د یمن انصارالله غورځنګ

د wikishia لخوا
د یمن انصارالله لوګو

د یمن انصارالله غورځنګ یا حوثیان د یمن د زیدیانو یو سیاسی مذهبي غورځنګ دی چې په ۱۹۹۰ م کال کې جوړ شوی او د دغه هیواد د خاورې یوه برخه په لاس کې لري. انصارالله د ایران د اسلامي انقلاب او امام خمیني له افکارو متاثره ګڼل کیږي. د حوثیانو د حکومت جوړول، په یمن کې د زیدیه امامیه حکومت دوام ګڼل کیږي چې په دریمې هجري قمري پېړۍ کې جوړ شو او تر یو زر یو سل کاله زیات یې دوام درلود.

له امریکا سره د دغه غورځنګ مقابله او له دغه هیواد سره د یمن د دولت همتړونوالی د انصارالله غورځنګ او د یمن د دولت تر مینځ د ځینې نښتو د جوړېدو سبب شو. دغه غورځنګ د یمن له دولت سره په لومړي جنګ کې خپل بنسټ ګر حسین حوثي له لاسه ورکړ خو په ورپسې جنګونو کې یې ځینې بریاوې لاسته راوړې. د اسلامي وېښتیا په پېلېدو سره حوثیانو د یمن په پلازمېنه صنعا واکمني ترلاسه کړه. سعودي عربستان د عربي ټلوالې په پوښښ کې د نیول شویو سیمو د بیرته اخستلو لپاره په انصار الله برید وکړ چې د دغه غورځنګ په مقابلې سره ناکامه شو.

انصارالله په غزې د اسراییلو د حملو او د فلسطیني ملکیانو د وژلې په ځواب کې په نیواکي فلسطین کې په ځینو سیمو او په سره سمندرګي او عدن خلیج کې په اسراییلو پورې اړوندو کشتیو بریدونه کول. دغه غورځنګ د امنیت شورا او ځینو عربو هیوادونو او امریکا د ترهه ګرۍ په لیسټ کې دی.

تعریف او حیثیت

د یمن انصارالله یو دیني غورځنګ دی چې سیاسی عقیدتي منظومه لري.[۱] د دغه غورځنګ د غړو مذهب د زیدیه فرقې یوه څانګه جاردویه دی چې شیعه دولس امامي فرقې ته ډېره نزدې فرقه ګڼل کیږي.[۲] دغه غورځنګ د یمن د امامیه حکومت په لړ کې ګڼل شوی چې په الهادي الی الحق ملقب یحیی حسین (وفات ۲۹۸ق) لخوا په یمن کې جوړ شو او تر ۱۱۰۰ کلونو زیات دوام یې درلود.[۳]

د دغه غورځنګ لومړی زړی د انجمن شباب المومن په نامه یوه کلتوري ټولګه وه چې په ۱۹۹۰ م کال کې جوړه شوه.[۴] په دغه ټولګې د حسین بدرالدین حوثي له مشرۍ وروسته، دغه ډلې د شباب المومن په ډلې خپل نوم بدل او سیاسی فعالیت پېل کړ.[۵] د دغه ډلې فرهنګي فعالیت له ۱۹۹۲م څخه تر ۲۰۰۴ میلادي کاله زیات شو او پوځي فعالیت یې پیل شو.[۶] حوثي میشته سیمو ته د یمن د هغه وخت د دولت بې پامي او په دغه سیمو کې د سلفي وهابي ډلو نفوذ او د تفکر پراختیا چې د حوثیانو لپاره جدي ګواښ ګڼل کېده، د دغه ډلې د جوړېدو یو سبب ګڼل شوی دی.[۷] د حوثیانو د نفوسو اندازه د یمن د ټول نفوس کابو څلویښت فیصده اعلان شوې ده.[۸] د حوثي نوم چې د دغه غورځنګ او د هغه د مشرانو لپاره کارول کیږي د صعده په جنوب کې د حوث په نوم یو ښار څخه اخستل شوی دی.[۹]

تنظیمي جوړښت

د یمن د انصارالله حکومت روده د دودیزې زیدیه رودې، خانداني حکومت او د جمهوري نظام په چوکاټ کې د ایران د اسلامي جمهوریت د نظام له ځینو ارګانونو اخستل شوې ګنل کیږي.[۱۰] د یمن انصار الله درې اجرایي تنظیمونه لري چې نېغ په نېغه د دغه غورځنګ د مشر تر نظر لاندې دي:

