طواسین

د wikishia لخوا

طَواسین د شعراء او قصص سورو چې په «طسم» پېل کیږي او نمل سورې چې په «طس» پېل کیږي یو نوم دی.[۱] د طواسین سورو د تلاوت د فضیلت په اړه له امام صادق علیه السلام نقل شوي چې څوک چې د جمعې په شپه طواسین ولولي، د خدای له ولیانو به وي او د هغه په څنګ او د خدای له لطف او ملاتړه به برخمن شي. په دنیا کې ورته سختي نه رسیږي او په اخرت کې به ورته جنت ورکړی شي چې راضي شي، بلکې تر رضا زیات به ورکړی شي او خدای به سل حورالعین هغه ته واده کړي.[۲] همداراز د علامه حلي په وینا د طواسینو تلاوت په تېره بیا د جمعې په شپه مستحب دی.[۳]

فوټ نوټ

  1. رامیار، تاریخ قرآن، ۱۳۸۷ش، ص۵۹۷.
  2. حر عاملی، وسائل الشیعة، ۱۴۱۴ق، ج۷، ص۴۱۱، ح۹۷۲۲، حویزی، نور الثقلین، ۱۴۱۵ق، ج۴، ص۷۴.
  3. علامه حلی، تذکرةالفقهاء، ۱۴۱۴ق، ج۴، ص۱۱۷.

سرچينې

  • حر عاملی، محمد بن حسن، وسائل‌الشیعة، قم، موسسة آل‌البیت، ۱۴۱۴ق.
  • علامه حلی، حسن بن یوسف، تذکرة الفقهاء، قم، موسسة آل‌البیت، ۱۴۱۴ق.
  • حویزی، عبدعلی بن جمعه، نورالثقلین، تصحیح هاشم رسولی، قم، اسماعیلیان، چاپ چهارم، ۱۴۱۵ق.
  • رامیار، محمود، تاریخ قرآن، تهران، انتشارات امیر کبیر،۱۳۸۷ش.