د امام علي(ع) شهادت

د wikishia لخوا
د یوسف عبدی نژاد لخوا د امام علي(ع) د ګوزار خوړل انځور

د امام علي(ع) شهادت، د لومړۍ قمري پېړۍ له پېښو څخه دی چې د شیعیانو په حالت یې ډېرې اغېزې وشیندلې. د علي(ع) شهادت د شیعیانو د وژلو او ځورولو پېل او د امام علي(ع) د سپایانو د تیتیدو سبب شو. د امام په شهادت سره، د کوفې په خلکو کې د ګروهنو ډول ډول والی، د نظر اختلافونه اوکینې ښکاره شوې. د امام علي(ع) ځینو ملګرو د امام له شهادته وروسته د کوفې لښکر داسې رمې ته ورته وباله چې شپون یې له لاسه ورکړی وي او لیوان پرې له هر لوري رامات وي.

یو شمېر خوارج د حج له دستورو وروسته راغونډ شول او د مسلمانانو په حالت یې ګیله لرله. اخر پکې درېو کسانو ژمنه وکړه چې علي(ع) معاویه او عمرو بن عاص ووژني، ابن ملجم ژمنه وکړه چې علي(ع) ووژني. امام علي(ع) د روژې په نولسمه شپه د خپلې لور ام کلثوم مېلمه و. هغه د سهار له اذانه مخکې جومات ته لاړ. په جومات کې اوده کسان منجمله ابن ملجم یې د لمانځه لپاره راویښ کړل او په محراب کې لمانځه ته ودرېده.

ابن ملجم په سجده کې یا له سجدې د پورته کېدو په وخت د امام علي په سر د تورې ګوزار وکړ. امام یې کور ته بوتله او د اثیر بن عمرو په نامه تکړه طبیب یې کتنه وکړه. اثیر له تابعانو و او وروسته له دې چې پوه شو د تورې ګوزار مازغو ته رسېدلی، امام ته یې وویل چې وصیت وکړي؛ ځکه چې ډېر وخت به ژوندی پاتې نه شي. امام له شهادته مخکې څو څو ځله د اوږده وخت لپاره بېهوشه شو. لمونځ به یې په ناسته کاوه او خپلو بچیانو ته یې یو لړ وصیتونه وکړل.

امام علي(ع) ته امام حسن(ع)، امام حسین(ع)، محمد حنفیه او عبد الله بن جعفر غسل ورکړ. امام حسن(ع) پرې د جنازی لمونځ وکړ. علي(ع) یې د شپې ښخ کړ. د خوارجو له خوا د قبر د سپړل کېدو له وېرې او د بني امیه و د دښمنۍ په وجه یې د ښخېدو ځای پټ پاتې شو تر دې چې امام صادق(ع) د بني عباسو د حکومت په زمانه کې د هغه حضرت د قبر ځای ټولو ته ښکاره کړ.

د شیعیانو په حالت د امام علي(ع) د شهادت اثرات

د علي بحریني لخوا نقاشي

امام علي(ع) د هجرت په ۴۰ په روژې میاشتې کې شهید شو.[۱] د امام شهادت په داسې زمانه کې و چې ډېرې ستونزې موجودې وې. سپایانو د امام بشپړ اطاعت نه کاوه او له هغه حضرت سره په ملګرتیا کې به یې سستي کوله. د دې په مقابل کې د معاویه په مشرۍ د شام لښکر ډېر پیاوړی شوی و.[۲] په دې وخت کې، معاویه له حالاتو په خبرېدو سره، د امام علي(ع) د حکومت په مختلفو سیمو حملې وکړې او د علي(ع) پېروان او شیعیان یې مړه او چورتالانول.[۳]

امام علي له معاویه سره د جنګ لپاره د شام په لور د حرکت په غرض د لښکر د برابرولو په حال کې و چې ابن ملجم پرې ګوزار وکړ.[۴] د امام علي(ع) شهادت د کوفې په سپایانو کې درز او سستیا پېدا کړه؛ په دې ډول چې د علي(ع) له یارانو نوف بکالي نقلوي چې سپایان د شام په لور د حرکت لپاره تیارېدل چې په امام علي د ابن ملجم ګوزار وشو او سپایان کوفې ته ستانه شول. نوف د امام علي(ع) د سپایانو د هغه وخت حالات یوې رمې ته ورته بولي چې شپون یې له لاسه ورکړی وي او لیوان یې له هر لورې تښتوي.[۵]