  • سیاسی شورا: یو اجرایي سازمان چې له سیاسي ډلو او ګوندونو، دپلماتیکو پلاویو او د سیمې له سازمانونو سره د اړیکو مدیریت په غاړه لري او سیاسی تحلیلونه، راپورونه او څېړنې برابر او وړاندې کوي.
  • اجرایي شورا: له خلکو سره له اړوندو ارګانونو جوړه ده لکه د فرهنګ او روزنې اداره، ټولنیزه اداره، د رسنیو سازمان، د ښځو چارې او ښاروالۍ.
  • د دولتي چارو سازمان: په اجرایي او قانون جوړونې سازمانونو کې د انصار الله پر پلاوي څارنه د دغه سازمان له دندو ګڼل شوې ده.[۱۱]

له ایران سره اړیکي

بدرالدین الحوثي په ایران کې

د یمن انصارالله غورځنګ له امام خمیني او د هغه د انقلاب له افکارو متاثره ګڼل کیږي چې د حسین حوثي له خوا د یمن خلکو ته د بېلګې په توګه معرفي شو.[۱۲] له امریکا او اسراییلو سره د دغه غورځنګ ټکر د ایران د اسلامي انقلاب له مفکورې متاثره ګڼل شوی دی.[۱۳] ایران د یمن د انصار الله د پوځي او مالي ملاتړ په توګه معرفي کیږي.[۱۴] ویل کیږي چې په ایران کې د بدرالدین الحوثي د استوګنې په موده کې، یمني ځوانانو په ایران کې پوځي، امنیتي او اعتقادي زده کړې وکړې.[۱۵] د یمن د انصارالله مخالفان، هغه په یمن کې د ایران مټ ګڼي.[۱۶]

سیمه ایز او نړیوال بایکاټ

د یمن انصارالله غورځنګ ځینې غړي منجمله عبدالملک الحوثي په ۲۰۱۴ م کال کې او له هغه وروسته د ملګرو ملتو د امنیت شورا د بایکاټ په لیسټ کې راغلل. امنیت شورا په ۲۰۲۲ م کال کې د انصارالله په غورځنګ وسلوال بایکاټ ولګاوه.[۱۷] په همدې کال د عربو دولتونو د کورنیو چارو د وزیرانو شورا، دغه غورځنګ په خپلو د ترهه ګرو ډلو لیسټ کې راوسته. نورو هیوادونو لکه امریکا دغه غورځنګ یو ترهه ګر تنظیم اعلان کړ.[۱۸]

د غورځنګ مشران

حسین الحوثي، د انصارالله لومړی مشر

د یمن انصارالله غورځنګ د جوړېدو له پېل څخه د حکومت تر جوړولو پورې ډېر مشران لرلي دي چې ځینو ته یې اشاره کوو:

حسین حوثي

اصلي مقاله: حسین الحوثي

حسین الحوثي چې د بدرالدین الحوثي زوی دی[۱۹] د یمن د انصارالله غورځنګ لومړی مشر او بنسټ ګر ګڼل کیږي.[۲۰] حسین حوثي د یمن له دولت سره د حوثیانو په لومړي جنګ کې، په ۲۰۰۴ م کال کې شهید شو.[۲۱] د هغه افکارو د یمن انصارالله غورځنګ اعتقادي منشور جوړاوه.[۲۲]

بدرالدین الحوثي

اصلي مقاله: بدرالدین الحوثي

بدرالدین حوثي د زیدیه له مراجعو و؛ هغه د انصارالله غورځنګ معنوي پلار ګڼل کیږي.[۲۳] هغه د یمن د ځینو زیدي عالمانو تر څنګ په یمن کې د وهابیت افکارو له نفوذ سره مقابله پېل کړه.[۲۴] بدرالدین د ایران د اسلامي انقلاب ملاتړی او د امام خمیني له افکارو متاثره ګڼل کیږي. هغه د وهابیت د فشارونو او ګواښونو په وجه، له یمنه ایران ته لاړ او یوه موده په قم کې استوګن و. دغه شتون له شیعه او اسلامي انقلاب سره د هغه د لا بلدتیا سریزه وه.[۲۵]

