عقیله بني هاشم (لقب)

د wikishia لخوا
(له عقیله بنی هاشم نه مخ گرځېدلی)

عقیله بني هاشم د حضرت علی(ع) د لور حضرت زینب(س) لقب دی. د لسان العرب له مخې «عقیله» چې د خلکو په تړاو وکارول شي، د قوم د مشر معنی لري.[۱] د ایت الله جوادي آملي په ګډون ځینو خلکو دا د مبالغه صیغه ګڼلې ده چې د ډېرې عقل لرونکی په معنا ده.[۲]

دا لقب په کتب اربعه کې او بحار الانوار کې نه دی راغلی؛ خو د څوارلسمې پېړۍ په کتابونو لکه مقتل مقرم[۳] و مِنهاجُ البراعة فی شرحِ نهج البلاغة[۴] او تَنقیحُ‌المَقال[۵] کې او همدارنګه په وروستیو وختونو کې لیدل کیږي.[۶] د حضرت زینب په اړه د عقیله لقب په کتابونو کې په لاندې جملو کې کارول شوی دی: عقیله بنی هاشم، حضرت زینب(ع)، السیده زینب عقیلة بنی هاشم، حضرت زینب عقیله بنی هاشم، زینب کبری عقیله بنی هاشم[۷] په ویناوو کې هم «عقیله بنی هاشم» د حضرت زینب لپاره استعمالیږي.[۸]

ابوالفرج اصفهاني د عون بن عبدالله بن جعفر مور «زینب عقیله د علي بن ابي طالب لور» په توګه معرفي کړې او د ابن عباس دا قول یې نقل کړی دی: «حَدَّثَتْنی عَقیلَتُنا زینب بنتُ علیِّ بنِ ابی‌طالب علیه‌السّلام»[۹]

ويل شوي دي چې حضرت زينب(س) د بډایه عقل درلودلو له امله و توانید چي له يرغمل نيولو وروسته د پېغمبراکرم(ص) د کورنۍ کاروان اداره کوله او له کربلا څخه تر کوفې پورې، له کوفې څخه تر شام پورې او له شام څخه مدينې ته راورساوه او په مدينه کې یې د امام سجاد په څنګ کې د امام حسین(ع) په یاد او د بني امیه په افشا کولو کې مهم رول لوبولی دی.[۱۰]

سيد محمد علي قاضي طباطبايي(وفات: 1399هـ ق)[۱۱] او ذبيح الله محلاتي (وفات: 1406هـ ق)[۱۲] د حضرت زينب(س) لپاره د «عقيله العرب» لقب هم ياد کړی دی.

فوټ نوټ

  1. در لسان‌العرب، ذیل «عقل» آمده است: «عَقِیلةُ القومِ: سَیِّدُهم».
  2. «ضرورت بازشناسی شخصیت حضرت زینب کبری(س)»، بنیاد بین‌المللی علوم وحیانی اسراء؛ قزوینی، زینب الکبری من المهد الی اللحد، ۱۴۲۴ق، ص۴۰، پاورقی محقق.
  3. مقرم، مقتل الحسین(ع)، ۱۴۲۶ق، ص۲۷۲ و ۲۹۰.
  4. خویی، منهاج البراعة فی شرح نهج البلاغة، چاپ چهارم، ج۱۵، ص۳۹.
  5. مامقانی، تنقیح المقال فی علم الرجال، چاپ اول، ج۳، ص۷۹.
  6. مثال په توګه وګورئ: نقدی، زینب الکبری، ۱۳۶۲ش، ص۱۷؛ قرشی، السیدة زینب، ۱۴۲۲ق، ص ۴۰.
  7. انصاری قمی، «کتاب‌شناسی حضرت زینب(ع)»، ص۱۶۹.
  8. مثال په توګه وګورئ: «مناقب عقیله بنی‌هاشم در کلام اهل بیت(ع)»، خبرگزاری تسنیم؛ «ولادت عقیله بنی هاشم مبارکباد»، دانشگاه علم و صنعت ایران.
  9. اصفهانی، مقاتل الطالبیین، ۱۳۸۵ق، ص۶۰.
  10. قزوینی، زینب الکبری من المهد الی اللحد، ۱۴۲۴ق، ص۴۰، پاورقی محقق.
  11. قاضی طباطبایی، تحقيق درباره اول اربعين حضرت سيد الشهدا(ع)، ۱۳۸۳ش، ص۵۱.
  12. محلاتی، رياحين الشريعة، چاپ اول، ج۳، ص ۸۸.

سرچينې

  • اصفهانی، ابوالفرج، مقاتل الطالبیین، تحقیق: کاظم مظفر، نجف، المکتبة الحیدریة، چاپ دوم، ۱۳۸۵ق.
  • انصاری قمی، ناصرالدین، «کتاب‌شناسی حضرت زینب(ع)»، در مجله میراث شهاب، شماره ۷۲ و ۷۳، ۱۳۹۲ش.
  • «ضرورت بازشناسی شخصیت حضرت زینب کبری(س)»، وبگاه بنیاد بین‌المللی علوم وحیانی اسراء، تاریخ درج مطلب: ۷ بهمن ۱۴۰۲ش، تاریخ بازدید: ۱۷ مرداد ۱۴۰۳ش.
  • خویی، حبیب‌الله، منهاج البراعة فی شرح نهج البلاغة، تحقیق: سید ابراهیم میانجی، بنیاد فرهنگی امام مهدی(ع)، چاپ چهارم.
  • قاضی طباطبایی، سید محمدعلی، تحقيق درباره اول اربعين حضرت سيد الشهدا(ع)، تهران، وزارت ارشاد، ۱۳۸۳ش.
  • قرشی، باقرشریف، السیدة زینب، بیروت، دار محجة البیضاء و دار الرسول الاکرم(ص)، چاپ اول، ۱۴۲۲ق.
  • قزوینی، سید محمدکاظم، زینب الکبری من المهد الی اللحد، تحقیق: سید مصطفی قزوینی، قم، دار الغدیر، چاپ دوم، ۱۴۲۴ق،
  • مامقانی، عبدالله، تنقیح المقال فی علم الرجال، چاپ اول.
  • محلاتی، ذبیح‌الله، رياحين الشريعة در ترجمه دانشمندان بانوان شيعه، تهران، دار الکتب الاسلامیه، چاپ اول.
  • محمدی، سالار و دیگران، عقیله بنی‌هاشم: حضرت زینب(ع)، قانون‌یار، ۱۳۹۴ش.
  • مقرم، عبدالرزاق، مقتل الحسین(ع)، بیروت، موسسة الخرسان، ۱۴۲۶ق.
  • مناقب عقیله بنی‌هاشم در کلام اهل بیت(ع)»، سایت خبرگزاری تسنیم، تاریخ درج مطلب: ۲۵ بهمن ۱۳۹۴ش، تاریخ بازدید: ۱۷ مرداد ۱۴۰۳ش.
  • نقدی، جعفر، زینب الکبری بنت الامام امیرالمؤمنین علی بن ابی‌طالب(ع)، قم، شریف رضی، ۱۳۶۲ش.
  • ولادت عقیله بنی هاشم مبارکباد، وبگاه دانشگاه علم و صنعت ایران، تاریخ بازدید: ۱۷ مرداد ۱۴۰۳ش.