بغي

د wikishia لخوا

بَغْي، «وتل، خروج» یا د مشروع اسلامی حاکم په خلاف بغاوت کول دي. کوم کس چې بغي وکړي نو هغه ته باغي ویل کیږي. بغي ځینې حکمونه لري چې په فقهي کتابونو کې ترې بحث کیږي د فقهاوو د فتوا مطابق، اسلامي حاکم اول باید باغیانو ته نصیحت وکړي او که کومه پایله ونه لري نو ورسره جنګ کړي.

ځینو مسلمانو فقهاوو دا باغیانو د کفر حکم کړی دی او ځینو بیا هغه فاسقان بللي دي. شیعه فقهاوو هغه کسان چې د امام علي(ع) پر ضد جنګیدلي، باغیان ګڼلي دي. لکه خوارج او د صفین او جمل په جنګونو کې ګډونوال.

د ایران د اسلامي جزا په قانون کې هم د یاغیانو لپاره د اعدام سزا او د بند سزا په پام کې نیول شوې ده.

مفهوم پیژندنه

په فقه کې باغي د عادل او حق امام په وړاندې د بغاوت او خروج معنی لري او هغه څوک چې د هغه په ​​خلاف بغاوت کوي باغي بلل کیږي.[۱] په فقهي سرچینو کې چې د امام علي(ع) د حکومت په وخت کې یې د هغه په خلاف بغاوت وکړ لکه د جمل، صفین او په ځانګړې توګه خوارجو ته باغي ویل شوي دي.[۲]

باغیانو سره جنګ او د هغه شرطونه

د شیعه فقهاوو د فتوا له مخې، اسلامي حاکم باید لومړی د باغیانو لارښوونه وکړي او له بغاوت څخه یې منع کړي[۳] او که یې ونه مني، نو ورسره دې وجنګیږي.[۴] د کاشف الغطا‌ء (۱۱۵۶-۱۲۲۸)  په وینا، جنګه هاله جایز دی چې که د خبرو یا بلې له لارې هغوي له جګړې منعې نه شي نو بې جنګه بله لار نه پاتی کیږي.[۵]

د فقهي کتابونو له مخې، دغه ډلې سره د جنګیدو نور شرطونه دا دي:

  1. باغیان له عادل امام او د مسلمانانو له ټولنې څخه جلا شي او د هغه په ​​وړاندې بغاوت وکړي؛[۶] تر دې چې دوي د غلو او دښمنانو په ډله کې وګڼل شي.[۷]
  2. د علامه حلي او شهید ثاني په وینا، بغي یوازې هغه وخت واقع کېدای شي چې د معصوم امام په خلاف وي؛[۸] خو کاشف الغطاء د امام د خاص یا عمومي نایبانو په وړاندې بغاوت هم د بغی له مصداقونو ګڼلی دی.[۹]
  3. باغیان د امام یا حاکم د واک له پولو وځي او د صحرا په شان یو ځای کې راغونډ شي.[۱۰]
  4. د دوی ځواک باید داسې وي چې له جګړې پرته یې مخه ونه نیول شي.[۱۱]
  5. د دوي شمېر باید زیات وي.[۱۲] خو شهید اول بغي له یوه کس سره هم ممکن ګڼي.[۱۳]

نور حکمونه

د بغي نور فقهي حکمونه دا دي:

  • یاغیان د هغه شتمنۍ او ژوند ضامنان دي چې دوي یې له منځه وړي دي.[۱۴] خو مسلمانان د باغیانو د مړو او مال ضامن نه دي.[۱۵]
  • شیخ طوسي د جنګ په وخت کې د باغیانو مال اخیستل روا ګڼلي دي؛[۱۶] خو سید مرتضی او ابن ادریس حلي د باغيانو مال اخیستل روا نه ګڼي.[۱۷]
  • د یاغیانو ښځې او ماشومان نه نیول کیږي.[۱۸]
  • د باغیانو اسیران چلند په دې پورې اړه لري چې ایا دوي «ذوفئه» دي (یعنی د یو منظم تنظیم او روښانه رهبرۍ لاندی دي) که نه «ذوفئه» نه دي (غیر مربوط تنظیم) په لومړي حالت کې به (صفین د اصحابو په شان)، اسیران به وژل کیږي او تښتیدلو کسانو پسې به تلی شي؛؛[۱۹] خو په دویم حالت کې (لکه د جمل د اصحابو) اسیران به نه وژل کیږي او په تښتیدلو کسانو پسې به نه شي تلی.[۲۰]
  • ځینو فقهاوو لکه صاحب جواهر ویلي دي چې باغيانو یوازې بغاوت سره کافر نه ګڼل کیږي؛[۲۱] خو د شیخ طوسي په وینا ځینې شیعه فقهاء په دې باور دي چې باغيان کافران دي.[۲۲]

