منځپانگې ته ورتلل

طهارت

د wikishia لخوا
له تطهیر سره یې ګډ وډ نه کړئ

طهارت یوه فقهي اصطلاح ده له نجسو څیزونو او همداراز له حدث اکبر او حدث اصغره د پاکوالي په معنا. له حدث اصغره مطلب وړې او غټې متیازې او د معدې د باد وتل دي چې اودس باطلوي. حدث اکبر هم د جنابت او آمیزش کولو په شان کارونو ته وایي.

له نجاسته طهارت د وضو او لمانځه په شان مواردو کې ضروري کیږي. هغه اوبه چې انسان غواړي ورسره اودس وکړي او همدراز د لمونځ کوونکي بدن او جامه باید له نجاسته پاکه وي. نجاست د اوبو په شان شیانو سره پاکیږي چې مُطَهِّرات نومیږي.

له حدثه طهارت او پاکوالی خپل په خپله نه دی واجب؛ خو د ځینو دیني فریضو لکه لمانځه، او واجب طواف او همداراز د قرآن د آیتونو د لمس کولو لپاره واجبیږي. له حدث اصغره طهارت د اودس او له حدث اکبره طهارت د غسل په ذریعه کیږي. که د وضو او غسل امکان نه و، د هغه په ځای تیمم کولی شي.

د طهارت فقهي تعریف

په فقهې کې له طهارته مطلب غالبا له نجسو څیزونو پاکوالی او همداراز له حدث اکبر او حدث اصغره پاکوالی دی.[۱] له حدث اصغره مطلب د وړو او لویو متیازو، د معدې باد او خوب په شان څیزونه دي چې اودس ماتوي.[۲] له حدث اکبره مطلب هم د جنابت او امیزش (ملاستي) او حیض په شان شیان دي چې د غسل سبب کیږی.[۳]

په فقهي کتابونو کې د طهارت په نامه یوه برخه ده چې پکې د نجسو څیزونو، مطهراتو، اودس، غسل او تیمم په اړه خبرې کیږي.[۴]

له نجاسته پاکوالی

همداراز ووینئ: عین نجس او مطهرات

په اسلامي احکامو کې هر څه پاک دي، بې له لسګونو نجاستونو لکه د انسان او حرامو غوښو حیواناتو وړې او غټې متیازې او د انسان او د هغه حیوان چې جهنده،( په فشار سره وتونکې) وینه لري ، وینه او سرکوزی او سپی.[۵] هر څه چې له یو نجس څیز سره تماس پېدا کړي نجس کیږي. او اصطلاحا ورته مُتَنَجِّس ویل کیږي.[۶] د نجسو څیزونو نجاست په اوبو او داسې نورو څیزونو لرې کولی شو چې مُطَهِّرات بلل کیږي.[۷]

له نجاسته د طهارت حکم

د فقیهانو د فتوا مطابق له نجاسته طهارت په لاندینیو موردونو کې واجبیږي.

  1. د وضو غړي، د لمانځه کولو په وخت
  2. د وضو او غسل اوبه
  3. د امکان په صورت کې د تیمم غړي
  4. خاوره او هغه څیزونه چې پرې تیمم کیږي،
  5. د سجدې ځای
  6. د لمونځ کوونکي او طواف کوونکي جامه او بدن.[۸]

له حَدَثه پاکوالی

حدث هغه شی دی چې د طهارت د ختمېدلو سبب کیږي.[۹] فقیهانو حدث په دوو برخو وړوکی حدث او لوی حدث وېشلی دی.[۱۰] د وړوکي حدث یا حدث اصغر مصداقونه دا دي: د تشو متیازو، غټو متیازو او د معدې د بادو وتل. خوب، هغه څیزونه چې عقل له مینځه وړي(لکه لیونتوب، مستي او بېهوشي) او قلیله استحاضه.[۱۱]

د حدث اکبر یا لوی حدث قسمونه دا دي: جنابت، آمیزش یا ملاستی کول،حیض، نفاس، متوسطه او کثیره استحاضه، او د مړي له بدن سره تماس.[۱۲]

له حدث اصغره پاکېدل د اودس او له حدث اکبره پاکېدل د غسل په کولو سره کیږي.[۱۳] د ضرورت په بڼه کې کولی شو د وضو یا غسل په ځای تیمم وکړو.[۱۴]

له حدثه د طهارت حکم

له حدثه طهارت خپل په خپله نه دی واجب؛ خو د لاندینیو اعمالو د کولو لپاره واجبیږي:

  1. واجب لمونځونه، بې د جنازې له لمونځ.
  2. واجب طواف ،
  3. د قرآن د لیکنو لمس کول
  4. د خدای او د پېغمبر د نومونو لمس کول او د مشهور د فتوا مطابق د اهل بیتو د نوم لمس کول
  5. د مشهورې فتوا مطابق روژه
  6. د عزائم سورتونو قرائت
  7. په جومات کې پاتېدل
  8. مسجد الحرام او مسجد النبي ته ننوتل حتی که ځنډ پکې ونه کړې هم.[۱۵]

