عالمة غیر معلمة
عالِمَةٌ غیرُ مُعَلَّمَة (یوه داسې عالمه چې له چا یې زده کړه نه ده کړی) دا د حضرت زینب(س) له لقبونو څخه یو لقب دی چې امام سجاد(ع) ورته ورکړی دی.[۱]
کله چې د کربلا اسیران کوفې ته راورسیدل نو حضرت زینب(س) خلکو ته یوه خطبه ورکړه. د خطبې په پای کې، امام سجاد(ع) هغې ته وویل: «أنتِ بِحَمدِ اللّٰهِ عالِمَةٌ غَیرُ مُعَلَّمَة؛ ته الحمدالله یوه داسې عالمه چې له چا یې زده کړه یې نه ده کړی».[۲] د دې صفت پر بنسټ، حضرت زینب(س) ته «نا لوستې عالمه» لقب ورکړل شو.[۳] شیعه فیلسوف او فقیه آیت الله جوادي آملي، د امام سجاد(س) دا ستاینه د حضرت زینب(س) د عصمت او ولایت یو ډول ګواهي ګڼلې ده.[۴] دا هم ویل شوي چې د امام سجاد(س) د خپلې ترور دا ستاینه په لدنّی علومو باندې د زینب(س) د پوهې ثبوت دی.[۵]؛ د اسلام د تاریخ یو عالم او څېړونکی، سید علي خامنه اي، د زینب(س) د عظمت په اړه د امام سجاد(س) دا خبره د پیغمبر(ص) د کورنۍ څخه د یو معصوم امام خبرې سره مساوي ګڼلې ده.[۶] د حضرت زینب(س) د دې ستاینې څخه د امام سجاد(س) د مطلب په اړه څو امکانات ورکړل شوي دي:
- زینب(س) د خپل پاک طبیعت، عقل او فکر له لارې د الله تعالی او د هغه د ظاهري آیتونو په اړه پوهه ترلاسه کړه پرته له دې چې ښوونکي ته اړتیا ولري، او هغې صبر وکړی شو او د خدای په قضا باندې راضي شوه.[۷]
- زینب(س) د خپل روح د پاکۍ او تهذیب نفس په نتیجه کې هغه مقام ته ورسیده د الهي الهامونو له لارې ورته پوهه راشي.[۸]
- د هغې ریښتیني ښوونکي پنجتن آل عبا وو، نه نور.[۹]
فوټ نوټ
- ↑ طبرسی، الاحتجاج، ۱۳۸۶ق، ج۲، ص۳۱.
- ↑ طبرسی، الاحتجاج، ۱۳۸۶ق، ج۲، ص۲۹ - ۳۱.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: بحرانی، عوالم العلوم، ۱۴۱۳ق، ج۱۱، قسم۲، ص۹۴۸؛ مظفری و جمشیدی، اسیران و جانبازان کربلا، ۱۳۸۳ش، ص۸۹.
- ↑ «ضرورت بازشناسی شخصیت حضرت زینب کبری(س)»، بنیاد بینالمللی علوم وحیانی اسراء.
- ↑ شفیعی مازندرانی، عاشورا حماسه جاویدان، ۱۳۸۱ش، ص۲۱۵.
- ↑ دفتر حفظ و نشر آثار حضرت آیت الله العظمی خامنهای،https://farsi.khamenei.ir/video-content?id=43451
- ↑ دفتر حفظ و نشر آثار حضرت آیت الله العظمی خامنهای،https://farsi.khamenei.ir/video-content?id=43451
- ↑ عاملی، الصحیح من سیرة الامام علی(ع)، ۱۴۳۰ق، ج۱، ص۳۱۶.
- ↑ فضلالله، للانسان و الحیاة، ۱۴۲۱ق، ص۲۷۲.
سرچينې
- بحرانی، عبدالله، عوالم العلوم و المعارف و الأحوال من الآیات و الأخبار و الأقوال (مستدرک سیدة النساء إلی الإمام الجواد)، تحقیق: محمدباقر موحد ابطحی اصفهانی، قم، موسسة الامام المهدی(ع)، چاپ اول، ۱۴۱۳ق.
- شفیعی مازندرانی، محمد، عاشورا حماسه جاویدان، تهران، مشعر، ۱۳۸۱ش.
- طبرسی، احمد بن علی، الاحتجاج، تحقیق: سید محمدباقر خرسان، نجف، دارالنعمان، ۱۳۸۶ق.
- «ضرورت بازشناسی شخصیت حضرت زینب کبری(س)»، بنیاد بینالمللی علوم وحیانی اسراء، تاریخ درج مطلب: ۷بهمن ۱۴۰۲ش، تاریخ بازدید: ۱۷ مرداد ۱۴۰۳ش.
- عاملی، سید جعفر مرتضی، الصحیح من سیرة الامام علی(ع)، ولاء المنتظر(ع)، چاپ اول، ۱۴۳۰ق.
- فضلالله، محمدحسین، للانسان و الحیاة، بیروت،دار الملاک، چاپ سوم، ۱۴۲۱ق.
- مظفری، محمد و سعید جمشیدی، اسیران و جانبازان کربلا، قم، فراز اندیشه، چاپ اول، ۱۳۸۳ش.