د اهل سنتو نظر

د بغي د مفهوم او د هغه د احکامو په هکله د اهل سنتو ځینې نظرونه دا دي:

  • د ابن قدامه (۵۴۱-۶۲۰ هـ ق) په وینا،[۲۳] چې له سني فقهاوو دی، اکثره سني فقهاء باغیان له هغه خوارجو څخه ګڼلي چې د مسلمانانو مال او جان حلال ګڼي.[۲۴] هغوي باوري دي چې له دوی سره جګړه د دې لپاره ده چې دوي په ځمکه کې فساد کوي، نه دا چې کافر ګڼل کیږي.[۲۵]
  • ځينو حنفيانو د بغی معنا دا کړی چې د امام له اطاعت څخه څوک وځي؛[۲۶] د مالكي او شافعي په فقه كې په امام باندې له بغاوت سربېره د امام حق نه وركول هم د بغي مصداق بللى دى؛[۲۷] لکه څه رنګ چې ابن عربي د لومړي خلیفه په زمانه کې د زکات نه ورکوونکیو سره جنګ باغیانو سره جنګ ګڼلی دی.[۲۸]
  • له حنفيانو پرته د سني فقهاوو له نظره، له اهل البغى سره د جګړې معنا د باغيانو شر په شا کول دي. له همدې امله د هغوی بندیان او تښتیدلي کسان نه وژل کیږي او نه تعقیبیږي او مال یې تر هغه وخته له امام سره ساتل کیږي تر څو چې هغوي باغیان دي.[۲۹]

د اسلامی جزا قانون

د اسلامي جزا په قانون کې (په 1392 لمریز کال کې تصویب شوی)، د بغی او باغیانو لپاره سزاګانې په پام کې نیول شوي، چې عبارت دي له:

  • د اعدام سزا: هغه ډله چې د ایران د اسلامي جمهوریت د نظام پر ضد وسله وال پاڅون وکړي باغي ګڼل کیږي او که له وسلې کار واخلي نو په اعدام محکومیږي.[۳۰]
  • عزیري حبس: که باغیان د جګړې او وسلې کارولو څخه مخکې ونیول شي، په بند محکومیږي.[۳۱] [۱ یادښت]
په اسلامي حکومت کې بغاوت او تمرد د کتاب انځور

ځانګړی لیکنی

«بغی و تمرّد در حکومت اسلامی» کتاب، ښاغلی مهدی پورحسین لیکلی چې څلور څپرکي لري: «د بغي د ټکی خصوصیات»، «د خلکو او اسلامي حکومت په یو بل باندې حقونه»، «مخالفان او حکومت غورځوونکي» او «باغیانو سره مخامخیدل»[۳۲]