عبدالملک حوثي

اصلی مقاله: عبدالملک الحوثي

عبدالملک الحوثي، د انصارالله دریم مشر

د یمن د انصارالله غورځنګ دریم مشر عبدالملک الحوثي، له خپل ورور حسین او پلار بدرالدینه وروسته دغه منصب ته ورسید.[۲۶] د راپورونو له مخې هغه د خپل پلار بدرالدین له خوا په دغه مقام وټاکل شو.[۲۷] ځینو په انصارالله غورځنګ د هغه د مشرۍ پېل ۲۰۱۰م کال (د بدرالدین حوثي د وفات کال) ګڼلی[۲۸] او ځینو ۲۰۰۴م کال( د حسین حوثي د وژل کېدو کال)[۲۹] او ځینو ۲۰۰۵ م کال ګڼلی دی.[۳۰]

د یمن پر دولت بریالیتوب،[۳۱] د عربستان په مشرۍ د یمن په عربي ټلوالې برید،[۳۲] په سره سمندرګي او عدن خلیج کې د اسراییلو او په اسراییلو پورې اړوند کشتیو توغندویي او د ډرونز حملې،[۳۳] او په دغه دوو سمندرونو کې له امریکا او انګلستان سره نښته د عبدالملک الحوثي د مشرۍ د زمانې ځینې پېښې ګڼل کیږي.[۳۴]

د یمن له دولت سره د حوثیانو ټکر

حوثي ډلې د یمن دولت د امریکا ګوډاګی ګاڼه او په یمن کې یې د فقر او توپیر او د دولت په پییلتیا او د یمن په چارو کې د پردیو په لاسوهنه نیوکه لرله.[۳۵] د ستمبر د یوولسمې او په عراق او افغانستان د امریکا له حملې او په سیمه او عدن خلیج کې د امریکا له پوځي شتون وروسته، دغه غورځنګ امریکایي ضد دریځ غوره کړه[۳۶] او د صَرخه[یادداشت۱] په نوم د هغوي مشهور شعار د امریکا او اسراییلو په خلاف ورکړل شو.[۳۷] ځینو څېړاندو د امریکا په خلاف د صرخه شعار چې د یمن دولت هغه ځانته متوجې ګاڼه، او د غورځنګ د پوځي فعالیتونو زیاتوالی او د دغه غورځنګ د فعالیت په اړه له ځواب ورکولو د حسین الحوثي ډډه کول د یمن د دولت او دغه غورځنګ ترمینځ د نښتې او جنګ جوړېدو لامل ګڼلی دی.[۳۸] د دغه هیواد له دولت سره د یمن انصارالله پوځي مقابله د څو جنګونو سبب شوې ده:

  • لومړی جنګ: د حوثیانو په خلاف د یمن د دولت لومړی جنګ د حسین حوثي د وژل کېدو سبب شو. د دریو پوځي کسانو وژله او د حسین حوثي د نیولو لپاره هڅه د دغه جنګ د واقع کېدو سبب ګڼل شوی دی. دغه جنګ په ۲۰۰۴ م کال کې په مَرّان سیمه کې وشو[۳۹]
  • دوهم جنګ : د کړکیچونو له ختمولو څخه ډډه کول، په ۲۰۰۵م کال کې د دوهم جنګ سبب شو چې دوه میاشتې روان و. په نهایت کې د یمن دولت د کامیابۍ اعلان وکړ او جنګ پای ته ورسید. د دغه جنګ لمنه تر لومړي جنګه زیاته پراخه ګڼل شوې ده.[۴۰]
  • دریم جنګ: له دوهم جنګه پاتې کړکیچونه د دریم جنګ سبب شول. د دغه جنګ لمنه چې له ۲۰۰۵ م کال له وروستیو پېل او د ۲۰۰۶ م کال په لومړیو کې پای ته ورسید، صعده ښار ته وغځېده.[۴۱]
  • څلورم جنګ: د صعدې ولایت د یهودیانو کوچول او د حوثیانو له خوا په دغه ولایت کې د شیعه حکومت د جوړولو لپاره هڅې، د څلورم جنګ سبب شوې. د دغه جنګ چې په ۲۰۰۷م کال کې وشو لمنه له صعده ولایت بهر ته وغځېده. د قطر دولت په مینځګړیتوب سره دغه جنګ پای ته ورسید.[۴۲]
  • پینځم جنګ: دغه جنګ په ۲۰۰۸ م کال کې پېل شو او صنعا او عَمران ولایتونه یې ښکېل کړل. د دولت له خوا د یو اړخیز اوربند اعلان د دغه جنګ پای و.[۴۳]
  • شپږم جنګ: د بهرنیو اتباعو په تښتولو د حوثیانو تورنېدل په ۲۰۰۹ م کال کې د شپږم جنګ سبب شول. له هوایي حملې د دولت پراخه استفاده او د عربستان خاورې ته د حوثیانو ورننوتل او د دوو عسکرو وژل، د دغه جنګ له ځانګړیتاوو وو. په ۲۰۱۰م کال کې د عربستان له خاورې د حوثیانو له وتلو وروسته دغه جنګ پای ته ورسید.[۴۴]
د انصارالله تر ولکې لاندې سیمې (شین رنګ)

