علي بن ابي رافع

د wikishia لخوا

علي بن ابي رافع د امام علی(ع) په حکومت کې د بیت المال کاتب او مسئول و. هغه د پیغمبر(ص) د مشهور صحابي ابو رافع زوی دی.

علی بن ابی رافع تابعي او د امام علی(ع) له ملګرو و چې د سید محسن امین په وینا د جمل، صفین او نهروان په جنګونو کښې د امام علی(ع) په لښکر کښې موجود وو.[۱] همدارنګ سید محسن امین هغه په اسلام کې لومړنی کس ګڼلی دی چې د فقهې کتاب یې لیکلی دی.[۲] احمد بن علي نجاشي چې د شیعو یو رجال پوه دی، وايي چې د ده په کتاب کې د اودس، لمانځه او نور موضوعات بیان شوي دي.[۳] د سید محسن امین په وینا هغه له شیعه فقیهانو و او فقهه یې له حضرت علي(ع) څخه زده کړې وه.[۴]

علي بن ابي رافع د امام علي(ع) ليکوال وو او د هغه د واکمنۍ پر مهال د خزانې مسوول و. د هغه روایت له مخې چې له هغه څخه روایت شوی دی په هغه وخت کې چې هغه د امام علی(ع) خزانه دار و، د امام علی(ع) د یوې لور په غوښته، یې یو هار چې د جمل د جګړې د غنیمت و هغې ته د لوى اختر په ورځ د اچولو لپاره د یو ضمانت په بدل کې پور ورکړ. کله چې امام علی(ع) خبر شو نو ابن ابی رافع یې راوغوښت او له هغه یې وغوښتل چې هار یې بیت المال ته وسپاری او که دا کار تکرار کړي نو سزا به ورکړل شي. هغه دا هم وفرمایل چې که زما لور د ضمانت په بدل کې له دا هار نه وې نه وای اخیستې، نو هغه به لومړنۍ هاشمي ښځه وه چې مجازات کیده به، او د لور د دې عمل د علت په ځواب کې یې وفرمایل چې آیا امکان لري چې ټولې مهاجرې ښځې د لوى اختر په ورځ دا ډول هارونه واغوندي؟[۵] په فقهي کتابونو دې روایت سره له بیت الماله د عاریې اخستلو په بحث کې دلیل راړی کیږي.

اړونده لیکنې

فوټ نوټ

  1. امین، اعیان الشیعه، ۱۴۰۶ق، ج۸، ص۱۵۱.
  2. امین، اعیان الشیعه، ۱۴۰۶ق، ج۱، ص۱۵۱.
  3. نجاشی، رجال، ۱۳۹۷ق، ص۵.
  4. امین، اعیان الشیعه، ۱۴۰۶ق، ج۸، ص۱۵۱.
  5. طوسی، تهذیب الاحکام، ۱۴۰۷ق، ج۱۰، ص۱۵۱.

سرچينې

  • امین، محسن، اعیان الشیعة، بیروت، دارالتعارف، ۱۴۰۶ق/۱۹۸۶م.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن، تهذیب الاحکام، تحقیق حسن موسوی خرسان، دارالکتب الاسلامیه، تهران، ۱۴۰۷ق.
  • نجاشی، احمد بن علی، رجال، قم، مکتبة الداوری، ۱۳۹۷ق.