اړونده څېړنې

فوټ نوټ

  1. شیخ طوسی، النهایة، ۱۴۰۰ق، ص۲۹۶؛ علامه حلی، قواعد الاحکام،‌ ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۵۲۲.
  2. مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۲۵۸-۲۶۰؛ شهید ثانی، الروضة البهیة، ۱۴۰۳ق، ج۲، ص۴۰۷؛ زحیلی، الفقه الاسلامی و ادلته، ۱۴۰۵ق، ج۶، ص۱۴۲.
  3. علامه حلی،‌ تذکرة‌الفقها، ۱۴۱۴ق، ج۹، ص۴۱۰ .
  4. زحیلی، الفقه الاسلامی و ادلته، ۱۴۰۵ق، ج۶، ص۱۴۲-۱۴۳؛ شهید ثانی، الروضة البهیة، ۱۴۱۰ق، ج۲، ص۴۰۷-۴۰۸.
  5. کاشف‌الغطاء،‌ كشف الغطاء عن مبهمات الشريعة الغراء، ۱۴۲۲ق، ج۴، ص۳۶۸.
  6. طوسی، الوسيلة إلى نيل الفضيلة، ۱۴۰۸ق، ص۲۰۵.
  7. ترابی، «بغی»، ۱۳۷۸ش، ج۳، ص۵۹۶.
  8. علامه حلی،‌ تذکرة‌الفقها، ۱۴۱۴ق، ج۹، ص۳۹۳-۳۹۸؛ شهید ثانی، الروضة البهیة، ۱۴۱۰ق، ج۲، ص۴۰۷-۴۰۸.
  9. کاشف‌الغطاء،‌ كشف الغطاء عن مبهمات الشريعة الغراء، ۱۴۲۲ق، ج۴، ص۳۶۷.
  10. شیخ طوسى، ۱۳۸۷ق، المبسوط، ج ۷، ص ۲۶۵.
  11. نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ج۲۱، ص۳۲۳-۳۲۷.
  12. محقق كركى، جامع المقاصد في شرح القواعد، ۱۴۱۴ق، ج‌۳، ص۴۸۳.
  13. شهيد اول، اللمعة الدمشقية، ۱۴۱۰ق، ص۸۳.
  14. محقق حلی، شرایع الاسلام، ۱۴۰۸ق، ج‌۱، ص۳۰۹؛ شهید ثانی، مسالک الافهام، ۱۴۱۳ق، ج۳، ص۹۴؛ صالحی نجف‌آبادی، جهاد در اسلام، ۱۳۸۲ق، ص‌۱۴۲.
  15. نجفی، جواهرالکلام، ۱۴۰۴ش، ج‌۲۱، ص‌۳۴۷-۳۴۵؛ زحیلی، الفقه الاسلامی و ادلته، ۱۴۰۵ق، ج۶، ص۱۴۴-۱۴۵.
  16. شیخ طوسی، الاقتصاد، ۱۴۰۰ق، ص۳۱۵.
  17. عمانى، مجموعه فتاوى ابن أبی عقيل، بی‌تا، ص۱۱۱؛ ابن ادریس حلی، السرائر، ج۲، ص۱۵-۱۹.
  18. مشكينى، مصطلحات الفقه، بی‌تا، ص۱۰۲.
  19. خويى، منهاج الصالحين، ۱۴۱۰ق، ج‌۱، ص۳۸۹-۳۹۱.
  20. علامه حلی، تحرير الأحكام، ۱۴۲۰ق، ج۲، ص۲۳۳.
  21. نجفی، جواهر الکلام، ج۲۱، ۱۴۰۴ق، ص۳۳۷-۳۳۸.
  22. طوسی، الخلاف، ۱۴۰۷ق، ج۵، ص۳۳۶-۳۳۵.
  23. كتاب المغني لابن قدامة - ط مكتبة القاهرة، وبگاه المكتبة الشاملة.
  24. ابن‌قدامه، المغنی، ۱۳۸۸ق، ج۸، ص۵۲۴.
  25. ابن‌قدامه، المغنی، ۱۳۸۸ق، ج۸، ص۵۲۴.
  26. عوده، عبدالقادر، التشریع الجنایی الاسلامی، بی‌تا، ج۲، ص۶۷۳.
  27. عودة، التشریع الجنایی الاسلامی، ج۲، بی‌تا، ص۶۷۳.
  28. ابن‌عربی، احکام القرآن، ۱۴۰۸ق ج۴، ص۱۷۲۱.
  29. ابن‌عربی، احکام القرآن، ۱۴۰۸ق، ج۴، ص۱۷۲۰-۱۷۲۳؛ زحیلی، الفقه الاسلامی و ادلته، ۱۴۰۵ق، ج۶، ص۱۴۳-۱۴۶.
  30. معاونت حقوقی ریاست جمهوری، قانون مجازات اسلامی، ۱۳۹۲ش، ص۶۸، ماده ۲۸۷.
  31. معاونت حقوقی ریاست جمهوری، قانون مجازات اسلامی، ۱۳۹۲ش، ص۶۸، ماده ۲۸۸.
  32. کتاب «بغی و تمرد در حکومت اسلامی» به چاپ دوم رسید، وبگاه خبرگزاری رسمی حوزه.

