دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

شُرَیح قاضي ته د امام علي لیک، د کوفې د هغه وخت قاضي شريح بن حارث ته د امام علي(ع) د هغه په غندنې کې یو لیک دی چې په کې هغه د يو ګران کور په اخستلو باندې غندي. په دغه لیک کښې امام علی(ع) هغه ته د دنیا د بې ارزښتۍ او د قیامت د حساب کتاب په باره کښې نصیحت کړی دی. همدارنګه، د یو حکومتي چارواکي په توګه، له شریح څخه تمه لري چې یو اشرافي ژوند ونه لري. دا لیک د حکومتولۍ له اصولو څخه ګڼل شوی چې له مخې یې واکمن باید خپل استازي سره پرېکنده چلند وکړي.

دا لیک د نهج البلاغې دریم لیک دی. همدارنګ په نورو کتابونو کې هم ذکر شوی دی لکه د شیخ صدوق امالی او د شیخ بهایی کتاب اربعین او د سنیانو په ځینو کتابونو کې لکه د قاضی قضاعي(وفات: ۴۵۴هـ ق) په کتاب دستور معالم الحکم کې او د سبط بن جوزی(وفات: ۶۵۴ هـ) په کتاب تذکرة الخواص کې هم ذکر شوی دی.

اهمیت او موقعیت

شريح قاضي ته د امام علي(ع) لیک د حکومتي چارواکو په وړاندې د حاکم د قاطعیت او سختۍ د سند په توګه درج شوی دی.[۱] له دې امله چې شريح قاضي و او تور ورباندې لګیدی شو نو او امام د هغه لپاره د کور اخيستل خوښ نه کړل.[2] شريح، د کوفې قاضي و. عمر بن الخطاب هغه د کوفې قاضي ټاکلی و.[۳] هغه د عثمان د خلافت په وخت کې په دې مقام کې پاتې شو او د امام علي(ع) په حکومت کې هم په قضاوت باقي پریښودل شو.[4] د هغه روایت له مخې چې په الکافي کې نقل شوی دی، کله چې امام علی(ع) شریح په قضاوت منصوب کړ، نو له هغه سره يې شرط کیښود چې له امام سره له هماهنګۍ پرته به هيڅ حکم نه پلي کوي.[۵]

آيت الله مکارم شيرازي د نهج البلاغه په شرحه کښې ويلي دي چې د امام علي(ع) واکمني د عثمان له خطرناک دور او د بيت المال له پراخې تباهۍ وروسته وه چې په دغه وخت کې د اسلامي ټولنې ځینې مشهورو کسانو د دنیا ساز و سینګار ته مخه کړه.[6] له همدې امله امام(ع) دا تمه نه درلوده چې د هغه له خوا ټاکل شوی قاضي به اشرافي ژوند ولري.[7] امام(ع) د دې چارو د مخنیوي لپاره په خپلو خطبو کې او هغه لیکونو کې چې په نهج البلاغه کې راټول شوي دي، د مادي دنیا او د هغې د فریب او دهوکې په هکله به یې خبرداری ورکاوه.[8]

د لیک لیکلو سبب او مینځپانګه

شريح قاضي د حضرت علي(ع) د واکمنۍ پر مهال يو ګران بيه کور په اتيا دینارو واخيست.[۹] د دې خبر له اورېدو او د شريح د کور د اخيستلو له تاييد وروسته، امام(ع) هغه راوغوښت او و يې غنده او خبرداری يې ورکړ، چې ډېر ژر به يې مرګ راشي او له دې کور څخه به یې وباسي.[۱۰] امام(ع) شریح ته وصیت وکړ چې کور نباید په حرام مال  واخستی شي. که نه نو په دنیا او آخرت کې به لویو تاوانونو سره مخ شي.[11]

امام علي(ع) د شریح لپاره په دنيا کې د بې رغبتۍ يو معنوي سند ليکلی او ویلی یې دي چې که شريح د دې سند په محتوا خبر واى، نو د کور په اخيستلو به يې يو درهم هم نه لګاوه. د دې سند له مخې، دا کور څلور معنوي حدود او اړخونه لري، چې دا دي: لومړی اړخ آفتونه او ازمیښتونه، دویم اړخ مصیبتونه، درېيم اړخ فاسد خواهشات او څلورم اړخ بې لارې کوونکی شيطان. د دې کور دروازه د شیطان (څلورم اړخ) ته پرانیستل کیږي. دا حدود او اړخونه هغه خطرونه او ننګونې دي چې د دې کور پیرودونکي ته به رسیږي.[12]

امام(ع) له تېرو کسانو او ظالمانو څخه چې بدنونه یې تر خاورو لاندې شوي، د عبرت په اخیستلو سره، شریح قاضي ته خبردرای ورکړی چې د قیامت د ورځې حساب ته د ځان چمتو کړي،[13] د نهج البلاغې په ځینې شرحو کې د دې لیک لاندې، ځینې نکتې بیان شوي لکه له غفلت او غرور څخه ځان ساتل،[14] د دنیا له مینې او د حرامو مالونو د لاسته راوړلو او په احکامو د رشوت اخيستلو[15] وېرول بیان شوي دي.[۱۵]

د لیک سرچینې او سند

د شیخ صدوق (وفات: ۳۸۱ هـ ق) په امالي کتاب کې[۱۶]  د امام علي(ع) قاضی شریح ته دا لیک راغلی دی او په لږ توپیر سره[۱۷] شیخ بهايي(وفات: ۱۰۳۱ هـ ق) په اربعین کتاب کې،[۱۸] سبط بن جوزي(وفات: ۶۵۴) په تذکره الخواص[۱۹] او قضاعي(وفات: ۴۵۴ هـ ق) په دستور معالم الحکم[۲۰] کې دا هغه کسان دي چې د امام لیک یې په توپير سره نقل کړی دی.[۲۱] دا لیک د نهج البلاغه په ​​مختلفو نسخو کې دریم لیک دی.[22]

د علامه حسن زاده له قوله، له دې سببه چې شيخ بهايي دغه ليک له سترو استاذانو او فقهاوو رانقل کړى دى، نو په سند کې يې کومه ستونزه او اختلاف نشته.[23]