان له څانګې د حاشد قبایلي اتحادیي غړي دي.

لنډه شان پېژندنه

همدان قبیله د یمن یوه لویه او مشهوره[۱] قبیله ده چې له اسلامه مخکې یې پرمختللی کلتور او هڅوب درلود.[۲] دې قبیلې په اسلامي پړاو کې هم سیاسي قدرت او نفوذ درلود[۳] او په یمن کې په قدرتمنو عربو ډلو او قبایلو کې له ښه پوزیشنه برخمنه وه.[۴]

د همدان قبیلې نسب همدان بن مالک ته ورګرځي.[۵] همدانیان په دوو څانګو حاشد او بَکیل[۶] او همداراز په څو نورو څانګو[۷] وېشل کیږي؛ البته ځینې باوري دي چې د همدان ټولې څانګې له دوو لویو څانګو حاشد او بکیله راوتلې دي.[۸]

ځینې په دې باور دي چې همدانیانو له اسلامه مخکې یوه موده حکومت کړی او ځینې یې د سبا د حکومت واکوالان وو.[۹] همدانیان د اسلام له راتګه مخکې د ساساني حکومت له متحدانو وو.[۱۰]

د اسلام له راتګه وروسته، ځینې همدانیان لکه حارث بن عبدالله بن کعب، عمرو بن عبدالله بن علي سبیعي همْداني و علي بن صالح بن صالح ثوري همداني او ابراهیم بن سلیمان بن عبدالله نِهمي همداني له لویو علمي، حدیثي، فقهي او تفسیري شخصتونو ول او د اسلامي علومو په پراختیا کې یې رول درلود.[۱۱]

جغرافیایي موقعیت

د مدینه صنعا د تاریخ کتاب لیکوال د همدان سیمه د صنعا ښار په شمال لویدیځ کې ګڼلې چې هره یوه څانګه یې د دغه سیمې په مختلفو برخو کې اوسېده.[۱۲] د معجم البلدان کتاب[۱۳] لیکوال او نور[۱۴] باوري دي چې همدانیان د یمن په پراخو برخو کې د صنعا له شماله نیولې تر صعده پورې استوګن وو، حاشدیان په لویدیځه برخه او بکیلیان په ختیځ لوري کې وو. ځینې نورې سیمې لکه د مارب او نجران په مینځ کې سیمې د دغه قوم د استوګنځي په توګه ذکر شوې دي.[۱۵]

ځینې کسان باور لري چې همدانیان ښارمیشته وو؛ که څه هم په دې قوم کې کلي میشته او د کوچي ژوند نښې هم لیدل کیږي.[۱۶]

د ا مام علي په لاس د اسلام منل

اصلي مقاله: په یمن کې د امام علي(ع) سریه

همدان قبیله د اسلام په منلو کې له مخکښو قبیلو وه.[۱۷] د ځینو راپورونو له مخې، د تبوک له غزا وروسته، د قبیلې ځینې مشران د اسلام پېغمبر(ص) ته راغلل او په خپل اختیار یې اسلام ومانه. پېغمبر(ص) هم د همدان قبیله وستایله؛[۱۸] خو د یمن د ټولو خلکو په تېره بیا همدانیانو اسلام منل هغه وخت وو چې د اسلام پېغمبر(ص) امام علي(ع) دغه ټاټوبي ته ولیږه. د طبري په راپور، پېغمبر(ص) اول خالد بن ولید یمن ته واستوه؛ خو له شپږو میاشتو ناکامۍ وروسته یې امام علي(ع) له یوه لیک سره د یمن ټاټوبي ته ولیږه چې نتیجه یې په یوه ورځ د ټولو همدانیانو مسلمانېدل وو.[۱۹] پېغمبر(ص) له کیسې له خبرېدو وروسته د شکر سجده وکړه او په همدان قبیلې یې سلام ووایه.[۲۰] ځینو کسانو د همدانیانو د اسلام راوړلو لپاره د اسلام د پېغمبر(ص) د شکر سجده د یمن د نورو قحطاني قبیلو په پرتله د دغه قبیلې ځانګړی ویاړ ګڼي.[۲۱] د یمن نورې قبیلې هم د همدانیانو په پل اسلام ته راواوړېدې.[۲۲]

