في ظلال نهج البلاغة (کتاب)
فی ظِلالِ نَهْج البَلاغَه د نهج البلاغه په شرحه کې د عربۍ ژبی کتاب دی چې یو لبناني عالم او متفکر محمد جواد مغنیه (وفات کال ۱۴۰۰ق) لیکلی دی. په دې شرحه کې هغو موضوعات بیان شوي دي چې ټولنه ورته اړتيا لري او د نهج البلاغې له مهمو شرحو څخه ګڼل کېږي. ساده لیک، لنډ بیان او د لیکوال د وخت ټولنیزو پیښو ته اشاره کول د دې شرحې له ځانګړتیاوې دي. لیکوال د منځپانګې په ترتیبولو کې لومړی د جملو لغت پیژندنه او اعراب ورکولو بحث کړی او بیا یې د امام علی(ع) د خبرو تشریح او تفسیر کړی دی. دا کتاب لومړی ځل په 1972میلادي کال کې په څلورو ټوکونو کې خپور شو.
د کتاب اهمیت
په عربي ژبه کې د في ظلال نهج البلاغه کتاب د نهج البلاغه له مهمو شرحو څخه ګڼل کیږي.[۱] دا شرحه د ټولنې اړتیاوو او د هغه دورې د ستونزو حل ته په پام بحث کوي.[۲] ساده لیک، لنډ بیان او د لیکوال د وخت ټولنیزو پیښو ته اشاره کول د دې شرحې له ځانګړتیاوو ګڼل شوي دي.[۳] ویل شوي دي د لیکوال د ظلم په خلاف نظریاتو، دا کتاب د نهج البلاغه له نورو شرحو بدل کړی دی.[۴]
دا شرحه له نویو نظریو سره یو مستنده شرحه ګڼل شوې ده.[۵] د نهج البلاغه د متن د ځينو برخو د شرحې نشتوالی او د ځينو موضوعاتو اوږدوالی د دغې شرحې کمزورۍ ګڼل شوي دي.[۶]
لیکوال
اصلي مقاله: محمد جواد مغنیه
محمد جواد مُغْنیَّه (۱۳۳۲-۱۴۰۰ق) هغه په لبنان کې د جبل عامل له عالمانو او په دغه هېواد کې له شيعه قاضیانو او د عدالت له مشرانو و.[۷] مغنیه د 62 کتابونو لیکوال و[۸] چې له هغو ځینې التفسر الکاشف، مع بَطَلة کربلاء، الشیعه و الحاکمون او فقه الامام الصادق په دریو جلدونو کې.[۹] هغه په خپلو سیاسي او ټولنیزو فعالیتونو کې مسلمانان د استعمار په وړاندې مبارزې او اسلامي وحدت ته بللي دي.[۱۰] وویل چې د هغه ځینې اثار د ایران د پوهنتونونو په درسي کتابونو کې شامل دي.[۱۱]
مینځپانګه او جوړښت
فی ظلال نهج البلاغه کتاب په لومړي چاپ کې په څلورو ټوکونو کې دی او لومړی ټوک یې د نهج البلاغې د ۸۸ لومړنیو خطبو څخه ځینې ټاکلي شرحه کړي دي.[۱۲] د دې کتاب په دویم ټوک ې له 89 تر 175 خطبې شاملی دی.[۱۳] او په دریم ټوک کې يې د 176 خطبې تر اخري خطبې او 41 لیکونه شرحه شوي دي.[۱۴] د 42 لیک او ورپسې نورو لیکونو شرحه او د لنډې ویناوې په څلورم ټوک کې راغلي دي.[۱۵]
