صخره جومات

د wikishia لخوا
مسجد الاقصی سره تېروتنه مه کوئ
صخره جومات

صخره جومات یا مسجد الصَخْره، قبة الصخره و یا مقدس صَخرهٔ، د بیت المقدس په ښار کې د مسجد الاقصی یوه برخه ده چې د موریا په غونډۍ  جوړه شوې ده. دا جومات او ګنبد یې پر یوې لویې ډبرې جوړ شوی، چې په یهودیت، اسلام او عسائیت کې محترمه ده. د مسلمانانو له نظره، حضرت محمد(ص) له همدې ډبرې څخه معراج ته پورته شو. یهودان په دې باور دي چې ځمکه له دې ډبرې څخه پراخه شوې، د آدم(ع) جسد له دې خاورې څخه جوړ شوی او ابراهیم ته امر شوی و چې خپل زوی په دې ځای کې قرباني کړي.

مشهور طلایی ګنبد چې ځینې خلک یې د الاقصی جومات ګنبد ګڼي، په یاد شوې ډبرې جوړ شوی او د جومات ګنبد ډبره ده. صخره جومات په لومړۍ هجري پېړۍ کې د عبدالملک بن مروان په دوره کې جوړ شوی او له هغه وروسته په بېلابېلو دورو کې بیا رغول شوی دی.

اهمیت

د ډبرې د ګنبد دننه ډبره چې وايي پیغمبر(ص) له هغه ځایه معراج ته تلی دی

الصخره ګنبد او په دمشق کې د اموي جومات، په قاهره کې د عمروعاص جومات او په تونس کې د قیروان جومات له هغه مهمو ودانیو څخه دی چې په لومړۍ قمري پیړۍ کې جوړ شوي دي.[۱] دا ګنبد د یهودیانو، عیسایانو او مسلمانانو له خوا محترمه ده.[۲]

هغه غر چې د ډبرې ګنبد پرې جوړ شوی دی د هجرت تر دوهم کال پورې د مسلمانانو قبله وه.[۳] د مسلمانانو له نظره حضرت محمد(ص) د معراج په شپه له همدې ډبرې څخه معراج ته پورته شو.[۴] یهودان په دې باور دي چې ځمکه له همدې ډبرې څخه پراخه شوې او د حضرت آدم(ع) جسد له دې خاورې څخه جوړه شوی او دا هماغه ځای دی چې حضرت ابراهیم خپل زوی د خدای له حکم وروسته د قربانۍ لپاره دلته راوستی و.[۵]

د ودانۍ جغرافیایي موقعیت او مختصات

په بیت المقدس کې د الاقصی جومات او صخره جومات

صخره جومات یا الصخره ګنبد د بیت المقدس د الاقصی جومات په ساحه کې په موریا غونډۍ لپاسه موقعیت لري.[۶] الصخره ګنبد د سرو زرو رنګ ګنبد لري او د یوې اته کونځي (octagonal) ودانۍ په سر کې موقعیت لري چې څلورو اړخو ته څلور دروازې لري.[۷]

د صخره جومات په جنوب لوېديځ کې د مرمر د ستنې په يوه ټوټه د «قدم محمد» په نوم يو ځای لري، چې ويل کېږي د معراج په شپه د حضرت محمد(ص) د پښو نښې دي.[۸] همدارنګ قبة الصخره ته نږدی یو بل مشهور ځای د «قبة النبي» په نامه دی چې د قدس خلکو په باور، حضرت خضر هلته لمونځ کړی دی.[۹] د قبة الصخره د سینګار له مخې یو له بډایه اسلامي ودانیو څخه شمیرل کیږي.[۱۰]

تاریخ

د صخره جومات د جوړولو چارې په ۶۶ هجري قمري کال کې د اموي خلیفه عبد الملک بن مروان په دوره کې په بیت المقدس کې د موریا غره د ډبرې په شاوخوا کې پیل او په ۷۲ هجري کال کې بشپړ شو.[۱۱] په داسې حالاتو کې چې په مکه کې عبد الله بن زبیر خلافت ته ورسید او حاجیان یې بیعت کولو ته اړ کول. عبد الملک مروان خلک د حج له سفره منعه کړل او هڅه یې وکړه چې د حج د سفر په بدله کې خلک د قبة الصخره زیارت او طواف وکړي.[۱۲]

قبة الصخره په ۲۱۶ هجري کې د عباسي خلیفه مأمون په دوره کې بیا جوړ شو. له بیارغونې وروسته د جومات کاڼي باندې د مأمون نوم د عبد الملک بن مروان په ځای ولیکل شو، خو د جوړېدو کال یې په ۷۲ هجري کال کې پر ځای پاتې شو.[۱۳]

په ۴۰۷ هجري قمري کال کښې په قدس کښې سخته زلزله وشوه او د قبة الصخره ړنګه شوه او په 413 هجري قمري کال کښې د فاطمي خليفه الظاهر د خلافت په وخت کښې د صخره جومات بيا ودان شو. په ۴۶۰ میلادي کال کې یوه بله زلزله د جومات د ویجاړیدو لامل شوه چې په ۴۶۷ کې د عباسي خلیفه القیم بامرالله لخوا بیا روغ شو.[۱۴]