له دې وروسته، همدان قبیله سوچه شیعیان ګڼل کېده[۲۳] او په جمل او صفین جنګ کې د امام علي(ع) په ننګه حاضر وو[۲۴] او په دې جنګ کې یې ډېر مصیبتونه وګالل.[۲۵] له هغه ورځې تر ننه پورې د تشیع مذهب په هغوي کې جاري پاتې شوی دی.[۲۶]

په یو روایت کې د اسلام پېغمبر(ص) همدان قبیله ستایلې او هغه یې په سختیو کې صبرناکه او په مرسته رسولو کې بیړه کوونکې معرفي کړې او د اسلام مشران او غوره بندګان یې له دغه ډلې ګڼلې دي.[۲۷] لاندینی شعر په قطعي ډول امام علي(ع) ته منسوب شوی[۲۸] چې پکې د دغه قبیلې مدحه شوې ده:



وَلَوْ أَنَّ يَوْماً كُنْتُ بَوَّابَ جَنَّةٍلَقُلْتُ لِهَمْدَانَ ادْخُلُوا بِسَلَام
ژباړه: که زه یوه ورځ د جنت دربان شم، همدان طایفې ته به وایم چې په سلامتیا سره جنت ته داخل شئ.


د خلیفه ګانو پړاو

همدان قبیله د خدای د رسول(ص) له رحلت او د دروغجنو پېغمبرانو له فتنې وروسته د خپلو مشرانو لکه مران بن ذي عمیر او عبدالله بن مالک ارحبي په لارښوونو په اسلام ثابت قدمه پاتې شوه.[۲۹] ځینو همدانیانو په مختلفو سیمو منجمله شام[۳۰] او عراق [۳۱] کې له اسلامه په وروسته فتحو کې ګډون درلود.

همدانیان په ۱۷ ق کال کې د کوفې له جوړېدو وروسته د یمن له نورو قبایلو سره یو ځاي په ختیځه برخه کې ځای پر ځای شول[۳۲] او څه موده پس د نفوسو له نظره د کوفې ښار تر ټولو لویه قبیله ګڼل کېده.[۳۳] د هغوي موقعیت د دریم خلیفه عثمان بن عفان په زمانه کې پیاوړی شو؛[۳۴] په دې ډول چې ځینو یې لکه حارث بن عبدالله همداني په کوفې کې د عثمان د چاروال سعید بن عاص په مقابل کې دریځ ونیوه چې دا چاره شام ته د هغوي د جلاوطنۍ سبب شوه.[۳۵]

د خلافت د زمانې په پیښو کې د امام علي(ع) ملګرتیا

همدانیانو د امام علي(ع) د خلافت د دوران په پیښو کې رول درلود. ځینې همداني مشران لکه حارث بن عبدالله همداني له امام علي(ع) سره په بیعت کې موجود وو.[۳۶] یزید بن قیس،[۳۷] مالک بن کعب[۳۸] و سعید بن نمران[۳۹] د امام د خلافت په سسټم کې همداني چاروالي وو.

همدانیانو په جمل جنګ کې د سعید بن قیس په کومانده د امام علي(ع) ملګرتیا وکړه.[۴۰] او په صفین جنګ کې هم فعال وو؛[۴۱] حتی په دې جنګ کې د همدان قبیلې ښځې هم وې.[۴۲] د ځینو راپورونو له مخې، دغه ملګرتیا په دې دول وه چې یوه ورځ، ۱۸۰ کسان چې یوولس یې د قوم مشران وو شهیدان شول.[۴۳]

امام علي(ع) د همدانیانو سرښندنه وستایله او هغوي یې خپلې زغرې او نیزې وبلل.[۴۴] د همدانیانو په ستاینه کې له امام علي(ع) څخه ځینې شعرونه په سرچینو کې نقل شوي دي.[۴۵] په صفین جنګ کې[۴۶] او له هغه وروسته[۴۷] د ځینو همدانیانو له خبرو داسې اخستون شوی چې هغوي د جنګ په ټولو پړاوونو کې د امام د اوامرو مطیع وو.[۴۸]

