عقیله بني هاشم (لقب)
عقیله بني هاشم د حضرت علی(ع) د لور حضرت زینب(س) لقب دی. د لسان العرب له مخې «عقیله» چې د خلکو په تړاو وکارول شي، د قوم د مشر معنی لري.[۱] د ایت الله جوادي آملي په ګډون ځینو خلکو دا د مبالغه صیغه ګڼلې ده چې د ډېرې عقل لرونکی په معنا ده.[۲]
دا لقب په کتب اربعه کې او بحار الانوار کې نه دی راغلی؛ خو د څوارلسمې پېړۍ په کتابونو لکه مقتل مقرم[۳] و مِنهاجُ البراعة فی شرحِ نهج البلاغة[۴] او تَنقیحُالمَقال[۵] کې او همدارنګه په وروستیو وختونو کې لیدل کیږي.[۶] د حضرت زینب په اړه د عقیله لقب په کتابونو کې په لاندې جملو کې کارول شوی دی: عقیله بنی هاشم، حضرت زینب(ع)، السیده زینب عقیلة بنی هاشم، حضرت زینب عقیله بنی هاشم، زینب کبری عقیله بنی هاشم[۷] په ویناوو کې هم «عقیله بنی هاشم» د حضرت زینب لپاره استعمالیږي.[۸]
ابوالفرج اصفهاني د عون بن عبدالله بن جعفر مور «زینب عقیله د علي بن ابي طالب لور» په توګه معرفي کړې او د ابن عباس دا قول یې نقل کړی دی: «حَدَّثَتْنی عَقیلَتُنا زینب بنتُ علیِّ بنِ ابیطالب علیهالسّلام»[۹]
ويل شوي دي چې حضرت زينب(س) د بډایه عقل درلودلو له امله و توانید چي له يرغمل نيولو وروسته د پېغمبراکرم(ص) د کورنۍ کاروان اداره کوله او له کربلا څخه تر کوفې پورې، له کوفې څخه تر شام پورې او له شام څخه مدينې ته راورساوه او په مدينه کې یې د امام سجاد په څنګ کې د امام حسین(ع) په یاد او د بني امیه په افشا کولو کې مهم رول لوبولی دی.[۱۰]
سيد محمد علي قاضي طباطبايي(وفات: 1399هـ ق)[۱۱] او ذبيح الله محلاتي (وفات: 1406هـ ق)[۱۲] د حضرت زينب(س) لپاره د «عقيله العرب» لقب هم ياد کړی دی.
فوټ نوټ
- ↑ در لسانالعرب، ذیل «عقل» آمده است: «عَقِیلةُ القومِ: سَیِّدُهم».
- ↑ «ضرورت بازشناسی شخصیت حضرت زینب کبری(س)»، بنیاد بینالمللی علوم وحیانی اسراء؛ قزوینی، زینب الکبری من المهد الی اللحد، ۱۴۲۴ق، ص۴۰، پاورقی محقق.
- ↑ مقرم، مقتل الحسین(ع)، ۱۴۲۶ق، ص۲۷۲ و ۲۹۰.
- ↑ خویی، منهاج البراعة فی شرح نهج البلاغة، چاپ چهارم، ج۱۵، ص۳۹.
- ↑ مامقانی، تنقیح المقال فی علم الرجال، چاپ اول، ج۳، ص۷۹.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: نقدی، زینب الکبری، ۱۳۶۲ش، ص۱۷؛ قرشی، السیدة زینب، ۱۴۲۲ق، ص ۴۰.
- ↑ انصاری قمی، «کتابشناسی حضرت زینب(ع)»، ص۱۶۹.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: «مناقب عقیله بنیهاشم در کلام اهل بیت(ع)»، خبرگزاری تسنیم؛ «ولادت عقیله بنی هاشم مبارکباد»، دانشگاه علم و صنعت ایران.
- ↑ اصفهانی، مقاتل الطالبیین، ۱۳۸۵ق، ص۶۰.
- ↑ قزوینی، زینب الکبری من المهد الی اللحد، ۱۴۲۴ق، ص۴۰، پاورقی محقق.
- ↑ قاضی طباطبایی، تحقيق درباره اول اربعين حضرت سيد الشهدا(ع)، ۱۳۸۳ش، ص۵۱.
- ↑ محلاتی، رياحين الشريعة، چاپ اول، ج۳، ص ۸۸.
سرچينې
- اصفهانی، ابوالفرج، مقاتل الطالبیین، تحقیق: کاظم مظفر، نجف، المکتبة الحیدریة، چاپ دوم، ۱۳۸۵ق.
- انصاری قمی، ناصرالدین، «کتابشناسی حضرت زینب(ع)»، در مجله میراث شهاب، شماره ۷۲ و ۷۳، ۱۳۹۲ش.
- «ضرورت بازشناسی شخصیت حضرت زینب کبری(س)»، وبگاه بنیاد بینالمللی علوم وحیانی اسراء، تاریخ درج مطلب: ۷ بهمن ۱۴۰۲ش، تاریخ بازدید: ۱۷ مرداد ۱۴۰۳ش.
- خویی، حبیبالله، منهاج البراعة فی شرح نهج البلاغة، تحقیق: سید ابراهیم میانجی، بنیاد فرهنگی امام مهدی(ع)، چاپ چهارم.
- قاضی طباطبایی، سید محمدعلی، تحقيق درباره اول اربعين حضرت سيد الشهدا(ع)، تهران، وزارت ارشاد، ۱۳۸۳ش.
- قرشی، باقرشریف، السیدة زینب، بیروت، دار محجة البیضاء و دار الرسول الاکرم(ص)، چاپ اول، ۱۴۲۲ق.
- قزوینی، سید محمدکاظم، زینب الکبری من المهد الی اللحد، تحقیق: سید مصطفی قزوینی، قم، دار الغدیر، چاپ دوم، ۱۴۲۴ق،
- مامقانی، عبدالله، تنقیح المقال فی علم الرجال، چاپ اول.
- محلاتی، ذبیحالله، رياحين الشريعة در ترجمه دانشمندان بانوان شيعه، تهران، دار الکتب الاسلامیه، چاپ اول.
- محمدی، سالار و دیگران، عقیله بنیهاشم: حضرت زینب(ع)، قانونیار، ۱۳۹۴ش.
- مقرم، عبدالرزاق، مقتل الحسین(ع)، بیروت، موسسة الخرسان، ۱۴۲۶ق.
- مناقب عقیله بنیهاشم در کلام اهل بیت(ع)»، سایت خبرگزاری تسنیم، تاریخ درج مطلب: ۲۵ بهمن ۱۳۹۴ش، تاریخ بازدید: ۱۷ مرداد ۱۴۰۳ش.
- نقدی، جعفر، زینب الکبری بنت الامام امیرالمؤمنین علی بن ابیطالب(ع)، قم، شریف رضی، ۱۳۶۲ش.
- ولادت عقیله بنی هاشم مبارکباد، وبگاه دانشگاه علم و صنعت ایران، تاریخ بازدید: ۱۷ مرداد ۱۴۰۳ش.