د نامې کیښودو سبب

د صخره جومات نوم ځکه ایښودل شوی چې دا جومات په یوه ډبره باندې جوړ شوی چې په بیت المقدس کې د موریا په غره باندې واقع دی او له همدې امله ورته د قبة الصخره (د ډبرې ګنبد) هم ویل کیږي.[۱۵] «قبه» په عربۍ کې ګنبد ته وایي.[۱۶]

د ډبرې ګنبد ځینې وختونه د الاقصی جومات سره ګډوډ کیږي؛ د ډبرې ګنبد طلايي ګنبد لري، خو د الاقصی جومات ګنبد تیز رنګ لري.[۱۷] البته، هغه سیمه چې د الاقصی جومات، د صخرې جومات، براق دیوال [یادونه ۱] او ... هلته موقعیت لري ټولو ته په یوځای مسجد الاقصی ویل کیږي.[۱۸]

اړونده څیړنې

فوټ نوټ

  1. سعادتی، «نقش اماکن و آثار مذهبی در تمدن اسلامی»، ص۱۵۰.
  2. بینش، نگاهی نو به جنگ‌های صلیبی، ۱۳۸۶ش، ص۲۵.
  3. میرابوالقاسمی، باستان‌شناسی، ۱۳۹۲ش، ص۱۱۴.
  4. موسی‌غوشه، تاریخ مجموعه مسجدالاقصی، ۱۳۹۰ش، ص۲۳.
  5. حمیدی، تاریخ اورشلیم، ۱۳۸۱ش، ص۱۷ و ۱۸.
  6. موسی‌غوشه، تاریخ مجموعه مسجدالاقصی، ۱۳۹۰ش، ص۲۳.
  7. موسی‌غوشه، تاریخ مجموعه مسجدالاقصی، ۱۳۹۰ش، ص۲۳.
  8. حمیدی، تاریخ اورشلیم، ۱۳۸۱ش، ص۱۷ و ۱۸.
  9. نجاتی، حضرت خضر(ع) و مکان‌های منسوب به ایشان، ۱۳۹۵ش، ص۲۴۴.
  10. حمیدی، تاریخ اورشلیم، ۱۳۸۱ش، ص۱۷ و ۱۸.
  11. موسی‌غوشه، تاریخ مجموعه مسجدالاقصی، ۱۳۹۰ش، ص۲۳.
  12. الدمیری، حیاة الحیوان الکبری، ۱۴۲۴ق، ج۱، ۱۰۰؛ حسینی طهرانی، امام‌شناسی، ۱۴۱۸ق، ج۱۸، ص۳۲۳ و ۳۲۵.
  13. موسی‌غوشه، تاریخ مجموعه مسجدالاقصی، ۱۳۹۰ش، ص۲۶.
  14. موسی‌غوشه، تاریخ مجموعه مسجدالاقصی، ۱۳۹۰ش، ص۲۶.
  15. حمیدی، تاریخ اورشلیم، ۱۳۸۱ش، ص۱۷ و ۱۸.
  16. موسوی‌پناه، حرم در واژه‌ها، ۱۳۹۱ش، ص۴۳.
  17. «قبة الصخره را با مسجدالاقصی اشتباه نگیرید»، سایت خبرگزاری صداوسیما.
  18. موسی غوشه، تاریخ مجموعه مسجدالاقصی، ۱۳۹۰ش، ص۷.

سرچينې

  • بینش، عبدالحسین، نگاهی نو به جنگ‌های صلیبی، قم، زمزم هدایت، ۱۳۸۶ش.
  • حمیدی، جعفر، تاریخ اورشلیم، امیركبیر، تهران، دوم، ۱۳۸۱ش.
  • حسینی طهرانی، سید محمدحسین، امام‌شناسی، ج۱۸، مشهد، انتشارات علامه طباطبایی، ۱۴۱۸ق.
  • الدمیری، کمال‌الدین محمد، حیاة الحیوان الکبری، با حاشیه و مقدمه احمد حسن بسج، بیروت، دارالکتب العلمیه، ۲۰۰۲م/۱۴۲۴ق.
  • سعادتی، قادر، «نقش اماکن و آثار مذهبی در تمدن اسلامی»، در مجموعه مقالات کنگره جهانی جریان‌های افراطی و تکفیری از دیدگاه علمای اسلام، ج۱، قم، دارالإعلام لمدرسة اهل البیت، ۱۳۹۳ش.
  • موسوی‌پناه، ابراهیم، حرم در واژه‌ها، مشهد، آستان قدس رضوی، ۱۳۹۱ش.
  • میرابوالقاسمی، محمدتقی، باستان‌شناسی قرآن، رشت، کتاب مبین، ۱۳۹۲ش.
  • نجاتی، محمدسعید و محمدمهدی فقیه بحرالعلوم، حضرت خضر(ع) و مکان‌های منسوب به ایشان (به ضمیمه کتاب‌شناسی)، تهران، مشعر، ۱۳۹۵ش.
  • «قبة الصخره را با مسجدالاقصی اشتباه نگیرید»، سایت خبرگزاری صداوسیما، تاریخ انتشار: ۳۰ مرداد ۱۳۹۶ش.