حسن حسن زاده آملي

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

حسن حسن زاده آملي

په علامه حسن زاده آملي (۱۳۰۷-۱۴۰۰ل) مشهور حسن حسن زاده آملي، شیعه فیلسوف او عارف. هغه د مهدي الهي قمشه‌اي، علامه شعراني، علامه طباطبایی او سید محمد حسن الهي په شان کسانو په نزد شاګردي وکړه. حسن زاده آملي له علامه شعراني څخه د اجتهاد او د حدیث د نقلولو اجازت واخیست او د اشاراتو، اسفار اربعه، شرح فصوص قیصري، شرح منظومه او ریاضیاتو او هیأت تدریس یې کاوه.

د حسن زاده آملي په باور دین، فلسفه او عرفان په خپلو کې غږمله دي. هغه د اسلامي فلسفې د یوناني والي ادعا غلطه ګڼله او باوري و چې مسلمانو فیلسوفانو له اسلامه د مخکې فیلسوفانو نظریې ژورې کړې دي. د هغه د شاګرد سید یدالله یزدان پناه په وینا، حسن زاده تر ټولو زیات اثر له ملا صدرا او ابن عربي منلی دی. هغه په لومړي ځل د وجود شخصي وحدت ته د صَمَدي توحید نوم ورکړ او د هغې د اثبات لپاره یې په توحید سوره کې د صمد له ټکي استفاده کړې ده.

حسن زاده آملي په فلسفه، عرفان، ریاضۍ، نجوم، او فارسۍ او عربۍ ادبیاتو کې اثار لري او ځينې فلسفي او عرفاني اثار لکه اسفار اربعه، اشارات، شفا او شرح فصوص الحکم یې تصحیح کړې او پرې یې شرحې او لمن لیکونه کاږلي دي. هغه همداراز نهج البلاغه او کشف المراد تصحیح کړي دي. له هغه د شعرونو دیوان هم پاتې دی.

علامه حسن‌زاده آملي د ۱۴۰۰ ل کال د تلې په دریمه نیټه ( د ۱۴۴۳ق کال د صفرې په ۱۸) د زړه د ناروغۍ له امله په آمل کې وفات او د آمل ښار په ایرا کلي کې په خپل ذاتي کور کې ښخ کړی شو.

ژوند لیک او تعلیم

حسن حسن‌زاده آملي د ۱۳۰۷ ل کال په وروستیو کې د امل ښار په ایرا کلي کې وزیږېد.[۱] په شپږ کلنۍ کې یې په مکتب خانه کې لیکل او لوستل زده کړل او په ۱۳۲۳ل کال کې یې حوزوي (دیني) علوم پېل کړل.[۲] هغه د عربۍ ادبیات او مقدماتي زده کړې په امل کې له محمد غروي، میرزا ابوالقاسم فرسیو او نورو زده کړې.[۳]

حسن زاده آملي په ۱۳۲۷ ل کال کې د انځور په کیڼ اړخه کې. عبد الله جوادي آملي د انځور په ښي اړخ کې.[۴

]

تهران ته تګ

حسن زاده آملي د حوزې د لومړیو زده کړو له ختمولو وروسته د روحانیت جامه واغوسته[۵] او په ۲۲ کلنۍ کې د تعلیم د جاري ساتلو لپاره تهران ته لاړ.[۶] هغه په تهران کې فقه او اصول د سید احمد لواسانی، ابوالحسن شعرانی، سید ابوالحسن رفیعی قزوینی او محمدتقی آملی په شان کسانو څخه زده کړل او فلسفه او عرفان یې هم له مهدي الهي قمشه‌اي، علامه شعرانی، فاضل توني، میرزا احمد آشتیاني[۷] او علي محمد جولستاني[۸] زده کړل حسن زاده تفسیر،‌ رجال، درایه، ریاضی، هیئت، نجوم او طب هم له علامه شعرانی زده کړل [۹] هغه په ۱۳۹۳ق کال کې د اجتهاد او د حدیث د نقلولو اجازه ترلاسه کړه.[۱۰] هغه یوولس کاله د مهدي الهي قمشه اي په نزد د سبزواري «منظومه» د اسفار ځینې برخې او «شرح خواجه بر اشارات» زده کړل او د هغه د قرآن د تفسیر په سبقونو کې به هم حاضرېده.[۱۱]

