قرآني تمثیلات
قرآني تمثیلات د قرآني مفاهیمو په بیان کې یوه اصلی مولفه ده چې د قرآن د بیاني اعجاز له بېلګو هم بلل کیږي. په شیعه روایتونو کې دغه مولفې ته ځانګړی پام شوی او د هغه د حقایقو په اړه د تفکر کولو سپارښتنه شوې ده. د مفسرانو له نظره، په قرآن کې د مثالونو د بیان موخه، د محسوسو مطالبو سویې ته د معقول او درنو معارفو ساده کول دي چې عام خلک پرې پوه شي؛ ځکه چې قرآن د ټولو خلکو لپاره نازل شوی دی. مفسرانو د خلکو د پوهولو لپاره د برهان، احسن جدال، او موعظې تر څنګ د قرآن تمثیلاتو د وجود د ضرورت خبره هم کړې ده. ویل شوي چې د قرآن تمثیلات روزنیزې موخې لري او په دې اړه یې ځینو مواردو لکه اخلاقي کرامتونو او ارزښتونو ته توجه کولو او د عیني بېلګو او نمونو وړاندې کولو ته اشاره کړې ده.
د قرآن مثلونو یا مثالونو په اړه دوه نظرونه موجود دي ځینې هغه یوازې تشبیه ګڼي چې د مخاطب ذهن ته د معقولو مفاهیمو د نزدې کولو لپاره دي. د دې په مقابل کې ځینې باوري دي چې په قرآني مثلونو کې هیڅ ډول تشبیه یا مجازوینه نیشته او مثلونه د واقعي حقایقو د مثالونو د شتون ښودونکي دي. د مفسرانو له نظره، د قران مثالونه «د تشبیه د تورو په بیان کې د صراحت» له نظره، «د تشبیه ورکړل شویو کسانو د شمېر» له نظره او همداراز د « وجه تمثیل» له اړخه په مختلفو ډولونو ویشل کیږي. د قرآن د تمثیلاتو لپاره ډېرې ځانګړنې بیان شوي چې ځینې موارد یې دا دي: «جامعیت او پراخوالی» او «اسانتیا او دا چې د پوهېدلو وړ دي»
د قرآن د تمثیلاتو په اړه ډېر کتابونه لیکل شوي چې پکې د احمد بن عبدالله الکوزکناني النجفي کتاب روضة الامثال (فی الامثال القرآن الکریم)، ته اشاره کولی شو.
تمثیلات د قرآن له پینځو اړخونو یو اړخ
د اسلام له پېغمبر(ص) څه د یو روایت مطابق، په قرآن کې تمثیلات د هغه له پينځو اړخونو څخه یو اړخ دی.[۱] د څېړاندو له نظره، قرآني تمثیلات په یوازې سر کولی شي د مختلفو اخلاقي، علمي، روزنیزو، ټولنیزو او... اړخونو ډېر رولونه ولوبوي.[۲] ځینو قرآن څېړاندو د قرآن تمثیلات د هغه د بیاني اعجاز یو مصداق ګڼلی دی.[۳]
په شیعه روایتونو کې د قرآن د تمثیلاتو مسالې ته پام شوی دی؛ د مثال په توګه له امام علي(ع) په یو روایت کې نقل شوي چې د قرآن د مثلونو یوه فایده، د عبرت اخستونکو لپاره د هغه عبرتوالی ذکر شوی دی.[۵] په یو بل ځای کې، د قرآن مثَلونه د ځینو ځانګړنو لکه د قرآن هدایت بخښلو، او د دین د ښکاره رسولو تر څنګ ګرځول شوې دي.[۶] له امام باقر(ع) څخه د یو منقول روایت له مخې، قرآن په څلورو چورلیزونو نازل شوی دی چې یو یې د قرآن مثالونه او سنتونه دي.[۷] د امام صادق(ع) څخه یو روایت نقل شوی چې د قرآن مثَلونه ډېرې فایدې لري؛ نو هغه ته په غور وګورئ او په معنو کې یې فکر وکړئ او هسې بې څه ترې مه تېرېږئ.[۸]
د قرآن په مفاهیمو په پوهېدو کې د تمثیل رول
