شرعي ماښام

د wikishia لخوا

شرعي ماښام، د ماښام لمانځه د لوستلو د وخت پېلېدو ته وایي چې د فقې په ځینو بابونو کې پرې بحث کیږي. شرعي ماښام په ځینو مسایلو لکه د مازیګر لمونځ وخت د ختمېدو، د ماښام لمانځه وخت د پېلېدو، د روژې د پای ته رسیدلو،(روژه ماتی وخت) او همداراز په عرفات کې د اختیاري وقوف یا تمتیا په شان مسایلو کې کارول کیږي. له دې امله د فقې په مختلفو برخو لکه لمانځه، روژې او حج کې پرې بحث کیږي.[۱]

د شرعي ماښام د وخت په اړه د فقیهانو تر مینځ اختلاف دی. ځینې فقیهان د لمر پرېوتل شرعي ماښام ګڼي[۲] خو د صاحب جواهر په وینا ډېر فقیهان ذهاب حُمْره مشرقیه (د اسمان په ختیځ افق کې د سرخۍ ختمېدل) شرعي ماښام ګڼي.[۳] په دې نظر کې د لمر پرېوتل او شرعي مغرب دوه جدا جدا څيزونه دي د لمر پرېوتل، د مازیګر لمانځه د ختمېدو وخت دی خو د حمره مشرقیه یا د ختیځ سوروالي ختمېدل د روژه ماتي او د ماښام لمانځه د واجبېدو وخت دی.[۴]

فوټ نوټ

  1. هاشمی شاهرودی، فرهنگ فقه فارسی، ۱۳۸۵ش، ج۱، ص۴۱۳.
  2. بهجت، استفتائات، ۱۴۲۸ق، ج۲، ص۳۴۸.
  3. نجفی، جواهرالکلام، ۱۳۶۲ق، ج۷، ص۱۰۸-۱۰۹.
  4. وګورئ: طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۳۱ق، ج۱، ص۳۴۵، پانویس۳.

سرچينې

  • بهجت فومنی، محمدتقی، استفتائات، قم، دفتر آیت الله بهجت، ۱۴۲۸ق.
  • طباطبایی یزدی، سید محمدکاظم، العروة الوثقى‌، تعلیقه سید عبدالکریم موسوی اردبیلی، قم، مؤسسة النشر لجامعة المفید رحمةالله، ۱۴۳۱ق.
  • مؤسسه دائرة المعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه فارسی، قم، مؤسسه دائرة المعارف فقه اسلامی، ۱۳۸۵ش.
  • نجفی، محمدحسن، جواهر الکلام، تحقیق ابراهیم سلطانی، بیروت، دار احیاء التراث العربی، ۱۳۶۲ق.