متروک حدیث

د wikishia لخوا

مَتْروک حدیث، هغه حدیث دی چې راوي یې په دروغجنوالي تورن او روایتونه یې د واضحو او معلومو قواعدو مخالف وی. همداراز هغو حدیثونو ته چې راویانو یې زیاتې غلطۍ کړي او ډېر فاسقان دي هم متروک حدیث ویل شوې دي. ځینې څېړاندو متروک حدیث له مطروح حدیث سره برابر ګڼلی؛ او ځینو ورته منکر حدیث هم ویلی دی.

متروک حدیث د مردود حدیث له قسمونو دی او فقیهان یې په مضمون عمل نه کوي. شیعه رجال پېژاندو، د اهل سنتو په اپوټه دې حدیث ته ډېر کم پام کړی دی.

د دغه ډول احادیثو راویانو ته متروک یا متروک الحدیث ویل شوي چې د جرحې په ترټولو لاندې مرتبې او د ضعیفو حدیثونو په تر ټولو لاندې درجې کې دي.

اجمالي معرفي

متروک حدیث په درایه علم کې یوه اصطلاح ده[۱] او هغه حدیث ته ویل کیږی چې راوي یې په دروغو تورن وي، بل راوي نه وي نقل کړی او د واضحو او معلومو قواعدو مخالف هم وي؛[۲] همداراز د هغو کسانو حدیثونو ته چې په دروغ ویلو پیژندل کیږي هم متروک حدیث ویل کیږي؛[۳] که څه هم په حدیث[۴] یا نبوي روایتونه[۵] کې یې دروغ ویل اښکاره نه وي. په یو بل تعریف کې چې زیاتره د اهل سنتو تعریف دی، هغه حدیث ته ویل کیږي چې راوي یې زیاته غلطي کوي او یا د زیات فسق او زیات غفلت خاوند وي.[۶]

متروک حدیث، د مردودو حدیثونو له ډول څخه دی[۷] او فقیهان یې په مضمون عمل نه کوي.[۸]

ځینو حدیث پېژاندو، د متروک حدیث یو شمېر مصداقونو ته اشاره کړې ده[۹] له جابر جعفي څخه د عمر بن شَمِر حدیثونه له دغه نمونو څخه دي.[۱۰]

د جرحې له نورو مراتبو سره یې تشابه او فرق

متروک حدیث ته مهجور حدیث هم ویل کیږي؛[۱۱] لکه څنګه چې ځینو محدثانو ورته منکر حدیث هم ویلی دی.[۱۲] سره له دې چې موضوع حدیث سره ورته والی لري خو محدثان ورته موضوع حدیث نه وایي؛ ځکه چې یوازې په دروغ ویلو تورنېدل نه شي کولی دغه ډول حدیث د موضوع حدیث په ټولګه کې راولي.[۱۳]

د عبدالله مامقاني (۱۲۹۰-۱۳۵۱ق) په وینا، د شیعه رجال لیکونکي شیخ طاهر جزایري متروک د مطروح مترادف ګڼلی؛ که څه هم اکثره محققانو د دې دوو تر مینځ فرق کړی دی.[۱۴]

ځینو یې د ابهام، تداخل او د دغه ځینو اصطلاحاتو د شباهت وجه، په رجالي کتابونو کې د دغه ډول اصطلاحاتو د استعمالولو لپاره د سند یا دلیل او توضیحاتو نه ذکرول ګڼلي [یادداشت۱] او باوري دي چې د دغه ټکیو د توضیح په اړه د رجالیانو د عقیدې د پېژندلو لپاره هیڅ لاره نیشته.[۱۵]

مرتبه او استعمال

په رجال علم کې د متروک حدیث راویانو ته متروک یا متروک الحدیث ویل کیږي.[۱۶] دا عبارت په رجالي کتابونو کې هم د «کذاب وضاع» په شان الفاظو تر څنګ د راوي په جرح او قدحې دلالت کوي.[۱۷]

متروک یا متروک الحدیث د اهل سنتو په رجالي کتابونو کې ډېر کارندوالی لري او په درایه کتابونو کې یې وضاحت شوی دی؛[۱۸] خو دې اصطلاح ته د شیعه د متقدمو رجالو لکه رجال نجاشي یا رجال شیخ طوسي په سرچینو کې پاملرنه نه ده شوې[یادداشت۲] او یوازې د ځینو کسانو په اړه په رجال ابن غضایري کې استعمال شوی دی؛[۱۹] که څه هم د دغه مضمون په لړ کې ځینې نور عبارتونه لکه «و حدیثه لیس بذکر النقي»،[۲۰] یا «کان مختلط الامر في حدیثه»[۲۱] یا «کان ضعیفا في حدیثه»[۲۲] و یا «في حدیثه نظر»[۲۳] هم په رجالي کتابونو کې شته دي.

