روژه ماتی
دا مقاله د روژې د ماتولو په وخت کې د عباداتو او دودونو او همدارنګه د خوړو په اړه ده. د افطار یا روژه ماتول د آداب او احکام په اړه د زده کړې لپاره، د روژه ماتول مدخل وګورئ.
روژه ماتی یا افطاري هغه خوړو ته وایي چې روژتي ورسره روژه افطاروي (ماتوي) د اهل بیتو(ع) د روایت مطابق، نورو ته د روژه ماتي ورکول د روژه نیولو هومره ثواب لري او سپارښتنه یې شوې ده. روژه ماتی ورکول، په رمضان کې د مسلمانانو یو دود دی. هغوي په مختلفو هیوادونو کې د روژه ماتي ورکولو لپاره خاص دودونه او رسمونه لري.
فضیلت
- د روژه ماتي ورکولو په اړه د پیغمبر(ص) شعبانیه خطبې یوه ټوټه:«هر څوک چې له تاسو، یو روژتي مسلمان ته په رمضان میاشته کې روژه ماتی ورکړي، د خدای په نزد دهغه لپاره د یو بنده د ازادولو ثواب لري او د تېرو ګناهانو بخښنه به یې وي. یو کس پوښتنه وکړه: یا رسول الله! مونږ ټول د دې وس نه لرو؛ وې فرمایل: په افطاري ورکولو سره ان که د خرما د نیمې دانې یا د اوبو د یو ګوټ په اندازه وي، له اوره ځان وژغورئ»[۱]
افطاري هغه خواړه دي چې روژتي ورسره روژه ماتوي. د روایتونو له مخې روژتي ته افطاری ورکول، زیات فضیلت لري.[۲]منجمله په یو روایت کې له امام صادق(ص) نقل شوي چې د هغه چا بدله چې افطاری ورکوي، د روژه نیونکي هومره ده.[۳] همداراز د اسلام پېغمبر(ص) په یو روایت کې چې په شعبانیه خطبه مشهور دی، مومن ته د افطاري ورکولو ثواب د یو مریي د ازادولو او د ګناهانو د بخښل کېدو برابر ګڼلی دی.[۴]
د روژه ماتي دسترخوانونه
افطاری ورکول د مسلمانانو له دودونو څخه دی چې په مختلفو هیوادونو کې په بېلابېلو ادابو او رسومو سره ترسره کیږي. په اسلامي هیوادونو کې واکمنانو او خلکو د افطاري دسترخوانونه خپرول.[۵] په فاطمي دور کې (۲۹۷-۵۶۷ق) په مصر کې دارالفطره هغه ځای و چې پکې د افطار په وخت په خلکو کې ډوډۍ او خواږه وېشل کېدل.[۶]
د آل بویه په پړاو کې(۳۲۲-۴۴۸ق)د رمضان په شپو کې په بغداد کې د (افطاري) روژه ماتی مېلمستیاوې ورکول کېدې چې تر زرو زیات کسان به پکې راغونډېدل.[۷] د اومې پېړۍ نړۍ ګرځند ابن بطوطه دمشق ته په سفر کې، د هغو امراوو، بزرګانو او قاضیانو خبره کوي چې ډېر خلک به یې د روژه ماتي لپاره بلل، داسې چې هیڅ یو کس به د روژې په میاشته کې یوازې روژه ماته نه کاوه.[۸] همداراز په صفویه[۹] او قاجاریانو په زمانه کې هم په ایران داسې یو سنت و. د عبدالله مستوفي په وینا د قاجار په دور کې اکثرو شتمنو کسانو افطاري ورکوله او چا به چې د مېلمستیا ورکولو توان نه درلود په جومات کې به یې په روژتیانو کې خرماوې وېشلې.[۱۰]
ساده افطاری
په ایران کې د اسلامي جمهوریت په دور کې، په سپېڅلو ځایونو لکه د امام رضا (ع) په حرم، د بي بي معصومې(ع) په حرم او ځینو جوماتونو کې د ساده روژه ماتي دسترخوان هم غوړول کیږي.[۱۱] همداراز د نورو هیوادونو په مذهبي ځایونو لکه په عراق کې د امام حسین(ع) په حرم او د امام علي(ع) په حرم کې[۱۲] او په عربستان کې په مسجد النبي او مسجد الحرام کې[۱۳] هم د ساده افطارۍ دسترخوانونه غوړول کیږي. د ایران د اسلامي جمهوریت مشر آیت الله خامنه ای د ساده افطاریو د دسترخوانونو سپارښتنه کړې ده.[۱۴]
دود خوراکونه
د روایتونو له مخې روژه ماتی په خرما یا تړمو اوبو سره مستحب دی[۱۵] او عقیده دا ده چې په خرما یعنې کجورو سره روژه ماتی زیات ثواب لري.[۱۶]
د روژه ماتي خواړه ډول ډول دي. ځینې دود خوراکونه یې دا دي: خرما، مالګه، ډوډۍ، پۍ، یشېدلې اوبه، ګرم نبات، ډول ډول حلواوې، ډول ډول شیرینۍ، شله زرد، آش او...[۱۷]
همداراز په ایران او عربي هیوادونو کې روژه ماتی په ځینو شیرینیو لکه زلوبۍ، بامیه، کنافه، او قطیفه سره هم دود دی.[۱۸]
اړونده لیکنې
فوټ نوټ
- ↑ صدوق، عیون أخبار الرضا(ع)، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۲۹۶.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۴، ص۶۸ و ۶۹.
- ↑ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۴، ص۶۸، ح۱.
- ↑ صدوق، عیون أخبار الرضا(ع)، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۲۹۶.
