منځپانگې ته ورتلل

صالح عمل

د wikishia لخوا

صالح عمل یعنې نېک کار، او دا اصطلاح په دیني متونو کې پر الله د ایمان تر څنګ، د انسان د نېکمرغۍ شرط بلل شوی دی. قرآن کریم هغه مؤمنان چې صالح عمل کوي، د الله تر ټولو غوره مخلوق بللي دي. د قرآن له مخې، د قیامت په ورځ، دوزخیان دا هیله کوي چې کاش یو ځل بیا دنیا ته ور وګرځي، چې صالح عمل وکړي. په قرآن کې د ایمان سره مل صالح عمل پایله پاک ژوند (حیات طیبه) ګڼل شوې ده. قرآن ټول انسانان، پرته له هغو مؤمنانو چې صالح عمل ترسره کوي، په تاوان کیې.

صالح عمل هر هغه نېک انفرادي یا ټولنیز کار ته ویل کېږي چې د خیر او ارزښت وړ وي. له هغو اعمالو چې د عمل صالح نمونې بلل شوې، ځینې یې دا دي: د الله اطاعت، انفاق او لګښت په نېکۍ کې، د واجباتو ادا کول او د محرماتو پرېښودل، علم او پوهه ترلاسه کول، عبادت، او هر هغه کار چې د ټولنې د پرمختګ لامل شي. قرآن‌پوهان وایي چې ایمان او صالح عمل یو پر بل متقابل اغېز لري، او د دواړو یو ځای شتون د یو بل د کمال سبب دی. یوازې ایمان، او یا یوازې صالح عمل، د انسان د کامیابۍ لپاره بسنه نه کوي. هغوی باور لري چې هر څوک چې ډېر او لوړ ایمان او صالح عمل ولري، همغومره به د نجات او فلاح لوړې مرتبې ته ورسېږي.

مقام

په قرآن کې صالح عمل؛

«څوک چې د خپل رب سره د لقا او لیدو هیله لري، هغه باید نیک عملونه وکړي.»

* سرچينه: کهف سوره، ۱۱۰ آیت

په قرآن کریم کې، د ایمان تر څنګ، صالح عمل د انسان د ژغورنې او نېکمرغۍ شرط ګڼل شوی دی.[۱] د عمل صالح سپارښتنه[۲] او د هغه لپاره د جنت وعده، د قرآن په ډېرو آیتونو کې راغلې ده.[۳] عمل صالح ۸۷ ځله په مختلفو بڼو سره په قرآن کې ذکر شوی دی.[۴] دا عبارت «الَّذِينَ آمَنُوا وَ عَمِلُوا الصَّالِحَات» (هغوی چې ایمان راوړي او نېک عملونه وکړي) په قرآن کې ډېر راغلی دی.[۵] د قرآن له مخې، هر څوک چې عمل صالح وکړي، په داسې حال کې چې مؤمن وي، نو جنت ته به ولاړ شي.[۶]

مفسرانو ټینګار کړی چې په دین کې هغه څه چې ارزښت لري او د انسان د کرامت او نېکمرغۍ سبب کېږي، ایمان او عمل صالح دی.[۷] ویل شوي چې له الله سره ریښتینې دوستي هغه ده چې په صالح عمل کې انعکاس ومومي، او که نه، ایمان بې له صالح عمله ځان غولونه ده.[۸]

د صالح عمل مانا او مصادیق (بېلګې)

صالح عمل یوه عمومي مفکوره بلل شوې ده، چې معنا یې ده: نېک او ښه کار.[۹] ویل شوي چې دا هر شایسته فردي، ټولنیز، عبادي او سیاسي عمل رانغاړي.[۱۰] له مصادیقو یې دي: د الله اطاعت،[۱۱] جهاد،[۱۲] د رسول الله (ص) پیروي،[۱۳] د واجباتو ادا او د محرماتو پرېښودل،[۱۴] عبادت، انفاق، د علم او پوهې ترلاسه کول، او هر شایسته او غوره کار چې د بشري ټولنې د پرمختګ سبب شي.[۱۵]

د ایمان او صالح عمل اړیکه

هر نارینه یا ښځه چې نېک عمل ترسره کړي، په داسې حال کې چې مؤمن وي، موږ به ورته حیات طیبه (پاک او نېک ژوند) ورکړو.
* سرچينه: نحل سوره، ۹۷ آیت

د جعفر سبحاني په وینا، په ډېرو مواردو کې چې قرآن له صالحه عمل یادونه کړې، هلته یې پر الله پر ایمان هم تاکید کړی دی.[۱۶] د هغه په باور، ایمان او صالح عمل یو پر بل اغېز لري، او د یو وجود د بل د کمال سبب کېږي.[۱۷] د جاپاني قرآن‌پوه ایزوتسو په وینا، دا تړاو دومره نږدې دی چې ایمان د صالح عمل په واسطه تعریفېدلی شي، او صالح عمل د ایمان په وسیله.[۱۸] مفسرانو د قرآن د آیتونو پر استناد دا نتیجه اخیستې چې یوازې هغه صالح عمل قبول دی چې له ایمان سره مل وي.‏[۱۹] همداراز، هغوی صالح عمل د ایمان ونه[۲۰] او زیږنده ګڼي.[۲۱]

