د حضرت فاطمه(س) په کور د یرغل پېښه
- دا لیکنه د حضرت فاطمې پر کور د برید د تاریخي پېښو په اړه ده. د اړوندو پیښو په اړه د معلوماتو لپاره، د حضرت فاطمه(س) شهادت وګورئ
د حضرت فاطمه(س) په کور د یرغل پېښه له ابوبکر سره د پېغمبر(ص) د لور فاطمه د کور مخې ته د عمر بن خطاب او د هغه د ملګرو د راغونډېدو پېښې ته اشاره لري چې د ابوبکر د بېعت لپاره د علي ابن ابیطالب او په کور کې د نورو موجودو کسانو د بللو لپاره راغونډ شوې وو. د شیعه سني سرچینو په لیکنه، په دې پېښه کې چې د پېغمبر(ص) له رحلت (د ۱۱ قمري کال د صفر ۲۸) نه پس وشوه، عمر بن خطاب ګواښ وکړ چې که د کور وګړي راونه وځي نو کور به وسوزوي.
د سلیم بن قیس په کتاب اثبات الوصیه او تفسیر عیاشي کې چې د شیعه له لومړیو سرچینو دي راغلي چې په دې پېښه کې د کور ور مات او وسوزول شو. د بي بي فاطمې په خېټه کې بچی (محسن) سقط شو او څه موده پس فاطمه(س) شهیده شوه. اهل سنت سرچینې د فاطمې د کور ور ته د اور اچولو او د هغې د ژوبلېدو د پېښې انکار کوي او د هغې راویان په رافضي والي تورونوي.
د دغه پېښې د عواملو په اړه ویل شوي چې ابوبکر د امام علي(ع) بیعت ته اړتیا لرله چې د خپل خلافت مقام پیاوړی کړي. د اسلامي تاریخ د څېړاندي محمد هادي یوسفي غروي(زوکړه ۱۳۲۷ لمریز) په وینا، دغه پېښه د پېغمبر(ص) له رحلته کابو پنځوس ورځې پس شوې ده.
د سلیم کتاب او الامامة و السیاسة کتاب په ونیا فاطمې(س) په هغه ملاقات کې چې ابوبکر اوعمر ورسره لره د بضعه حدیث په یادولو سره خدای ګواه ونیو چې دغه دوو کسانو هغه ځورولې او غصه کړې ده. د اهل سنتو په سرچینو کې له ابوبکر نقل شوي چې د خپل عمر په وروستیو شېبو کې یې وویل: کاش د فاطمې کور ته د ننوتو اجازه یې نه وای ورکړې.
مقام اواهمیت
د فاطمه په کور د برید کیسه چې د سقیفې له پېښې وروسته او د ابوبکر د خلافت لپاره له امام علي(ع) د بیعت اخستلو په هدف ترسره شوه[۱] د فاطمې(س) د شهادت سبب شوه.[۲] او د اهل سنتو او شیعیانو په اړیکو یوه اغېزشیندونکې مساله ده. د شیعیانو ځینې لومړیو سرچینو لکه کتاب سلیم، اثبات الوصیة، تفسیر عیاشی او دلائل الامامة، د برید کیسه او پایلې یې ذکر کړې دي.[۳] د دې په مقابل کې د اهل سنتو سرچینې دروازې ته د اور اچولو او د محسن د سقطېدو د خبرې انکار کوي او د دې راویان یې رافضي او غیر موثق ګڼلي دي.[۴]
شیعیان د حضرت فاطمه (س) د شهادت په ورځو کې چې د فاطمیې ورځې نومیږي، سوګواري کوي.[۵]
د فاطمه د کور مقام او استوګن یې
هم دا وګورئ: اهل بیت علیهم السلام او د حضرت فاطمه(س) کور
له شیعهاو سني په یو روایت کې راغلي چې پېغمبر(ص) د فاطمې او علي کور د هغه کورونو تر ټولو ښه مصداقونه بلل چې په دغه ایت کې راغلي دي: «فِی بُیوتٍ أَذِنَ اللهُ أَن تُرْفَعَ وَیذْکرَ فِیهَا اسْمُهُ یسَبِّحُ لَهُ فِیهَا بِالْغُدُوِّ وَالْآصَالِ؛ په هغو کورونو کې چې خدای اجازت ورکړی چې ( قدر او مقام یې) لوړ وي او د خدای نوم پکې یاد شي. په دغه کورونو کې هر سها ر او ماښام د هغه لمانځنه کوي.»[۶]
په شیعه سني سرچینو کې د قرآن د ځینو ایتونو شان نزول حضرت فاطمه د کور له خاوندانو(امام علی(ع)، فاطمه(س)، امام حسن(ع) او امام حسین(ع)) سره اړند ګڼل شوی دی. منجمله د اطعام آیت[۷] او د تطهیر آیت.[۸]
عوامل او شرایط
اصلي مقالې: د غدیر پېښه او د سقیفه بني ساعده پیښه
د پېغمبر(ص) له رحلته وروسته یو شمېر مهاجرین او انصار چې په سقیفه بني ساعده کې راغونډ شوې وو، د ابوبکر په خلافت موافقه او ورسره بیعت وکړ.[۹] د ابن کثیر په وینا له ابوبکر سره بیعت د پېغمبر له تدفینه مخکې وشو؛[۱۰] په هغه وخت کې چې امام علي(ع) د پیغمبر د ښخولو د تیاری په چارو لګیا و.[۱۱]
پېغمبر(ص) د هجرت د لسم کال د ذی الحجې په اتلسمه له حجة الوداع د ستنېدو په وخت علي ابن ابیطالب(ع) د خپل ځای ناستي په توګه معرفي کړی و.[۱۲] او عمر بن خطاب له هغو کسانو و چې په دغه ورځ یې امام علي ته مبارکي ورکړې وه.[۱۳]
