شریح قاضي ته د امام علي(ع) لیک

د wikishia لخوا
شریح قاضي ته د امام علي(ع) لیک د پنځمې پیړۍ د لاس لیکلی نسخه

شُرَیح قاضي ته د امام علي لیک، د کوفې د هغه وخت قاضي شريح بن حارث ته د امام علي(ع) د هغه په غندنې کې یو لیک دی چې په کې هغه د يو ګران کور په اخستلو باندې غندي. په دغه لیک کښې امام علی(ع) هغه ته د دنیا د بې ارزښتۍ او د قیامت د حساب کتاب په باره کښې نصیحت کړی دی. همدارنګه، د یو حکومتي چارواکي په توګه، له شریح څخه تمه لري چې یو اشرافي ژوند ونه لري. دا لیک د حکومتولۍ له اصولو څخه ګڼل شوی چې له مخې یې واکمن باید خپل استازي سره پرېکنده چلند وکړي.

دا لیک د نهج البلاغې دریم لیک دی. همدارنګ په نورو کتابونو کې هم ذکر شوی دی لکه د شیخ صدوق امالی او د شیخ بهائي کتاب اربعین او د سنیانو په ځینو کتابونو کې لکه د قاضی قضاعي(وفات: ۴۵۴هـ ق) په کتاب دستور معالم الحکم کې او د سبط بن جوزی(وفات: ۶۵۴ هـ) په کتاب تذکرة الخواص کې هم ذکر شوی دی.

اهمیت او موقعیت

شريح قاضي ته د امام علي(ع) لیک د حکومتي چارواکو په وړاندې د حاکم د قاطعیت او سختۍ د سند په توګه درج شوی دی.[۱] له دې امله چې شريح قاضي و او تور ورباندې لګیدی شو نو او امام د هغه لپاره د کور اخيستل خوښ نه کړل.[۲] شريح، د کوفې قاضي و. عمر بن خطاب هغه د کوفې قاضي ټاکلی و.[۳] هغه د عثمان د خلافت په وخت کې په دې مقام کې پاتې شو او د امام علي(ع) په حکومت کې هم په قضاوت باقي پریښودل شو.[۴] د هغه روایت له مخې چې په الکافي کې نقل شوی دی، کله چې امام علی(ع) شریح په قضاوت منصوب کړ، نو له هغه سره يې شرط کیښود چې له امام سره له هماهنګۍ پرته به هيڅ حکم نه پلي کوي.[۵]

آيت الله مکارم شيرازي د نهج البلاغه په شرحه کښې ويلي دي چې د امام علي(ع) واکمني د عثمان له خطرناک دور او د بيت المال له پراخې تباهۍ وروسته وه چې په دغه وخت کې د اسلامي ټولنې ځینې مشهورو کسانو د دنیا ساز و سینګار ته مخه کړه.[۶] له همدې امله امام(ع) دا تمه نه درلوده چې د هغه له خوا ټاکل شوی قاضي به اشرافي ژوند ولري.[۷] امام(ع) د دې چارو د مخنیوي لپاره په خپلو خطبو کې او هغه لیکونو کې چې په نهج البلاغه کې راټول شوي دي، د مادي دنیا او د هغې د فریب او دهوکې په هکله به یې خبرداری ورکاوه.[۸]

د لیک لیکلو سبب او مینځپانګه

شريح قاضي د حضرت علي(ع) د واکمنۍ پر مهال يو ګران بيه کور په اتيا دینارو واخيست.[۹] د دې خبر له اورېدو او د شريح د کور د اخيستلو له تاييد وروسته، امام(ع) هغه راوغوښت او و يې غنده او خبرداری يې ورکړ، چې ډېر ژر به يې مرګ راشي او له دې کور څخه به یې وباسي.[۱۰] امام(ع) شریح ته سپارښتنه وکړ چې کور نباید په حرام مال  واخستی شي. که نه نو په دنیا او آخرت کې به لویو تاوانونو سره مخ شي.[۱۱]