د صالح عمل پایله

د قرآن له مخې، د صالح عمل پایلې هم په دنیا او هم په آخرت کې څرګندېږي،[۲۲] او هر څوک چې لوړ ایمان او صالح عمل ولري، هغومره به د رستګارۍ او ژغورنې لوړې مرتبې ته ورسېږي.[۲۳] په بینه سورت، ۷ آیه کې، هغه مؤمنان چې صالح عمل کوي، د الله غوره مخلوقات بلل شوي دي.[۲۴]

په فاطر سورت، ۱۰ ایت کې، پاکه وینا (صحیح عقیده) او عمل صالح، د معنوي قرب لامل بلل شوی دی.[۲۵] په ځینو قرآني آیتونو[۲۶] کې راغلي چې د قیامت په ورځ، دوزخیان دا ارمان کوي چې کاش دنیا ته بېرته لاړ شي چې عمل صالح وکړي.[۲۷] د جنت د لوړو درجاتو هغه مؤمنانو ته وعده ورکړل شوې چې صالح عمل یې کړی وي.[۲۸] قرآن ټول انسانان، پرته له هغو مؤمنانو چې عمل صالح ترسره کوي، په تاوان (خُسران) کې ګڼلي دي.[۲۹]

د لا زیاتې مطالعې لپاره

  • چیستی عمل صالح در قرآن کریم، سید مصطفی احمدزاده، پژوهشگاه علوم و فرهنگ اسلامی، ۱۳۹۶ل
  • عمل صالح و مصادیق آن در قرآن کریم**، طیبه اکبری‌راد، تهران، کویر، ۱۳۸۸ل

فوټ نوټ

  1. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۴، ص۱۴۲ و ج۱۶، ص۱۴۱؛ منتظری، اسلام دین فطرت، ۱۳۸۵ش، ص۲۹۸؛ مطهری، مجموعه آثار، ۱۳۸۹ش، ج۲۲، ص۹۶.
  2. از جمله، آیه ۱۰ و ۳۷ سوره فاطر، آیه ۹۷ سوره نحل، آیه ۸۸ و ۱۱۰ سوره کهف، آیه ۹ سوره تغابن، آیه ۳ سوره عصر، آیه ۵۵ سوره نور، آیه ۱۲۰ سوره توبه، آیه ۶۲ سوره بقره، آیه ۱۵ سوره جاثیه، آیه ۶۷ سوره قصص،  آیه ۱۴، ۲۳ و ۵۶ سوره حج، آیه ۱۲ سوره محمد، آیه ۸۲ سوره بقره، آیه ۷۵ سوره طه.
  3. سبحانی، منشور جاوید، قم، ج۱۴، ص۳۳۸ و ۳۴۵؛ محسنی، انوار هدایت، ۱۳۹۴ش، ج۱، ص۳۴۸.
  4. سبحانی، منشور جاوید، قم، ج۱۴، ص۳۳۸.
  5. مکارم شیرازی، اخلاق اسلامی در نهج البلاغه (خطبه متقین)، ۱۳۸۵ش، ج۱، ص۵۲۰.
  6. قرائتی، تفسیر نور، ۱۳۸۸ش، ج۲، ص۱۷۰.
  7. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۱، ص۲۸۲؛ قرائتی، تفسیر نور، ۱۳۸۸ش، ج۱، ص۱۲۹.
  8. مدرسی، تفسیر هدایت، ۱۳۷۷ش، ج۱، ص۵۱۴.
  9. سبحانی، منشور جاوید، قم، ج۱۴، ص۳۳۹؛ خوشدل مفرد، «بررسی حوزه معنایی عمل صالح در قرآن»، ص۱۷.
  10. طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۲۰، ص۳۵۷؛ مکارم شیرازی، پیام قرآن، ۱۳۸۶ش، ج۶، ص۱۵۴؛ کاشانی، منهج الصادقین فی إلزام المخالفین، تهران، ج۱۰، ص۳۱۴.
  11. میبدی، کشف الاسرار و عدة الابرار، ۱۳۷۱ش، ج۶، ص۴۶۸.
  12. طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۹، ص۴۰۳.
  13. کاشانی، منهج الصادقین فی إلزام المخالفین، تهران، ج۵، ص۳۷۵.
  14. خوشدل مفرد، «بررسی حوزه معنایی عمل صالح در قرآن»، ص۱۷.
  15. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۲۷، ص۲۹۹.
  16. سبحانی، منشور جاوید، قم، ج۱۴، ص۳۴۰ و ۳۴۱.
  17. سبحانی، منشور جاوید، قم، ج۱۴، ص۳۳۸.
  18. ایزوتسو، مفاهیم اخلاقی دینی در قرآن مجید، ۱۳۹۴ش، ص۴۱۵.
  19. قرائتی، تفسیر نور، ۱۳۸۸ش، ج۴، ص۵۷۷؛ ارزانی، «همراهی اثربخش ایمان و عمل صالح (با تکیه بر المیزان)»، ص۱۲۲.
  20. مکارم شیرازی، پیام قرآن، ۱۳۸۶ش، ج۶، ص۱۵۳؛ مکارم شیرازی، اخلاق اسلامی در نهج البلاغه (خطبه متقین)، ۱۳۸۵ش، ج۱، ص۵۲۰.
  21. سبحانی، منشور جاوید، قم، ج۱۴، ص۳۴۶.
  22. سبحانی، منشور جاوید، قم، ج۱۴، ص۳۴۴.
  23. مصباح یزدی، رستگاران، قم، ص۱۴۴.
  24. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۲۷، ص۲۰۸؛ ارزانی، «همراهی اثربخش ایمان و عمل صالح (با تکیه بر المیزان)»، ص۱۳۴.
  25. سبحانی، منشور جاوید، قم، ج۱۴، ص۳۴۸؛ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۱۸، ص۱۹۴.
  26. آیه ۱۰۰ سوره مؤمنون، آیه ۱۲ سوره سجده، آیه ۳۷ سوره فاطر.
  27. ابوالفتوح رازی، روض الجنان و روح الجنان، ۱۴۰۸ق، ج۱۴، ص۵۱؛ قرائتی، تفسیر نور، ۱۳۸۸ش، ج۷، ص۳۰۸؛ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۱۸، ص۲۷۵.
  28. طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۱۴، ص۱۸۳.
  29. ارزانی، «همراهی اثربخش ایمان و عمل صالح (با تکیه بر المیزان)»، ص۱۲۱.