د امام علي(ع) له شهادته وروسته، د کوفې خلکو له امام حسن(ع) سره بیعت وکړ؛ خو د ځینوڅېړاندو په وینا، د کوفې حالات د ډول ډول ګروهنو د نظر اختلافونو پېدا کېدل او په خلکو کې د کینو ښکاره کېدل وو. له همدې امله د امام حسن (ع) سپایانو د شام د لښکر د مقابلې توان نه درلود.[۶] شیعه تاریخ څېړاندی ایت الله سبحاني باوري دی چې د امام علي(ع) شهادت د اسلامي ټولنې په تنې سخت ګوزار و او د دښمنانو له خوا په شیعیانو د حملو وژلو او ځورولو پېل شو.[۷] د امام په شهادت سره او د امام حسن(ع) د حکومت له یوې لنډې شان دورې وروسته د بني امیه و پړاو چې د شیعیانو لپاره ترټولو سخت پړاو و پېل شو.[۸] د شیعیانو حالات د معاویه په مضبوتېدو سره ډېر سخت شول. ابن ابي الحدید نقلوي چې شیعیان چې هر ځای ول یا وژل کېدل یا به یې لاس او پښې ورپرې کولې او یا به یې مالونه چورېدل او زنداني کېدل به.[۹]

شیعیان د امام علي(ع) د شهادت په وجه د رمضان میاشتې په یوویشتمه شپه چې احتمال لري د قدر شپه وي.[۱۰] عزاداري کوي.[۱۱] د ایران په ځینو سیمو کې په دغه شپه د قنبر او حضرت علي(ع) په نوم یوه تعزیه اجرا کیږي.[۱۲] همداراز ځینې شیعیان په دغه شپه نذرونه، روژه ماتی او پېشمنی تقسیموي.[۱۳] د«اللّهمَّ العَن قَتلَةَ اَميرالمُومِنين» یعنې خدای دې د علي په قاتلانو لعنت وکړي د ذکر سل ځله تکرارول د روژې میاشتې د نولسمې او یوویشتمې شپې له اعمالو دي.[۱۴]

آیا امام علي له خپل شهادته خبر و؟

اصلي مقاله: په خپل شهادت د امامانو علم

د ځينو روایتونو له مخې، امام علي د خپل شهادت له جزییاتو لکه وخت او څرنګوالي یې خبر و.[۱۵] د شیعو له څلورګونو کتابونو څخه په الکافي کې په دې نامه یوه برخه ده چې امامان پوهیږي چې کله به مړه کیږي.[۱۶] شیخ مفید، علامه حلي او سید مرتضی هم په خپلو اثارو کې په دې مسالې خبرې کړې دي.[۱۷] د شیعه متکلم شیخ مفید (وفات ۴۱۳ق) په وینا په دې اړه روایتونه متواتر دي.[۱۸] هغه دې مسالې ته په ځواب کې چې که امامان منجمله امام علي د خپل شهادت له وخته خبر وو نو ولې یې د ځان حفاظت ونه کړ، دوه احتماله مطرح کړې دي:

  • شاید د شهادت په وخت او ځای او په خپل قاتل د هغوي علم، تفصیلي نه و.
  • که د خپل شهادت له جزییاتو خبر وو شاید د هغوي فریضه صبر کول وو.[۱۹]

بل شیعه متکلم سیدِ مرتضی (وفات: ۴۳۶ق) هم ویلي دې چې امام علي د خپل شهادت او قاتل څخه خبر و، خو د شهادت له وخته نه و خبر؛ ځکه چې که خبر وای باید قتل یې له ځانه لرې کړې وای.[۲۰]