ځینو متاخرو څېړاندو، متروک یا متروک الحدیث په ځینو برخولکه د ضعیف حدیث په قسمونو[۲۴] یا د حدیثو د څلورو قسمونو مشترکات[۲۵] یا د خبر واحد د قسمونو[۲۶] او یا د مراتب جرح په برخه کې[۲۷] ذکر کړې دي.

په هغه ډلبندۍ کې چې د اهل سنتو په ځینو رجالي او حدیث پېژندنې کتابونو کې د جرح او تعدیل د الفاظو د مراتبو لپاره بیان شوي[۲۸] د ابن ابي حاتم په نظر، د متروک الحدیث عبارت د جرح په تر ټولو بدې مرتبې کې دی.[۲۹] متروک حدیث د ضعیفو حدیثونو ترټولو ټیټ او لاندې قسم ګڼل شوی دی.[۳۰]

فوټ نوټ

  1. جمعی از پژوهشگران، فرهنگ فقه، ۱۴۲۶ق، ج‌۳، ص۲۷۸.
  2. سبحانی، اصول الحدیث، ۱۴۲۶ق، ص۹۵.
  3. خطیب، اصول الحدیث، ۱۴۲۸ق، ص۲۲۹.
  4. مامقانی، مقباس الهدایه، ۱۴۱۱ق. ج۱، ص۳۱۵؛ مرعشلی، علوم الحدیث الشریف، ۱۴۳۳ق، ص۱۰۲.
  5. مرعشلی، علوم الحدیث الشریف، ۱۴۳۳ق، ص۱۰۲.
  6. قاسمی، قواعد التحدیث، ۱۴۲۵ق، ص۲۰۹، صبحی صالح، علوم حدیث و اصطلاحات آن، ۱۳۸۳ش، ص۱۵۶. به نقل از الفیه سیوطی، ص۹۴؛ خطیب، اصول الحدیث، ۱۴۲۸ق، ص۲۲۹.
  7. قاسمی، قواعد التحدیث، ۱۴۲۵ق، ص۲۰۹؛ مرعشلی، علوم الحدیث الشریف، ۱۴۳۳ق، ص۹۰.
  8. جمعی از پژوهشگران، فرهنگ فقه، ۱۴۲۶ق، ج‌۳، ص۲۷۸.
  9. لا زیاته معلوماتو لپاره وګورئ: قاسمی، قواعد التحدیث، ۱۴۲۵ق، ص۲۰۹؛ صبحی صالح، علوم حدیث و اصطلاحات آن، ۱۳۸۳ش، ص۱۵۶.
  10. خطیب، اصول الحدیث علومه و مصطلحه، ۱۴۲۸ق، ص۲۲۹.
  11. جمعی از پژوهشگران، فرهنگ فقه، ۱۴۲۶ق، ج‌۳، ص۲۷۸.
  12. قاسمی، قواعد التحدیث، ۱۴۲۵ق، ص۲۰۹؛ مدیرشانه‌چی، درایه الحدیث، ۱۳۸۸ش، ص۹۹، به نقل از: سیوطی، درایه مروج، ص۶۳.
  13. مرعشلی، علوم الحدیث الشریف،۱۴۳۳ق، ص۱۰۲؛ قاسمی، قواعد التحدیث، ۱۴۲۵ق، ص۲۰۹.
  14. مامقانی، مقباس الهدایه، ۱۴۱۱ق، ج۱، ص۳۱۶.
  15. مثال په توګه وګورئ: مهریزی، حدیث پژوهی، ۱۳۹۰ش، ج۱، ص۱۱۳.
  16. ابن غضائری، الرجال، ۱۴۲۲ق، ص۴۸، ۷۸.
  17. کجوری شیرازی، الفوائد الرجالیة، ۱۴۲۴ق، ص۱۲۰.
  18. مامقانی، مقباس الهدایه، ۱۴۱۱ق. ج۱، ص۳۱۵.
  19. ابن غضائری، الرجال، ۱۴۲۲ق، ص۴۸، ۷۸.
  20. نجاشی، رجال، ۱۳۶۵ش، ص۱۹.
  21. نجاشی، رجال، ۱۳۶۵ش، ص۱۷۲.
  22. طوسی، رجال الطوسی، ۱۴۱۵ق، ص۴۸.
  23. طوسی، رجال الطوسی، ۱۴۱۵ق، ص۳۹.
  24. صبحی صالح، علوم حدیث و اصطلاحات آن، ۱۳۸۳ش. ص۱۵۶؛ خطیب، اصول الحدیث، ۱۴۲۸ق، ص۲۲۹.
  25. سبحانی، اصول الحدیث و احکامه، ۱۴۲۶ق، ص۹۵.
  26. جمعی از پژوهشگران، فرهنگ فقه، ۱۴۲۶ق، ج‌۳، ص۲۷۸.
  27. جدیدی‌نژاد، دانش رجال از دیدگاه اهل سنت، ۱۳۸۱ش، ص۱۵۷؛ حافظیان، رسائل فی درایة الحدیث، ۱۳۸۴ش، ج۱، ص۲۲۸، ۴۹۲.
  28. جدیدی‌نژاد، دانش رجال از دیدگاه اهل سنت، ۱۳۸۱ش، ص۱۵۷-۱۶۱.
  29. جدیدی نژاد، دانش رجال از دیدگاه اهل سنت، ۱۳۸۱ش، ص۱۶۱.
  30. خطیب، اصول الحدیث، ۱۴۲۸ق، ص۲۳۰؛ مامقانی، مقباس الهدایه، ۱۴۱۱ق. ج۱، ص۳۱۵.