سرچينې

  • ابوالفتوح رازی، حسین بن علی‏، روض الجنان و روح الجنان فی تفسیر القرآن، مشهد، آستان قدس رضوی، بنیاد پژوهش‌های اسلامی‏، ۱۴۰۸ق.
  • ارزانی، حبیب‌رضا، و محمدرضا ارزانی، «همراهی اثربخش ایمان و عمل صالح (با تکیه بر المیزان)»، اخلاق، شماره ۹، سال سوم، بهار ۱۳۹۲ش.
  • ایزوتسو، توشیهیکو، مفاهیم اخلاقی دینی در قرآن مجید، ترجمه فریدون بدره‌ای، تهران، فرزان روز، ۱۳۹۴ش.
  • خوشدل مفرد، حسین، «بررسی حوزه معنایی عمل صالح در قرآن»، پژوهشنامه علوم و معارف قرآن کریم، شماره۴، پاییز ۱۳۸۸.
  • سبحانی، جعفر، منشور جاوید، قم، مؤسسه امام صادق (علیه السلام)، بی‌تا.
  • طباطبایی، سید محمدحسین‏. المیزان فی تفسیر القرآن، بیروت، مؤسسة الأعلمی للمطبوعات‏، ۱۳۹۰ق.
  • قرائتی، محسن، تفسیر نور، تهران، مرکز فرهنگی درس‌هایی از قرآن‏، ۱۳۸۸ش،
  • کاشانی، فتح‌الله بن شکرالله‏، منهج الصادقین فی إلزام المخالفین، تهران، کتابفروشی اسلامیه‏، بی‌تا.
  • محسنی، محمد آصف، انوار هدایت، کابل، رسالات مرکز حفظ و نشر آثار حضرت آیت‌الله العظمی محسنی، ۱۳۹۴ش.
  • مدرسی، سید محمد تقی، تفسیر هدایت، مشهد، آستان قدس رضوی، بنیاد پژوهش‌های اسلامی، ۱۳۷۷ش.
  • مصباح یزدی، محمد تقی، رستگاران، تدوین و نگارش: محمدمهدی نادری قمی، قم، انتشارات مؤسسه آموزشی و پژوهشی امام خمینی(ره)، بی‌تا.
  • مطهری، مرتضی، مجموعه آثار، تهران، صدرا، ۱۳۸۹ش.
  • مکارم شیرازی، ناصر، اخلاق اسلامی در نهج البلاغه (خطبه متقین)، تهیه و تنظیم: اکبر خادم الذاکرین، قم، نسل جوان، ۱۳۸۵ش.
  • مکارم شیرازی، ناصر، پیام قرآن، تهران، دارالکتب الاسلامیه، ۱۳۸۶ش.
  • مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دارالکتب الإسلامیه، ۱۳۷۱ش،
  • منتظری، حسینعلی، اسلام دین فطرت، تهران، نشر سایه، ۱۳۸۵ش.
  • میبدی، احمد بن محمد، کشف الاسرار و عدة الابرار، به اهتمام علی اصغر حکمت، تهران، امیرکبیر، ۱۳۷۱ش.