د «علم امام به شهادت و شبهه ناسازگاری آن با عصمت»، د مقالې د لیکوال په وینا، په هغه مواردږ کې چې امامانو شهادت ته غاړه ایښې، د ځان د ساتلو د وجوب له حکم سره یې مخالفت نه دی کړی. د دغه لیکوال له نظره، د امامانو علم له معارفې طریقې نه دی حاصل شوی، د همدې لپاره دغه شان علم ممکن تکلیف او فریضه راوړونکی نه وي او فرضا که تکلیف راوړونکی هم وي، شاید امامانو د ټولنې د نېکمرغۍ او... لپاره ځانګړې دنده لرله او په هغه یې عمل کړی دی.[۲۱] له امام رضا(ع) هم نقل شوې چې امام علي په نولسمه شپه الهي تقدیر ته تسلیمېدل ومنل.[۲۲] د اصول کافي یو شارح ملا صالح مازندراني د امیرالمومنین(ع) په باره کې د امام رضا(ع) د خبرې د دغه برخې (خُيِّر فيها بين البقاء و اللقاء فاختار اللقاء ليمضى تقدير اللّه تعالى) په تشریح کې لیکي چې امام علي(ع) د رمضان په نولسمه شپه، په دنیا کې د پاتې کېدو او الهي لقا تر مینځ، لقاء الله غوره کړه چې الهی تقدیر پر ځای شي او که دا چاره د خدای په امر او رضایت سره وي نه یوازې جایزه بلکې واجبه ده لکه څنګه چې امام حسین هم دغه کار وکړ او مونږ هم له دښمن سره د جهاد په وخت دغه کار کوو.[۲۳]

د امام علي(ع) په شهادت کې د قَطام رول

د تاریخي روایتونو له مخې قطام بنت شجنه د امام علي(ع) په شهادت کې رول درلود. هغې د ابن ملجم د مرکې په ځواب کې د خپل واده مهر زر درهمه، یوه وینځه، یو مریی، او د علي(ع) وژل وټتکل.[۲۴] ابن ملجم د دغه شرایطو په منلو سره له قطام سره واده وکړ.[۲۵] د قطام پلار[۲۶] او وروڼه[۲۷] په نهروان جنګ کې وژل شوې وو.

په ۳۹ هجري کال کې د حج په دستورو کې، د امام علي(ع) او د معاویه د چاروالو تر مینځ اختلاف پېدا شو. د حج له دستورو وروسته یو شمېر خوارج په مکه کې راغونډ شول او وې ویل چې دوي د کعبې حرمت ونه ساته.[۲۸] دوي د مسلمانانو له حالاتو ګیله لرله او په نهروان جنګ کې خپل وژل شوي کسان یې یاد کړل.[۲۹] په اخر کې درې کسانو ژمنه وکړه چې علي(ع) معاویه او عمرو عاص ووژني. ابن ملجم مرادي ژمنه وکړه چې علي(ع)ووژني.[۳۰] ابن ملجم د هجرت د ۴۰ کال د شعبان په شلمه کوفې ته لاړ[۳۱] او هلته له قطام سره اشنا شو.[۳۲]

د امام علي(ع) ګوزار خوړل

د امام علي(ع) د شهادت تابلو، اثر د احسان افشار

امام علي(ع) د رمضان په نولسمه شپه د روژې ماتولو لپاره د خپلې لور ام کلثوم مېلمه و.[۳۳] شیعه تاریخ لیکونکی جعفریان نقلوي چې د اهل بیتو(ع) او اهل سنتو له لارې ډېر روایتونه نقل شوي چې د ګوزار خوړلو په شپه د امام خاص روحي جالات بیانوي.[۳۴] په الکامل کتاب کې د اهل سنت مورخ ابن اثیر په نقل[۳۵] او د کافي[۳۶] د یو روایت له مخې د ګوزار خوړلو په شپه کله چې امام له کوره بهر راوته، هیلۍ یې مخې ته راغلې او کله چې خلکو هغه وشړلې امام وفرمایل دوي پرېږدئ چې نوحه کوي. علامه مجلسي د کافي دغه روایت ضعیف ګڼلی دی.[۳۷]