همدانیانو له حکَمیته وروسته هم له امام علي سره خپل ارادت او مینه څرګنده کړه.[۴۹] هغوي په صفین جنګ کې د سعید بن قیس په مشرۍ د ډېرو وژلو له ورکولو سره سره، په نهروان جنګ کې هم د امام ملاتړ وکړ.[۵۰]

ځینو څېړاندو د همدانیانو سرښندنه او خالصانه پیروي له اسلام او د امام علي(ع) له معنوي مقامه د هغوي د ژورې پېژندنې نتیجه ګڼلې او ويلې یې دي چې دا چاره د امام علي(ع) په لاس د هغوي د ایمان راوړلو او د هغه حضرت د ولایت او وصایت د مقام پېژندلو په وجه وه.[۵۱]

په ۴۰ قمري کال کې، کله چې معاویه، بُسر بن ارطاة د شیعیانو د وژلو لپاره حجاز او یمن ته ولیږه، همدانیان د امام په ملاتړ کې د هغه مقابلې ته پاڅېدل چې په دغه ډغره کې د یمن سیمې ډېر شیعیان چې زیاتره یې همدانیان وو شهیدان شول.[۵۲]

له امام حسن(ع) او امام حسین(ع) سره ملګرتیا

همدانیانو د امام علي(ع) له شهادته وروسته هم د امام حسن(ع) ملاتړ وکړ او د امام په لښکر کې د معاویه په خلاف موجود وو. د امام په لښکر کې له ګډوډۍ او په هغه حضرت له حملې وروسته یې له ربیعه قبیلې سره یو ځای د امام حفاظت وکړ او هغه یې مدائن ته بوتله.[۵۳]

همدانیان د کربلا په پېښه کې هم موجود وو او د کربلا لس شهیدان بُریر بن خضَیر، سیف بن حارث جابري، مالک بن عبدالله بن سریع جابري، حنظلة بن اسعد شبامي، ابوثُمامه زیاد بن عمرو صائدي، عابس بن ابي شَبیب شاکري، سوار بن ابي حمیر جابري، سوار بن منعم بن حابس نهمي، عبدالرحمان بن عبدالله ارحبي و شوذب غلام عابس شاکري، له همدان قبیلې وو.[۵۴] البته د امام په ملګرو کې، د دغه قبیلې ځینې کسانو لکه ضحاک بن عبدالله مشرقي[۵۵] او مالک بن نضر ارحبي[۵۶] هم موجود وو چي د پور لرلو یا ښځو او بچو په پلمه یې امام یوازې پرېښود.

ځینو همدانیانو لکه عبدالله بن کامل شاکري،[۵۷] سعید بن مُنقِذ[۵۸] او مالک بن عمرو بن نِمران[۵۹] د مختار په پاڅون کې رول درلود او د پاڅون په وروستیو ورځو کې یې هغه پرې نه ښود او ترې یې ننګه وکړه.

په یمن کې د زیدیه حکومت په جوړولو کې د همدانیانو رول

د امام حسن(ع) یو لمسی یحیی بن حسین په ۲۸۸ ق کال کې د یمن قبایلو په بلنه دغه ټاټوبي ته لاړ[۶۰] او د همدان د دوو لویو قبیلو حاشد او بکیل په مرسته یې د یمن د زیدیانو حکومت جوړ کړ او له هغه وخته تر ننه پورې یمن د زیدیانو په مرکز بدل شو او زیدي امامان او ډېر فکري بهیرونه په دغه سیمه کې راڅرګند شول.[۶۱] عماره یمني وفات ۵۶۹ په یو راپور کې، په هغه کلونو کې د بني همدان مذهب زیدي شیعه معرفي کړی[۶۲] او لیکلي یې دي چې د همدان ځینې څانګې په یمن کې له ډېر طاقت او نفوذه برخمنې دي.[۶۳] د یمن د زیدیانو دولت د حاشد په شان د لویو قبیلو د ملاتړ په بایللو سره، له زر کلن حکومته وروسته، په ۱۹۶۲ م کال کې پای ته ورسید.[۶۴]