په لومړیو څلورو موردونو کې له حدث اصغر او اکبر دواړو طهارت واجب دی؛ خو په وروستیو څلورو موردونو کې، یوازې له حدث اکبره طهارت واجب دی.[۱۶]

له حدثه طهارت یعنې وضو او غسل او تیمم باید د قربت په نیت سره وشي.[۱۷]

په ډېرو موردونو کې طهارت مستحب دی چې ځینې دا دي: له خدایه د حاجت غوښتل، له ځان سره د قرآن لرل، د جنازې لمونځ، د اهل قبورو زیارت، د قرآن تلاوت، جومات ته ننوتل.[۱۸]

فوټ نوټ

  1. ↑ مشکینی، مصطلحات‌الفقه، ۱۳۹۲ش، ص۳۷۹.
  2. ↑ فیض کاشانی، رسائل، ۱۴۲۹ق، ج۲، ص۲۲.
  3. ↑ فیض کاشانی، رسائل، ۱۴۲۹ق، ج۲، ص۲۲.
  4. ↑ وګورئ: خمینی، تحریرالوسیله، ۱۳۹۲ش، ج۱، ص۱۱، ۲۱، ۳۸، ۱۰۶، ۱۱۹، ۱۳۲؛ نجفی، جواهرالکلام، ۱۴۰۴ق، ج۱، ص۳، ۸، ۲۹، ۵۵،
  5. ↑ محقق حلی، شرایع‌الاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۱، ص۴۳-۴۵؛ نجفی، جواهرالکلام، ۱۴۰۴ق، ج۵، ص۲۷۳، ۲۹۰، ۲۹۴، ۳۵۴، ۳۶۶، ج۶، ص۲، ۳۸، ۴۱.
  6. ↑ سرور، المعجم الشامل للمصلحات العلمیه و الدینیه، ۱۴۲۹ق، ج۱، ص۲۲۹.
  7. ↑ خمینی، تحریرالوسیله، ۱۳۹۲ش، ج۱، ص۱۳۲.
  8. ↑ مؤسسه دائرة المعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه، ۱۳۸۷ش، ج۵، ص۲۳۹.
  9. ↑ مؤسسه دائرة المعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه، ۱۳۸۷ش، ج۳، ص۲۴۶-۲۴۸.
  10. ↑ مؤسسه دائرة المعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه، ۱۳۸۷ش، ج۳، ص۲۴۶-۲۴۸.
  11. ↑ فیض کاشانی، رسائل، ۱۴۲۹ق، ج۲، رساله۴، ص۲۲.
  12. ↑ محقق حلی، شرایع‌الاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۱، ص۹؛ فیض کاشانی، رسائل، ۱۴۲۹ق، ص۲۲.
  13. ↑ محقق حلی، شرایع‌الاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۱، ص۹، ۱۷.
  14. ↑ محقق حلی، شرایع‌الاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۱، ص۳۸-۳۹.
  15. ↑ مؤسسه دائرة المعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه، ۱۳۸۷ش، ج۵، ص۲۳۷-۲۳۸.
  16. ↑ مؤسسه دائرة المعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه، ۱۳۸۷ش، ج۵، ص۲۳۸.
  17. ↑ محقق حلی، شرایع‌الاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۱، ص۱۲، ۱۹، ۴۰.
  18. ↑ مؤسسه دائرة المعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه، ۱۳۸۷ش، ج۵، ص۲۳۸.

سرچينې

  • خمینی، سیدروح‌الله، تحریرالوسیله، تهران، مؤسسه تنظیم و نشر آثار امام خمینی، ۱۳۹۲ش.
  • سرور، ابراهیم حسین، المعجم الشامل للمصطلحات العلمیه و الدینیه، بیروت، دارالهادی، ۱۴۲۹ق.
  • فیض کاشانی، محمدمحسن، رسائل فیض کاشانی، تحقیق بهزاد جعفری، تهران، مدرسه عالی شهید مطهری، ۱۴۲۹ق.
  • مؤسسه دایرة المعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه مطابق با مذهب اهل‌بیت علیهم‌السلام، قم، مؤسسه دایرة المعارف فقه اسلامی بر مذهب اهل‌بیت ۱۳۸۷ش.
  • محقق حلی، جعفر بن حسن، شرائع الاسلام فی مسائل الحلال و الحرام، تحقیق و تصحیح عبدالحسین محمدعلی بقال، قم، اسماعیلیان، چاپ دوم، ۱۴۰۸ق.
  • مشکینی اردبیلی، علی، مصطلحات‌الفقه، قم، دارالحدیث، ۱۳۹۲ش.
  • نجفی، محمدحسن، جواهر الکلام فی شرح شرائع الاسلام، تصحیح عباس قوچانی و علی آخوندی، بیروت، دار اِحیاء التراث العربی، چاپ هفتم، ۱۴۰۴ق.