په بحار الانوار کې د علامه مجلسي په وینا، امام علي(ع) جومات ته لاړ. په خپله یې په ماذنه کې بانګ ووایه.[۳۸] په جومات کې اوده کسان یې د لمانځه لپاره ویښ کړل. ابن ملجم هم چې په جومات کې او پړمخې ملاست و راویښ کړ او له دغه شان څملاستو یې منع کړ.[۳۹] بیا په محراب کې لمانځه ته ودرېد. ابن ملجم د سجدې په وخت[۴۰] یا له سجدې د پورته کېدو په وخت په تورې په امام ګوزار وکړ.[۴۱] د ځینو نقلونو له مخې، په امام باندې جومات ته د ورننوتلو په وخت حمله وشوه.[۴۲] له ابن ملجم سره شبیب بن بجره اشجعی[۴۳] او وَردان[۴۴] ملګري وو. ابن ملجم له ګوزار وروسته وویل: حکم د خدای لپاره دی نه ستا او ستا د ملګرو لپاره.[۴۵] یو نقل شته چې د امام علي(ع) له ګوزار خوړلو وروسته جبراییل په خدای قسم وخوړ چې د هدایت ستنه ختمه شوه او د اسمان ستوري او د تقوا نښې تتې او بې رڼا شوې.[۴۶] دغه نقل په متقدمو سرچینو کې نیشته.[سرچینې ته اړتیا] او یوازې په ځینو متاخرو سرچینو[۴۷] کې نقل شوی دی.[یادداشت۱]

همداراز وګورئ: د امام علي(ع) د ګوزار خوړلو شپه

فُزْتُ وَ رَبِّ الْکَعْبَه

اصلي مقاله: فزت و رب الکعبه

د دریمې پېړۍ د مورخ ابن قتیبه دینوري په وینا، امام علي(ع) د ګوزار له خوړلو وروسته د «فُزْتُ وَ رَبِّ الْکَعْبَه؛ د کعبې په رب مې قسم کامیاب شوم، جمله په خلې جاري کړه.[۴۸] شیعه عالمانو لکه سیدِ رضی،[۴۹] ابن شهر آشوب[۵۰] او اهل سنت عالمانو لکه ابن‌اثیر[۵۱] او بلاذري[۵۲] دغه خبره نقل کړې ده.

د ابن‌ابی‌الحدید، په وینا، د امام له ګوزار خوړلو وروسته، د کوفې طبیبان د معاینې لپاره پر امام راټول شول.[۵۳] اثیر بن عمرږ د امام د سر د ټپ له لیدلو وروسته دې نتیجې ته ورسید چې ګوزار مازغو ته رسېدلی. له دې امله یې امام ته وویل چې وصیت وکړه؛ ځکه چې ډېر وخت به ژوندی پاتې نه شې.[۵۴]

د ګوزار له خوړلو وروسته د امام علي وصیتونه

د علي بحرینې کښل شوی د امام علي(ع) د جنازې په موضوع «وداع غریب» انځور

له امام علي څخه د ګوزار له خوړلو وروسته تر شهادته پورې ځینې وصیتونه نقل شوي دي. امام علي(ع) د ګوزار له خوړلو وروسته تر شهادته پورې څو څو ځله په اوږدې بېهوشۍ لاړ.[۵۵] لمونځ یې په ناسته کاوه او خپلو بچیانو ته یې ځینې وصیتونه وکړل.[۵۶] امام حسن او امام حسین ته ځانګړی یو وصیت یې هم درلود چې په نهج البلاغه کې نقل شوی دی.[۵۷] امام په دې پړاو کې د مرګ په اړه هم ځینې خبرې وکړې.[۵۸] امام علي(ع) د ۴۰ هجري کال د رمضان په ۲۱ شهید شو.[۵۹] ځینو سرچینو د هغوي د شهادت لپاره نور تاریخونه هم ذکر کړې دي.[۶۰]

