منځپانگې ته ورتلل

شبیب بن عبد الله نهشلي

د wikishia لخوا
د امام حسین(ع) په حرم کښې د کربلا د ځینو شهیدانو قبرونه

شَبیب بن عبدالله نَهْشَلي (شهادت د ۶۱ق کال عاشورا) د امام علي(ع) له ملګرو او د کربلا له شهیدانو.

شبیب له تابعینو و چې جمل، صفین او نهروان په جنګونو کې د امام علي(ع) په سپاه کې موجود و او د امیرالمؤمنین له شهادته وروسته له حسنینو سره یو ځای شو او د کربلا په پېښه کې شهید شو.

نوم او نسب

شبیب بن عبدالله نهشلي بصري د بني تمیم له قبیلې څخه له بني نهشل له تپې او عدناني عربو[۱] یا بني نفیل بن دارم څخه ګڼل شوی دی.[۲]

په فارسۍ ژبه په ځینو متاخرو کتابونو کې د حارث بن سریع همداني د مریي په توګه معرفي شوی چې له سیف بن حارث او مالک بن عبدالله بن سریع سره کربلا ته راغلی دی[۳] په دې بڼه کې له هغو راپورونو سره چې وایي له مدینې څخه له امام سره ملګری و، چندانې برابر نه دی. مامقاني شبیب بن عبدالله چې د حارث بن سریع کوفي مریی او د پېغمبر صحابي و، له شبیب بن عبدالله نهشلي پرته بل کس ګڼلی دی.[۴]

محمد مهدي شمس الدین له حبیب بن عبدالله نهشلي څخه د کربلا د یو شهید په توګه یادونه کړې[۵] او احتمال یې ورکړی چې شبیب بن عبدالله نهشلي له حبیب بن عبدالله نهشلي[۶] او ابوعمرو نهشلي[۷] سره یو وي.[۸]

د حضرت علي دوران

شبیب له تابعینو او د امام علي(ع) له ملګرو و او په جمل، صفین او نهروان جنګونو کې یې برخه اخستې وه. د امام علي(ع) له شهادته وروسته له امام حسن(ع) سره یو ځای شو او د هغه په څنګ کې و.[۹] د امام حسین(ع) په زمانه کې د هغه حضرت له اصحابو ګڼل کېده.[۱۰]

د کربلا پېښه

کله چې امام(ع) له مدینې د مکې او بیا د کربلا په لور وخوځېد هغه د امام په څنګ کې و. د عاشورا په ورځ له دښمنانو سره په جنګ کې په لومړۍ حمله کې شهید شو.[۱۱]

په زیارت الشهداء کې د هغه یادونه داسې شوې ده: السَّلامُ عَلی شَبیبِ بْنِ عَبْدُ الله النَّهْشَلی‌.[۱۲]

فوټ نوټ

  1. ↑ شمس الدین، انصارالحسین، ۱۴۰۷ق، ص۷۸، ۹۹؛ تنقیح المقال، مامقانی، عبدالله، ج۲، ص۸۱.
  2. ↑ فضیل، تسمیة من قتل مع الحسین علیه‌السلام، ص۱۵۳.
  3. ↑ زرگری‌نژاد، نهضت امام حسین و قیام کربلا، ص۳۳۵.
  4. ↑ تنقیح المقال، مامقانی، عبدالله، ج۲، ص۸۱.
  5. ↑ شمس الدین، انصارالحسین، ۱۴۰۷ق، ص۷۸ .
  6. ↑ نک: الاقبال بالاعمال الحسنه، ابن طاووس، ج۳، ص۳۴۶.
  7. ↑ نک: مثیرالاحزان، ابن نما حلی، ج۱، ص۴۲.
  8. ↑ شمس الدین، انصارالحسین، ۱۴۰۷ق، ص۷۸ ،۹۹.
  9. ↑ تنقیح المقال، مامقانی، عبدالله، ج۲، ص۸۱.
  10. ↑ الرجال، شیخ طوسی، ج۱، ص۱۰۱.
  11. ↑ تنقیح المقال، مامقانی، عبدالله، ج۲، ص۸۱.
  12. ↑ بحارالانوار، مجلسی، محمدباقر، ج۴۵، ص۷۱.

سرچينې