د قرآن مفسر جوادي آملي لیکلي چې د قرآن نړیوال رسالت په هره ممکنه وسیله د قیامت تر ورځې پورې ټولو انسانانو ته د پېغام رسول دي. له دې امله د برهان، احسن جدال او موعظې تر څنګ، تمثیل هم د خلکو د پوهولو لپاره ضروري دی.[۹] د علامه طباطبایي په وینا، خدای تعالی د لوړو معارفو لپاره بې له تمثیله بله چاره نه لري؛ ځکه چې عام خلک تر حسیاتو په زیات شی نه پوهیږي.[۱۰]
جوادي آملي په «وَ تِلْکَ الْأَمْثَالُ نَضْرِبُهَا لِلنَّاسِ ۖ وَمَا یَعْقِلُهَا إِلَّا الْعَالِمُونَ؛ او دا مثالونه خلکو ته راوړوو خو بې له پوهانو یې بل څوک نه درک کوي»[۱۱] په ایت په استناد سره وایي چې مثَل د هغه پل په شان دی چې انسان له حسي نړۍ څخه عقلي نړۍ او بیا یې له عقلي علم څخه د زړه شهودي علم ته بیایي.[۱۲]
د تمثیل مفهوم پېژندنه
علامه طباطبایي، مثَل یوه واقعي یا فرضي کیسه ګڼي چې ویونکی له خپل کلام سره د هغه د شباهت په وجه هغه استعمالوي چې د اوریدونکي ذهن پرې ښه پوه شي.[۱۳] جوادي آملي د مثَل یوه ځانګړنه په دې کې ګڼي چې معقول او درانه معارف، د محسوسو او اسانو مطلبونو سویې ته راټیټوي چې ټول خلک پرې پوه شي.[۱۴] د هغه په باور تمثیل منطقي طریقه نه ده او یوازې د پوهې د اسانولو لپاره کارول کیږي.[۱۵]
د قرآني مثَلونو په اړه دوه نظرونه
د قرآني مثلونو د مصداق د تحلیل په اړه د نظر خاوندان دوه لیدتوګې لري:[۱۶]
- مثَلونه په قرآن کې تش تشبیهات دي او د مخاطب د ذهن پوهولو لپاره راغلي دي.
- د قرآن په مثَلونو کې هیڅ ډول تشبیه او مجازوینه نیشته او مثلونه د هغو حقایقو د مثالي وجود بیانوونکي دي.[یادداشت۱]
ځينې شیعه مفسران لکه علامه طباطبایي[۱۷] او عبدالله جوادي آملي[۱۸] او همداراز ځینې اهل سنت مفسران لکه محمد عبده[۱۹] په دې باور دي چې په معاد او مبدا پورې اړوند ایتونه لکه د انسان د خلقت ایتونه، د ملائکو د سجدې، د ابلیس د نافرمانۍ او.... که څه هم په تکویني چاره او غیبي حقیقت کې جرړه لري او په ظاهر غیر استعاري بیان لري خو هغه ټول د یو پټ او تکویني حقیقت تمثیل دي چې دغه نظریې ته « تکویني تمثیل» نوم ورکولی شو.[۲۰]
د قرآني تمثیلاتو ځانګړنې
د قرآني تمثیلاتو د ځانګړنو په اړه ځینې موردونه لکه «جامعیت او پراخوالی»، «اسانتیا او دا چې د پوهې وړ دي»، «د مفاهیمو انځورګري او الفاظو ته ژوند ورکول» او همداراز « له طبیعي ښکارندو او مظاهرو استفاده» بیان شوې ده.[۲۱]
د مثال په توګه د قرآني مثلونو د دې ځانګړنې په اړه چې «اسان او د فهم وړ دي» دي ځینو موردونو لکه «د ستنې له سوري څخه د اوښ (یا د پریړ پړي) له تېرېدو سره» جنت ته د کافرانو د ننوتلو د ناممکنوالي تشبیه،[۲۲] « د مړ ورور غوښې له خوړلو سره» د غیبت کولو تشبیه[۲۳] او «له هغه خر سره چې کتابونه پرې بار دي خو په عمل کې د کتابونو له مینځپانګې ناخبره دی» د هغه کس تشبیه کولو ته چې په خپل علم عمل نه کوی.[۲۴] اشاره شوې ده.[۲۵]
د قرآن د تمثیلاتو تربیتي اهداف او اثار