د ابن ملجم د قصاص په اړه وصیت

امام علي(ع) وصیت وکړ چې ابن ملجم یوازې یو ګوزار ووهئ.[۶۱] که په ګوزار سره ووژل شو، بدن یې مه مثله کوئ.[۶۲] د ځینو سرچینو له مخې امام، ابن ملجم ته د خوړو او اوبو ورکولو او ورسره صحیح سلوک کولو امر کړی دی.[۶۳] البته په ځینو سرچینو کې نقل شوي چې د امام حسن، له خوا د ابن ملجم له قصاص کېدو وروسته[۶۴] خلکو د هغه مړی وسوزاوه.[۶۵] همداراز ځینې راپورنه د ابن ملجم مثله کېدو ته هم اشاره لري.[۶۶]

  • آن دم صبح قیامت تأثیر
  • حلقه در شد از او دامنگیر
  • دست در دامن مولا زد در
  • که علی بگذر و از ما مگذر
  • شال شه وا شد و دامن به گرو
  • زینبش دست به دامن که مرو
  • شال می بست و ندایی مبهم
  • که کمربند شهادت محکم
  • پیشوایی که ز شوق دیدار
  • می کند قاتل خود را بیدار[۶۷]

جنازه او تدفین

امام علي(ع) ته امام حسن(ع) امام حسینـ(ع) او محمد حنفیه او عبد الله بن جعفر غسل ورکړ.[۶۸] امام حسن(ع) د امام په جنازه لمونځ وکړ.[۶۹] علي(ع) یې د شپې ښخ کړ او د هغه حضرت د ښخولو لپاره یې څو ځایونه تیار کړل چې د قبر ځای پټ پاتې شي.[۷۰] د امام علي(ع) د ښخولو ځای د خوارجو[۷۱] له خوا د هغوي د قبر د سپړل کېدو د مخنیوي او د بني امیه و د دښمنۍ په وجه پټ و. ګوته په شمېر شیعیان د هغه د ښخول کېدو له ځایه خبر وو تر دې چې امام صادق(ع) د بني عباسو د حکومت په زمانه کې د قبر ځای ټولو ته ښکاره کړه.[۷۲] د امام علي(ع) د قبر ځای په نجف ښار کې دی چې په سرچینو کې په مختلفو نومونو یاد شوی،[۷۳] د شیعیانو پرې اتفاق دی.[۷۴]