د تشیع در مسیر تاریخ کتاب د لیکوال حسین محمد جعفري په وینا، ابوبکر او عمر د امام علي(ع) یا یې د ملګرو له سخت غبرګونه د وېرې په وجه هغوي بیعت ته وبلل او کله چې د هغوي له مخالفت سره مخامخ شول له زوره یې کار واخیست.[۱۴]
د پېښې تفصیلات
د دریمې پېړۍ د مورخ یعقوبي په قول، د سقیفه بني ساعده په پېښه کې ځینې صحابه و لکه عباس بن عبد المطلب، فضل بن عباس، سلمان فارسی، ابوذر غفاري، عمار یاسر و براء بن عازب له ابوبکر سره له بیعته ډډه وکړه.[۱۵] د پینځلسمې هجري پېړۍ د تاریخ څېړاندي سید مرتضی عسکري په وینا، هماغه کسان چې له ابوبکر سره یې بېعت ونه کړ له حضرت علي(ع) سره یو ځای یې د فاطمې(س) په کور کې پرلتۍ ووهله.[۱۶] طبري طلحه او زبېر هم له پرلتۍ وهونکو ګڼلې دي.[۱۷]
له علي(ع) او ملګرو یې د بېعت اخستلو لپاره د ابوبکر حکم
ابوبکر د بېعت له ختمېدو وروسته په ځینو هغو اصحابو پسې ورغی چې له هغه سره یې بېعت نه و کړی.[۱۸] په ابن قتیبه پورې د منسوب الامامة و السیاسة کتاب په حواله، ابوبکر څلور ځله عمر او قنفذ د فاطمې کور ته ولېږه چې علي(ع) او د هغه په کور کې پرلتۍ وهونکي بېعت ته وبلي.[۱۹] د دغه نقل په اساس، په لومړي ځل هغه سړي چې په کور کې وو د عمر له ګواښه وروسته راووتل او بېعت یې وکړ، بې له حضرت علي(ع) چې وې ویل: قسم یې خوړلی چې تر څو قرآن راغونډ نه کړي له کوره راونه وځي. ابوبکر په دوهم او دریم ځل قنفذ د فاطمې کور ته ولېږه خو هغه هم منفي ځواب واورېد. په څلورم ځل عمر له یو شمېر کسانو سره د فاطمې کور ته لاړ. علي(ع) یې رابهر کړ او ابوبکر ته یې وروسته.[۲۰] د اسلام او تشیع د تاریخ د څیړاندي محمد هادي یوسف غروي په وینا ابوبکر درې ځله ځینې کسان د امام علي(ع) کور ته ولېږل او د بېعت غوښتنه یې وکړه؛ په لومړي او دوهم ځل امام هغوي ستانه کړل او په دریم ځل خلیفه او پلویانو یې له زوره کار واخیست.[۲۱]
«او کله چې خدای خپل استازی وصال کړ، ځینې تېر وخت ته ستانه شول او د مختلفو لارو په وهلو سره ګمراهۍ ته ورسېدل او له هغو دوستانو سره چې په ځپله یې غوره کړل یو ځای شول او له خپلوانو لرې شول. له هغه وسیلې چې ورسره په دوستۍ مامور وو جدا شول او بنیاد یې له بیخه ونړاوه او په بل ځای کې یې کېښود. »
په شیخ مفید پورې منسوب الاختصاص کتاب کې راغلي دي چې کله یې علي(ع) د جومات په لور بیاوه، زبېر چې د فاطمې(س) په کور کې له موجودو کسانو و توره راووېسته او وې ویل: ای د عبدالمطلب بچیانو! تاسو ژوندي یئ او له علي سره دغه شان سلوک کوي؟! هغه په عمر حمله وکړه خو خالد بن ولید د هغه په لور کاڼي ګوزار کړ او توره یې له لاسه ولوېده. عمر توره پورته کړه او یو کاڼي له یې راواچوله او ماته یې کړه.[۲۲] د دریمې پېړۍ د مورخ طبري په نقل، د فاطمې له کوره د وتلو په وخته د زبېر پښه وښویېده او توره یې له لاسه ولوېده.[۲۳]
له دې وروسته یې دوی علي ابوبکر ته بوتلل ور وروسته او وې ګواښه چې که بېعت ونه کړي سر به یې پرې کړی شی.[۲۴] په سلیم کتاب کې راغلی دي چې علي(ع) په هغه ټول کې احتجاج وکړ او د غدیر په ورځ د پېغمبر(ص) وینا او د خپل ځای ناستي والي په هکله د پېغمبر نورې خبرې یې حاضرانو ته وریادې کړې خو ابوبکر وویل له پېغمبره یې اورېدلي چې نبوت او خلافت د هغه په اهل بیتو کې نه جمع کیږي.[۲۵]
د شیځ مفید په وینا، امام علي د سقیفې په ورځ له ابوبکر سره بېعت ونه کړ خو په دې اړه چې وروسته یې بیعت کړی که نه، مختلفو نقلونه راغلي دي؛ منجمله دا چې د څلوېښت ورځې یا شپږ میاشتې پس یې او د بي بي فاطمې(س) له شهادته وروسته بیعت وکړ. شیخ مفید باوري دی چې علي(ع) هیڅکله بیعت ونه کړه.[۲۶]
د یو روایت مطابق کله چې یې علي(ع) وګواښه چې که بېعت ونه کړي څټ به یې ووهل شي، د پېغمبر تره عباس د علي(ع) د ژغورنې لپاره د هغه لاس ونیوه او د ابوبکر په لاس یې راکاږه او هغوي علي(ع) پرېښود.[۲۷] خو د «الامامة و السیاسة» د نقل په اساس ابوبکر وویل: علي تر هغه وخته چې فاطمه(س) یې په څنګ کې ده بیعت ته نه مجبوروي.[۲۸]