د فی ظلال نهج البلاغه کتاب لیکوال په سریزه کې ویلي چې د منځپانګې په ترتیب کې، لومړی د جملو لغت پيژندنه او اِعراب بیان کړی او بیا یې د امام علي علیه السلام د خبرو شرحه کړې ده.[۱۶] همدارنګ هغوي ځینې مطلبونه د «لِلْمِنبَر» په عنوان سره د ویناوالو د اسانې ګټې لپاره بیان کړي دي.[۱۷] په دې سرلیک کې لیکوال په تاریخي، توحیدي، اخلاقي، اهل بیت(ع)، قیامت او داسې نورو موضوعاتو بحث کړی دی. هغه له ۱۷۵ خطبې وروسته د «للمنبر» عنوان نه کاروي.[۱۸] هغه د اوږدو خطبو په وړو وړو برخو ویشولو سره او د هغوي ته شمېره ورکولو سره خپلې شرحې ته رجوع کول آسان کړي دي.[۱۹]
ویل شوي چې لیکوال د استعمار او صهیونیزم د مسلې په اړه د رسنیو جګړه ترټولو مهمه وسیله ګڼي. هغه مسلمانان د استعمار په وړاندې په مبارزه کې د اسلامي اصولو پابندۍ، اتحاد، مقاومت او جهاد ته بللي دي.[۲۰] د مغنیه په باور، د اسلامي ټولنې حاکم باید په ټولنه کې د اکثریت خلکو د اعتماد او همکارۍ، محبت، عدالت او مصلحت رامنځته کولو خیال وساتي.[۲۱]
چاپ او ژباړه
د فی ظلال نهج البلاغه کتاب په بیروت کې د «دارالعِلم لِلمَلايين» خپرندویې ادارې په هڅو سره په ۱۹۷۲ کال کې په څلورو ټوکونو کې خپور شو.[۲۲] او په ۱۹۹۹ کال کې څلورم چاپ ته ورسید.[۲۳] د ژباړونکیو یوې ډلې د «در سایه سار نهج البلاغه» تر عنوان لاندې په ۱۳۸۷ کال کې په شپږو ټوکونو کې په فارسي ژبه وژباړه او خپور کړ.[۲۴]
فوټ نوټ
- ↑ رفعت، «روششناسی شرح فی ظلال نهج البلاغه»، ص۱۰۳.
- ↑ باوفا و میراحمدی، «واکاوی رویکرد اجتماعی شیخ محمدجواد مغنیه در شرح فی ظلال نهج البلاغه»، ص۲۱۷ ـ ۲۱۸.
- ↑ رفعت، «روششناسی شرح فی ظلال نهج البلاغه»، ص۱۰۵.
- ↑ رفعت، «روششناسی شرح فی ظلال نهج البلاغه»، ص۱۰۴.
- ↑ قنبری، «بررسی و نقد کتاب: در سایهسار نهج البلاغه»، ص۲۷.
- ↑ رفعت، «روششناسی شرح فی ظلال نهج البلاغه»، ص۱۲۷ و ۱۳۰.
- ↑ مغنیه، تجارب، ۱۴۲۵ق، ص۲۵ و ۲۶؛ «پیشگامان تقریب: الف) محمدجواد مغنیه، فقیهی نوگرا»، ص۱۲۰؛ «محمدجواد مغنیه»، سایت فرهیختگان تمدن شیعه.
- ↑ محرقی، «مقدمه»، ص۷.
- ↑ «محمدجواد مغنیه»، سایت فرهیختگان تمدن شیعه.
- ↑ مردی، «مغنیه و شرف الدین»، ص۵۰ ـ ۵۱.
- ↑ «پیشگامان تقریب: الف) محمدجواد مغنیه، فقیهی نوگرا»، ص۱۱۲.
- ↑ مغنیه، فی ظلال نهج البلاغه، ۱۹۷۹م، ج۱، ص۴۵۸ ـ ۴۶۴ و ۱۵.
- ↑ مغنیه، فی ظلال نهج البلاغه، ۱۹۷۹م، ج۲، ص۵۴۸ ـ ۵۵۸.
- ↑ مغنیه، فی ظلال نهج البلاغه، ۱۹۷۹م، ج۳، ص۵۶۶ ـ ۵۷۴.