اوسمهاله پړاو

همدان قبیله نن سبا هم د یمن له لویو قبیلو ګڼل کیږي. دا قبیله د مسیح له زوکړې سل کاله مخکې تر اوسه پورې، همېشه په یمن کې د سیاسي طاقت لرونکې پاتې شوې ده.[۶۵] دم ګړۍ هم د همدان قبیلې دوه څانګې حاشد او بکیل د یمني قبایلو تر ټولو اصلي اتحادیې ګڼل کیږي.[۶۶] د یمن پخوانی ولسمشر علي عبدالله صالح، د اَلتَّجَمُّعُ الْیَمَنی الاصلاح ګوند مشر عبدالله بن حسین الاحمر[۶۷] او د یمن حوثیان هم د حاشد قبایلي اتحادیې کسان دي.[۶۸] نن سبا حاشدیان د یمن په شمال او بکیلیان په جنوب کې پراته دي.[۶۹]

فوټ نوټ

  1. ابن حائک، الاکلیل، ۱۴۲۵ق، ج۱، ص۳۴.
  2. معصومی جشنی، قبیله همدان و نقش آن در تاریخ اسلام و تشیع، ۱۳۸۶ش، ص۶.
  3. منتظرالقائم، نقش قبیله همدان در تاریخ اسلام و تشیع، ۱۳۸۵ش، ص۷.
  4. عماره یمنی، تاریخ الیمن، ۱۴۲۵ق، ص۲۶۱.
  5. حجری یمانی، مجموع بلدان الیمن، ۱۴۱۶ق، ج۲، ص۷۵۲.
  6. زرکلی، الأعلام، ۱۹۸۹م، ج۲، ص۱۲۰؛ سقاف، ادام القوت، ۱۴۲۵ق، ص۱۷۲.
  7. براقی، تاریخ کوفه، ۱۳۸۱ش، ص۲۵۹.
  8. عماره یمنی، تاریخ الیمن، ۱۴۲۵ق، ص۱۸۹؛ حجری یمانی، مجموع بلدان الیمن، ۱۴۱۶ق، ج۲، ص۷۵۲.
  9. جواد علی، المفصل، ۱۳۹۱ش، ج۲، ص۳۶۸-۳۶۹؛ شیرودی، تحلیل عملکرد جنبش حوثی‌های یمن بر اساس رویکرد جابری، ۱۴۰۰ش، ص۱۷۲.
  10. رازی، تاریخ مدینة صنعاء، ۱۴۰۹ق، ص۹۴.
  11. منتظرالقائم، نقش قبیله همدان در تاریخ اسلام و تشیع، ۱۳۸۵ش، ص۲۱-۲۶.
  12. رازی، تاریخ مدینة صنعاء، ۱۴۰۹ق، ص۶۸۳.
  13. یاقوت حموی، معجم البلدان، ۱۹۹۵م، ج۵، ص۶۹.
  14. ابن حائک، صفة جزیره العرب، ۱۴۱۰ق، ص۲۱۷.
  15. جعیط، نشأة المدینة العربیة الإسلامیة، ۲۰۰۵م، ص۳۷۵.
  16. جعیط، نشأة المدینة العربیة الإسلامیة، ۲۰۰۵م، ص۳۷۵.
  17. حجری یمانی، مجموع بلدان الیمن، ۱۴۱۶ق، ج۲، ص۷۵۲.
  18. ابن سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۲۵۶.
  19. طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۳، ص۱۳۲.
  20. طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۳، ص۱۳۲؛ حجری یمانی، مجموع بلدان الیمن، ۱۴۱۶ق، ج۲، ص۷۵۳.
  21. حجری یمانی، مجموع بلدان الیمن، ۱۴۱۶ق، ج۲، ص۷۵۳.
  22. حجری یمانی، مجموع بلدان الیمن، ۱۴۱۶ق، ج۲، ص۷۵۳.
  23. احمدی میانجی، مكاتيب الرسول، ج۲، ص۵۵۶.
  24. قلقشندی، صبح الأعشى في صناعة الإنشا، ج۱، ص۳۸۰.
  25. ابن أبی الحدید، شرح نهج البلاغة، ج۵، ص۱۲۳.
  26. زرکلی، الأعلام، ج۸، ص۹۴.
  27. ابن سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۲۵۷، ابن‌اثیر جزری، اسد الغابه، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۵۳۴.
  28. ابن أبی الحدید، شرح نهج البلاغة، ج۵، ص۱۲۳.
  29. ابن حجر عسقلانی، الإصابة، ۱۴۱۵ق، ج۶، ص۲۲۲-۲۲۳.
  30. منتظرالقائم، نقش قبیله همدان در تاریخ اسلام و تشیع، ۱۳۸۵ش، ص۱۰-۱۱، به نقل از ابن اعثم.
  31. ابن‌اثیر، اسد الغابه، ۱۴۰۹ق، ج۲، ص۲۴۷-۲۴۸؛ بلاذری، انساب الاشراف، ۱۴۱۷ق، ج۲، ص۲۳۵.
  32. منتظرالقائم، نقش قبیله همدان در تاریخ اسلام و تشیع، ۱۳۸۵ش، ص۱۱.