د قرآن تمثیلات د روزنیزو موخو او اثارو لرونکي ګڼل شوي؛ منجمله له دغو لارو تربیت«اخلاقي ارزښتونو او مکارمو ته توجه اړول» « د محسوسو او لمس کېدونکو چارو په چوکاټ کې د غیبی حقایقو انځورول» «د عیني بېلګو او نمونو وړاندې کول» او «د بشر د فکر او سوچ د ځواک لمسول».[۲۶] د مثال په توګه ارزښتونو ته د پام اړولو پر اساس د تربیت د موخې په اړه، خدای تعالی د بقرې سورې په ۲۶۱ ایت کې انفاق کوونکی له یوې دانې سره ورته ګڼلی خو د دې په مقابل کې یې په بقرې سورې ۱۶۴ ایت کې، هغه انفاق چې له احسان اړولو او ځورولو سره یو ځای وي، له یو کاڼي سره تشبیه کړی دی چې معمولي شان خاوره پرې لپاسه پرته وي چې د باران په لومړۍ شېبې سره وینځل کیږي او له مینځه ځي.[۲۷] د تفسیرالمیزان لیکوال علامه طباطبایي د قرآن د تمثیلاتو د اهدافو په بیان کې، د فرقان سورې د نه ویشتم ایت «وَكُلًّا ضَرَبْنا لَهُ الْأَمْثالَ؛ او مونږ د دغه هرې یوې طایفې لپاره مثالونه (د هدایت او غاړې خلاصولو لپاره پندونه) راوړل» په تفسیر کې هغه د یادونې، موعظې او وېرولو په معنا ګڼلی دی.[۲۸]
کتاب پېژندنه
د قرآن د تمثیلاتو په اړه، ډېر تالیفات شوي دي. ځینې یې دا دي:
- روضة الامثال (فی الامثال القرآن الکریم)، تألیف داحمد بن عبدالله الکوزکنانی النجفی، چاپ ۱۳۲۵ق.[۲۹] (دا کتاب د « روضة الامثال» تفسیري کتاب د جاج او کره کتنې په مقاله کې، د محمد علی رضایي کرماني له خوا جاجول شوی دی.[۳۰]
- امثال القرآن، تألیف د اسماعیل اسماعیلی (د دغه کتاب لومړی چاپ په ۱۳۶۹ لمریز کال کې په اسوه خپرنځي کې چاپ شوی او د «امثال قرآن» کتاب په اساس، په «اتقان» کې د سیوطي د حکمت او توضیحاتو په اساس برابر شوی دی)
- قرآن، ویژگیها، اهداف و آثار تربیتی آن، تألیف د حمید محمدقاسمی (د دغه کتاب ځانګړنې په ۱۳۸۲ ل کال کې چاپ شوی، د تربیتي مسایلو له زاویې قرآني تمثیلاتو ته کتنه ده)
فوټ نوټ
- ↑ طوسی، الامالی، ۱۴۱۴ق، ص۳۵۷.
- ↑ محمدقاسمی، تمثیلات قرآن، ۱۳۸۲ش، ص۵۰.
- ↑ البیانونی، ضرب الامثال فی القرآن، بیتا، ص۳۹؛ سیوطی، معترک الأقران فی إعجاز القرآن، بیتا، ج۱، ص۴۶۴.
- ↑ الصحیفة السجادیة، ۱۳۷۶ش، ص۱۷۸.
- ↑ تمیمی آمدی، غرر الحکم و درر الکلم، ۱۴۱۰ق، ص۵۷۲.
- ↑ عیاشی، تفسیر عیاشی، ۱۳۸۰ق، ص ۷.
- ↑ عیاشی، تفسیر العیّاشی، ۱۳۸۰ق، ج۱، ص۹.
- ↑ محمدی ریشهری، شناخت نامه قرآن، ۱۳۹۱ش، ج۴، ص۳۹۷.
- ↑ جوادی آملی، تسنیم، ۱۳۸۷ش، ج۲، ص۵۱۰.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۳، ص۶۲.
- ↑ سوره عنکبوت، آیه ۴۳.
- ↑ جوادی آملی، تفسیر تسنیم، ۱۳۷۸ش، ج۲، ص۳۲۹.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۲، ص۳۸۶.
- ↑ جوادی آملی، تفسیر تسنیم، ۱۳۷۸ش، ج۲، ص۳۲۷.
- ↑ جوادی آملی، تفسیر تسنیم، ۱۳۷۸ش، ج۸، ص۵۸۲.
- ↑ وګورئ: جوادی آملی، تفسیر تسنیم، ۱۳۷۸ش، ج۲، ص۳۳۲.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۱۳۲–۱۳۳.
- ↑ جوادیآملی، قرآن حکیم از منظر امام رضا، ۱۳۸۲ش، ج۵، ص۳۹۷
- ↑ رشیدرضا، تفسیر القرآن الحکیم، ۱۳۶۶ق، ج۲، ص۱۹۰.
- ↑ نگاه کنید به: محمدی پارسا، «تأمّلی بر رویکرد تمثیلِ تکوینی در تبیین آیات خلقت انسان».