قم ته سفر

حسن‌زاده آملي، په تهران کې د څلورو کلونو له زده کړې وروسته،[۱۲] د ۱۳۴۲ ل په تله میاشت کې قم ته لاړ [۱۳] او اولس کاله د علامه طباطبایي په درسونو کې حاضر شو. په دې موده کې یې د هغه په نزد د بحارالانوار او تمهیدالقواعد کتابونو ځینې برخې ولوستلې.[۱۴] همداراز یې د علامه طباطبایي د ورور سید محمد حسن الهي په فلسفي او عرفاني درسونو کې ګډون وکړ.[۱۵] د سید علي قاضي زوی سید مهدي قاضي طباطبایي څلور کاله په ارِثْماطیقی[یادداشت ۱] درسونو کې د هغه استاد و.[۱۶] په انسان در عرف عرفان کتاب کې د حسن زاده د یادیزو له مخې په عملي عرفان کې د هغه استاد علامه طباطبایي و.[۱۷]

تدریس

حسن‌زاده آملي په قم کې له استوګنې وروسته، د فلسفې او عرفان د درسونو په تدریس بوخت شو او شرح منظومه، اشارات، اسفار اربعه، شرح فصوص قیصری، شرح تمهید او مصباح الانس یې تدریس کړل، هغه همداراز کابو اولس کاله د ریاضیات، هیأت، وقت او قبله درسونه ورکړل چې پایله یې د «معرفة الوقت و القبلة» په نامه د درسونو کتاب دی. .[۱۸]

وفات

علامه حسن زاده د ۱۴۰۰ ل کال د تلې په دریمه ( د ۱۴۴۳ق کال د صفرې په ۱۸) د زړه د ناروغۍ له امله د امل ښار په روغتون کې وفات شو.[۱۹] د هغه جنازه د لمانځه لپاره تهران ته یوړل شوه او د ایران رهبر ایت الله خامنه اي پرې لمونځ وکړ.[۲۰] د حسن زاده د جنازې دستورې د تلې په ۵ په امل کې ترسره شوې[۲۱] او د تلې په ۶ په ایرا کې په خپل ذاتي کور کې ښخ کړی شو.[۲۲]

په آمل کې د حسن زاده جنازه، ۱۴۰۰ د تلې ۵

شاګردن

د هغه ځینې شاګردان دا دي:

لیدتوګې

په ۱۳۹۳ق کال کې له علامه شعراني د حسن زاده آملي د اجتهاد او روایت د اجازې متن

د قرآن او له فلسفې او عرفان سره یې د اړیکو په اړه د حسن زاده آملي ځینې افکار دا دي:

قرآن د معارفو سرچینه

حسن‌زاده آملي، قرآن د الهي معارفو سرچینه ګڼي. د هغه له نظره نهج البلاغه، صحیفه سجادیه، اصول کافي، بحار الانوار او نورو روایي جوامعو له قرآنه سرچینه اخستې او د قرآن لاندینۍ درجې دي. د هغه په وینا، د معصومو امامانو ویناوې قرآن ته جاروت لري.[۳۳]

د دین، فلسفې او عرفان اړیکي

د علامه حسن زاده له نظره، قرآن، فلسفه او عرفان له یو بله جدا نه دي. هغه د دین او عرفان حقیقت یو ګڼي او هغه د خدای، د خدای د اسماء، افعالو، احکامو او د خداي د کتاب معرفت دی.[۳۴] هغه عرفان یو انسان ساز علم ګڼي او په دې باور دی چې د واقعي عرفان سرچینه، پېغمبر(ص)، وحي، او اهل بیت(ع) دي.[۳۵] د هغه له نظره، سوچه انسان سازه عرفان له قرآن سره متصل دی او معصوم امامان، د انسانانو معلمان او د خداي سفیران دي چې انسان سازه کړنلارې یعنې قرآن خلکو ته تشریح او توضیح کوي.[۳۶]