سرچينې

  • ابن غضائری، احمد بن حسین، الرجال، قم، موسسه علمی فرهنگی دارالحدیث، ۱۴۲۲ق.
  • جدیدی نژاد، محمد رضا، دانش رجال از دیدگاه اهل سنت، قم، موسسه علمی فرهنگی دارالحدیث، ۱۳۸۱ش.
  • جمعی از پژوهشگران، زیر نظر سیدمحمود هاشمی شاهرودی، فرهنگ فقه مطابق مذهب اهل‌بیت(ع)، قم، مؤسسه دائرة المعارف فقه اسلامی بر مذهب اهل‌بیت(ع)، ۱۴۲۶ق.
  • حافظیان، ابوالفضل، رسائل فی درایة الحدیث، قم، موسسه علمی فرهنگی دارالحدیث، چاپ دوم، ۱۳۸۴ش.
  • خطیب، محمد عجاج، اصول الحدیث علومه و مصطلحه، بیروت، دارالفکر، ۱۴۲۸ق.
  • سبحانی، جعفر، اصول الحدیث و احکامه فی علم الدرایة، قم، موسسه النشر الاسلامی، ۱۴۲۶ق.
  • صبحی صالح، موسی، علوم حدیث و اصطلاحات آن، ترجمه عادل نادرعلی، قم، انتشارات اسوه، ۱۳۸۳ش.
  • طوسی، محمد بن حسن، رجال الطوسی، قم، موسسه نشر اسلامی، ۱۴۱۵ق.
  • قاسمی، جمال الدین، قواعد التحدیث من فنون المصطلح الحدیث، بیروت، منشورات مروان رضوان دعبول، ۱۴۲۵ق.
  • کجوری شیرازی، محمدمهدی، الفوائد الرجالیة، قم، موسسه علمی فرهنگی دارالحدیث، ۱۴۲۴ق.
  • مامقانی، عبدالله، مقباس الهدایة، قم، موسسه آل‌البیت(ع)، ۱۴۱۱ق.
  • مدیرشانه‌چی، کاظم، درایة الحدیث، قم، دفتر انشارات اسلامی، ۱۳۸۸ش.
  • مرعشلی، یوسف، علوم الحدیث الشریف، بیروت، دارالمعرفه، ۱۴۳۳ق.
  • مهریزی، مهدی، حدیث پژوهی، قم، موسسه علمی فرهنگی دارالحدیث، چاپ دوم، ۱۳۹۰ش.
  • نجاشی، احمد بن علی، فهرست اسماء مصنفی الشیعه، قم، موسسه نشر اسلامی، ۱۳۶۵ش.