- ↑ وګورئ: محمدقاسمی، تمثیلات قرآن، ۱۳۸۲ش، ص۵۷–۹۷.
- ↑ وګورئ: سوره اعراف، آیه ۴۰.
- ↑ سوره حجرات، آیه ۱۲.
- ↑ سوره جمعه، آیه ۵.
- ↑ محمدقاسمی، تمثیلات قرآن، ۱۳۸۲ش، ص۶۲.
- ↑ محمدقاسمی، تمثیلات قرآن، ۱۳۸۲ش، ص۱۰۴–۲۴۴.
- ↑ وګورئ: محمدقاسمی، تمثیلات قرآن، ۱۳۸۲ش، ص۱۲۷–۱۲۸.
- ↑ طباطبایی، المیزان، منشورات اسماعيليان، ج۱۵، ص۲۱۸.
- ↑ طهرانی، الذریعة الی تصانیف الشیعه، ۱۴۰۸ق، ج۱۱، ص۲۸۸؛ «روضه الامثال»، سایت کتاب بدیا.
- ↑ وګورئ: رضایی کرمانی، نقد و بررسی کتاب تفسیری «روضة الأمثال».
سرچينې
- البیانونی، عبدالمجید، ضرب الأمثال فی القرآن، دمشق و بیروت، دار القلم و دارالشامیه، ۱۴۱۱ق.
- المیدانی، عبدالرحمن حسن حنبکه، امثال القرآن و صور من ادبه الرفیع، دمشق، دارالقلم، ۱۴۱۲ق.
- تمیمی آمدی، عبدالواحد بن محمد، غرر الحکم و درر الکلم، تصحیح مهدی رجائی، قم، دار الکتاب الاسلامی، چ۲، ۱۴۱۰ق.
- جوادی آملی، عبدالله، تفسیر تسنیم، قم، نشر اسراء، ۱۳۷۸ش.
- جوادی آملی، عبدالله، دینشناسی، قم، نشر اسراء، ۱۳۹۰ش.
- جوادی آملی، عبدالله، قرآن از منظر امام رضا(ع)، قم، نشر اسراء، ۱۳۸۲ش.
- جوادی آملی، عبدالله، هدایت در قرآن، قم، نشر اسراء، ۱۳۸۸ش.
- جهانبخش، ثواقب، تشبیهات و تمثیلات قرآن، تهران، نشر قو، ۱۳۷۶ش.
- رشیدرضا، محمد، تفسیر القرآن الحکیم (مشهور به تفسیر المنار)، بیجا، بینا، ۱۳۶۶ق.
- رضایی کرمانی، محمدعلی، نقد و بررسی کتاب تفسیری «روضة الأمثال»، نشریه مطالعات تفسیری، دوره۹، ش۳۴، ۱۳۹۷ش.
- سیوطی، عبدالرحمن بن ابیبکر، الاتقان فی علوم القرآن، ترجمه سیّد مهدی حائری قزوینی، تهران، مؤسسه انتشارات امیرکبیر، ۱۳۶۳ش.
- سیوطی، عبدالرحمن بن ابیبکر، معترک الاقران فی اعجاز القرآن، بیروت، دار الفکر العربی، بیتا.
- طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان، چاپ پنجم، قم، مکتبة النشر الاسلامی، ۱۴۱۷ق.
- طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان، ناشر منشورات اسماعیلیان، بیتا، بیجا.
- طوسی، محمد بن حسن، الامالی، قم، دارالثقافة، ۱۴۱۴ق.
- طهرانی، آقا بزرگ، الذریعة الی تصانیف الشیعه، قم و تهران، کتابفروشی اسلامیه و اسماعيليان، ۱۴۰۸ق.
- عیاشی، محمد بن مسعود، تفسیر العیّاشی، سید هاشم رسولی محلاتی، تهران، المطبعة العلمیة، ۱۳۸۰ق.
- محمدقاسمی، حمید، تمثیلات قرآن، قم، نشر اسوه، ۱۳۸۲ش.
- محمدی پارسا، عبدالله، «تأمّلی بر رویکرد تمثیلِ تکوینی در تبیین آیات خلقت انسان»، دوره ۱۵، ش۳، مهر ۱۳۹۴ش.
- محمدی ریشهری، محمد، شناختنامه قرآن بر پایه قرآن و حدیث، قم، دارالحدیث، ۱۳۹۱ش.
- معرفت، محمدهادی، آموزش علوم قرآنی، قم، مؤسسه فرهنگی انتشاراتی التمهید، ۱۳۸۷ش.