د فاطمې(س) غبرګون
وروسته له دې چې د ابوبکر استازي په لومړي ځل د علي(ع) او د هغه د ملګرو د بوتللو لپاره د فاطمې(س) کور ته ورغلل، فاطمه دروازې ته ورغله او وې ویل: « هیڅ قوم مې نه دی لیدلی چې شتون یې تر تاسو بتره وي؛ تاسو د رسول الله(ص) جنازه زمونږ په مخکې پرېښوده او د (خلافت په اړه مو) خپله فیصله وکړه او زمونږ نظر مو ونه پوښته او زمونږ حق مو مونږ ته ونه سپاره.»[۲۹]
په څلورم ځل چې عمر د امام علي د بوتللو لپاره لاړ، فاطمې(ص) چغه کړه « ای پلاره! ای د خدای رسوله! مونږ له تا وروسته د خطاب او ابو قحافه د زامنو له لاسه څه څه وزغمل!» د عمر ځینې ملګري د دغه خبرې په اورېدو سره غمجن او ستانه شول.[۳۰]
د یعقوبي په وینا فاطمه هغو کسانو ته چې په زور یې کور ته ننوتې ووي وویل: « په خدای قسم، که بهر نه شئ د خدای رسول به انصاف ته وبلم» د فاطمې په دغه خبرې سره هغه ټول خلک چې په کور کې وو بهر ووتل.[۳۱] ابوبکر جهروي (وفات ۳۲۳ ق) په « السقیفه والفدک» کتاب کې لیکلي دي چې کله عمر علي(ع) په زوره له کوره بوتله، فاطمه د دروازې خواته ورغله او ابوبکر ته یې وویل:« څومره زر مو د خدای د رسول په اهل بیتو برید وکړ! په خدای قسم له عمر سره به خبرې ونه کړم تر څو خدای سره ملاقات وکړم»[۳۲] [یادداشت۱] د دغه روایت له مخې ابوبکر وروسته بیا فاطمه(س) ته ورغی او د عمر سفارش یې وکړ او فاطمه له هغه راضي شوه.[۳۳] سره له دې د هغه روایت له مخې چې په صحیح بخاري کې راغلی، فاطمه له ابوبکره د فدک د سرکاري کولو په وجه هم خپه او غصه وه او تر څو چې ژوندۍ وه له هغه راضي نه شوه او ورسره یې خبرې ونه کړې.[۳۴]
په تفسیر عیاشي کې هم راغلي دي کله چې یې علي(ع) له کوره بوتله، فاطمه(س) ابوبکر ته ورغله او وې ویل که علي پرې نه ږدئ د پېغمبر قبر ته به ورشم او په پریشانه وېښتو سره به خدای ته شکایت وکړم. امام علي(ع) سلمان بي بي فاطمې(ع) ته ولېږه چې له دې کاره یې منع کړي. فاطمې چې کله د علي(ع) پېغام واورېد کور ته ستنه شوه.[۳۵]
د کور د سوزولو ګواښ
د هغه څه مطابق چې د اهل سنتو په ځینو کتابونو منجمله العقد الفرید،[۳۶] تاریخ طبری،[۳۷] انساب الاشراف،[۳۸] المصنَّف،[۳۹] او الامامة و السیاسة[۴۰] کې راغلي عمر بن خطاب د ابوبکر په امر د فاطمې کورته لاړ چې علي او ملګري یې د بیعت لپاره بوځي، او کله چې د کوروالا له مخالفت سره مخامخ شول، د خشاک د غونډولو امر یې وکړ او ګواښ یې وکړ چې که د کور خلک بهر راونه وځي کور به وسوزوي. د دریمې او څلورمې قمري پېړۍ د مورخ ابن عبدربه په وینا، ابوبکر عمر ته وویل چې که د کور خلکو بهر ته له وتلو ډډه وکړه ورسره وجنګېږه. عمر په داسې حال کې چې د اور مشال یې په لاس کې و، ګواښ وکړ چې که د کور خلک بیعت ونه کړي کور به وسوزوي.[۴۱] د الامامة و السیاسة په نقل کله چې عمر دغه شان ګواښ وکړ هغه ته وویل شول چې په دې کور کې فاطمه ده او عمر وویل :« که هغه هم په کور کې وي»[۴۲]
په تاریخي سرچینو کې د ځینو هغو کسانو چې له عمر سره په دغه یرغل کې ملګري وو نومونه راغلي دي منجمله اُسَید بن حُضَیر، سَلَمَة بن سَلامة بن وقش،[یادداشت ۲] ثابت بن قَیس بن شَمّاس خزرجی،[۴۳] عبدالرحمن بن عوف، محمد بن مَسلَمه[۴۴] و زید بن اَسلم.[۴۵]
سید جعفر شهیدي باوري دی چې عمر د فاطمې د کور د سوزولو ګواښ چې د اهل سنتو په انساب الاشراف[۴۶] او العقد الفرید[۴۷] سرچینو کې راغلی، نه شي کیدی چې جعلي وي او یا شیعه پلویانو او د هغوي موافقو سیاسي ډلو له ځانه جوړ کړی وي؛ ځکه چې هغوي په لومړیو پیړیو کې طاقت نه درلود او په اقلیت کې وو. پر دې سربېره دغه راپور د اسلامي مغرب په راپورو کې هم چې شیعیان هلته نه وو، ثبت شوی دی.[۴۸] شهیدي په دې باور دی چې په سقیفه کې حاضرو کسانو سره زیات د حکومت فکر و نه د دین.[۴۹]
د اور سوزول، د فاطمې(س) ژوبلېدل او د محسن سقطېدل
