۴ هجري قمري کال

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

۴ هجري قمري کال، د هجري قمري کالهندارې څلورم کال دی. د دغه کال لومړۍ ورځ یعنې د محرم لومړۍ نیټه برابره ده د ۴ لمریز کال د غبرګولی له شپږ ویشتمې، او د ۶۲۵ میلادي کال د جون له ولسمې سره. د دغه کال وروستۍ ورځ یعنې د ذي الحجې نهه ویشتمه برابره ده د یکشنبې له ورځې د ۵ لمریز کال د غبرګولی له دیارلسمې او د ۶۲۶ میلادي کال د جون له څلورمې سره.[۱]

د امام حسین (ع) زیږون او د څو غزو او سریو پیښې لکه بِئر مَعونه سریه او بنی‌نَضیر غزوه همدارنګه د امام علی(ع) د مور فاطمه بنت اسد مړینه د دې کال د پیښو څخه دی.

پیښې

  • د خمر د حرمت اعلان (ربیع‌الاول).[۲]
  • د مدینې پر یهودانو د بني نضیر جنګ پیښیدل (ربیع‌الاول).[۳]
  • د بِئر مَعونه د سریه پیښیدل، د پیغمبر پر ضد د مشرکانو دسیسې چې د پیغمبر له استازې یوه کس پرته د ټولو د شهادت سبب شول. (صفر)[۴]
  • د رجیع د سریه پیښیدل چې د پیغمبر(ص) د څو تنو اصحابو د شهادت سبب شوه چې د عضل او قاره قبيلې ته به يې د قرآن ښوونه لپاره روان وو. (صفر)[۵]
  • د غطفان د قبیلې د ځینو قامو د اسلام پر ضد د دسیسو د مخنیوي لپاره د ذات‌ الرقاع غزوه پیښه ۶]
  • له ام سلمه سره د پیغمبر(ص) واده.[۷]
  • د طبري د راپور له مخی د خزيمه له لور زينب سره د پیغمبر(ص) واده.[۸] په الاِصابه کې دا واده په دریم قمري کال ذکر شوې ده [۹]

زوکړې

د امام حسین (ع) زیږون (۳ شعبان)[۱۰] البته، د یو وینا له مخی، هغه په ​​دریم قمري کال کې زیږیدلی.[۱۱]

د عبد الله بن یَقطَر، د رضاعي ورور او د امام حسین(ع) د سفیر زیږیدنه.(شعبان).[۱۲]

د عبدالله بن عامِر بن کُرَیز زیږون چې د امام علی(ع) له دښمنانو څخه وو.[۱۳]

وفاتونه

  • د پیغمبر(ص) د رضاعی ورور عبد الله بن عبدالاَسد وفات (جمادی‌الاول).[۱۴]
  • د امام علی(ع) د مور فاطمه بنت اسد مړینه.[۱۵]
  • د پیغمبر(ص) د مېرمنې د خُزیمه لور زینب وفات(ربیع الثانی).[۱۶]
  • د خُبیب بن عَدی انصاری او زید بن دثنه انصاری چې د پیغمبر(ص) له صحابو څخه وو، د مکې د مشرکانو لخوا، د رجیع په سریه کې له اسیر کیدو وروسته[۱۷]

فوټ نوټ

سرچينې