ذبیح الله
ذبیح الله د ابراهیم علیه السلام د زوی اسماعیل لقب دی چې خدای پاک ابراهیم ته د هغه د حلالولو امر وکړ. قرآن د ذبحې کیسه بیان کړې ده خو د ذبیح نوم یې نه دی یاد کړی. شیعه ذبیح الله اسماعیل او یهودان یې د اسحاق لقب ګڼي. سنيان هم په دې اړه اختلاف لري چې ذبيح اسماعيل دى او که اسحاق.
د ذبح کیسه
اصلي مقاله: د اسماعیل ذبح
د ذبیح الله معنی د خدای لپاره قرباني شوې یا د خدای لپاره سر پرې کړې شوې، ده. ذبیح الله د حضرت ابراهیم له اولادونو څخه د یو لقب دی چې د خدای لخوا حضرت ابراهیم ته امر وشو چې هغه د خدای په لاره کې قرباني کړي.[۱] د قرآن له مخې ابراهیم علیه السلام په خوب کې ولیدل چې خپل زوی ذبح کوي. نو په دې اړه یې له خپل زوی سره خبرې وکړې نو هغه ورته وویل چې د خدای له حکم سره سم عمل وکړي. کله چې دوي دواړه د خدای رضا ته تسلیم شول او ابراهیم خپل زوی د هغه د حلالولو لپاره په قربانګاه کې سملاوه، نو غږ راغی: «اې ابراهیم! تا خپل خوب پوره کړ، په حقیقت کې موږ نیکانو ته دا رنګ بدله ورکوو.[چې د عمل پر ځای د هغوی پاک او خالص نیت قبلوو] یقیناً دا امتحان روښانه و او د هغه زوی مو له لویې قربانۍ [له ذبح کیدو] وژغوره».[۲] د رواياتو له مخې جبرئيل عليه السلام د خداى په اراده د چاقو د كار كولو مخه ونيوله او ابراهيم عليه السلام د خپل زوى پر ځاى يو آسماني پسه ذبحه كړ.[۳] د قربانۍ د لوی اختر په ورځ قرباني کول د هغه ذبحې په یاد کې ترسره کیږي.[۴] په لغت کې ذبحه د سر پرې کولو په معنا ده.[۵]
ذبیح د چا لقب دی؟
قرآن د ذبحې کیسه کړې ده. خو د ذبيح نوم يې نه دى په ډاګه کړى.[۶] په دې اړه دوه نظريې دي چې «ذبیح الله» د ابراهيم د کوم یو زوي لقب دی. ځينې يې د اسماعيل لقب بولي او ځينې يې د اسحاق لقب بولي. علامه مجلسي په بحار الانوار کې د دواړو نظريو روايتونه راوړي دي.[۷]
اسماعیل
شيعه مفسران د صافات سوره د 101-113 آيتونو په حواله په دې اند دي چې خداى پاک ابراهيم ته د اسمعيل د پيدايښت له خبر[۸] او د ذبح له کيسې وروسته د اسحاق[۹] د پيدايښت زيرى ورکړ[۱۰] د ایت الله مکارم په وینا، هغه کسان چې ذبیح اسحاق ګڼي، په قرآن کریم کې ابراهیم علیه السلام ته دوه بشارتونه اسحاق علیه السلام سره اړوند بولي. دوی لومړی بشارت د هغه زیږون او دوهم بشارت د هغه نبوت سره اړوند ګڼي. د ده له نظره له يادو آيتونو څخه په روښانه په لاس راځي چې دوه بشارتونه د ابراهیم(ع) د دوو اولادونو په اړه وو.[۱۱]همدارنګه علامه طباطبايي هم په دې اند دى چې د دغو آيتونو سیاق او صراحت په دې دلالت کوي چې اسماعيل ذبیح الله دی.[۱۲]