د شیعیانو په ځینو پخوانیو سرچینو کې راغلي دي چې د فاطمې په کور په یرغل کې یې د کور ور ته اور ورته کړ او فاطمه ژوبل شوه او په خېټه کې بچی یې سقط شو. په سلیم بن قیس کتاب کې راغلي دي چې عمر بن خطاب خپل ګواښ عملی کړ او د فاطمې(س) د کور ور ته یې اور ورته کړه او کور ته ورننوت او کله چې د فاطمې (س) له مقاومت سره مخامخ شو د تورې په غلاف سره یې هغه په ډډه ووهله[۵۰] همداراز د څلورمې پېړې په مورخ په علي بن حسین مسعودي پورې اړوند په اثبات الوصیه کتاب کې راغلي دي:« په کور یې برید وکړ او ور ته یې اور واچوه او علي(ع) یې په زوره بهر بوتله او د ښځو سرداره یې د دروازې شاته وزوروله په دې ډول چې محسن سقط شو.[۵۱] د دلائل الامامة په نقل کې راغلي دي چې عمر قنفذ ته امر وکړ چې فاطمه(س) ووهي.[۵۲]
د غیبت صغرا په زمانه کې شیعه محدث عیاشي هم ویلي دي چې عمر د کور دروازه چې د کجورو له څانګو جوړه شوې وه په لته ووهله او هغه یې ماته کړه او کور ته ننوت او علي(ع) یې لاس تړلی را بهر کړ.[۵۳]
د پېښې وخت
همداراز وګورئ: د محسنیه ورځې
د اسلام او تشیع د تاریخ څیړاندی محمد هادي یوسفي غروي د شواهدو په اساس باوري دی چې د فاطمه(س) په کور د یرغل وخت د سقیفه له پېښې او له ابوبکر سره له بیعته سملاسي وروسته نه و بلکې د پېغمبر له وفاته کابو پنځوس ورځې وروسته و.[۵۴] دهغه یو دلیل دا دی چې د بُرَیدة بن حُصَیب اَسلمی په نامه یو کس چې د اسامه له سپایانو سره یو ځای موته ته تللی و، مدینې ته له ستنېدو او د سقیفې له پېښې له خبرېدو وروسته د خپلې قبیلې له یو شمېرکسانو سره د امام علي(ع) پلویتوب پیل کړ او وې ویل تر څو چې علي بېعت ونه کړي مونږ بیعت نه کوو. له دې کیسې وروسته وه چې خلیفه او ملګري یې له امام علي(ع) د بیعت اخستلو په فکر کې شول. د یوسفي غروي په وینا د لښکر د تګ او راتګ وخت او له هغې مخکې او وروسته واقعاتو ته په پام سره دغه یرغل د پېغمبر له وفاته کابو پنځوس ورځې وروسته شوی دی.[۵۴]
پایلې
د فاطمې په کور د یرغلې ځینې پایلې ذکر شوې منجمله:
له ابوبکر او عمر د فاطمې(س) خپګان
همدرازا ووینئ: د بضعه حدیث
د سلیم بن قیس په کتاب او په الامامة و السیاسة او دلائل الامامة کې راغلي دي چې د فاطمې په کور له یرغل وروسته ابوبکر او عمر د فاطمې د راضي کولو او ترې بخښنه غوښتلو په فکر کې شول او د هغې ملاقات ته ورغلل. فاطمې(س) هغوي ونه منل، خو هغو دوو امام علي(ع) واسطه وګرځاوه او له فاطمې سره یې کتنه وکړه. په دې کتنه کې فاطمې(س) له هغوي مخ واړوه او د پېغمبر دا خبره یې چې « فاطمه زما د بدن ټوټه ده چا چې هغه وځوروله زه یې ځورولی یم» یې هغوي ته وریاد کړ، بیا یې وویل زه خدای ګواه نیسم چې تاسو دوو کسانو زه ځورولې او غصه کړې یم.[۵۵] [یادداشت ۱]
د محسن سقط کېدل او د فاطمې شهادت
اصلي مقالې: محسن، د حضرت فاطمې(س) شهادت او د محسنیه ورځې
تر ټولو زړه سرچینه چې د فاطمې په کور د یرغل په پېښه کې یې د محسن(ع) سقطیدل نقل کړي د لومړۍ هجري پېړۍ له سرچینو د سلیم بن قیس کتاب دی او زیاتره ورپسې سرچینو لکه الاحتجاج تألیف د احمد بن علی طبرسي، غایة المرام تألیف د سید هاشم بحراني او بحار الانوار تألیف د علامه مجلسی له هغې په نقل سره دغه خبر راوړی دی.[۵۶]
د ابوبکر پښېماني
د اهل سنتو په ځینو سرچینو لکه تاریخ مدینه دمشق[۵۷] تألیف د اِبنعَساکِر، اَلمُعْجَمُ الکَبیر[۵۸] تألیف د طَبَرانی او تاریخ الاسلام[۵۹] تألیف د ذَهَبي کې راغلي چې ابوبکر د خپل عمر په وروستیو شېبو کې له دریو کارونو پښېماني او افسوس څرګند کړ او منجمله وې ویل چې کاش د فاطمې کور ته د ورتګ امر یې نه وی ورکړی.
د اهل سنت نظر
د فاطمې د کور د سوزولو د عمر بن خطاب د ګواښ راپورونه د اهل سنتو په سرچینو لکه انساب الاشراف،[۶۰] تاریخ طبری،[۶۱] العقد الفرید،[۶۲] المصنَّف،[۶۳] او الامامة و السیاسة[۶۴] کې راغلی خو د فاطمې د کور ور ته د اور ورکولو او د ور د فشار په وجه د محسن د سقطېدلو انکار شوی او د دغه راپور راویان په رافضي والي تورن شوي دي.
