Jump to content

محمد بن ابی‌ سعید بن عقیل

د wikishia لخوا
د امام حسین(ع) په حرم کښې د کربلا د ځینو شهیدانو قبرونه

محمد بن ابي سعید بن عقیل (شهادت، د هجرت په ۶۱ کال د عاشورا په ورځ) د کربلا په پېښه کې د بني هاشمو له شهیدانو دی. هغه د امام حسین(ع) له شهیدېدو وروسته په خیمو د دښمن د لښکر په حمله کې شهید شو. د هغه نوم په زیارت الشهدا کې راغلی دی.

نسب

ځینو شیعه رجال لیکونکو او عالمانو هغه «محمّد بن سعید»[۱] او ځینو نورو «محمّد بن ‌ابي سعد»[۲] ذکر کړی دی؛ ځینو هم ابي سعید د عبد الله بن عقیل کنیت ګڼلی او احتمال یې ورکړی چې محمد بن ابي سعید هماغه محمد بن عبد الله بن عقیل وي.[۳]

په المجدی فی انساب الطالبیین کتاب کې یې پلار د ابوسعید احول په نامه د کربلا د یو شهید په توګه یاد شوی دی.[۴] که څه هم په ځینو سرچینو کې د امام علي(ع) لور فاطمه د محمد بن ابي سعید بن عقیل مېرمن معرفی شوې چې د هغه لپاره یې د حمیده په نوم یوه لور پېدا کړې ده.[۵] موسوعه کربلا، فاطمه د محمد بن ابي سعید مور ګڼلې او د شهادت په وخت یې د هغه عمر په کربلا کې اوه کاله بللی دی.[۶]

شهادت

د محمد بن ابي سعید نوم په ځینو سرچینو کې د کربلا د یو شهید په توګه راغلی دی. ابن سعد د هغه نوم د هغو کسانو په لیکه کې ذکر کړی چې په کربلا کې شهیدان شوې دي.[۷] د سماوي په وینا، د کربلا له شهیدانو پینځه کسان لا نه وو بالغ شوي یو یې محمد بن ابي سعید و.[۸] همداراز په ابصار العین کې له حمید بن مسلم نقل شوي چې د امام حسین(ع) له شهادته وروسته یو هلک له خیمو راووته، فکرمن او ترهېدلی، ښي او کیڼ لوري ته یې وکتل، د عمر سعد یو سپاهي په هغه حمله کړه او په یو ګوزار یې شهید کړ. د هغه هلک او د هغه د قاتل د نوم پوښتنه مې وکړه؟ وې ویل هغه محمد بن ابي سعید او قاتل یې لقیط بن ایاس جهني دی.[۹] دا کیسه په تاریخ طبري کې د هاني بن تثبت له قوله راپور شوې چې هاني بې له دې چې د هلک نوم ذکر کړي ځان د هغه قاتل بللی دی.[۱۰]

په زیارت الشهداء (غیر مشهور ناحیه زیارت) کې د محمد بن ابي سعید بن عقیل په نامه په هغه سلام شوی او قاتل یې لُقَیطِ بن ناشِر جُهَنی بلل شوی دی.[۱۱][یادونه ۱]

فوټ نوټ

  1. ابن داود حلی، رجال ابن داود، انتشارات دانشگاه تهران، ج۱، ص۱۷۲؛ ابن شهر آشوب، مناقب آل ابی‌طالب، ۱۳۷۵ق، ج۳، ص۲۵۴.
  2. سید ابن طاووس، الاقبال، ۱۳۷۶ش، ج۳، ص۳۴۳؛ ابن شهر آشوب، مناقب آل ابی‌طالب، ۱۳۷۵ق، ج۳، ص۲۵۹.
  3. کاشانی، تذکرة الشهداء، ۱۳۸۵ش، ج۱، ص۱۵۴.
  4. علوی، المجدی فی انساب الطالبیین، ۱۳۸۰ش، ص۳۰۷.
  5. ابن سعد، الطبقات، ۱۴۱۰ق، ج۸، ص۳۴۰؛ مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۴ق، ج۴۲، ص۹۴.
  6. بیضون، موسوعة کربلاء، ۱۴۲۷ق، ج۱، ص۵۲۹.
  7. ابن سعد، الطبقات، ۱۴۱۴ق، طبقه خامسه، ج۱، ص۴۷۷.
  8. سماوی، ابصار العین، ۱۴۱۹ق، ص۲۲۴.
  9. سماوی، ابصارالعین، ۱۴۱۹ق، ص۹۱.
  10. طبری، تاريخ الامم و الملوک، بیروت، ج۵، ص۴۴۹.
  11. سید ابن طاووس، الاقبال، ۱۳۷۶ش، ج۳، ص۷۶.

سرچينې

  • ابن داود حلی، حسن بن علی، رجال ابن داود، تهران، انتشارات دانشگاه تهران، بی‌تا.
  • ابن شهر آشوب، محمد بن علی، مناقب آل ابی‌طالب علیهم‌السلام، نجف، مطبعة الحیدریة، ۱۳۷۵ق.
  • ابن سعد، محمد، الطبقات الکبری(طبقه خامسه(۱))، تحقیق محمد بن صامل السلمی، الطائف، مکتبة الصدیق، ۱۴۱۴ق/۱۹۹۳م.
  • ابن سعد، محمد، الطبقات الکبری(ج۸)، تحقیق محمد بن صامل السلمی، الطائف، مکتبة الصدیق، ۱۴۱۴ق/۱۹۹۳م.
  • بیضون، لبیب، موسوعة کربلا، بیروت، مؤسسة الاعلمی، ۱۴۲۷ق.
  • سماوی، محمد بن طاهر، ابصار العین فی انصارالحسین علیه‌السلام، تحقیق محمدجعفر طبسی، قم، مرکز الدراسات الاسلامیة لحرث الثورة، ۱۴۱۹ق.
  • سید ابن طاووس، علی بن موسی، الإقبال بالأعمال الحسنة، تصحیح جواد قيومى اصفهانى، قم، دفتر تبليغات اسلامى‌، ۱۳۷۶ش‌.
  • طبری، محمد بن جریر، تاریخ الامم و الملوک، بیروت، روائع التراث العربی، بی‌تا.
  • علوی، علی بن محمد، المجدی فی انساب الطالبیین، قم، کتابخانه عمومی آیت الله مرعشی نجفی، ۱۳۸۰ش.
  • کاشانی، حبیب‌الله، تذکرة الشهداء، مترجم سید علی جمال‌اشرف، قم، مدین، ۱۳۸۵ش.
  • مجلسی، محمدباقر، بحارالأنوار، بیروت، مؤسسة الوفاء، ۱۴۰۴ق.