عبدالله دهدوه

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

عبدالله دَهْدوه

عبدالله دَهْدوه (۱۳۴۴-۱۳۹۰لمریز) په بلجیم کې یو شیعه عالم او مبلغ و. هغه تشیع مذهب ته له اوړېدو وروسته د علم د حصول لپاره قم ته لاړ او د قم په علمیه حوزه او جامعة المصطفی العالمیه کې د حوزوي علومو له زده کړې وروسته بلجیم ته ستون او په برسلز ښار کې یې امام رضا (ع) جومات او اسلامي مرکز جوړ کړ او په تبلیغ بوخت شو. د عبادي او مذهبي دستورو ترسره کول، د څو کتابونو لیکل او تر دوو سوو زیاتو شاګردانو روزل په بلجیم کې د هغه له فعالیتونو وو. عبدالله دهدوه د ۱۳۹۰ لمریز کال د کب په ۲۲ د تکفیري ترهه ګرو له خوا شهید کړی شو.

ژوند لیک

عبدالله دهدوه په ۱۹۶۶ میلادي کال کې چې له ۱۳۴۴ لمریز سره سمون خوري په مغرب هیواد کې پیدا شو. هغه چې مغربی الاصل و، د اهل بیتو (ع) د معارفو تر تاثیر لاندې شیعه مذهب ته واوښته او په ۱۳۵۹ لمریز کې دیني زده کړو د حاصلولو لپاره د قم علمیه حوزې کې داخل شو.[۱]

بلجیم ته هجرت

عبدالله دهدوه د تعلیم د یو پړاو له وهلو او د اسلامي معارفو او بنسټونو له زده کولو وروسته د اسلامي مسایلو تبلیغ لپاره بلجیم ته لاړ او د خپلو فعالیتونو تر څنګ یې د طبیعي علومو ایم ای ډګري د بجلیم له پوهنتونونو واخسته.[۲]

په قم کې بیا تعلیم

دهدوه څو کاله پس بیا د تعلیم د دوام لپاره ایران او قم ښار ته لاړ. هغه په جامعة المصطفی العالمیه کې د فقې او اسلامي معارفو د کورس له بشپړولو وروسته بلجیم ته ستون شو او خپل تبلیغي فعالیتونه یې په برسلز ښار کې د امام رضا (ع) جومات او اسلامي مرکز په جوړولو سره پیل کړل.[۳]

تبلیغي اقدامات

عبدالله دهدوه په خپلو فعالیتونو کې د اهل بیتو (ع) د فرهنګ په خپراوي کې اغېزمن اقدامات وکړل؛ منجمله د عبادي مذهبي دستورو ترسره کول د څو کتابونو لکه «الحریة من وجهة نظر الاسلام و الغرب» لیکل، تر دوو سوو زیاتو شاګردانو روزل او د مدینة العلم موسسې جوړول.[۴]

هغه همداراز د فقهي او عقایدي موضوعاتو په اړه د شعاع الحکمه په نوم په فرانسوۍ ژبه د ډېرې اثر لرونکې خپرونې چاروال او کارکوونکی هم و چې د اروپا په مسلمانانو کې یې ډېر پلویان لرل.[۵] هغه د اهل بیتو د نړیوالې ټولنې عمومي مجمع غړی هم و، د اهل بیتو د مکتب د خپراوي او ویناوو لپاره یې ډېرو اروپایی هیوادونو ته سفرونه وکړل او په نړیوالو کانفرنسونو کې یې هم فعال شرکت درلود.[۶]

عبدالله دهدوه، په بلجیم کې د خپل فعالیت په وخت کې د دغه هیواد او د مراکش په سلګونو خلک د اهل بیتو له مکتب سره بلد کړل او د هغه شاګردان د بلجیم او نورو اروپایي هیوادونو په پوهنتونونو کې تدریس کوي.[۷]

دهدوه د اهل بیتو (ع) د نړیوالې ټولنې په پینځمه غونډه کې چې د ۱۳۹۰ کال د وږي په میاشته کې په تهران کې ترسره شوه شتون درلود او د ایران د اسلامي جمهوریت له مشر ایت الله خامنه یې سره یې کتنه وکړه.[۸]

شهادت

عبدالله دهدوه د ۱۳۹۰ کال د کب په ۲۲ په برسلز کې د تکفیري ترهه ګرو له خوا شهید کړی شو.[۹] د راپورونو له مخې ترهه ګرو په امام رضا جومات برید وکړ او هغه یې وسوزاوه چې په دغه اورلګونه کې عبدالله دهدوه شهید شو. اصلي تورن د محکمې په غونډه کې ویلې وو چې غوښتل یې د هغو سوریاوالو غچ واخلي چې د شیعیانو په لاس وژل کیږي.[۱۰]

د دهدوه جنازه د مغرب په طنجه کې د هغه زېږنځي ته ولېږدل او هم هلته خاورو ته وسپارل شوه.[۱۱] د بلجیم محکمې اصلي تورن په ۲۷ کاله بند محکوم کړ.[۱۲]

ققنوس ډاکومنټري

په ۱۳۹۴ لمریز کال کې د ایران د اسلامي جمهوریت له ټیلي ویژنه د «ققنوس» په نامه یوه ډاکومنټري خپره شوه چې د عبدالله دهدوه د ژوند او د بلجیم د شعیانو په هکله وه.[۱۳] دغه فلم تر اوسه د سینما حقیقت د فیسټول د ډاکومنټري چینل انعام، د عمار فلم د ولسي فیسټیول د اسلامي او نړیوالې بیدارۍ د مستند د برخې لومړی انعام او... ګټلې دي. او همداراز د لنډ دیني فلم د ټوکېدو په نهمې میلې کې د فیسټیول مډال وګاټه.[۱۴]

فوټ نوټ

سرچينې

  • د شهید عبدالله دهدوه ژوندلیک؛ خبرگزاری ابنا، تاریخ انتشار: ۲۳ اسفند ۱۳۹۰ش.
  • لماذا ینحدر أغلب الشیعة المغاربة المقیمین ببلجیکا من الریف؟، سایت نادورسیتی.
  • جنازة الشهید الشیخ عبد الله الدهدوه تصل مدینة طنجة المغربیة، سایت وکالة انباء براثا، 2012-03-21.
  • 27 سنة سجنا نافذا للبخاری قاتل الشیخ عبد الله دهدوه امام مسجد الرضا، سایت چیچائو پرس.
  • ساخت مستند ققنوس، پایگاه خبری خبر فارسی، ۱۳۹۴/۰۳/۲۹.
  • «په بلجیم کې د شیعه عالم شیخ عبدالله دحدوح وژنه مستند شوه»، خبرگزاری میزان، ۲۹/خرداد /۱۳۹۴ش.
  • مجمع جهانی اهل‌بیت، ویژه‌نامه شهادت حجت‌الاسلام و المسلمین عبدالله دحدوح، ۱۳۹۱ش.

بهرنۍ لینک