په ځینو روایاتو کې اسماعیل د ذبیح الله په نوم پیژندل شوی دی. یو له هغو څخه دا دی چې پېغمبراکرم(ص) په ځینو احادیثو کې ځان ابن ذبیحین بللی دی[۱۳] همدارنګه په دعای مشلول کې چې امام علی(ع) ته منسوبه ده[۱۴] او په هغه احادیثو کې چې له امام صادق(ع)[۱۵] او امام رضا(ع)[۱۶] نقل شوي دي اسماعیل د ذبیح په توګه معرفي شوی دی. په غُفَیله زيارت کې (د رجب په نيمايي کې د امام حسين(ع) لپاره ځانګړی زيارت)، امام حسين(ع) ته د اسماعيل ذبيح الله د وارث په توګه سلام شوی دی: «السَّلامُ عَلَیک یا وارِثَ إسماعیلَ ذَبیحِ اللّه».[۱۷]
ځینې لیکوالان د هاجرې د هجرت او د اسماعیل د زېږېدو کیسه د ذبحې له کیسې سره تړلې او د اسماعیل ذبح یې د هغوی بشپړوونکی ګڼلی.[۱۸] شیخ صدوق د روایتونو اختلاف ته په اشارې سره ذبحه کیدونکی اسماعیل ګڼي او وایي: له دې سببه چې اسحاق د ذبحې له کیسه وروسته پیدا شو، هغه به هیله کوله چې ای کاش هغه هم هغه کس وې چې پلار ته یې د ذبح کولو امر شوی و. خو د اسماعیل علیه السلام په څېر یې د خدای امر ته غاړه کېښوده او د خدای په امر یې صبر وکړ او په ثواب کې د اسماعیل درجې ته ورسېد.[۱۹]
د اهل سنتو ځینې مفسرین د ځینې حدیثونو له مخې ذبیح اسماعیل ګڼي. دا قول ابوهريره، عامر بن واثله، عبد الله بن عمر، ابن عباس، سعيد بن مسيب، يوسف بن مهران، ربيع بن انس او داسې نورو ته یې منسوب کړی دی.[۲۰] همدارنګه فخرزي او ابن عاشور دا احتمال ورکړی دی چې ذبيح اسماعيل وي.[۲۱]
اسحاق
د اهل سنتو ځینې مفسرین ذبیح الله د اسحاق لقب ګڼي. دا قول یې د عمر بن خطاب، سعید بن زبیر، کعب الاحبار، قتاده، زهري، طبري او مالک بن انس په څیر خلکو ته منسوب کړی دی.[۲۲] آیت الله مکارم شیرازي هغه روایتونه چې اسحاق د ذبیح الله په نوم معرفي کوي. له اسرائيلیاتو څخه متاثر ګڼي او دا احتمال یې ورکړی دی چې دا روایتونه د يهودانو له خوا جوړ شوي وي.[۲۳]
همدارنګ په تورات کې اسحاق ذبیح الله معرفی شوی دی.[۲۴] البته، په ځینې ځایونو کې ذبیح د ابراهیم علیه السلام یواځینې زوی معرفي شوی دی.[۲۵]
ابن ذبیحین
په ځینو روایتونو کې د عبد المطلب د نذر د قصې پر بنسټ چې د خدای په لاره کې له خپل اولادونو څخه یو قرباني کړي، عبدالله بن عبدالمطلب ته ذبیح او پیغمبر(ص) ته ابن ذبیحین ویل شوي دي.[۲۶] [یادښت ۲]
اړونده څېرنې
فوټ نوټ
- ↑ سوره صافات، آیه ۱۰۲.
- ↑ سوره صافات، آیه۱۰۱ تا ۱۰۸
- ↑ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷، ج۴، ص۲۰۸
- ↑ صادقی تهرانی، البلاغ، ۱۴۱۹ق، ص۴۵۰؛ سید قطب، فی ظلال القرآن، ۱۴۱۲ق، ج۵، ص۲۹۹
- ↑ دهخدا، لغتنامه، ذیل واژه ذبح.
- ↑ وګورئ: سوره صافات، آیه ۱۰۲.
- ↑ مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۱۲، ص۱۳۲-۱۳۷.
- ↑ سوره صافات، آیه۱۰۱-۱۰۷.
- ↑ سوره صافات، آیه ۱۱۲.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۱۹، ص۱۲۹.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۱۹، ص۱۲۹.
- ↑ طباطبائی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۱۷، ص۱۵۵.
- ↑ شیخ صدوق، عیون أخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۲۱۰؛ شیخ صدوق، الخصال، ۱۳۶۲ش، ج۱، ص۵۶-۵۸.