اسلامي بیداري او د ۲۰۱۱ م کال انقلاب

په ځینو اسلامي هیوادونو کې د اسلامي بېدارۍ په پېل سره، د یمن خلکو د حکومت د نسکورولو لپاره پاڅون وکړ او حوثیانو له دغه فرصته استفاده وکړه.[۴۵] د دغه بدلونونو په نتیجه کې، حوثیانو وکړی شول په ۲۰۱۱ م کال کې صعده ولایت ونیسي او د دغه ولایت چلول په لاس کې واخلي.[۴۶] حوثیانو د سیاسي موافقې له بهیر سره مخالفت وکړ او د ولسمشرۍ وارمخکې انتخابات یې ونه منل او د دغه هیواد نوی ولسمشر یې په رسمیت ونه پېژنده.[۴۷] حوثیانو له علي عبدالله صالح سره له ایتلافه وروسته، په ۲۰۱۴م کال کې د یمن پلازمینه صنعا ونیوله. په ۲۰۱۷ م کال کې علي عبدالله صالح له سعودي ایتلاف سره د خبرو اترو د اقدام په وجه د حوثیانو له خوا په خیانت تورن او له حوثیانو سره په نښته کې ووژل شو.[۴۸]

له بهرنیو هیوادونو سره وسلواله نښته

د یمن انصارالله له ډېرو بهرنیو هیوادونو سره پوځي نښته لرلې چې لاندې یې ځینو ته اشاره کوو:

په انصارالله د عربستان او د ایتلافي هیوادونو برید

د یمن ولسمشر منصور هادي او لومړي وزیر یې خالد بحاح له خپل مقامه استعفا ورکړه.[۴۹] هغه بیا عدن ته لاړ او موقت حکومت یې جوړ کړ. د عربستان په مشرۍ د سیمې د هیوادونو یو ایتلاف د ۲۰۱۵ م کال د مارچ په ۲۶ د منصور هادي په ملاتړ کې په یمن سختې هوایي او سمندري حملې پیل کړې چې له امله یې د یمن ډېر پوځي او ملکي مرکزونه او بیخ بنسټه مرکزونه وران شول.[۵۰] د دغه حملو هدف، د انصارالله له ولکې د یمني ولایتونو ویستل او له دغه غورځنګه د دولتي وسلو بیرته اخستل اعلان شوی و.[۵۱]

انصارالله د ایتلاف له هوایي حملو وروسته، اول د یمن مختلفې سیمې له القاعدې او له ایتلاف سره د هم تړونو ځواکونو سره د مقابلې لپاره په خپل کنټرول کې راوستې. د سعودي ایتلاف له تیري د کابو دوو میاشتو له تېرېدو وروسته یې په عربستان ډېرې حملې وکړي. د ایتلاف د حملو په زیاتېدو سره،د یمن انصارالله د حملو د بندولو په هدف د عربستان په خلاف له بالسټک توغندیواستفاده وکړه.[۵۲] حوثیانو څو څو ځله د عربستان تیلي تاسیسات په بالسټک توغندیو او ډرونز سره وویشتل.[۵۳]

د غزې په بمباریو په اعتراض کې په اسراییلو او په کشتیو یې برید

انصارالله غورځنګ د اسراییلو د حملو په وړاندې د غزې د خلکو په ملاتړ کې، څو ځله په توغندیو او ډرونز الوتکوسره د نیواکي فلسطین (اسراییلو) مختلفې سیمې وویشتلې.[۵۴] حوثیانو همداراز اسراییلي کشتۍ او هغه کشتۍ چې اسراییلي بندرونو ته روانې وې په سره سمندر او عدن خلیج کې وویشتلې.[۵۵] امریکا او انګلستان د یمن د انصارالله په خلاف ډېرې حملې وکړې چې د ځینو لویدیځو رسنیو په وینا ویې نه کړی شول حوثیان له دغو حملو واړوي.[۵۶] د انصارالله دغه اقدام د غزې د محاصري او د دغه سیمې په استوګنو سیمو، ملکي خلکو او طبي مرکزونو د اسراییلو د حملې په ځواب کې وشوې.[۵۷] په غزې د اسراییلو حملې، د ۲۰۲۳م کال په اکتوبر کې د حماس له خوا د طوفان الاقصي عملیاتو له کولو وروسته پېل شوې.[۵۸]