ځانګړه لیکنې

اړونده لیکنې

فوټ نوټ

  1. ابن‌کثیر‏، البدایة و النهایة، ۱۴۰۷ق، ج۸، ص۱۳۰.
  2. ابن‌کثیر‏، البدایة و النهایة، ۱۴۰۷ق، ج۷، ص۳۲۳.
  3. جعفریان، حیات سیاسی و فکری امامان شیعه، ۱۳۸۱ش، ص۵۴-۵۳.
  4. جعفریان، حیات فکری و سیاسی امامان شیعه، ۱۳۸۱ش، ص۱۱۰.
  5. نهج البلاغة، ۱۴۱۴ق، ص۲۶۴.
  6. نصیری رضی، تاریخ تحلیلی صدر اسلام، ۱۳۸۴ش، ص۱۹۱.
  7. سبحانی، الشیعه فی موکب التاریخ، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۲۲.
  8. نصیری رضی، تاریخ تحلیلی صدر اسلام، ۱۳۸۴ش، ص۱۳۵.
  9. ابن‌ابی‌الحدید، شرح نهج‌البلاغه، ۱۴۰۴ق، ج۱۱، ص۴۳.
  10. مجلسی، مرآة العقول، ۱۴۰۴ق، ج۱۶، ص۳۸۱.
  11. مجیدی خامنه، «شب‌های قدر در ایران»، ص۱۹.
  12. مجیدی خامنه، «شب‌های قدر در ایران»، ص۲۰.
  13. مجیدی خامنه، «شب‌های قدر در ایران»، ص۲۱.
  14. قمی، مفاتیح الجنان، اسوه، ص۲۲۶.
  15. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۵۳۰.
  16. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج‏۱، ص۲۵۸-۲۶۰.
  17. وګورئ: ربانی گلپایگانی و رحمانی‌زاده، «علم امام به شهادت و شبهه ناسازگاری آن با عصمت»، ص۱۰۵.
  18. شیخ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۳۱۹.
  19. شیخ مفید، المسائل العکبریه، ۱۴۱۳ق، ص۶۹-۷۲.
  20. سید مرتضی، رسائل الشریف المرتضی، ۱۴۱۵ق، ج۳، ص۱۳۱.
  21. ربانی گلپایگانی و رحمانی‌زاده، «علم امام به شهادت و شبهه ناسازگاری آن با عصمت»، ص۱۱۱.
  22. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۲۵۹.
  23. مازندرانی، شرح اصول،الناشر : المكتبة الإسلامية‌ کافی، ج۶، ص۳۷.
  24. شیخ مفید، الإرشاد، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص ۱۸ـ ۱۹
  25. ابن‌قتیبه، الإمامة و السیاسة، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۱۸۰.
  26. شیخ مفید، الإرشاد، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۱۸.
  27. ابن‌قتیبه، الإمامة و السیاسة، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۱۸۰.
  28. ابن‌قتیبه، الإمامة و السیاسة، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۱۷۹.
  29. ابن‌ابی‌الحدید، شرح نهج‌البلاغه، ۱۴۰۴ق، ج۶، ص۱۱۳.
  30. ذهبی، تاریخ الإسلام، ۱۴۰۹ق، ج۳، ص۶۰۷.
  31. یعقوبی، تاریخ الیعقوبی، بیروت، ج۲، ص۲۱۲.
  32. شیخ مفید، الإرشاد، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۱۸.
  33. حسینی مطلق، شهید تنها، ۱۳۸۶ق، ص۱۱۴
  34. جعفریان، حیات فکری و سیاسی امامان شیعه، ۱۳۸۱ش، ص۱۱۱.
  35. ابن‌اثیر، الکامل، ۱۳۸۵ق، ج۳، ص۳۸۸.