امام علي(ع) د شریح لپاره په دنيا کې د بې رغبتۍ يو معنوي سند ليکلی او ویلی یې دي چې که شريح د دې سند په محتوا خبر واى، نو د کور په اخيستلو به يې يو درهم هم نه لګاوه. د دې سند له مخې، دا کور څلور معنوي حدود او اړخونه لري، چې دا دي: لومړی اړخ آفتونه او ازمیښتونه، دویم اړخ مصیبتونه، درېيم اړخ فاسد خواهشات او څلورم اړخ بې لارې کوونکی شیطان. د دې کور دروازه د شیطان (څلورم اړخ) ته پرانیستل کیږي. دا حدود او اړخونه هغه خطرونه او ننګونې دي چې د دې کور پیرودونکي ته به رسیږي.[۱۲]

امام(ع) له تېرو کسانو او ظالمانو څخه چې بدنونه یې تر خاورو لاندې شوي، د عبرت په اخیستلو سره، شریح قاضي ته خبرداری ورکړی چې د قیامت د ورځې حساب ته د ځان چمتو کړي،[۱۳] د نهج البلاغې په ځینې شرحو کې د دې لیک لاندې، ځینې نکتې بیان شوي لکه له غفلت او غرور څخه ځان ساتل،[۱۴] د دنیا له مینې او د حرامو مالونو د لاسته راوړلو او په احکامو د رشوت اخيستلو[۱۵] وېرول بیان شوي دي.

د لیک سرچینې او سند

د شیخ صدوق (وفات: ۳۸۱ هـ ق) په امالي کتاب کې[۱۶] د امام علي(ع) قاضی شریح ته دا لیک راغلی دی او په لږ توپیر سره[۱۷] شیخ بهايي(وفات: ۱۰۳۱ هـ ق) په اربعین کتاب کې،[۱۸] سبط بن جوزي(وفات: ۶۵۴) په تذکره الخواص[۱۹] او قضاعي(وفات: ۴۵۴ هـ ق) په دستور معالم الحکم[۲۰] کې دا هغه کسان دي چې د امام لیک یې په توپير سره نقل کړی دی.[۲۱] دا لیک د نهج البلاغه په ​​مختلفو نسخو کې دریم لیک دی.[۲۲]

د علامه حسن زاده له قوله، له دې سببه چې شيخ بهايي دغه ليک له سترو استاذانو او فقهاوو رانقل کړى دى، نو په سند کې يې کومه ستونزه او اختلاف نشته.[۲۳]

شریح قاضي ته د امام علي(ع) د لیک متن

متن ژباړه
رُوِيَ أَنَّ شُرَيْحَ بْنَ الْحَارِثِ قَاضِيَ أَمِيرِالْمُؤْمِنِينَ (علیه السلام) اشْتَرَى عَلَى عَهْدِهِ دَاراً بِثَمَانِينَ دِينَاراً فَبَلَغَهُ ذَلِكَ، فَاسْتَدْعَى شُرَيْحاً،

وَ قَالَ لَهُ: بَلَغَنِي أَنَّكَ ابْتَعْتَ دَاراً بِثَمَانِينَ دِينَاراً وَ كَتَبْتَ لَهَا كِتَاباً وَ أَشْهَدْتَ فِيهِ شُهُوداً فَقَالَ لَهُ شُرَيْحٌ قَدْ كَانَ ذَلِكَ يَا أَمِيرَالْمُؤْمِنِينَ(ع)


قَالَ فَنَظَرَ إِلَيْهِ نَظَرَ الْمُغْضَبِ ثُمَّ قَالَ لَهُ: يَا شُرَيْحُ أَمَا إِنَّهُ سَيَأْتِيكَ مَنْ لَا يَنْظُرُ فِي كِتَابِكَ وَ لَا يَسْأَلُكَ عَنْ بَيِّنَتِكَ، حَتَّى يُخْرِجَكَ مِنْهَا شَاخِصاً وَ يُسْلِمَكَ إِلَى قَبْرِكَ خَالِصاً.