  33. منقری، وقعه الصفین، ۱۳۸۲ق، ص۳۱۱.
  34. منتظرالقائم، نقش قبیله همدان در تاریخ اسلام و تشیع، ۱۳۸۵ش، ص۱۱.
  35. ابن‌اعثم، الفتوح، ۱۴۱۱ق، ج۲، ص۳۸۶.
  36. شیخ مفید، الجمل، ۱۴۱۳ق، ص۱۰۹.
  37. دینوری، اخبار الطوال، ۱۳۶۸ش، ص۱۵۳.
  38. شوشتری، قاموس الرجال، ۱۴۱۰ق، ج۸، ص۶۵۸؛ مامقانی، تنقیح المقال، بی‌تا، ج۲، القسم الثانی، ص۵۰.
  39. بلاذری، انساب الاشراف، ۱۴۱۷ق، ج۲، ص۴۵۳.
  40. دینوری، اخبار الطوال، ۱۳۶۸ش، ص۱۴۶.
  41. طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۵، ص۲۰، منقری، وقعه الصفین، ۱۳۸۲ق، ص۲۵۲، ۴۳۶؛ مسعودی، مروج الذهب، ۱۴۰۹ق، ج۲، ص۳۸۹.
  42. ابن اعثم، الفتوح، ۱۴۱۱ق، ج۳، ص۸۷.
  43. طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۵، ص۲۰، منقری، وقعه الصفین، ۱۳۸۲ق، ص۲۵۲.
  44. طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۵، ص۴۱.
  45. ابن اعثم، الفتوح، ۱۴۱۱ق، ج۳، ص۳۲؛ مسعودی، مروج الذهب، ۱۴۰۹ق، ج۳، ص۸۵؛ حجری یمانی، مجموع بلدان الیمن، ۱۴۱۶ق، ج۲، ص۷۵۳-۷۵۴.
  46. منقری، وقعه الصفین، ۱۳۸۲ق، ص۴۳۶-۴۳۷.
  47. ابن اعثم، الفتوح، ۱۴۱۱ق، ج۳، ص۵۹-۶۰، ۸۷-۸۸.
  48. منتظرالقائم، نقش قبیله همدان در تاریخ اسلام و تشیع، ۱۳۸۵ش، ص۱۳-۱۴.
  49. منقری، وقعه الصفین، ۱۳۸۲ق، ص۵۲۰.
  50. طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۵، ص۷۹.
  51. منتظرالقائم، نقش قبیله همدان در تاریخ اسلام و تشیع، ۱۳۸۵ش، ص۱۳-۱۴.
  52. مسعودی، مروج الذهب، ۱۴۰۹ق، ج۳، ص۲۱-۲۲؛ ابن عبدالبر، الاستیعاب، ۱۴۱۲ق، ج۱، ص۱۶۱؛ ثقفی کوفی، الغارات، ۱۳۵۳ش، ج۲، ص۹۱۴.
  53. ابوالفرج اصفهانی، مقاتل الطالبیین، بیروت، ص۷۲.
  54. منتظرالقائم، نقش قبیله همدان در تاریخ اسلام و تشیع، ۱۳۸۵ش، ص۱۹-۲۰.
  55. بلاذری، انساب الأشراف، ۱۴۱۷ق، ج۳، ص۱۹۷؛ طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۵، ص۴۱۸.
  56. طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۵، ص۴۱۸.
  57. ابن کثیر، البدایة والنهایة، ۱۴۰۷ق، ج۸، ص۲۸۷-۲۸۸.
  58. طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۶، ص۲۹، بلاذری، انساب الأشراف، ۱۴۱۷ق، ج۶، ص۳۸۲.
  59. بلاذری، انساب الأشراف، ۱۴۱۷ق، ج۵۶، ص۵۷.
  60. خاکرند، نگاهی کوتاه به نهضت حوثی‌ها در یمن، ۱۳۹۳ش، ص۱۱۲.
  61. طباطبایی، حوثیان یمن، ۱۳۹۵ش، ص۱۰.
  62. عماره یمنی، تاریخ الیمن، ۱۴۲۵ق، ص۱۸۹.
  63. عماره یمنی، تاریخ الیمن، ۱۴۲۵ق، ص۲۶۱.
  64. اشرفی، نگاهی به پیشینه جنبش اسلامی در یمن، ۱۳۹۲ش، ص۲۵۳.
  65. شیرودی، تحلیل عملکرد جنبش حوثی‌های یمن بر اساس رویکرد جابری، ۱۴۰۰ش، ص۱۷۲.
  66. شیرودی، تحلیل عملکرد جنبش حوثی‌های یمن بر اساس رویکرد جابری، ۱۴۰۰ش، ص۱۷۲.
  67. منتظرالقائم، نقش قبایل یمنی در حمایت از اهل بیت(ع)، ۱۳۹۶ش، ص۷۷.
  68. شیرودی، تحلیل عملکرد جنبش حوثی‌های یمن بر اساس رویکرد جابری، ۱۴۰۰ش، ص۱۷۳.
  69. شیرودی، تحلیل عملکرد جنبش حوثی‌های یمن بر اساس رویکرد جابری، ۱۴۰۰ش، ص۱۷۲.