فوټ نوټ

  1. سید کامل، «الوجود الحوثی فی الیمن: دراسة فی الجغرافیا السیاسیه»، ص۱۹.
  2. سید کامل، «الوجود الحوثی فی الیمن: دراسة فی الجغرافیا السیاسیه»، ص۱۹.
  3. القاضی، «الحوثیین من الداخل.. ما لاتعرفه عنهم»، وبگاه شبکه خبری الجزیره.
  4. «محمد یحیی عزان.. تنظیم شباب المؤمن بالیمن»، وبگاه شبکه خبری الجزیره.
  5. احمدی، الزهر و الحجر: التمرد الشیعی فی الیمن، ۲۰۰۷م، ص۱۳۰.
  6. احمدی، الزهر و الحجر: التمرد الشیعی فی الیمن، ۲۰۰۷م، ص۱۳۷.
  7. «الحوثیون من هم و کیف نشأت حرکتهم»، وبگاه شبکه خبری BBC.
  8. محمد، «الظاهرة الحوثیه و التحول الفکری من الزیدیه الی الشیعه»، وبگاه القناطیر.
  9. محمد، «الظاهرة الحوثیه و التحول الفکری من الزیدیه الی الشیعه»، وبگاه القناطیر.
  10. «جماعة الحوثیین.. حرکة یمنیه جمعت بین الزیدیه و النهج الایرانی و الحکم العائلی» وبگاه شبکه خبری الجزیره.
  11. «جماعة الحوثیین.. حرکة یمنیه جمعت بین الزیدیه و النهج الایرانی و الحکم العائلی» وبگاه شبکه خبری الجزیره.
  12. «دواقع مساندة ایران للحوثیین فی الیمن»، وبگاه المنتدی العربی لتحلیل السیاسات الایرانیه.
  13. «الحوثییون من هم و کیف نشأت حرکتهم»، وبگاه شکبه خبری BBC.
  14. «کیف و متی بدأت علاقة ایران بمیلیشیات الحوثی فی الیمن»، وبگاه شبکه خبری العربیه.
  15. «دوافع مساندة ایران للحوثیین فی الیمن»، وبگاه منتدی العربی لتحلیل السیاسات الایرانیه.
  16. «کیف و متی بدأت علاقة ایران بمیلیشیات الحوثی فی الیمن»، وبگاه شبکه خبری العربیه.
  17. «جماعة الحوثیین.. حرکة یمنیه جمعت بین الزیدیه و النهج الایرانی و الحکم العائلی» وبگاه شبکه خبری الجزیره.
  18. «جماعة الحوثیین.. حرکة یمنیه جمعت بین الزیدیه و النهج الایرانی و الحکم العائلی» وبگاه شبکه خبری الجزیره.
  19. «حسین الحوثی... من الدعوه الی التمرد»، وبگاه شبکه خبری الجزیره».
  20. شیخ‌حسینی، جنبش انصارالله یمن، ۱۳۹۳ش، ص۴۵.
  21. «السید حسین بدرالدین الحوثی من الولاده.. الی معراج الشهاده»، وبگاه انصارالله.
  22. شیخ‌حسینی، جنبش انصارالله یمن، ۱۳۹۳ش، ص۲۴۵.
  23. احمدی، الزهر و الحجر: التمرد الشیعی فی الیمن، ۲۰۰۷م، ص۱۲۹.
  24. «العلامة الربانی بدرالدین الحوثی.. حائط صد امام التکفیریین»،‌ وبگاه انصارالله.
  25. جنبش انصارالله، ص۷۶ ـ ۷۹.
  26. «عبدالملک الحوثی..من متمرد من الاقالیم الی زعیم وطنی»، وبگاه خبرگزاری رویترز.
  27. «عبدالملک الحوثی»، وبگاه شبکه خبری الجزیره.
  28. «عبدالملک الحوثی»، وبگاه النشره.
  29. «عبدالملک الحوثی.. المرشد الاعلی فی الیمن»، وبگاه بوابة الحرکات الاسلامیه.
