فزت و رب الکعبه

د wikishia لخوا
د کوفې جومات په محراب د فزت و رب الکعبه د عبارت کنده کاري

فُزْتُ وَ رَبِّ الْکَعْبَه، د امام علي(ع) یوه خبره چې معنا یې ده « د کعبې په رب قسم چې کامیاب شوم»[۱] چې د ۴۰ ق کال د روژې د نولسمې په سهار یې په ژبه جاري کړه.

د دریمې قمري پېړۍ د مورخ ابن قتیبه دینوري په راپور، ابن ملجم د حضرت علي(ع) لور ته ورغی او وې ویل: حکم د خدای دی نه ستا، بیا یې په توره د علي(ع) په تندي د تورې ګوزار وکړ. علي(ع) وویل: «فُزْتُ وَ رَبِّ الْکَعْبَة؛ د کعبې په رب قسم کامیاب شوم»[۲] مرتضی مطهري (ترور: ۱۳۵۸ل)، دا عبارت په دې ټکي شاهد ګڼلی چې د وګړنیزو اخلاقو له پلوه، د اسلام په منطق کې، شهادت د شهید لپاره کامیابي ده نه ماته[۳] له دې امله شهادت، جشن او خوشالي لري.[۴] د ایت الله مکارم د نهج البلاغې په شرحې کې هم دغه عبارت د دې خبرې شاهد ګڼل شوی چې د علي(ع) روح له مادي نړۍ سره پېوند نه درلود بلکې له بره عالم، پرښتو او خدای سره یې پېوند و؛ له دې امله امام ، د ابن ملجم ګوزار له خپل رب سره د لقا سریزه ګڼله.[۵]

فزت و رب الکعبه د ملک کرمان د جومات په محراب کښې

ځینو شیعه عالمانو لکه سید رضی،[۶] ابن‌شهرآشوب[۷] او اهل سنتو عالمانو لکه ابن‌اثیر[۸] و بلاذُری[۹] دا خبره نقل کړې ده. البته ځینو متاخرو سرچینو دغه عبارت په لږ شان بدلون سره د «فزت برب الکعبة» تعبیر نقل کړی دی.[۱۰]

د پینځمې قمري پېړۍ د مورخ ابن عبدالبر په وینا، له امام علي(ع) مخکې، حرام بن ملحان د هجرت په څلورم کال په بئر معونه سریه کې د شهادت په وخت د «فزت و ربّ الکعبة» جمله په ژبه جاري کړې وه .[۱۱]

د مرتضی مطهري په وینا حافظ شیرازي په لاندیني شعر کې د ګوزار خوړولو په وخت او ترې وروسته د امام علي(ع) خبرو ته اشاره کړې ده.[۱۲]

حافظ:



دوش وقت سحر از غصه نجاتم دادندواندر آن ظلمت شب آب حیاتم دادند
چه مبارک سحری بود و چه فرخنده شبیآن شب قدر که این تازه براتم دادند[۱۳]


د کلام الامیر امیر الکلام په نوم کتاب د دغه عبارت په شرحه کې په فارسۍ کې لیکل شوی دی. دا کتاب په ۱۳۹۵ ل کال کې په ۱۵۶ مخونو کې خپور شوی دی.

فوټ نوټ

  1. محدثی، فرهنگ غدیر، ۱۳۹۲ش، ص۴۶۵.
  2. ابن‌قتیبه، الإمامة و السیاسة، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۱۸۰.
  3. مطهری، مجموعه آثار، ۱۳۷۶ش، ج۱۷، ص۵۶۶-۵۶۷.
  4. مطهری، مجموعه آثار، ج۲۴، ص۴۷۱.
  5. مکارم شیرازی، پیام امیرالمؤمنین، ۱۳۸۶ش، ج۵، ص۷۱۷.
  6. سید رضی، خصائص الأئمة، ۱۴۰۶ق، ص۶۳.
  7. ابن‌شهرآشوب‏، مناقب آل ابی‌طالب‏، ۱۳۷۹ق، ج۲، ص۱۱۹.
  8. ابن‌اثیر، اسد الغابه، ۱۴۰۹ق، ج۳، ص۶۱۸.
  9. بلاذری، أنساب الأشراف‏، ۱۴۱۷ق، ج۲، ص۴۸۸.
  10. مثال په توګه وګورئ: مازندرانی، شرح الکافی، ۱۳۸۲ش، ج۱۱، ص۲۲۵.
  11. ابن‌عبدالبر، الاستیعاب، ۱۴۱۲ق، ج۱، ص۳۳۷.
  12. مطهری، مجموعه آثار، ج۲۴، ص۴۷۱.
  13. حافظ، دیوان حافظ، غزلیات، بی‌تا، ص۱۸۳.

سرچينې

  • ابن‌اثیر، علی بن محمد، اسدالغابة فی معرفة الصحابة، بیروت، دارالفکر، ۱۴۰۹ق.
  • ابن‌شهرآشوب مازندرانی، مناقب آل أبی‌طالب علیهم‌السلام، قم، انتشارات علامه، چاپ اول، ۱۳۷۹ق.
  • ابن‌عبدالبر، یوسف بن عبدالله‏، الاستیعاب فی معرفة الأصحاب، تحقیق: علی محمد البجاوی، بیروت، دارالجیل، چاپ اول، ۱۴۱۲ق.
  • ابن‌قتیبه دینوری، عبدالله بن مسلم‏، الامامة و السیاسة، تحقیق: علی شیری، بیروت، دارالأضواء، چاپ اول، ۱۴۱۰ق.
  • بلاذری، احمد بن یحیی، انساب الاشراف، تحقیق: سهیل زکار و ریاض زرکلی، بیروت، دارالفکر، چاپ اول، ۱۴۱۷ق.
  • حافظ، شمس‌‌الدین محمد، دیوان حافظ، بی‌تا.
  • سید رضی، محمد بن حسین، خصائص الأئمة علیهم‌السلام (خصائص أمیر المؤمنین علیه‌السلام)، تصحیح: محمدهادی امینی، مشهد، آستان قدس رضوی، چاپ اول، ۱۴۰۶ق.
  • مازندرانی، محمدصالح بن احمد، شرح الکافی، محقق ابوالحسن‏ شعرانى، تهران، المکتبة الاسلامیة، ۱۳۸۲ش.
  • محدثی، جواد، فرهنگ غدیر، قم، نشر معروف، ۱۳۹۲ش.
  • مطهری، مرتضی، مجموعه آثار استاد شهید مطهری، تهران، صدرا، ۱۳۷۶ش.
  • مکارم شیرازی، ناصر، پیام امام امیرالمؤمنین(ع)، تهیه و تنظیم جمعی از فضلاء، تهران، دار الکتب الاسلامیه، چاپ اول، ۱۳۸۶ش.