  36. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج‏۱، ص۲۵۹.
  37. مجلسی، مرآة العقول، ۱۴۰۴ق، ج۳، ص۱۲۲.
  38. مجلسی، بحار الأنوار، ۱۴۱۰ق، ج۴۲، ص۲۸۱.
  39. مجلسی، بحار الأنوار، ۱۴۱۰ق، ج۴۲، ص۲۸۱.
  40. شیخ طوسی، الأمالی، ۱۴۱۴ق، ص۳۶۵.
  41. مجلسی، بحار الأنوار، ۱۴۱۰ق، ج۴۲، ص۲۸۱.
  42. طبری، تاریخ الطبری، ۱۳۸۷ق، ج۵، ص۱۴۵.
  43. ابن‌سعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۸ق، ج۳، ص ۲۵-۲۸
  44. ابن‌خلدون، تاریخ ابن‌خلدون، ۱۴۰۸ق، ج۲، ص۶۴۶.
  45. ابن‌خلدون، تاریخ ابن‌خلدون، ۱۴۰۸ق، ج‏۲، ص۶۴۶.
  46. مجلسی، بحار الأنوار، ۱۴۱۰ق، ج۴۲، ص۲۸۲.
  47. مجلسی، بحار الأنوار، ۱۴۱۰ق، ج۴۲، ص۲۸۲.
  48. ابن‌قتیبه، الإمامة و السیاسة، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۱۸۰.
  49. سید رضی، خصائص الأئمة، ۱۴۰۶ق، ص۶۳.
  50. ابن‌شهرآشوب‏، مناقب آل ابی‌طالب‏، ۱۳۷۹ق، ج۲، ص۱۱۹.
  51. ابن‌اثیر، اسد الغابه، ۱۴۰۹ق، ج۳، ص۶۱۸.
  52. بلاذری، أنساب الأشراف‏، ۱۴۱۷ق، ج۲، ص۴۸۸.
  53. ابن‌ابی‌الحدید، شرح نهج‌البلاغه، ۱۴۰۴ق، ج۶، ص۱۱۹.
  54. مدنی شیرازی، الطراز الأول، ۱۳۸۴ش، ج۷، ص۱۴.
  55. مجلسی، بحار الأنوار، ۱۴۱۰ق، ج۴۲، ص۲۸۹.
  56. مجلسی، بحار الأنوار، ۱۴۱۰ق، ج۴۲، ص۲۹۰.
  57. نهج البلاغة، ۱۴۱۴ق، ص۴۲۱ - ۴۲۲.
  58. نهج البلاغة، ۱۴۱۴ق، خطبه ۱۴۹، ص۲۰۷.
  59. شیخ مفید، الارشاد، ۱۴۲۸ق، ج۱، ص۹.
  60. ابن‌خلدون، تاریخ ابن‌خلدون، ۱۴۰۸ق، ج۲، ص۶۴۵.
  61. مقدسی، البدء و التاریخ، بورسعید، ج۵، ص۲۳۳.
  62. نهج البلاغة، ۱۴۱۴ق، ص۴۲۲.
  63. فتال نیشابوری، روضة الواعظین، ۱۳۷۵ش، ج۱، ص۱۳۷.
  64. خزاز رازی، کفایة الأثر، ۱۴۰۱ق، ص۱۶۲.
  65. ابن‌کثیر‏، البدایة و النهایة، ۱۴۰۷ق، ج۷، ص۳۳۰.
  66. ابن‌قتیبه، الإمامة و السیاسة، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۱۸۱.
  67. دیوان شهریار، ۱۳۸۵ش، ج۲،ص۳۳۹.
  68. ابن‌قتیبه، الإمامة و السیاسة، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۱۸۱.
  69. ابن‌قتیبه، الإمامة و السیاسة، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۱۸۱.
  70. قائدان، عتبات عالیات عراق، ۱۳۸۳ش، ج۱، ص۳۰.
  71. ابن‌قتیبه، الإمامة و السیاسة، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۱۸۱.
  72. مجلسی، بحار الأنوار، ۱۴۱۰ق، ج۴۲، ص۳۳۸.
  73. قائدان، عتبات عالیات عراق، ۱۳۸۳ش، ج۱، ص۳۲.
  74. مجلسی، بحار الأنوار، ۱۴۱۰ق، ج۴۲، ص۳۳۸.
  75. ابن‌ابی‌الدنیا، مقتل امیر المؤمنین(ع)، ۱۳۷۹ ش، ص۱۲ - ۲۳.
  76. ابن‌ابی‌الدنیا، مقتل امیر المؤمنین(ع)، ۱۳۷۹ ش، ص۲۳.
  77. «مقتل علی (ع): شهید تنها»، خانه کتاب و ادبیات ایران.