- ↑ کفعمی، المصباح، ۱۴۰۵ق، ص۲۶۳.
- ↑ قمی، تفسیر القمی، ۱۴۰۴، ج۲، ص۲۲۶؛ شیخ صدوق، من لایحضرالفقیه، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۲۳۰.
- ↑ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۶، ص۳۱۰.
- ↑ محمدی ریشهری، دانشنامه امام حسین(ع)، ۱۳۸۸ش، ج۱۲، ص۱۲۷.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۱۹، ص۱۲۰.
- ↑ شیخ صدوق، الخصال، ۱۳۶۲ش، ج۱، ص۵۷-۵۸.
- ↑ قرطبی، الجامع لاحکام القرآن، ۱۳۶۴ش، ج۱۶، ص۱۰۰.
- ↑ فخررازی، مفاتیح الغیب، ۱۴۲۰ق، ج۲۶، ص۳۵۱؛ ابنعاشور، التحریر و التنویر، بیتا، ج۲۳، ص۷۰-۶۹.
- ↑ قرطبی، الجامع لاحکام القرآن، ۱۳۶۴ش، ج۱۶، ص۱۰۰.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۱۹، ص۱۱۹-۱۲۰.
- ↑ تورات، سِفر پیدایش، ۲۲: ۱- ۱۴.
- ↑ تورات، سفر پیدایش، ۲۲: ۲.
- ↑ شیخ صدوق، عیون أخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۲۱۰.
سرچينې
- ابنعاشور، محمد بن طاهر، التحریر و التنویر، بیروت، مؤسسه التاریخ، ۱۴۲۰ق.
- ابنهشام، عبدالملک بن هشام، السیرة النبویة، دارالمعرفه، بیتا.
- محمدی ریشهری، محمد، دانشنامه امام حسین(ع) بر پایه قرآن، حدیث و تاریخ، انتشارات مؤسسه علمی فرهنگی دارالحدیث، قم، چاپ دوم، ۱۳۸۸ش.
- دهخدا، علیاکبر، لغتنامه، تهران، مؤسسه لغتنامه دهخدا، ۱۳۴۱ش.
- سید قطب، فی ظلال القرآن، دارالشروق، بیروت، قاهره، ۱۴۱۲ق.
- شیخ صدوق، عیون اخبار الرضا(ع)، تصحیح مهدی لاجوردی، تهران، نشر جهان، چاپ اول، ۱۳۷۸ق.
- شیخ صدوق، محمد بن علی، الخصال، تصحیح: علیاکبر غفاری، قم، جامعه مدرسین، ۱۳۶۲ش.
- شیخ صدوق، محمد بن علی، من لایحضره الفقیه، تصحیح علیاکبر غفاری، قم، دفتر انتشارات اسلامی، ۱۴۱۳ق.
- صادقی تهرانی، محمد، البلاغ فی تفسیر القرآن بالقرآن، مؤلف، قم، چاپ اول، ۱۴۱۹ق.
- طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، قم، دفتر انتشارات اسلامی، چاپ پنجم، ۱۴۱۷ق.
- فخر رازی، محمد بن عمر، مفاتیح الغیب،دار احیاء التراث العربی، بیروت، چاپ سوم، ۱۴۲۰ق.
- قرطبی، محمد بن احمد، الجامع لاحکام القرآن، تهران، انتشارات ناصر خسرو، ۱۳۶۴ش.
- قمی، علی بن ابراهیم، تفسیر القمی، تصحیح سید طیب موسوی جزائری، دار الکتاب، قم، چاپ سوم، ۱۴۰۴ق.
- کفعمی، المصباح، ابراهیم بن علی، قم، دارالرضی (زاهدی)، ۱۴۰۵ق.
- کلینی، الکافی، تصحیح: علیاکبر غفاری و محمد آخوندی، تهران، دارالکتب الاسلامیه، ۱۴۰۷ق.
- مجلسی، محمدباقر، بحار الانوار، مؤسسة الوفاء، ۱۴۰۳ق.
- مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران،دار الکتب الإسلامیة، چاپ اول، ۱۳۷۴ش.