اشعري مذهبه فرقه پېژاندی محمد بن عبدالکریم شهرستاني( وفات ۵۴۸) د ابو هذیل (د معتزله و له فرقو د هذیلیه فرقې بنسټ ګر) د آراوو په معرفۍ کې وایي: هغوي باوري دي چې عمر د بیعت اخستلو په ورځ فاطمې ته تاوان ورساوه او سبب شو چې د هغې بچی سقط شي. شهرستاني دغه راپور دروغ ګڼي.[۶۵]
خلیل بن ایبک صفدي ( وفات ۷۴۶ق) په الوافي بالوفیات کې د معتزله له بزرګانو په نَظّام مشهور د ابراهیم بن سیار په معرفۍ کې هغه رافضه ته ګروهمن ګڼي او د هغه له قوله نقلوي چې عمر فاطمې ته تاوان رسولی او د محسن د سقطېدو سبب شوی دی.[۶۶]
لیکنې
د یرغل د پېښې په اړه پوره پوره کتابونه لیکل شوې دي. منجمله:
- الهجوم علی بیت فاطمة علیها السلام، لیک د مهدی عبدالزهرا په عربۍ ژبه ، د کتاب هدف له معتبرو شیعه سني سرچینو د یرغل د پېښې روڼ تصویر وړاندې کول بیان شوی دی. دغه کتاب د «نگرشی به اسناد و مدارک هجوم به خانه صدیقه طاهره(س) از قرن اول هجری تاکنون» په نوم ترجمه او د مختلفو خپرنځایونو له خوا چاپ شوی دی.[۶۷]
- حقیقت هجوم به خانه حضرت فاطمه زهرا(ع) از منابع عامه، لیک د جعفر تبریزی په فارسۍ ژبه. د لیکوال په وینا، دغه کتاب د هغو ټولو پېښو او ظلمونو په اړه دی چې د پېغمبر له رحلته وروسته له بي بي فاطمې سره وشول. دغه کتاب لټه کوي د یرغل پېښه د اهل سنتو له سرچینو راوباسي او شبهاتو ته یې ځواب ورکړي.[۶۸] دغه کتاب د «الهجوم علی بیت السیده فاطمه الزهراء(ع) من الاعتداء الی الاعتراف (بلسان مصادر اهل السنه و الجماعه)» په نوم په عربۍ ژبه ژباړل شوی دی.[۶۹]
په ادبیاتو کې
د شاعرانو په شعرونو کې د حضرت زهرا(س) له ژوند سره اړندو پېښو د تشریح ځینې نمونې لیدل کیږي. په کمپاني مشهور د محمد حسین غروي اصفهاني شعرونه یې یوه بېلګه ده:
تا در بیت الحرام از آتش بیگانه سوخت | کعبه ویران شد حرم از سوز صاحبخانه سوخت | |
شمع بزم آفرینش با هزاران اشک و آه | شد چنان کز دود آهش سینۀ کاشانه سوخت | |
آتشی در بیت معمور ولایت شعله زد | تا ابد زان شعله هر معمور و هر ویرانه سوخت | |
آه از آن پیمان شکن کز کینۀ خُمِّ غدیر | آتشی افروخت تا هم خُمّ و هم پیمانه سوخت | |
لیلی حُسنِ قِدَم چون سوخت از سر تا قَدَم | همچو مجنون، عقل رهبر را دل دیوانه سوخت | |
گلشن فرّخْ فَر توحید آندم شد تباه | کز سُموم شرک آن شاخِ گلِ فرزانه سوخت | |
گنج علم و معرفت شد طعمۀ افعی صفت | تا که از بیداد دونان گوهر یکدانه سوخت | |
حاصل باغ نبوت رفت بر باد فنا | خرمنی در آرزوی خام آب و دانه سوخت | |
کرکس دونْ پنجه زد بر روی طاوس ازل | عالَمی از حسرت آن جلوۀ مستانه سوخت | |
آتشی آتش پرستی در جهان افروخته | خرمن اسلام و دین را تا قیامت سوخته[۷۰] |
اړونده لیکنې
فوټ نوټ
- ↑ ابنقتیبه، الامامة و السیاسة، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۳۰-۳۱.
- ↑ طبری امامی، دلائل الامامة، ۱۴۱۳ق، ص۱۳۴.
- ↑ سلیم بن قیس، کتاب سلیم بن قیس، ۱۴۲۰ق، ج۱، ص۱۵۰؛ مسعودی، اثبات الوصیة، ۱۳۸۴ش، ج۱، ص۱۴۶؛ عیاشی، تفسیر العیاشی، ۱۳۸۰ق، ج۲، ص۶۷.
- ↑ صفدی، الوافی بالوفیات، ۱۴۲۰ق، ج۶، ص۱۵؛ ذهبی، سیر اعلام النبلاء، ۱۴۰۵ق، ج۱۵، ص۵۷۸؛ ابن حجر عسقلانی، لسان المیزان، ۲۰۰۲م، ج۱، ص۶۰۹.
- ↑ «ایام شهادت حضرت فاطمه الزهرا سلام الله علیها در پاکستان»، خبرگزاری ایرنا؛ «مراسم سوگواری شهادت حضرت فاطمه(س) در جمهوری آذربایجان و تاجیکستان»، رادیو ایران تاجیک؛ سوگواری ایام فاطمیه در مرکز اسلامی مرکز اسلامی هامبورگ»، خبرگزاری مهر.
- ↑ سوره نور، آیه۳۶؛ سیوطی، الدر المنثور، دارالفکر، ج۶، ص۲۰۳؛ اربلی، کشف الغمة، ۱۴۲۱ق، ج۱، ص۳۱۳.
- ↑ بېلګه په توګه وګورئ: طوسی، التبیان، دار احیاء التراث العربی، ج۱۰، ص۲۱۱؛ طبرسی، مجمع البیان، دارالمعرفة، ج۱۰، ص۶۱۱و۶۱۲؛ حسکانی، شواهد التنزیل، ۱۴۱۱ق، ج۲، ص۴۰۳-۴۰۸؛ فخر رازی، التفسیر الکبیر، ۱۴۲۰ق، ج۳۰، ص۷۴۶.
- ↑ وګورئ: ترمذی، سنن الترمذی، ۱۴۰۳ق، ج۵، ص۶۹۹؛ صدوق، معانی الاخبار، ۱۴۰۳ق، ج۲، ص۴۰۳؛ طبری، جامع البیان، ۱۴۲۰ق، ج۲۰، ص۲۶۴-۲۶۷؛ ابنابیحاتم، تفسیر القرآن العظیم، مکتبة نزار مصطفی الباز، ج۹، ص۳۴۱-۳۴۳.
- ↑ طبری، تاریخ الأمم و الملوک، ۱۳۸۷ق ج۳، ص۲۰۶؛ ابناثیر، الکامل فی التاریخ، دار صادر، ج۲، ص۳۲۷.
