عبدالملک الحوثي

د wikishia لخوا
(له عبدالملک حوثی نه مخ گرځېدلی)
د یمن د انصارالله د مشر عبدالملک الحوثي انڅور

عبدالملک الحوثي د یمن د انصار الله غورځنګ دریم مشر دی. هغه د اسلامي وحدت پلوی او د فلسطین مدافع دی. د انصارالله غورځنګ د هغه د رهبرۍ په وخت کښې یمن د سعودی عربستان په شمول د څو عربو هیوادونو په شمول د عربستان د ائتلاف له پوځی حملې سره مخامخ شو. د عبدالملک په مشرۍ د یمن د انصارالله غورځنګ وتوانید چې په سعودي عربستان کې ځینې هدفونه په نښه کړي.

د عبدالملک په مشرۍ د انصارالله د غورځنګ له اقداماتو څخه د غزې د خلکو په ملاتړ په سور سمندرګی او باب المندب کښې په اسرائیلو د توغندیو حمله او د دغه رژیم د اړوندو بیړیو په نښه کول دي.

د عبدالملک حوثي دا پوځي اقدامات د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او د امریکا د حکومت له خوا په هغه باندې د بندیزونو لامل شول.

ژوندلیک

عبدالملک حوثي له خپل ورور حسین او پلار بدرالدین وروسته د یمن د انصارالله غورځنګ دریم مشر ګڼل کیږي.[۱] د راپورونو له مخې نوموړی د خپل پلار بدرالدین له خوا په دې مقام ټاکل شوی و.[۲] ځینو د هغه د انصار الله د غورځنګ مشري په 2010کال کې کې (د بدر الدین حوثي د مړینې کال) ګڼلی[۳]، او ځینې وايي 2004 (هغه کال چې حسین حوثي ووژل شو)[۴] او ځینې وايي 2006کال کې وه.[۵]

عبدالملک په خپلې هوښیارتیا او ځواکمنتیا سره[۶] د نړۍ له مهمو سیاسي شخصیتونو څخه شمیرل کیږي.[۷] د هغه له ځانګړتیاوو څخه دا هم یادیږي چې اوږدې نالیکلې ویناوې کول او د فلسطین مسله ته پاملرنه کول بیان شوي دي.[۸]

عبدالملک په صعده ولایت کې زیږیدلی دی. پلار يې بدرالدين د زيديه له مذهبي مراجعو څخه و او نيکه يې اميرالدين د سيمې له مشهورو عالمانو څخه و.[۹] د هغه د زېږېدو نېټه په ۱۹۷۹ او ۱۹۸۲ کې اعلان شوې ده.[۱۰] د هغه کنیت ​​ابو جبریل ذکر شوی دی.[۱۱] رسول الله(ص) سره د نسبت درلودلو له امله ورته د سید لقب ورکړی شوی دی.[۱۲] عبدالملک دیني علمونه[۱۳] او عربي ادب له خپل پلاره زده کړل. هغه له اکاډمۍ څخه علمي سند نه لري.[۱۴]

ځانګړتیاوې او لیدونه

د کارپوهانو په اند، د هغه د ورور حسین له مړینې وروسته، عبدالملک حوثي د یو قوماندان په توګه، د یمن د حکومت د پوځي ځواکونو د پرمختګ مخه ونیوله.[۱۵] د عبدالملک رهبري د سعودي عربستان په وړاندې د یمن د انصارالله د بریالیتوب تر ټولو مهم لامل ګڼل شوی دی.[۱۶] د عبدالملک ځواک په خلکو کې د هغه د پراخ شهرت له امله ګڼل کیږي.[۱۷] ویل کیږي چې هغه د لبنان د حزب الله له مشر سید حسن نصرالله څخه په الهام اخیستو سره وتوانید چې په سلګونو زره یمنیان راجلب کړي.[۱۸]

وروسته له هغې چې په ۲۰۱۷ کال کې د یمن انصارالله د عربي ایتلاف د بریدونو په ځواب کې د سعودي پر پلازمینې توغندیز برید وکړ، دغه هیواد د عبدالملک حوثي د نیولو لپاره د ۳۰ میلیونو ډالرو په ارزښت پیسې ټاکلې وې.[۱۹]

عبدالملک حوثي د اسلامي وحدت پلوي او د مذهبي شخړو مخالف ګڼل کیږي.[۲۰] هغه د فلسطین د حقوقو مدافع او د اسرائیلو پر وړاندې د فلسطیني ځواکونو د دفاع ملاتړی ګڼل کیږي. هغه د الاقصی طوفان عملیات د فلسطین او اسلامي امت لپاره یوه تاریخي او ستره بریا ګڼي.[۲۱]