آیت‌الله حسن‌زاده، حکمت متعالیه د اسلامي فلسفې تکاملي بهېر ګڼي او باوري دی چې متعالیه حکمت له شهود (عرفان) سره اخښلی برهان دی. د هغه له نظره، هغه فلسفه چې له الهي دین سره مخالفت وکړي، د منلو نه ده؛ هغه څه چې د الهي دین انکار او هغه رد کړي، فلسفه نه ګڼل کیږي.[۳۷] حسن زاده آملي «د اسلامي فلسفې یوناني والی» ردوي او باوري دی چې له اسلامه د مخکې فیلسوفیانو لیدتوګې سطحي دي او اسلامي فیلسوفانو هغې ته ژورتیا ورکړې او د هغه په خبره پخې کړې یې دي.[۳۸]

د سید یدالله یزدان‌پناه په وینا حسن‌زاده آملي تر ټولو زیات اثرات له ملا صدرا او ابن عربي اخستې دي.[۳۹]

همداراز د هغه له نظره، لویدیځ اوختیځ که څه هم په صنایعو کې پرمختګ کړی: خو هغوي له انساني حقیقت او انسان سازه علم څه چې د مدینه فاضله سبب کیږي، لرې دي.[۴۰]

وحدت وجود

علامه حسن‌زاده باوري دی چې غیر له خدایه هیڅ وجود نیشته او هغه څه چې ورته ماسوی الله (له خدایه غیر) ویل کیږي د هغه مظهرونه (د ښکارېدو ځایونه) دي؛ البته هغه ټینګار کوي چې خالق خالق دی او مخلوق مخلوق، او خالق له هر عیب او نیمګړتیا پاک دی.[۴۱] هغه د موضوع د څرګندېدو لپاره، د سمندر او څپو مثال یې راوړي چې څپې هماغه سمندر نه دی خو له سمندره جدا او بیلې هم نه دي.[۴۲] هغه د ځینو روایتونو پر بنسټ،[۴۳] په دې باور دی چې له خدایه د مخلوقاتو جدا والی له یو مادي شي څخه د بل مادي شي د جداوالي په شان نه دی؛ بلکې خدای د خپل قهر او قدرت په صفت سره او مخلوق د خپل نقص په صفت سره له یو بله جدا دي.[۴۴] د حسن زاده آملي په وینا، له وحدت وجود نه هغه اخستون چې پکې مخلوقات وهم او خیال ګڼل شوي، غلط دی.[۴۵]

هغه د وجود شخصي وحدت ته د صَمَدي توحید نوم ورکړی دی.[۴۶] ویل شوي هغه لومړی کس دی چې دغه تعبیر یې کارولی دی.[۴۷] هغه د صمدي توحید تعبیر په توحید سوره کې له صَمَد ټکی اخستی دی.[۴۸][یاداشت۲] حسن زاده د توحید حقیقي شناخت ته د رسېدلو لاره، د عرفاني شهود لاره ګڼلې[۴۹] او په خپل دیوان کې یې داسې ویلې دي:




همه از دست شد و او شده استاَنَا و اَنْتَ و هو، هو شده است
درس عشق است و الفبائی نیستلایق او دل هر جایی نیست
طُرّه‌ی عشق شکن در شکن استحَسَن اندر حسن اندر حسن است[۵۰]


آثار

اصلي مقاله: د حسن زاده آملي د آثارو لړلیک

من این دنیای فانی را نمی‌خواهم نمی‌خواهم

من این لذّات آنی را نمی‌خواهم نمی‌خواهم

...

علی و آل پاکش را پذیرفتم پذیرفتم

فلانی و فلانی را نمی‌خواهم نمی‌خواهم

* سرچينه: حسن‌زاده آملي، دیوان اشعار، ۱۳۹۱ل، مخ ۱۶۲.