- ↑ ابنکثیر، البدایة و النهایة، دار احیاء التراث العربی، ۱۴۰۸ق، ج۵، ص۲۶۸.
- ↑ ابنسعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ج۲، ص۲۱۲.
- ↑ ابنکثیر، البدیة و النهایة، دارالفکر، ج۵، ص۲۰۹-۲۱۰؛ ابنعساکر، تاریخ مدینة دمشق، ۱۴۱۵ق، ج۴۲، ص۲۳۳؛ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۱۷۷.
- ↑ خطیب بغدادی، تاریخ بغداد، ۱۴۱۷ق، ج۸، ص۲۸۴؛ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۱۷۷.
- ↑ جعفری، تشیع در مسیر تاریخ، ۱۳۸۶ش، ص۶۷-۶۸.
- ↑ یعقوبی، تاریخ الیعقوبی، دار صادر، ج۲، ص۱۲۴.
- ↑ عسکری، سقیفه: بررسی نحوه شکلگیری حکومت پس از پیامبر، ۱۳۸۷ش، ص۹۹.
- ↑ طبری، تاریخ الأمم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۳، ص۲۰۲.
- ↑ ابنقتیبه، الامامة و السیاسة، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۳۰-۳۱.
- ↑ ابنقتیبه، الامامة و السیاسة، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۳۰-۳۱.
- ↑ ابنقتیبه، الامامة و السیاسة، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۳۰-۳۱.
- ↑ یوسفی غروی، «تاریخ هجوم به خانه حضرت زهرا»، ص۱۴.
- ↑ منسوب به شیخ مفید، الاختصاص، ۱۴۱۳ق، ص۱۸۶.
- ↑ طبری، تاریخ الأمم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۳، ص۲۰۲.
- ↑ ابنقتیبه، الامامة و السیاسة، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۳۰-۳۱.
- ↑ سلیم بن قیس، کتاب سلیم بن قیس، ۱۴۲۰ق، ج۱، ص۱۵۳-۱۵۵.
- ↑ مفید، الفصول المختارة، ۱۴۱۳ق، ص۵۶-۵۷.
- ↑ عیاشی، تفسیر العیاشی، ۱۳۸۰ق، ج۲، ص۶۸.
- ↑ ابنقتیبه، الامامة و السیاسة، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۳۰-۳۱.
- ↑ ابنقتیبه، الامامة و السیاسة، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۳۰-۳۱؛ شوشتری، احقاق الحق، ۱۴۰۹ق، ج۳۳، ص۳۶۰.
- ↑ ابنقتیبه، الامامة و السیاسة، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۳۰-۳۱؛ شوشتری، احقاق الحق، ۱۴۰۹ق، ج۳۳، ص۳۶۰.
- ↑ یعقوبی، تاریخ الیعقوبی، دارصادر، ج۲، ص۱۲۶.
- ↑ جوهری، السقیفة و فدک، ۱۴۰۱ق، ص۵۳ و ابن ابی الحدید، شرح نهج البلاغه، ناشر: مکتبة آیة الله العظمی المرعشي النجفي (ره)، ج۲، ص۵۷.
- ↑ جوهری، السقیفة و فدک، ۱۴۰۱ق، ص۵۳.
- ↑ بخاری، صحیح البخاری، ۱۴۲۲ق، ج۸، ص۱۴۹، ح۶۷۲۶.
- ↑ عیاشی، تفسیر العیاشی، ۱۳۸۰ق، ج۲، ص۶۷.
- ↑ ابنعبدربه، العقد الفرید، دارالکتب العلمیة، ۱۴۰۴ق، ج۵، ص۱۳.
- ↑ طبری، تاریخ الأمم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۳، ص۲۰۲.
- ↑ بلاذری، أنساب الأشراف، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۵۸۶.
- ↑ ابنابیشیبه، المصنف، ۱۴۲۵ق، ج۱۳، ص۴۶۹.
- ↑ ابنقتیبه، الامامة و السیاسة، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۳۰.
- ↑ ابنعبدربه، العقد الفرید، دارالکتب العلمیة، ۱۴۰۴ق، ج۵، ص۱۳.
- ↑ ابنقتیبه، الامامة و السیاسة، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۳۰-۳۱.
- ↑ شیبانی بغدادی، السنّة، ۱۴۰۶ق، ج۲، ص۵۵۳؛ دیار بکری، تاریخ الخمیس، دارصادر ،ج۲، ص۱۶۹.
- ↑ ابنکثیر، البدایة و النهایة، دار احیاء التراث العربی، ۱۴۰۸ق، ج۵، ص۲۷۰.
- ↑ علامه حلی، نهج الحق، ۱۹۸۲م، ص۲۷۱.
- ↑ بلاذری، انساب الأشراف، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۵۸۶.
- ↑ ابنعبد ربه، العقد الفرید، ۱۴۰۴ق، ج۵، ص۱۳.
- ↑ شهیدی، زندگانی فاطمه زهرا، ۱۳۶۳ش، ص۱۰۹.
- ↑ شهیدی، زندگانی فاطمه زهرا، ۱۳۶۳ش، ص۱۱۱-۱۱۲.
- ↑ سلیم بن قیس، کتاب سلیم بن قیس، ۱۴۲۰ق، ج۱، ص۱۵۰.
- ↑ مسعودی، اثبات الوصیة، ۱۳۸۴ش، ص۱۴۶.
- ↑ طبری، دلائل الإمامة، ۱۴۱۳ق، ص۱۳۴.
- ↑ عیاشی، تفسیر العیاشی، ۱۳۸۰ق، ج۲، ص۶۷.
- ↑ ۵۴٫۰ ۵۴٫۱ یوسفی غروی، «تاریخ هجوم به خانه حضرت زهرا»، ص۹-۱۴.
- ↑ سلیم بن قیس، کتاب سلیم بن قیس، ۱۴۲۰ق، ج۱، ص۸۶۹؛ ابنقتیبه، الامامة و السیاسة، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۳۱؛ طبری امامی، دلائل الامامة، ۱۴۱۳ق، ص۱۳۴-۱۳۵.