سرچينې

  • ابن اعثم کوفی، احمد، الفتوح، تحقیق علی شیری، بیروت، دارالأضواء، چاپ اول، ۱۴۱۱ق.
  • ابن حائک، حسن بن احمد، الإکلیل من أخبار الیمن و أنساب حمیر، صنعا، وزاره الثقافه و السیاحه، ۱۴۲۵ق.
  • ابن حائک، حسن بن احمد، صفة جزیرة العرب، صنعا، مکتبه الارشاد، ۱۴۱۰ق.
  • ابن‌اثیر، علی بن محمد، أسدالغابة فی معرفة الصحابة، بیروت، دارالفکر، ۱۴۰۹ق.
  • ابن‌حجر عسقلانی، احمد بن علی، الإصابة فی تمییز الصحابة، تحقیق عادل احمد عبدالموجود و علی محمد معوض، بیروت، دارالکتب العلمیة، ۱۴۱۵ق.
  • ابن‌سعد، محمد، الطبقات الکبری، تحقیق محمد عبدالقادر عطا، بیروت، دارالکتب العلمیة، ۱۴۱۰ق.
  • ابن‌عبدالبر، یوسف بن عبدالله، الإستیعاب فی معرفة الأصحاب، تحقیق علی محمد البجاوی، بیروت، دارالجیل، ۱۴۱۲ق.
  • ابن کثیر، اسماعیل بن عمر، البدایة و النهایة، بیروت، دارالفکر، ۱۴۰۷ق.
  • ابوالفرج اصفهانی، علی بن الحسین، مقاتل الطالبیین، تحقیق سید احمد صقر، بیروت، دارالمعرفة، بی‌تا.
  • اشرفی، جمال، نگاهی به پیشینه جنبش اسلامی در یمن، نشریه پژوهش‌های منطقه‌ای، شماره ۲، زمستان ۱۳۹۲ش.
  • براقی، حسین، تاریخ کوفه، ترجمه سعید راد رحیمی، مشهد، آستان قدس رضوی، ۱۳۸۱ش.
  • بلاذری، احمد بن یحیی، انساب الاشراف، تحقیق سهیل زکار و ریاض زرکلی، بیروت، دارالفکر، ۱۴۱۷ق.
  • ثقفی کوفی، ابراهیم بن محمد، الغارات، تحقیق جلال الدین حسینی ارموی، تهران، انجمن آثار ملی، ۱۳۵۳ش.
  • جعیط، هشام، نشأة المدینة العربیة الإسلامیة: الکوفة، بیروت، دارالطلیعه للطباعة و النشر، چاپ سوم، ۲۰۰۵م.
  • حجری یمانی، محمد بن احمد، مجموع البلدان الیمن و قبائلها، صنعا، دارالحکمه الیمانیه، چاپ دوم، ۱۴۱۶ق.
  • خاکرند، حسن، نگاهی کوتاه به نهضت حوثی‌ها در یمن، مجله فرهنگ اسلامی، شماره۱۰، اردیبهشت ۱۳۹۳ش.
  • دینوری، احمد بن داود، الأخبار الطوال، تحقیق عبدالمنعم عامر، قم، منشورات الرضی، ۱۳۶۸ش.