- ↑ یعقوبی، تاریخ الیعقوبی، دارصادر، ج۲، ص۲۹۱؛ ابنطویر، نزهة المقتلین، ۱۴۱۲ق، ص۲۱۱؛ قلقشندی، صبح الاعشی، ۱۹۱۰-۱۹۲۰م، ج۳، ص۵۲۳.
- ↑ ابنطویر، نزهة المقتلین، ۱۴۱۲ق، ص۱۴۳-۱۴۶؛ قلقشندی، صبح الاعشی، ۱۹۱۰-۱۹۲۰م، ج۳، ص۵۲۴-۵۲۵.
- ↑ ثعالبی، یتیمة الدهر، ۱۴۰۳ق، ج۳، ص۲۳۰.
- ↑ ابنبطوطه، رحلة ابنبطوطة، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۱۲۰-۱۲۱.
- ↑ افوشتهای، نقاوة الآثار، ۱۳۷۳ش، ص۵۶۵-۵۶۶.
- ↑ مستوفی، شرح زندگانی من، ۱۳۴۱ش، ج۱، ص۳۳۰.
- ↑ «افطاری ساده، فرصتی برای همدلی یک شهر»، خبرگزاری جمهوری اسلامی.
- ↑ «حال و هوای افطار در حرم در امام علی و امام حسین(ع) +عکس»، مشرقنیوز.
- ↑ «پهن کردن سفرههای افطار در مسجدالحرام و مسجد النبی+ فیلم»، باشگاه خبرنگاران جوان.
- ↑ «افطاری ساده ۱۳۹۳»، دفتر حفظ و نشر آثار حضرت آیتالله العظمی خامنهای.
- ↑ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۴، ص۱۵۲و۱۵۳؛ ابوداوود سجستانی، سنن ابیداود، ۱۴۰۱ق، ج۲، ص۷۶۴.
- ↑ شهریباف، طهران قدیم، ۱۳۸۱ش، ج۳، ص۲۹۱؛ وکیلیان، رمضان در فرهنگ مردم، ۱۳۷۰ش، ج۱، ص۷۹.
- ↑ وکیلیان، رمضان در فرهنگ مردم، ۱۳۷۰ش، ج۱، ص۷۹-۸۰.
- ↑ مؤید محسنی، فرهنگ عامیانه سیرجان، ۱۳۸۱ش، ص۲۹۴؛ جاسم حجیة، تصویر للحیاة الاجتماعیة، ۱۹۷۶م، ص۱۰۲؛ هادی طعمة، کربلاء فی الذاکرة، ۱۹۸۸م، ص۲۵۵؛ عبدالوهاب، رمضان، ۱۹۸۶م، ص۶۵-۷۳.
سرچينې
- ابوداوود سجستانی، سلیمان بن اشعث، سنن ابیداود، استانبول، ۱۴۰۱ق.
- ابنبطوطه، محمد بن عبدالله، رحلة ابن بطوطة، تحقیق محمد عبدالمنعم عریان، بیروت، ۱۴۰۷ق.
- ابنطویر، عیضة، نزهة المقتلین فی اخبار الدولتین، تحقیق ایمن فؤاد سید، بیروت، ۱۴۱۲ق.
- «افطاری ساده، فرصتی برای همدلی یک شهر»، خبرگزاری جمهوری اسلامی، درج مطلب: ۶ خرداد ۱۳۹۸ش، بازدید: ۸ اردیبهشت ۱۳۹۹ش.
- افوشتهای، محمود، نقاوة الآثار، به کوشش احسان اشراقی، تهران، ۱۳۷۳ش.
- «پهن کردن سفرههای افطار در مسجدالحرام و مسجد النبی+ فیلم»، باشگاه خبرنگاران جوان، درج مطلب: ۱۴ فروردین ۱۴۰۱ش، مشاهده: ۴ فروردین ۱۴۰۲ق.
- ثعالبی، عبدالملک، یتیمة الدهر، بیروت، ۱۴۰۳ق/۱۹۸۳م.
- جاسم حجیة، عزیز، تصویر للحیاة الاجتماعیة و العادات البغدادیة خلال مائة عام، بغداد، ۱۹۷۶م.
- «حال و هوای افطار در حرم در امام علی و امام حسین(ع) +عکس»، مشرقنیوز، درج مطلب: ۲۶ فروردین ۱۴۰۱ش، مشاهده: ۴ فروردین ۱۴۰ش.
- شهریباف، جعفر، طهران قدیم، تهران، ۱۳۸۱ش.
- صدوق، محمد بن علی، عیون أخبار الرضا(ع)، تحقیق مهدی لاجوردی، تهران، نشر جهان، چاپ اول، ۱۳۷۸ق.
- عبدالوهاب، حسن، رمضان، قاهره، ۱۹۸۶م.
- قلقشندی، احمد بن عبدالله، صبح الاعشی فی صناعة الانشا، قاهره، ۱۹۱۰-۱۹۲۰م.
- کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تحقیق علیاکبر غفاری و محمد آخوندی، تهران، دار الکتب الإسلامیة، چاپ چهارم، ۱۴۰۷ق.
- مؤید محسنی، مهری، فرهنگ عامیانه سیرجان، کرمان، ۱۳۸۱ش.
- مستوفی، عبدالله، شرح زندگانی من، تهران، ۱۳۴۱ش.
- وکیلیان، احمد، رمضان در فرهنگ مردم، تهران، ۱۳۷۰ش.
- هادی طعمه، سلمان، کربلاء فی الذاکرة، بغداد، ۱۹۸۸م.
- یعقوبی، تاریخ الیعقوبی، بیروت، دار صادر، بیتا.