- ↑ اللهاکبری، «محسن بن علی(ع)»، ص۶۹.
- ↑ ابنعساکر، تاریخ مدینه دمشق، ۱۴۱۵ق، ج۳۰، ص۴۲۲.
- ↑ طبرانی، المعجم الکبیر، قاهره، ج۱، ص۶۲.
- ↑ ذهبی، تاریخ الاسلام، ۱۴۱۳ق، ج۳، ص۱۱۸.
- ↑ بلاذری، أنساب الأشراف، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۵۸۶.
- ↑ طبری، تاریخ الأمم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۳، ص۲۰۲.
- ↑ ابنعبدربه، العقد الفرید، دارالکتب العلمیة، ۱۴۰۴ق، ج۵، ص۱۳.
- ↑ ابنابیشیبه، المصنف، ۱۴۲۵ق، ج۱۳، ص۴۶۹.
- ↑ ابنقتیبه، الامامة و السیاسة، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۳۰.
- ↑ شهرستانی، الملل و النحل، دارالمعرفة، ج۱، ص۵۷.
- ↑ صفدی، الوافی بالوفیات، ۱۴۲۰ق، ج۶، ص۱۵.
- ↑ عبدالزهرا، نگرشی به اسناد و مدارک هجوم به خانه صدیقه طاهره(س)، ۱۳۹۱ش، ص۱۰.
- ↑ تبریزی، حقیقت هجوم به خانه حضرت فاطمه زهرا(ع) از منابع عامه، ۱۳۹۷ش، ص۱۰ و ۱۱.
- ↑ «کتاب الهجوم علی بیت السیده فاطمه الزهراء (ع) من الاعتداء الی الاعتراف (بلسان مصادر اهل السنه و الجماعه)» شبکه جامع کتاب گیسوم.
- ↑ غروی اصفهانی، دیوان شعر، نشر دارالکتب الاسلامیه، ص۴۲.
سرچينې
- ابنابیحاتم، عبدالرحمان بن محمد، تفسیر القرآن العظیم، تحقیق: اسعد محمد الطیب، مکه، مکتبة نزار مصطفی الباز، بیتا.
- ابنابیشیبه، عبدالله بن محمد، المصنف، تحقیق محمد لحیدان، ریاض، مکتبة الرشد، ۱۴۲۵ق.
- ابنحجر عسقلانی، احمد بن علی، لسان المیزان، بیروت، دار البشائر الإسلامیة، ۲۰۰۲م.
- ابنسعد، محمد، الطبقات الکبری، تحقیق محمد عبدالقادر عطا، بیروت، دارالکتب العلمیة، الطبعة الاولی، ۱۴۱۰ق/۱۹۹۰م.
- ابنشهرآشوب، محمد بن علی، المناقب، قم، علامه، ۱۳۷۹ق.
- ابنعبد ربه، احمد، العقد الفرید، بیروت، دار الکتب العلمیة، چاپ اول، ۱۴۰۴ق.
- ابنعساکر، علی بن حسن، تاریخ مدینة دمشق، بیروت، دارالفکر، ۱۴۱۵ق.
- ابنقتیبه، الامامة و السیاسة، قم، سید رضی، ۱۴۱۳ق.
- ابنکثیر، البدایة و النهایة، تحقیق علی شیری، بیروت، دار احیاء التراث العربی، چاپ اول، ۱۴۰۸ق.
- ابنهشام، هشام بن عبدالملک، السیرة النبویة، مصر، شرکة مکتبة ومطبعة مصطفی البابی الحلبی وأولاده، دوم، ۱۳۷۵ق.
- ابوحیان توحیدی، علی بن محمد، البصائر و الذخائر، بیروت، دارصادر، ۱۴۰۸ق.
- ابونعیم اصفهانی، احمد بن عبدالله، معرفة الصحابة، ریاض، دارالوطن للنشر، ۱۴۱۹ق.
- اربلی، علی بن عیسی، کشف الغمة فی معرفة الأئمة، قم، رضی، ۱۴۲۱ق.
- اللهاکبری، محمد، «محسن بن علی(ع)»، مجله طلوع، سال هشتم، شماره ۲۹، ۱۳۸۸ش.
- امین، سید محسن، اعیان الشیعة، بیروت، دارالتعارف، ۱۴۰۳ق.
- «ایام شهادت حضرت فاطمه الزهرا سلام الله علیها در پاکستان»، خبرگزاری ایرنا، انتشار ۱۸ فروردین ۱۳۹۹ش، مشاهده ۲ خرداد ۱۴۰۰ش.
- بحرانی، سید هاشم، البرهان فی تفسیر القرآن، مؤسسه بعثت، بیتا.
- بخاری، محمد بن اسماعیل، صحیح البخاری، تحقیق محمد زهیر بن ناصر الناصر، دارطوق النجاة، الطبعة الاولی، ۱۴۲۲ق.
- بلاذری، احمد بن یحیی، انساب الاشراف، بیروت، دار الفکر، ۱۴۱۷ق.
- تبریزی، حقیقت هجوم به خانه حضرت فاطمه زهرا(ع) از منابع عامه، دار الصدیقة الشهیدة، ۱۳۹۷ش.
- ترمذی، محمّد بن عیسی، سنن الترمذی، تحقیق و تصحیح عبدالوهاب عبداللطیف، بیروت، دارالفکر، چاپ دوم، ۱۴۰۳ق.
- جعفری، حسین محمد، تشیع در مسیر تاریخ، تهران، ترجمه محمدتقی آیتاللهی، دفتر نشر فرهنگ اسلامی، چهاردهم، ۱۳۸۶ش
- جوهری بصری، ابوبکر احمد بن عبدالعزیز، السقیفة و فدک، بیروت، شرکة الکتبی للطباعة والنشر، دوم، ۱۴۰۱ق.