  • رازی، احمد بن عبدالله، تاریخ مدینة صنعاء للرازی و کتاب الاختصاص للعرشانی، دمشق، دارالفکر، چاپ سوم، ۱۴۰۹ق.
  • زرکلی، خیرالدین، زرکلی، الأعلام، بیروت، دارالعلم للملایین، چاپ هشتم، ۱۹۸۹م.
  • سقاف، عبدالرحمن بن عبیدالله، إدام القوت فی ذکر بلدان حضرموت، بیروت، دارالمنهاج، ۱۴۲۵ق.
  • شوشتری، محمدتقی، قاموس الرجال، قم، مؤسسة النشر الإسلامی، چاپ دوم، ۱۴۱۰ق.
  • شیخ مفید، محمد بن محمد بن نعمان، الجمل و النصرة لسید العترة فی حرب البصرة، قم، کنگره شیخ مفید، ۱۴۱۳ق.
  • شیرودی، مرتضی، مجتبی سلطانی و محمدتقی آقایی، تحلیل عملکرد جنبش حوثی‌های یمن بر اساس رویکرد جابری، شماره ۳۳، بهار و تابستان ۱۴۰۰.
  • طباطبایی، سیدمحمد، حوثیان یمن، پیشینه و رویکردهای کلامی و سیاسی، تهران، انتشارات دانشگاه ادیان و مذاهب، ۱۳۹۵ش.
  • طبری، محمد بن جریر، تاریخ الأمم و الملوک، تحقیق محمد أبو الفضل ابراهیم، بیروت، دارالتراث، ۱۳۸۷ق.
  • علی، جواد، المفصل فی تاریخ العرب قبل الاسلام، بغداد، مکتبة النهضة، ۱۳۹۱ش.
  • عماره یمنی، عماره بن علی، تاریخ الیمن-المختصر المنقول من کتاب العبر-اخبار القرامطه بالیمن، صنعا، مکتبه الارشاد، ۱۴۲۵ق.
  • مامقانی، عبدالله، تنقیح المقال فی علم الرجال، رحلی، بی‌نا، بی‌جا، بی‌تا.
  • مسعودی، علی بن حسین، مروج الذهب و معادن الجوهر، تحقیق اسعد داغر، قم، دارالهجرة، ۱۴۰۹ق.
  • معصومی جشنی، قبیله همدان و نقش آن در تاریخ اسلام و تشیع، اصفهان، دانشگاه اصفهان، ۱۳۸۶ش.
  • منتظرالقائم، اصغر، نقش قبایل یمنی در حمایت از اهل‌بیت(ع)، (قرن اول هجری)، قم، بوستان کتاب، ۱۳۹۶ش.
  • منتظرالقائم، اصغر، نقش قبیله همدان در تاریخ اسلام و تشیع، قم، پژوهشگاه، حوزه و دانشگاه، ۱۳۸۵ش.
  • منقری، نصر بن مزاحم، وقعة صفین، تحقیق عبدالسلام محمد هارون، القاهرة، المؤسسة العربیة الحدیثة، چاپ دوم، ۱۳۸۲ق.
  • یاقوت حموی، یاقوت بن عبدالله، معجم البلدان، بیروت،دار صادر، چاپ دوم، ۱۹۹۵م.