د وحدت اونۍ

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

د وحدت اونۍ د اهل سنتو په روایت د اسلام د پېغمبر د زوکړې د کلیزې یعنې د ربیع الاول له ۱۲څخه د شیعه د روایتونو له مخې د ربیع الاول تر ۱۷ پورې ورځو ته وایي. د وحدت اونۍ په ۱۳۶۰ ل کال کې د ایت الله منتظري په وړاندیز او د امام خمیني په تایید سره په دې نوم وپېژندل شوه.

د اسلامي وحدت نړیوال کانفرنس د اسلامي مذهبونو د نزدېکت د نړیوالې ټولنې له خوا هرکال په ایران کې د وحدت په اونۍ کې ترسره کیږي.

د اسلامي مذهبونو د تقریب او وحدت تاریخچه

همداراز وګورئ: د اسلامي مذهبونو تقریب

د اسلامي مذهبونو له نزدیکت یا تقریبه مطلب « د اسلامي ګډولو او مسلمو اصولو په اساس د یو بل د پېژندلو په هدف د اسلامي مذهبونو د پېروانو نزدې کول» بیان شوی دی.[۱]دا تفکر له ډېرو کلونو د شیعه سني عالمانو د پام وړ پاتې شوی دی؛ خو د شلمې میلادي پېړۍ له لومړیو د سید جمال‌الدین اسدآبادی، محمد عبدُه، محمدحسین کاشف‌الغطاء، عبدالمجید سلیم، محمود شلتوت، محمدتقی قمی او آیت‌الله بروجردي په شان عالمانو هغه ته لا زیات ګړندتوب ورکړ.[۲]

په ۱۳۵۷ ل کال کې په ایران کې د ایران د اسلامي انقلاب په راتګ او د اسلامي جمهوري نظام په جوړېدو سره، د هغه د مشر امام خمیني په اهتمام، د تقریب تفکر تر پخوا زیات پراخ شو.[۳]

د وحدت اونۍ ټاکل

په ۱۳۶۰ ل کال کې د ایران له اسلامي انقلابه وروسته، ایت الله منتظري د اسلامي ایران دهغه وخت د ارشاد وزیر ته په یو لیک کې وړاندیز وکړ چې له نورو مسلمانانو سره د غږملتیا او اتحاد په خاطر د ربیع الاول له ۱۲څخه ( چې د اهل سنتو د روایتونو له مخې د رسول الله مبارک د زوکړې ورځ ده) د ربیع الاول تر اولسمې نیټې پورې( چې د شیعه روایتونو له مخې د پېغمبر حضرت محمد (ص) د زوکړې کلیزه ده، د وحدت اونۍ په توګه ونومول شي.[۴] له دې وروسته امام خمینی د ۱۳۶۰ ل کال د مرغومي په اتمه په خپله وینا کې د هغه وړاندیز ته په اشارې سره[۵] دغه اصطلاح وکاروله.[۶] هغه د خپلې وینا په یوه برخه کې وویل: « مونږ چغې وهو چې ټول باید یو شو، د وحدت اونۍ ولرو. زمونږ دین یو دی، زمونږ قرآن یو دی، زمونږ پېغمبر یو دی.»[۷]

د یو راپور له مخې، د دې په شان یو وړاندیز له دې مخکې هم مخینه لرلې ده.د مثال په توګه په ۱۳۵۶ کال کې ایت الله خامنه ای کله چې سیستان او بلوچستان ولایت ته جلاوطن شوی و. د سیمې اهل سنتو عالمانو ته وړاندیز وکړ چې له ۱۲ تر ۱۷ ربیع الاوله پورې د جشن دستورې ترسره کړي.[۸]

اړوندې پېښې

په ۱۳۹۷ ل کال کې د اسلامي وحدت د نړیوال کانفرانس د دوه دېرشم کانفرنس اختتامیه هر کال په وحدت اونۍ کې د مسلمانانو تر مینځ د پېوستون او د هغوي د عالمانو تر مینځ د همفکرۍ لپاره [۹] د اسلامي وحدت نړیوال کانفرنس په ایران کې ترسره کیږي.[۱۰]

په ۱۳۶۹ل کال کې د دغه کانفرنس د څلورم ځل له ترسره کېدو وروسته د ایران د مشر ایت الله خامنه اي په امر، د اسلامي مذهبونو د نزدېکت نړیواله ټولنه جوړه شوه. د دغه ټولنې یو هدف «د اسلامي مذهبونو د پېروانو ترمینځ د اشنایۍ د سویې لوړول او د تفاهم د ژورتیا او پوهې زیاتول... او په مسلمانانو کې د اسلامي ورورولۍ د لړۍ پیاوړې کول بیان شوی دی.[۱۱]

فوټ نوټ

سرچينې