عبد الله بن عقیل

د wikishia لخوا
د کربلا د شهیدانو قبر

عبد الله بن عقیل بن ابی‌ طالب (شهادت د ۶۱ هجري کال د عاشورا ورځ) په عبد الله اکبر ملقب د کربلا په پېښه کې د بني هاشمو له شهیدانو.

عبدالله د امام علي(ع) له لور میمونه سره واده وکړ او له هغې یې اولاد ولره. هغه د کربلا په پېښه کې شهید شو. که څه هم په ځینو سرچینو کې یې نوم د کربلا په شهیدانو کې نه دی راغلی.

کورنۍ

عبدالله په عبدالله اکبر ملقب، د عقیل بن ابی طالب[۱] زوی، مور یې ام البنین کلابیه او په یو نقل ام انیس وه.[۲] طبري یې مور ام ولد ګڼلې ده.[۳]

ځینو د عبدالله کنیت ابو سعید ګڼلی او هغه یې د محمد بن ابی‌ سعید بن عقیل چې په کربلا کې شهید شو پلار ګڼلی دی.[۴] خو د هغه څه په اساس چې په تاریخي سرچینو کې راغلي، عقیل د ابوسعید په نامه یو زوی لره خو هغه له عبدالله پرته بل کس دی.[۵] د تاریخي سرچینو په وینا، عقیل د عبدالله اصغر په نامه هم یو زوی لرلی دی.[۶] ویل شوي چې هغه هم د کربلا په پېښه کې شهید شوی دی.[۷]

عبدالله د امام علي(ع) له لور میمونه سره واده وکړ.[۸] احمد بن یحیی بلاذري د هغه بچیان محمد، رقیه او ام کلثوم یاد کړي چې مور یې میمونه بنت علي(ع) وه.[۹] همداراز د پینځمي قمري پېړۍ نسب پېژندونکي ابن صوفي، محمد، علي، عقیل، مسلم او عبدالرحمان د هغه بچي بللي دي.[۱۰]

شهادت

عبدالله بن عقیل د عاشورا په ورځ د امام حسین(ع) په ملګرتیا شهید شو.[۱۱] په مختلفو سرچینو کې د هغه نوم د کربلا د یو شهید په توګه ذکر شوی دی.[۱۲] په مقاتل الطالبیین کې د هغه قاتل عبدالله بن خالد جهني او د همدان اوسیدونکی ذکر شوی دی.[۱۳] د محمد بن جریر طبري په وینا د هغه قاتل عمرو بن صبیح صیداوي دی.[۱۴]

په المجدی فی انساب الطالبیین کتاب کې د عقیل څلور بچیان او دوه لمسیان [یادداشت۱] د کربلا د شهیدانو په توګه یاد شوې دي. د هغه نوم په دغو کسانو کې نیشته.[۱۵]

اړونده څېړنې

فوټ نوټ

  1. وګورئ:‌ بلاذری، انساب الاشراف، ۱۳۹۴ق، ج۲، ص۶۹-۷۱.
  2. بلاذری، انساب الاشراف، ۱۳۹۴ق، ج۲، ص۷۰.
  3. طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۵، ص۴۶۹.
  4. شریف‌کاشانی، تذکرة الشهداء، ۱۳۰۸ق، ج۱، ص۱۵۴.
  5. مثال په توګه وګورئ:‌ بلاذری، انساب الاشراف، ۱۳۹۴ق، ج۲، ص۷۰.
  6. مثال په توګه وګورئ:‌ بلاذری، انساب الاشراف، ۱۳۹۴ق، ج۲، ص۶۹.
  7. جمعی از نویسندگان، پژوهشی پیرامون شهدای کربلا، ۱۳۸۱ش، ص۲۲۴-۲۲۵.
  8. ابن صوفی، المجدی فی انساب الطالبین، ۱۴۲۲ق، ص۲۰۰.
  9. بلاذری، انساب الاشراف، ۱۳۹۴ق، ج۲، ص۷۱.
  10. ابن صوفی، المجدی فی انساب الطالبین، ۱۴۲۲ق، ص۵۲۰.
  11. طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۵، ص۴۶۹.
  12. بلاذری، انساب الاشراف، ۱۳۹۷ق، ج۳، ص۲۲۴؛ طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۵، ص۴۶۹؛ مسعودی، مروج الذهب، ۱۴۰۹ق، ج۳، ص۶۲؛ خوارزمی، مقتل الحسین، ۱۴۲۳ق، ج۲، ص۵۳؛ ابن شهرآشوب، مناقب آل ابی‌طالب، ۱۴۱۲ق، ج۳، ص۲۵۴.
  13. ابوالفرج اصفهانی، مقاتل الطالبیین، ۱۴۱۹ق، ج۱، ص۹۷.
  14. طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۵، ص۴۶۹.
  15. ابن صوفی، المجدی فی انساب الطالبین، ۱۴۲۲ق، ص۵۲۱.

سرچينې

  • ابن شهرآشوب، محمد بن علی، مناقب آل ابى‌طالب عليه‌السلام، تحقيق: يوسف بقاعى، بيروت، دار الاضواء، ۱۴۱۲ق.
  • ابن صوفی نسابه، على بن محمد، المجدى فى انساب الطالبيين، قم، مکتبة آیة الله المرعشی النجفی، مرعشى نجفى، ۱۴۲۲ق.
  • ابوالفرج اصفهانی، علی بن حسین، مقاتل الطالبیین، بیروت، مؤسسة الأعلمی للمطبوعات، ۱۴۱۹ق.
  • بلاذری، احمد بن یحیی، انساب الاشراف(ج۲)، تحقیق محمدباقر محمودی، بیروت، مؤسسة الأعلمی للمطبوعات، ۱۳۹۴ق/۱۹۷۴م.
  • بلاذری، احمد بن یحیی، انساب الاشراف(ج۳)، تحقیق محمدباقر محمودی، بیروت، دار التعارف للمطبوعات، ۱۳۹۷ق/۱۹۷۷م.
  • خوارزمی، موفق بن احمد، مقتل الحسین علیه‌السلام، قم، انوار الهدی، ۱۴۲۳ق.
  • جمعی از نویسندگان، پژوهشی پیرامون شهدای کربلا، قم، یاقوت، ۱۳۸۱ش.
  • شريف‌كاشانى، ملاحبيب اللّه، تذكرةالشهداء، به اهتمام محمدشريف، استنساخ ۱۳۰۸ق.
  • طبری، محمد بن جریر، تاریخ الامم و الملوک، تحقیق محمد ابوالفضل ابراهیم، بیروت، دارالتراث العربی، ۱۹۶۷م/۱۳۸۷ق.
  • مسعودی، علی بن حسین، مروج الذهب و معادن الجوهر، تحقیق اسعد داغر، قم، دار الهجرة، ۱۴۰۹ق.