له ایران سره اړیکه

له ایران سره د عبدالملک حوثي د اړیکو پیل د ۸۰ لسیزې په پیل کې ګڼل شوي دي، چې د هغه د پلار بدرالدین الحوثي په لاس شورو شوې.[۲۲] ځینې ​​په دې باور دي چې د هغه فکري او دیني شخصیت په ایران کې جوړ شوی دی.[۲۳]

کارپوهان په سور سمندرګي کې د یمن د لویدیځ ساحل د یوې برخې کنټرول د ایران لپاره یوه ستراتیژیکه لاسته راوړنه بولي.[۲۴]

کړنې او فعالیتونه

عبدالملک حوثي د خپل ورور حسین د یمن د پارلمان د غړي په توګه په صنعاء کې د هغه د ساتنې دنده پر غاړه درلوده.[۲۵] عبدالملک د خپل ورور حسین تر اغیز لاندې ګڼل کیږي. تر دې حده چې هغه د عبدالملک معنوي پلار او نمونه ګڼل کېږي.[۲۶] د انصارالله د رهبرۍ پر مهال د هغه ځينې کړنې:

  • د انصارالله غورځنګ د معرفۍ لپاره په (۲۰۰۷) کې د المنبر سایټ په جوړولو او په ۲۰۱۲ کال کې د المسیره شبکې تاسیس چې له دغې د دغه غورځنګ د پلویانو شمیر زیات شو.[۲۷]
  • د فاسد حکومت د نسکورولو، د اقتصاد د سمون او د (۲۰۱۴) ملي ډیالوګ د پرېکړو د پلي کولو په موخه د یوه خوځښت رامنځته کول.[۲۸]
  • د یمن د انصارالله غورځنګ په وړاندې د سعودي عربستان د پوځی ائتلاف مقاومت[۲۹]
  • له اقتصادي فساد سره مبارزه[۳۰]
  • د غزې په ملاتړ الاقصی طوفان د عملیاتو (۲۰۲۳-۲۰۲۴ ع) په حمایت کې په اسراییلو او د هغې په کښتیو بریدونه.[۳۱]

بندیزونه

په 2015 کې، د ملګرو ملتونو امنیت شورا د مشروع حکومت پر وړاندې د بغاوت تر عنوان لاندې په عبدالملک حوثي بندیز ولګاوه.[۳۲] د ۲۰۲۰ کال په پای کې د امریکا حکومت د یمن انصارالله د تروریستي ډلو په لیست کې د شاملولو ترڅنګ پر عبدالملک حوثي هم بندیزونه ولګول. د دغه هېواد نوي حکومت دغه پرېکړه په ۲۰۲۱ کال کې لغوه کړه.[۳۳]

په  انصارالله باندې د عبدالملک د رهبرۍ د دورې پېښې

د عبدالملک حوثي د رهبرۍ په دوره کې د انصارالله غورځنګ سره ځینې پیښې شوې دي چې ځینې یې په لاندې ډول دي:

  • د یمن له حکومت سره د هغه د مشرتابې له پیل څخه تر 2010 پورې ډیر جنګونه
  • په دغه هیواد کې د سعودي له پوځ سره جنګ (۲۰۱۰)
  • د علي عبدالله صالح د حکومت پر ضد د ۲۰۱۱ کال د فبرورۍ په ۱۱ مه د انتفاضې او انقلاب پیل
  • د ملي خبرو اترو ترسره کول او په حوثیانو باندې د حکومت د بریدونو غندنه (2013)[۳۴]
  • د صنعا کنټرول او د علي عبدالله صالح د حکومت نسکورول (۲۰۱۴م)[۳۵]
  • په یمن باندې د سعودي عربستان په مشرۍ د عربي ایتلاف یرغل (۲۰۱۵م)[۳۶]
  • د انصارالله د ځواکونو لخوا د علي عبدالله صالح وژل(۲۰۱۷)[۳۷]
  • د اسرائیلو په بیړیو باندې د دغه غورځنګ د حملو په ځواب کښې، د یمن د انصارالله په پوځي پوستو باندې د امریکې او انګلستان بریدونه (۲۰۲۴م) [۳۸].