فَانْظُرْ يَا شُرَيْحُ لَا تَكُونُ ابْتَعْتَ هَذِهِ الدَّارَ مِنْ غَيْرِ مَالِكَ أَوْ نَقَدْتَ الثَّمَنَ مِنْ غَيْرِ حَلَالِكَ؛ فَإِذَا أَنْتَ قَدْ خَسِرْتَ دَارَ الدُّنْيَا وَ دَارَ الْآخِرَةِ


أَمَا إِنَّكَ لَوْ كُنْتَ أَتَيْتَنِي عِنْدَ شِرَائِكَ مَا اشْتَرَيْتَ لَكَتَبْتُ لَكَ كِتَاباً عَلَى هَذِهِ النُّسْخَةِ، فَلَمْ تَرْغَبْ فِي شِرَاءِ هَذِهِ الدَّارِ [بِالدِّرْهَمِ] بِدِرْهَمٍ فَمَا فَوْقُ.


وَ النُّسْخَةُ هَذِهِ هَذَا مَا اشْتَرَى عَبْدٌ ذَلِيلٌ مِنْ مَيِّتٍ قَدْ أُزْعِجَ لِلرَّحِيلِ اشْتَرَى مِنْهُ دَاراً مِنْ دَارِ الْغُرُورِ مِنْ جَانِبِ الْفَانِينَ وَ خِطَّةِ الْهَالِكِينَ


وَ تَجْمَعُ هَذِهِ الدَّارَ حُدُودٌ أَرْبَعَةٌ الْحَدُّ الْأَوَّلُ يَنْتَهِي إِلَى دَوَاعِي الْآفَاتِ وَ الْحَدُّ الثَّانِي يَنْتَهِي إِلَى دَوَاعِي الْمُصِيبَاتِ وَ الْحَدُّ الثَّالِثُ يَنْتَهِي إِلَى الْهَوَى الْمُرْدِي وَ الْحَدُّ الرَّابِعُ يَنْتَهِي إِلَى الشَّيْطَانِ الْمُغْوِي وَ فِيهِ يُشْرَعُ بَابُ هَذِهِ الدَّارِ


اشْتَرَى هَذَا الْمُغْتَرُّ بِالْأَمَلِ مِنْ هَذَا الْمُزْعَجِ بِالْأَجَلِ هَذِهِ الدَّارَ بِالْخُرُوجِ مِنْ عِزِّ الْقَنَاعَةِ وَ الدُّخُولِ فِي ذُلِّ الطَّلَبِ وَ الضَّرَاعَةِ فَمَا أَدْرَكَ هَذَا الْمُشْتَرِي فِيمَا اشْتَرَى مِنْهُ مِنْ دَرَكٍ فَعَلَى مُبَلْبِلِ أَجْسَامِ الْمُلُوكِ وَ سَالِبِ نُفُوسِ الْجَبَابِرَةِ وَ مُزِيلِ مُلْكِ الْفَرَاعِنَةِ مِثْلِ كِسْرَى وَ قَيْصَرَ وَ تُبَّعٍ وَ حِمْيَرَ


وَ مَنْ جَمَعَ الْمَالَ عَلَى الْمَالِ فَأَكْثَرَ وَ مَنْ بَنَى وَ شَيَّدَ وَ زَخْرَفَ وَ نَجَّدَ وَ ادَّخَرَ وَ اعْتَقَدَ وَ نَظَرَ بِزَعْمِهِ لِلْوَلَدِ إِشْخَاصُهُمْ جَمِيعاً إِلَى مَوْقِفِ الْعَرْضِ وَ الْحِسَابِ وَ مَوْضِعِ الثَّوَابِ وَ الْعِقَاب


إِذَا وَقَعَ الْأَمْرُ بِفَصْلِ الْقَضَاءِ «وَ خَسِرَ هُنالِكَ الْمُبْطِلُونَ»