حسن زاده لکه چې په خپله یې ویلي تر ۱۳۸۰ ل کاله پورې ۱۷۸ چاپ او ناچاپ اثار لرلي دي.[۵۱] د هغه اثار د فلسفې، عرفان، کلام، اخلاق، فقه، ریاضیات، نجوم، عربي ادبیاتو، فارسي ادبیاتو، طبیعي علومو، لرغوني طب، غریبه علومو او رجال په موضوعاتو کې لیکل شوې دي. هغه خپل یو مهم اثر سَرْحُ الْعُیون فی شَرْحِ الْعُیون ګڼلی چې له فلسفي او عرفاني نظره یې د نفس په معرفت خبرې کړې دي.[۵۲]

هغه فَصُّ حِکْمَةٍ عِصْمَتِیَّةٍ فی کلمةٍ فاطمیَّة کتاب د ابن عربي په لیکلي کتاب فصوص الحکم باندي د تکمیلې (بشپړوونکي) په توګه لیکلی دی. هغه په دې کتاب کې د حضرت فاطمه(س) ځانګړنې، روایتونو ته په کتنې سره او فلسفي او عرفاني لیدتوګې سره بیان کړې دي.[۵۳]

د کلیله او دمنه تصحیح، د ګلستان سعدي تصحیح، د شعرونو دیوان او امیرالمؤمنین(ع) ته د منسوبو شعرونو مصادر، د هغه له ادبي اثارو څخه دي.[۵۴] حسن زاده همداراز د ځینو اثارو لکه نهج البلاغه، تفسیر خلاصة منهج الصادقین او شفایِ ابن سینا، تصحیح کړې او د ابن ترکه په تمهید القواعدِ او فصوصِ قیصري باندې یې شرحې او لمن لیکونه لیکلې دي.[۵۵]

غوره اثار

د حسن زاده آملي لیکلی «سرح العیون فی شرح العیون» کتاب د حوزې د کال کتاب غونډې په دریم پړاو کې چې په ۱۳۸۰ کال کې په قم کې ترسره شوه، د فیصله کوونکو له خوا د دغه غونډې د غوره اثر په توګه وپېژندل شو.[۵۶]

«الحجج البالغة علی تجرد النفس الناطقة»کتاب څخه د حوزې د کال کتاب د غونډې په پینځم پړاو کې چې په قم کې ترسره شو د دغه غونډې د غوره کتاب په توګه قدرونه وشوه.[۵۷]

عملي سیرت

حسن زاده آملي په خپله وینا، ځینې مکاشفات لرلي [۵۸] او ځینې یې په انسان در عرف عرفان کتاب کې راغونډ کړې دي.[۵۹] شیعه مفسر او فیلسوف عبد الله جوادي آملي هم، حسن زاده آملي یو الهي حکیم او د عقلِ نظر او عقلِ عمل رایوځای کوونکی او کم ساری عارف ګڼلی چې هم یې د عقل لاره او هم د شهود(یادداشت۳] لاره وهلې ده. هغه همدرازا، چله نشیني، د شپو روڼول، سحر خیزي او د رجب او شعبان د میاشتو روژې نیول د حسن زاده له عملي سیرتونو څخه ګڼلې دي.[۶۰]

علامه حسن زاده خپله مېرمنه چې په ۱۳۸۲ ل کال کې د حضرت فاطمه(س) د شهادت له کلیزې سره په یو وخت وفات شوه، په ایرا کلي کې د خپل کور په غولي کې په یوه کوټه کې چې ورته یې بَیْت‌ُالرَّحْمَه (د مهربانۍ کور) نوم ورکړ، ښخه کړه.[۶۱] د غیر رسمي سرچینو له مخې، حسن زاده د دغه کار سبب د خپلې مېرمنې زیات خدمت ګڼلی دی.[۶۲] حسن زاده د خپل وصیت مطابق په همدې کوټه کې د خپلې مېرمنې څنګ ته ښخ کړی شو.[۶۳]

سیاسي فعالیت

د ۱۳۹۱ ل کال د تلې په ۹ د تهران په یو روغتون کې د حسن زاده آملی پوښتنې ته د ایت الله خامنه اي ورتګ[۶۴

حسن زاده آملي په خپله وایي چې په ۱۳۴۲ل کال کې ترکیې ته د امام خمیني جلاوطنۍ مخکې قم ته تللی او له امام سره یې بیعت کړی و.[۶۵] د هغه د شاګرد علي معلمي په وینا، حسن زاده آملي د ایران د کمیونسټانو د اتحاديې په ماته کې چې په ۱۳۶۰ ل کال کې په آمل کې د ایران د اسلامي جمهوریت په خلاف یې وسله وال اقدام کړی و (د آمل شخړه) موثر و.[۶۶]