فوټ نوټ

  1. «عبدالملک الحوثی..من متمرد من الاقالیم الی زعیم وطنی»، وبگاه خبرگزاری رویترز.
  2. «عبدالملک الحوثی»، وبگاه شبکه خبری الجزیره.
  3. «عبدالملک الحوثی»، وبگاه النشره.
  4. «عبدالملک الحوثی.. المرشد الاعلی فی الیمن»، وبگاه بوابة الحرکات الاسلامیه.
  5. «حقائق لا تعرفها عن عبدالملک الحوثی»، وبگاه مجله واسع صدرک.
  6. شیخ‌حسینی، جنبش انصارالله یمن، ص۱۹۴.
  7. «حقائق لا تعرفها عن عبدالملک الحوثی»، وبگاه مجله واسع صدرک.
  8. «الیمن: من هو قائد انصارالله عبدالملک الحوثی»، وبگاه شبکه خبری فرانس۲۴.
  9. «قائد انصارالله السید عبدالملک الحوثی»، وبگاه الخنادق.
  10. «عبدالملک الحوثی»، وبگاه شبکه خبری الجزیره.
  11. «قائد انصارالله السید عبدالملک الحوثی»، وبگاه الخنادق.
  12. «عبدالملک الحوثی.. الامام الثالث»، وبگاه روزنامه الشرق الاوسط.
  13. «قائد انصارالله السید عبدالملک الحوثی»، وبگاه الخنادق.
  14. شیخ‌حسینی، جنبش انصارالله یمن، ص۱۰۵.
  15. «عبدالملک الحوثی من زعیم المتمردین الی صانع الملوک»، وبگاه خبری نون پست.
  16. «راز مقاومت و شکست‌ناپذیری رهبر انصارالله یمن چیست؟»، وبگاه خبرگزاری فارس.
  17. «من این یستمد عبدالملک الحوثی قوته»، وبگاه خبرگزاری دویچه‌وله.
  18. «عبدالملک الحوثی.. المرشد الاعلی فی الیمن»، وبگاه بوابة الحرکات الاسلامیه.
  19. احمدی، «عبدالملک الحوثی.. زعیم خفی تلاحقه قائمة ارهاب ترامب»، وبگاه خبرگزاری آناتولی.
  20. «السید عبدالملک الحوثی یدعوا الی وحده الامه و نبذ الخلافات»، خبرگزاری تقریب.
  21. «النص الکامل لکلمة عبدالملک الحوثی حول طوفان الاقصی و الرد الاسرائیلی»، وبگاه شبکه خبری CNN.
  22. «هذا عبدالملک الحوثی ذراع ایران فی الیمن»، وبگاه شبکه خبری العربیه.
  23. مثال په توګه وګورئ: «عبدالملک الحوثی.. الامام الثالث»، وبگاه روزنامه الشرق الاوسط؛ «عبدالملک الحوثی.. المرشد الاعلی فی الیمن»، وبگاه بوابة الحرکات الاسلامیه.
  24. «من هو زعیم الحوثیین عبدالملک الحوثی؟»، وبگاه مصراوی.
  25. «قائد انصارالله السید عبدالملک الحوثی»، وبگاه الخنادق.
  26. «قائد انصارالله السید عبدالملک الحوثی»، وبگاه الخنادق.
  27. «حقائق لا تعرفها عن عبدالملک الحوثی»، وبگاه مجله واسع صدرک.
  28. شیخ‌حسینی، جنبش انصارالله یمن، ص ۲۵۲-۲۵۳.
  29. «حقائق لا تعرفها عن عبدالملک الحوثی»، وبگاه مجله واسع صدرک.
  30. «حقائق لا تعرفها عن عبدالملک الحوثی»، وبگاه مجله واسع صدرک.
  31. «السید الحوثی: نرصد السفن الاسرائیلیه فی البحر الاحمر.. سنظفربها و سنستهدفها»، وبگاه شبکه خبری المیادین؛ «راز مقاومت و شکست‌ناپذیری رهبر انصارالله یمن چیست؟»، وبگاه خبرگزاری فارس.
  32. «جماعة الحوثیین.. حرکة یمنیه جمعت بین الزیدیه و النهج الایرانی و الحکم العائلی»، وبگاه شبکه خبری الجزیره.
  33. «جماعة الحوثیین.. حرکة یمنیه جمعت بین الزیدیه و النهج الایرانی و الحکم العائلی»، وبگاه شبکه خبری الجزیره.
  34. «عبدالملک الحوثی.. المرشد الاعلی فی الیمن»، وبگاه بوابة الحرکات الاسلامیه.
  35. «عبدالملک الحوثی»، وبگاه شبکه خبری الجزیره.
  36. «الخروج من حرب الیمن یعزز امن السعودیه و رؤیتها الاستثماریه»، وبگاه روزنامه العرب.
  37. «مقتل علی عبدالله صالح برصاص الحوثیین»، وبگاه شبکه خبری الجزیره.
  38. «ضربات امریکیه و بریطانیه علی اهداف فی صنعاء و الحدیده و الحوثی یتوعده بالرد»، وبگاه شبکه خبری الجزیره.

سرچينې