شَهِدَ عَلَى ذَلِكَ الْعَقْلُ إِذَا خَرَجَ مِنْ أَسْرِ الْهَوَى وَ سَلِمَ مِنْ عَلَائِقِ الدُّنْيَا

فوټ نوټ

  1. محمدی ری شهری، دانش‌نامه امیرالمؤمنین(ع) بر پایه قرآن، حدیث و تاریخ، ۱۳۸۶ش، ج۴، ص۳۵.
  2. مکارم شیرازی، پیام امام امیرالمؤمنین(ع)، ۱۳۸۶ش، ج۹، ص۵۴.
  3. ذهبی، سير أعلام النبلاء، ۱۴۰۵ق، ج۴، ص۱۰۲.
  4. ابن‌ابی‌الحدید، شرح نهج البلاغه، قم، ج۱۴، ص۲۹.
  5. کلینی، کافی، ۱۴۰۷ق، ج۷، ص۴۰۷.
  6. مکارم شیرازی، پیام امام امیرالمؤمنین(ع)، ۱۳۸۶ش، ج۹، ص۵۴.
  7. «شرح نامه ۳»،محمد نصر اصفهانی.
  8. مکارم شیرازی، پیام امام امیرالمؤمنین(ع)، ۱۳۸۶ش، ج۹، ص۵۴.
  9. مکارم شیرازی، پیام امام امیرالمؤمنین(ع)، ۱۳۸۶ش، ج۹، ص۴۲؛ جمعی از نویسنگان، دانشنامه امام علی(ع)ُ‌، ج۱، ص۱۸۳.
  10. نهج‌البلاغه، تصحیح صبحی صالح، نامه۳، ص۵۴۹.
  11. نهج‌البلاغه، تصحیح صبحی صالح، نامه۳، ص۵۴۹.
  12. نهج‌البلاغه، تصحیح صبحی صالح، نامه۳، ص۵۴۹.
  13. نهج‌البلاغه، تصحیح صبحی صالح، نامه۳، ص۵۴۹.
  14. مکارم شیرازی، پیام امام امیرالمؤمنین(ع)، ۱۳۸۶ش، ج۹، ص۴۲.
  15. ابن میثم، شرح نهج‌البلاغه، ۱۳۶۲ش، ج۴، ص۳۴۴.
  16. شیخ صدوق، امالی، ۱۳۷۶ش، ص۳۱۱.
  17. حسینی خطیب، مصادر نهج‌البلاغه و اسانیده، ۱۳۶۷ش، ج۳، ص۱۸۸.
  18. شیخ بهایی، اربعین، ۱۴۳۱ق، ص۲۲۶.
  19. ابن‌جوزی، تذكرة الخواص، ۱۳۷۶ش، ص۳۱۱.
  20. قضاعی، دستور معالم الحکم، ۱۴۰۱ق، ص۱۱۰.
  21. حسینی خطیب، مصادر نهج‌البلاغه و اسانیده، ۱۳۶۷ش، ج۳، ص۱۸۸؛ مکارم شیرازی، پیام امام امیرالمؤمنین(ع)، ۱۳۸۶ش، ج۹، ص۴۱.
  22. فیض الاسلام، ترجمه و شرح نهج‌البلاغه، ۱۳۷۸ش، ص۸۳۳؛ دشتی، ترجمه نهج‌البلاغه، ۱۳۷۹ش، ص٤۸۰؛ نهج‌البلاغه، تصحیح صبحی صالح، نامه۳، ص۵۴۹؛ عبده، شرح نهج‌البلاغه، قاهره، ص۴؛ ابن‌ابی‌الحدید، شرح نهج‌البلاغه، قم، ج۱۴، ص۲۷.
  23. حسن زاده آملی، تکمله شرح منهاج البراعة فی شرح نهج البلاغة، ۱۳۶۴ش، ج۱۷، ص۱۰۸.