سرچينې

  • نهج البلاغة، تحقیق: صبحی صالح، قم، هجرت، چاپ اول، ۱۴۱۴ق.
  • ابن‌ابی‌الحدید، عبدالحمید بن هبه الله، شرح نهج البلاغة، تصحیح: محمدابوالفضل ابراهیم،‏ قم، مکتبة آیة الله المرعشی النجفی، چاپ اول، ۱۴۰۴ق.
  • ابن‌ابی‌الدنیا، عبدالله، مقتل امیرالمومنین، قم، مجمع إحیاء الثقافة الإسلامیة، ۱۴۱۱ق.
  • ابن‌ابی‌الدنیا، عبدالله، مقتل علی، ترجمه مهدوی دامغانی، مشهد، تاسوعا، ۱۳۷۹ش.
  • ابن‌اثیر، علی بن محمد، الکامل فی التاریخ، بیروت، دار صادر، ۱۳۸۵ش.
  • ابن‌اعثم کوفی، احمد بن اعثم، الفتوح، تحقیق: علی شیری، بیروت، دار الاضواء، ۱۴۱۱ق.
  • ابن‌خلدون، عبدالرحمن بن محمد، تاریخ ابن‌خلدون‏ (دیوان المبتدأ و الخبر)، تحقیق: خلیل شحادة، بیروت، دار الفکر، چاپ دوم، ۱۴۰۸ق.
  • ابن‌قتیبه، عبدالله بن مسلم‏، الامامة و السیاسة، تحقیق: علی شیری، بیروت، دارالأضواء، چاپ اول، ۱۴۱۰ق.
  • ابن‌کثیر‏، اسماعیل بن عمر، البدایة و النهایة، بیروت، دارالفکر، ۱۴۰۷ق.
  • جعفریان، رسول، حیات فکری و سیاسی امامان شیعه، قم، انصاریان، ۱۳۸۱ش.
  • خزاز رازی، علی بن محمد، کفایة الاثر فی النصّ علی الأئمة الإثنی عشر، محقق و مصحح: عبداللطیف حسینی کوهکمری،‏ قم، بیدار، ۱۴۰۱ق.
  • ربانی گلپایگانی، علی و محسن رحمانی‌زاده، «علم امام به شهادت و شبهه ناسازگاری آن با عصمت»، در مجله کلام اسلامی، شماره ۱۱۰، تیر ۱۳۹۸ش.
  • ذهبی، محمد بن احمد، تاریخ الاسلام، تحقیق: عمر عبدالسلام تدمری، بیروت، دارالکتاب العربی، چاپ دوم، ۱۴۰۹ق.
  • سبحانی، جعفر، الشیعه فی موکب التاریخ، قم، معاونیة شؤون التعلیم والبحوث، ۱۴۱۳ق.
  • سید مرتضی، علی بن حسین، رسائل الشریف المرتضی، مهدی رجایی و احمد حسینی اشکوری، قم دار القرآن الکریم، ۱۴۱۵ق.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن‏، الامالی، قم، دارالثقافة، چاپ اول، ۱۴۱۴ق.
  • شیخ مفید، محمد بن محمد، المسائل العکبریة، علی‌اکبر الهی خراسانی، قم، المؤتمر العالمی لألفیة الشیخ المفید، ۱۴۱۳ق.
  • شیخ مفید، الارشاد فی معرفة حجج الله علی العباد، قم، کنگره شیخ مفید، چاپ اول، ۱۴۱۳ق.
  • طبری، محمد بن جریر، تاریخ طبری (تاریخ الامم و الملوک)، تحقیق: محمد أبوالفضل ابراهیم، بیروت، دارالتراث، چاپ دوم، ۱۳۸۷ق.
  • «علی آن شیر خدا شاه عرب»، سایت حوزه نت، تاریخ بازدید:۲۶ آذر ۱۴۰۲ش.
  • فتال نیشابوری، محمد بن احمد، روضة الواعظین و بصیرة المتعظین، قم، انتشارات رضی، چاپ اول، ۱۳۷۵ش.
  • قمی، عباس، مفاتیح الجنان، قم، اسوه، بی‌تا.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، محقق و مصحح: علی‌اکبر غفاری، محمد آخوندی، تهران، دارالکتب الإسلامیة، چاپ چهارم، ۱۴۰۷ق.
  • مجلسی، محمدباقر، بحار الانوار، بیروت، مؤسسة الطبع و النشر، چاپ اول، ۱۴۱۰ق.
  • مجلسی، محمدباقر، مرآة العقول فی شرح أخبار آل الرسول، محقق و مصحح: سیدهاشم رسولی، تهران، دارالکتب الإسلامیة، چاپ دوم، ۱۴۰۴ق.
  • مجیدی خامنه، فریده، «شبهای قدر در ایران»، مجله گلستان قرآن، شماره ۳۷، آذر ۱۳۷۹ش.
  • مدنی شیرازی، علی خان بن أحمد، الطراز الاول و الکناز لما علیه من لغة العرب المعول‏، مشهد، مؤسسة آل البیت لإحیاء التراث‏، چاپ اول، ۱۳۸۴ش.
  • «مقتل علی (ع): شهید تنها»، خانه کتاب و ادبیات ایران، تاریخ بازدید: ۳ دی ۱۴۰۲ش.
  • مقدسی، مطهر بن طاهر، البدء و التاریخ، مکتبة الثقافة الدینیة، بور سعید، بی‌تا.
  • نصیری رضی، محمد، تاریخ تحلیلی اسلام، قم، دفتر نشر معارف، ۱۳۸۴ش.
  • یعقوبی، احمد بن ابی‌یعقوب‏، تاریخ الیعقوبی، بیروت، دار صادر، چاپ اول، بی‌تا.