همداراز هغه د ایت الله خامنه اي له رهبر ملاتړ کاوه او د د هغه د شاګرد حسن رمضاني په وینا په وړو سیاسي چارو کې به یې لاسوهنه نه کوله.[۶۷] ایت الله خامنه اي په تسلیتي پېغام کې، هغه د رباني عالم، توحیدي سالک او په ډېرو فنونو د پوه په توګه یاد کړی دی.[۶۸]

د حسن زاده آملي په اړه اثار

د حسن زاده آملي په اړه کتابونه، مستندونه او غونډې جوړې او خپرې شوې دي چې ځینې یې دا دي:

  • «نجم الدین؛ نیم‌نگاهی به زندگی‌نامه حضرت آیت‌الله حسن حسن‌زاده آملی» کتاب، لیک د محسن برزگر په ۱۳۸۳ل کال کې خپور شو. .[۶۹]
  • «گفت‌وگو با علامه حسن‌زاده آملی» کتاب، د محمد بدیعي په هڅه چې له حسن زاده سره په ۱۶ مرکو کې برابر شوی دی.په دې کتاب کې ځینو موضوعاتو لکه د حسن زاده علمي ژوند، د هغه استادان، تالیفات، حوزوي علوم، او د فلسفې او عرفان په تکړه کسانو خبرې شوې دي.[۷۰]
  • «تشنه دانش: راهنمای دانش‌پژوهی بر اساس زیست‌نامه علمی علامه حسن‌زاده آملی» لیک د سید مرتضی حسینی کمال‌آبادی، چې پکې د علامه حسن زاده تعلیمي یادیزې بیان او شنل شوې دي.[۷۱]
  • د مسعود امیني تیراني په هدایتکارۍ پينځه ټوکیزه ډاکومنټري «منظومه حُسن» چې د علامه حسن زاده د ژوند په اړه ده چې د ایران د اسلامي جمهوریت د ریډیو ټيلي ویژن د څلورم چینل په هڅه جوړه او خپره شوې ده.[۷۲]
  • «روایت صنوبر» ډاکومنټري جوړوونکی یې ایمان احمدي دی چې د حسن زاده آملي په ژوند جوړه شوې او د ۱۳۹۴ل کال په چنګاښ میاشته کې د ایران له افق چینله خپره شوې ده.[۷۳]
  • د علام حسن زاده آملي په درنښت او قدرونه کې د طبیب روحاني په نوم دریم سیمینار د ۱۳۹۲ل کال د غویي په ۲۶ د تهران پوهنتون په هڅه د تهران د طبي علومو په پوهنتون کې جوړ شو.[۷۴]

حسن زاده آملي په ۱۳۹۲ل کال کې د تل پاتې څېرې په دریم کانفرنس کې د پاتېدونکې څېرې په توګه غوره شو.[۷۵]

فوټ نوټ

  1. «شب‌زنده‌دار کیست؟»، خبرگزاری فارس.
  2. «زندگی‌نامه حضرت حجه الاسلام والمسلمین سید محمد رضا مدرسی یزدی»، سایت جامعه مدرسین حوزه علمیه قم.
  3. «منصوری لاریجانی: بعد از جنگ سرتیپ۲ شدم»، پایگاه خبری هراز نیوز.
  4. «علامه صمدی آملی»، شخصیت‌نگار.
  5. «زندگی نامه حضرت استاد»، پایگاه رسمی اطلاع رسانی استاد رمضانی.
  6. «مهدی احدی»، پایگاه اندیشوران حوزه.
  7. «زندگی‌نامه استاد یزدان‌پناه»، پایگاه اطلاع رسانی استاد سید یدالله یزدان‌پناه.
  8. «زندگی‌نامه آیت‌الله طبرسی نماینده سابق ولی فقیه در مازندران»، سایت باشگاه خبرنگاران جوان.
  9. «سید حسن شجاعی کیاسری»، سایت کتاب فردا.
  10. «توصیه علامه حسن‌زاده آملی به طلاب»، معاونت فرهنگی و تبلیغی دفتر تبلیغات اسلامی حوزه علمیه قم (بلاغ).

سرچينې

بهرنۍ لینکونه