- حسکانی، عبیدالله بن عبدالله، شواهد التنزیل لقواعد التفضیل، تحقیق محمدباقر محمودی، تهران، وزارت فرهنگ و ارشاد اسلامی، چاپ اول، ۱۴۱۱ق.
- دیار بکری، حسین، تاریخ الخمیس، بیروت، دارصادر، بیتا.
- ذهبی، محمد بن احمد، تاریخ الاسلام، بیروت، دارالکتاب االعربی، ۱۴۱۳ق.
- ذهبی، محمد بن احمد، سیر اعلام النبلاء، بیروت، مؤسسة الرسالة، ۱۴۰۵ق.
- سلیم بن قیس، کتاب سلیم بن قیس، قم، الهادی، ۱۴۲۰ق.
- سمهودی، علی بن احمد، وفاء الوفاء بأخبار دار المصطفی، بیروت، دار الکتب العلمیة، ۲۰۰۶م،
- سیوطی، جلالالدین، الدر المنثور، بیروت، دارالفکر، بیتا.
- شهرستانی، محمد بن عبدالکریم، الملل و النحل، بیروت، دارالمعرفة، بیتا.
- شهیدی، سید جعفر، زندگانی فاطمه زهرا، تهران، دفتر نشر فرهنگ اسلامی، ۱۳۶۳ش.
- شوشتری، قاضی نورالله احقاق الحق و ازهاق الباطل، قم، مکتبة آیة الله المرعشی النجفی، ۱۴۰۹ق.
- شیبانی بغدادی، عبدالله بن احمد، السنّة، دمام (سعودی)، دار ابن القیم،۱۴۰۶ق.
- صدوق، محمد بن علی، عیون اخبار الرضا، تهران، نشر جهان، ۱۳۷۸ش.
- صدوق، محمد بن علی، معانی الأخبار، تحقیق علی اکبر غفاری، قم، انتشارات اسلامی، ۱۴۰۳ق.
- صفدی، خلیل بن ایبک، الوافی بالوفیات، بیروت، دار إحیاء التراث، ۱۴۲۰ق
- طبرانی، سلیمان بن احمد، المعجم الکبیر، قاهره، مکتبة ابن تیمیه، ۱۴۱۵ق.
- طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان، بیروت، دارالمعرفة، بیتا.
- طبری امامی، محمد بن جریر بن رستم، المسترشد فی الإمامة، قم، کوشانپور، ۱۴۱۵ق.
- طبری امامی، محمد بن جریر بن رستم، دلائل الإمامة، قم، بعثت، ۱۴۱۳ق.
- طبری، محمد بن جریر، تاریخ الامم و الملوک، مؤسّسةالاعلمی، بیروت، چهارم، ۱۴۰۳ق.
- طبری، محمد بن جریر، جامع البیان فی تأویل القرآن، بیروت، مؤسسة الرسالة، ۱۴۲۰ق.
- طوسی، محمد بن حسن، التبیان فی تفسیر القرآن، بیروت، داراحیاءالتراث العربی، بیتا.
- عبدالزهرا، مهدی، نگرشی به اسناد و مدارک هجوم به خانه صدیقه طاهره(س) از قرن اول هجری تا کنون، تهران، نشر تک، چاپ پنجم، ۱۳۹۱ش.
- علامه حلی، حسن بن یوسف، نهج الحق و کشف الصدق، بیروت، دارالکتاب اللبنانی، ۱۹۸۲م.
- عیاشی، محمد بن مسعود، تفسیر العیاشی، تحقیق سید هاشم رسولی محلاتی، تهران، المطبعة العلمیة، چاپ اول، ۱۳۸۰ق.
- فخر رازی، محمد بن عمر، التفسیر الکبیر، بیروت، دار احیاء التراث، ۱۴۲۰ق،
- گنجی شافعی، محمد بن یوسف، کفایة الطالب فی مناقب علی بن ابیطالب، تهران، دار إحیاء تراث أهل البیت، دوم، ۱۴۰۴ق.
- «مراسم سوگواری ایام فاطمیه در مرکز اسلامی مرکز اسلامی هامبورگ»، خبرگزاری مهر، انتشار ۱۴ اسفند ۱۳۹۵ش، مشاهده ۲ خرداد ۱۴۰۰ش.
- «مراسم سوگواری شهادت حضرت فاطمه(س) در جمهوری آذربایجان و تاجیکستان»، رادیو ایران تاجیک، انتشار ۲۵ فروردین ۱۳۹۲ش، مشاهده ۲ خرداد ۱۴۰۰ش.
- مسعودی، علی بن حسین، اثبات الوصیة، قم، انصاریان، ۱۳۸۴ش.
- مسعودی، علی بن حسین، مروج الذهب و معادن الجوهر، تحقيق: أسعد داغر، قم، دارالهجرة، چ دوم، 1409ق.
- مفید، محمد بن محمد، الفصول المختاره، تصحیح علی میرشریفی، قم، کنگره شیخ مفید، چاپ اول، ۱۴۱۳ق.
- مفید، محمد بن محمد، الاختصاص، تصحیح علیاکبر غفاری و محمود محرمی زرندی، قم، الؤتمر العالمی لالفیة الشیخ المفید، ۱۴۱۳ق.
- مفید، محمد بن محمد، الارشاد فی معرفة حجج الله علی العباد، ۱۴۱۳ق.
- منتظری مقدم، حامد، «رشک بر امیرمؤمنان(ع) درآمدی بر روانشناسی مناسبات در تاریخ اسلامة»، مجله تاریخ در آیینه پژوهش، سال ۱۳۸۳ش، شماره۳.
- هیثمی، علی بن ابیبکر، مجمع الزوائد، قاهره، مکتبة القدسی، ۱۴۱۴ق.
- یعقوبی، احمد بن اسحاق، تاریخ الیعقوبی، دار صادر، بیتا.
- یوسفی غروی، محمدهادی، «تاریخ هجوم به خانه حضرت زهرا (علیها السلام)»، آینه پژوهش، شماره ۲۷، پاییز ۱۳۷۹ش.