  30. «حقائق لا تعرفها عن عبدالملک الحوثی»، وبگاه مجله واسع صدرک.
  31. «عبدالملک الحوثی من زعیم المتمردین الی صانع الملوک»، وبگاه خبری نون پست.
  32. «حقائق لا تعرفها عن عبدالملک الحوثی»، وبگاه مجله واسع صدرک.
  33. «السید الحوثی: نرصد السفن الاسرائیلیه فی البحر الاحمر.. سنظفربها و سنستهدفها»، وبگاه شبکه خبری المیادین؛ «راز مقاومت و شکست‌ناپذیری رهبر انصارالله یمن چیست؟»، وبگاه خبرگزاری فارس.
  34. «الضربات الامریکیه و البریطانیه تفشل فی الحد من هجمات الحوثیین»، وبگاه شبکه خبری BBC.
  35. شیخ‌حسینی، جنبش انصارالله یمن، ۱۳۹۳ش، ص۱۵۳-۱۵۴.
  36. شیخ‌حسینی، جنبش انصارالله یمن، ص۲۴۳.
  37. شیخ‌حسینی، جنبش انصارالله یمن، ۱۳۹۳ش، ص۱۵۳.
  38. احمدی، الزهر و الحجر: التمرد الشیعی فی الیمن، ۲۰۰۷م، ص۱۴۰-۱۴۲.
  39. سید کامل، «الوجود الحوثی فی الیمن: دراسة فی الجغرافیا السیاسیه»، ص۲۲.
  40. سید کامل، «الوجود الحوثی فی الیمن: دراسه فی الجغرافیا السیاسیه»، ص۲۳.
  41. سید کامل، «الوجود الحوثی فی الیمن: دراسه فی الجغرافیا السیاسیه»، ص۲۳.
  42. سید کامل، «الوجود الحوثی فی الیمن: دراسه فی الجغرافیا السیاسیه»، ص۲۳-۲۴.
  43. سید کامل، «الوجود الحوثی فی الیمن: دراسه فی الجغرافیا السیاسیه»، ص۲۴.
  44. سید کامل، «الوجود الحوثی فی الیمن: دراسه فی الجغرافیا السیاسیه»، ص۲۴-۲۵.
  45. سید کامل، «الوجود الحوثی فی الیمن: دراسة فی الجغرافیا السیاسیه»، ص۲۷؛ محمد، «الظاهرة الحوثیه و التحول الفکری من الزیدیه الی التشیع»، ص۷۵.
  46. محمد، «الظاهرة الحوثیه و التحول الفکری من الزیدیه الی التشیع»، ص۷۵.
  47. سید کامل، «الوجود الحوثی فی الیمن: دراسه فی الجغرافیا السیاسیه»، ص۲۷.
  48. «جماعة الحوثیین.. حرکة یمنیه جمعت بین الزیدیه و النهج الایرانی و الحکم العائلی» وبگاه شبکه خبری الجزیره.
  49. «رئیس جمهور یمن استعفای خود را اعلام کرد»، وبگاه خبرگزاری تسنیم.
  50. خبرگزاری فارس
  51. سید کامل، «الوجود الحوثی فی الیمن: دراسه فی الجغرافیا السیاسیه»، ص۳۱.
  52. «انصارالله برای اولین بار با موشک بالستیک قاهر به عربستان حمله کرد.»، وبگاه روزنامه کیهان.
  53. «ابرز هجمات الحوثیین علی السعودیه»، وبگاه شبکه خبری الجزیره.
  54. «الحوثییون من هم و کیف نشأت حرکتهم»، وبگاه شکبه خبری BBC.
  55. «الضربات الامریکیه و البریطانیه تفشل فی الحد من هجمات الحوثیین»، وبگاه شبکه خبری BBC.
  56. «الضربات الامریکیه و البریطانیه تفشل فی الحد من هجمات الحوثیین»، وبگاه شبکه خبری BBC.
  57. «دهمین روز از عملیات طوفان الاقصیٰ»، وبگاه شبکه خبری العالم.
  58. «دهمین روز از عملیات طوفان الاقصیٰ»، وبگاه شبکه خبری العالم.

سرچينې