سرچينې

  • ابن‌ابی‌الحدید، عز الدین ابوحامد، شرح نهج‌البلاغه، تصحیح، محمد ابوالفضل ابراهیم، قم، کتابخانه عمومی آیت‌الله مرعشی نجفی، بی‌تا.
  • ابن‌جوزی، یوسف‌ بن‌ قزاوغلی، تذكرة الخواص، قم، الشریف الرضی، ۱۳۷۶ش.
  • ابن‌مهذب، حسین بن حسن، نسخه نهج البلاغه، قم، آیة‌الله المرعشی النجفی، ۱۴۰۶ق.
  • ابن‌میثم، میثم بن علی، شرح نهج‌البلاغه، بی‌جا، نشر الکتاب، چاپ دوم، ۱۳۶۲ش.
  • انصاریان، حسین، ترجمه نهج البلاغة‏، قم، دار العرفان، چاپ اول، ۱۳۸۸ش،
  • جمعی از نویسنگان، دانشنامه امام علی(ع)ُ، بی‌جا، بی‌نا، بی‌تا.
  • حسن‌زاده آملی، حسن، تکمله شرح منهاج البراعة فی شرح نهج‌البلاغة، تصحیح، سید ابراهیم میانجی، تهران، مکتبة الاسلام، چاپ چهارم، ۱۳۶۴ش.
  • حسینی خطیب، سید عبدالزهرا، مصادر نهج‌البلاغه و اسانیده، بیروت، دار الزهرا، چاپ چهارم، ۱۳۶۷ش.
  • خویی، ابراهیم بن حسین، الدرة النجفیة، بی‌جا، بی‌نا، بی‌تا.
  • دشتی، محمد، ترجمه نهج‌البلاغه، قم، پارسیان، چاپ اول، ۱۳۷۹ش.
  • ذهبی، شمس الدین، سير أعلام النبلاء، تحقیق گروهی از محققین، بی‌جا، مؤسسه الرسالة، چاپ سوم، ۱۴۰۵ق.
  • «شرح نامه ۳»، محمد نصر اصفهانی، تاریخ درج مطلب: ۲۷ بهمن ۱۳۹۱ش، تاریخ بازدید: ۱۶ آبان ۱۴۰۳ش.
  • شیخ بهایی، محمد بن حسین، اربعین، قم، جماعة العلماء و المدرسین فی الحوزة العلمیة بقم المقدسة، چاپ سوم، ۱۴۳۱ق.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، الأمالی، تهران، کتابچی، چاپ ششم، ۱۳۷۶ش‏.
  • شریف الرضی، محمد بن حسین، تصحیح نهج‌البلاغه، تصحیح: صبحی صالح، قم، دارالحدیث، چاپ سوم، ۱۴۲۶ق.
  • عبده، محمد، شرح نهج‌البلاغه، قاهره، مطبعة الاستقامة، بی‌تا.
  • فیض‌الاسلام، سید علی‌نقی، ترجمه و شرح نهج‌البلاغه، تهران، فیض الاسلام، چاپ هشتم، ۱۳۷۸ش.
  • قضاعی، محمد بن سلامة، ‌دستور معالم الحکم و مأثور مکارم الشیم من کلام أمیرالمؤمنین علی بن أبی‌طالب(ع)، بیروت، دار الکتاب العربی، ۱۴۰۱ق.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تصحیح، علی‌اکبر غفاری و محمد آخوندی، تهران، دار الکتب الاسلامیة، چاپ چهارم، ۱۴۰۷ق.
  • محمدی ری‌شهری، محمد، دانش‌نامه امیرالمومنین(ع) بر پایه قرآن، حدیث و تاریخ، قم، دارالحدیث، چاپ اول، ۱۳۸۶ش.
  • مکارم شیرازی، ناصر، پیام امام امیرالمؤمنین(ع)، تهران، دار الکتب الاسلامیة، چاپ اول، ۱۳۸۶ش.