- ↑ مغنیه، فی ظلال نهج البلاغه، ۱۹۷۹م، ج۴، ص۴۸۷ ـ ۴۹۳.
- ↑ مغنیه، فی ظلال نهج البلاغه، ۱۹۷۹م، ج۱، ص۱۲.
- ↑ مغنیه، فی ظلال نهج البلاغه، ۱۹۷۹م، ج۱، ص۱۲.
- ↑ رفعت، «روششناسی شرح فی ظلال نهج البلاغه»، ص۱۱۳.
- ↑ مغنیه، فی ظلال نهج البلاغه، ۱۹۷۹م، ج۱، ص۱۳.
- ↑ باوفا و میراحمدی، «واکاوی رویکرد اجتماعی شیخ محمدجواد مغنیه در شرح فی ظلال نهج البلاغه»، ص ۲۳۳.
- ↑ باوفا و میراحمدی، «واکاوی رویکرد اجتماعی شیخ محمدجواد مغنیه در شرح فی ظلال نهج البلاغه»، ص ۲۲۴.
- ↑ باوفا و میراحمدی، «واکاوی رویکرد اجتماعی شیخ محمدجواد مغنیه در شرح فی ظلال نهج البلاغه»، ص ۲۱۵؛ «زبان ساده و شيوه كارآمد؛ ويژگی بارز كتاب فی ظلال نهجالبلاغه»، سایت ایکنا.
- ↑ قنبری، «بررسی و نقد کتاب؛ در سایهسار نهج البلاغه»، ص۲۷.
- ↑ قنبری، «بررسی و نقد کتاب: در سایهسار نهج البلاغه»، ص۲۷؛ باوفا و میراحمدی، «واکاوی رویکرد اجتماعی شیخ محمدجواد مغنیه در شرح فی ظلال نهج البلاغه»، ص ۲۱۵.
سرچينې
- باوفا مرجان؛ میراحمدی، عبدالله، «واکاوی رویکرد اجتماعی شیخ محمدجواد مغنیه در شرح فی ظلال نهج البلاغه»، در مجله پژوهشهای نهج البلاغه، شماره ۷۳، تابستان ۱۴۰۱ش.
- «پیشگامان تقریب: الف) محمدجواد مغنیه، فقیهی نوگرا»، در مجله اندیشه تقریب، سال اول، شماره سوم، تابستان ۱۳۸۴ش.
- رفعت، محسن، «روششناسی شرح فی ظلال نهج البلاغه»، در مجله علوم حدیث، شماره ۵۵، بهر ۱۳۸۹ش.
- «زبان ساده و شيوه كارآمد؛ ويژگی بارز كتاب فی ظلال نهجالبلاغه»، سایت ایکنا، تاریخ انتشار: ۱۴ اسفند ۱۳۸۴ش، تاریخ بازدید: ۱۶ اردیبهشت ۱۴۰۳ش.
- قنبری، بخشعلی، «بررسی و نقد کتاب: در سایهسار نهج البلاغه»، در مجله کتاب ماه دین، شماره ۱۵۷، آبان ۱۳۸۹ش.
- محرقی، علی، «مقدمه»، در کتاب محمدجواد مغنیه، منامه، مکتبة فخراوی، ۱۴۱۷ق.
- «محمدجواد مغنیه»، سایت فرهیختگان تمدن شیعه، تاریخ انتشار: ۱۲ مهر ۱۳۹۴ش، تاریخ بازدید: ۱۱ اردیبهشت ۱۴۰۳ش.
- مردی، عباسعلی، «مغنیه و شرف الدین»، در مجله آینه پژوهش، شماره ۸۹ و ۹۰، آذر و اسفند ۱۳۸۳ش.
- مغنیه، محمدجواد، تجارب، تحقیق: ریاض الرباغ، مهر، انوار الهدی، چاپ اول، ۱۴۲۵ق.
- مغنیه، محمدجواد، فی ظلال نهج البلاغه، بیروت، دار العلم للملایین، ۱۹۷۹م.