سرچينې

  • ابن‌قدامه، أبومحمد، المغنی، مصر، مکتبة القاهرة، ۱۳۸۸ق.
  • ابن‌ادریس حلی، محمد بن منصور، کتاب السرائر، قم، دفتر انتشارات اسلامی، ۱۴۱۰ق.
  • ابن‌عربی، احکام القرآن، تحقیق علی‌محمد بجاوی، بیروت، دارالجیل، ۱۴۰۸ق.
  • ترابی، اکبر، «بغی»، دانشنامه جهان اسلام، تهران، بنیاد دایرة المعارف اسلامی، ۱۳۷۸ش.
  • زحیلی، وهبه مصطفی، الفقه الاسلامی و ادلته، دمشق، دارالفکر، ۱۴۰۵ق.
  • شهید اول، محمد بن مکی، اللمعة الدمشقیة فی فقه الإمامیة، بیروت، دار التراث - الدار الإسلامیة، چاپ اول، ۱۴۱۰ق.
  • شهید ثانی، زین الدین بن علی، مسالک الأفهام إلی تنقیح شرائع الإسلام، قم، مؤسسة المعارف الإسلامیة، ۱۴۱۳ق.
  • شهید ثانی، زین‌الدین بن علی، الروضة البهیة فی شرح اللمعة الدمشقیة، تحقیق محمد کلانتر، بیروت، ۱۴۱۰ق.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن، الاقتصاد، قم، تهران، مطبعة الخیام، منشورات مکتبة جامع چهلستون، ۱۴۰۰ق.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن، الخلاف، قم، دفتر انتشارات اسلامی، ۱۴۰۷ق.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن، المبسوط فی فقه الإمامیه، تهران، المکتبة المرتضویة لإحیاء الآثار الجعفریة، ۱۳۸۷ق.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن، النهایة فی مجرد الفقه والفتاوی، بیروت، دار الکتاب العربی، چاپ دوم، ۱۴۰۰ق.
  • شیخ مفید، محمد بن محمد، الارشاد فی معرفة حجج الله علی العباد، قم، کنگره شیخ مفید، ۱۴۱۳ق.
  • صالحی نجف‌آبادی، نعمت‌الله، جهاد در اسلام، تهران، نشر نی، ۱۳۸۲ش.
  • علامه حلی، حسن بن یوسف، تذکرةالفقها، قم، مؤسسة آل البیت، ۱۴۱۴ق.
  • عوده، عبدالقادر، التشریع الجنایی الاسلامی، بیروت، دارالکتب العربی، بی‌تا.
  • مؤسّسه دائرة‌المعارف فقه اسلامى بر مذهب اهل بيت عليهم السّلام؛ زير نظر محمود هاشمى شاهرودى، فرهنگ فقه فارسی، قم، ۱۳۸۲ش،
  • کاشف‌الغطاء، کشف‌الغطاء عن مبهمات شریعة الغراء، قم، انتشارات دفتر تبلیغات اسلامی حوزه علمیه قم، ۱۴۲۲ق.
  • «كتاب المغنی لابن قدامة - ط مكتبة القاهرة»، وبگاه المكتبة الشاملة، تاریخ مشاهده: ۲۰ دی ۱۴۰۱ش.
  • کتاب «بغی و تمرد در حکومت اسلامی» به چاپ دوم رسید، وبگاه خبرگزاری رسمی حوزه، تاریخ درج مطلب: ۱۹ آبان ۱۴۰۱ش، تاریخ مشاهده: ۷ دی ۱۴۰۱ش.
  • محقق حلی، جعفر بن حسن، شرایع الاسلام، تحقیق عبد الحسین محمد علی بقال، قم، اسماعیلیان، ۱۴۰۸ق.
  • محقق کرکی، علی بن حسین، جامع المقاصد فی شرح القواعد، قم، مؤسسه آل البیت(ع)، ۱۴۱۴ق.
  • معاونت حقوقی ریاست جمهوری، قانون مجازات اسلامی، معاونت تدوین، تنقیح و انتشار قوانین و مقررات، ۱۳۹۲ش.
  • نجفی، محمدحسن، جواهر الکلام فی شرح شرائع الإسلام، تحقیق عباس قوچانی، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، ۱۴۰۴ش.

بهرنۍ لینکونه