منځپانگې ته ورتلل

مسوده:حب الحسین یجمعنا

د wikishia لخوا
د حب الحسین یجمعنا د بیرغ انځور، د اربعین د پلی تګ په لاره کې.

حُبُّ الحُسین یَجمَعُنا (د حسین مینه موږ سره راټولوي)، هغه شعار دی چې د اربعین (د امام حسین د څلویښتۍ) د پیاده‌روۍ (پلي تګ یا لاریون) په ترڅ کې د شیعیانو او د امام حسین(ع) د مینه‌والو نړیوال یووالي او پېوستون ته اشاره کوي.[۱] دا شعار د کربلا په حسیني اربعین کې دود شوی او هر کال میلیونونه زائران د توپیرونو له پامه غورځولو او پر ګډو مذهبي ارزښتونو د ټینګار له لارې هغه عملي کوي.[۲] د دې شعار موخه د امام حسین(ع) په محوریت د ایماني اړیکو پیاوړتیا او د تفرقه‌اچوونکو تبلیغاتو پر وړاندې مبارزه بلل شوې ده.[۳]

شیعه د تقلید مرجع، ناصر مکارم شیرازي، دا شعار د قرآن له آیتونو او روایتونو څخه اخیستل شوی ګڼي؛[۴] له‌جملې یې د مودت آیت[۵] او هغه احادیث چې د اهل‌بیتو(ع) د مینې په اړه روایت شوي دي؛[۶] د څلورمې هجري پېړۍ شیعه محدث ابن‌قولویه قمي، له حضرت محمد(ص) څخه دا روایت نقل کړی دی: «حُسَینٌ مِنِّی وَ أَنَا مِنْ حُسَینٍ أَحَبَ اللَّهُ مَنْ أَحَبَ حُسَیناً؛ حسین له ما څخه دی او زه له حسین څخه یم. الله له هغه چا سره مینه لري چې له حسین سره مینه ولري».[۷] د ایران د اسلامي جمهوریت د رهبر آیت‌الله خامنه اي په وینا، حسیني وحدت او د امام حسین(ع) مینه د اربعین د سترې اجتماع د رامنځته کېدو لامل شوې ده.[۸]

د اربعین په پلي تګ کې د بېلابېلو هېوادونو د بیرغونو ترڅنګ یو بیرغ د «حب-الحسین-یجمعنا» په هشټګ سره

د «حب الحسین یجمعنا» شعار د شاعرانو او مداحانو په شعرونو کې هم کارول شوی دی.[۹] همدارنګه، په همدې نوم یو کتاب هم خپور شوی چې د عکاسۍ هنر او تصویري روایت ته ځانګړې پاملرنه لري.[۱۰] د «حب الحسین یجمعنا» کتاب د لیکوال په وینا، دا شعار یوازې پر ژبو نه ګرځي؛ بلکې د زائرانو ترمنځ د ګډ احساس د پیاوړتیا او د اربعین په پلی ټک کې د هغوی د یووالي سبب ګرځي.[۱۱]

د میثم مطیعي مداحي، د حیدري آل کثیر په شعر سره، د «حب الحسین یجمعنا» په محوریت

په ۱۳۹۸ لمریز کال کې دا شعار د رسنیو او د اربعین حسیني په مراسمو کې مطرح شو او وروسته د اربعین د زائرانو او د اسلامي نړۍ د فرهنګي فعالانو ترمنځ پراخ شو[۱۲] همدارنګه، د «حب-الحسین-یجمعنا» هشټګ په ټولنیزو شبکو کې او د همدې مفهوم لرونکي ځینې بیرغونه د اربعین په پلی ټک کې وکارول شول.

فوټ نوټ

  1. «وحدت ملی با عشق شیعه و سنی به حسین (ع)»، روزنامه جوان(د ځوان ورځپاڼه).
  2. «رسالة الأربعين للعالم.. حب الحسين يجمعنا»، دارالولایه للثقافه و الاعلام.
  3. مکارم شیرازی، «مبنا شناسی شعار حب الحسین یجمعنا»، خبرگزاری دفتر حضرت آیت‌الله العظمی مکارم شیرازی.
  4. مکارم شیرازی، «مبناشناسی شعار حب الحسین یجمعنا»، خبرگزاری دفتر حضرت آیت‌الله العظمی مکارم شیرازی.
  5. د شوری سوره ۲۳ آیت.
  6. د مثال په توګه وګورئ: طبرسی، مجمع البیان، ۱۴۱۵ق، ټوک۹، مخ۴۸؛ ترمذی، سنن ترمذی، ۱۳۹۵ق، ټوک۵، مخ۶۶۴.
  7. ابن‌قولویه، كامل الزیارات‌، ۱۳۵۶ش، ټوک۱، مخ۵۳.
  8. «حماسه راهپیمایی اربعین/ حادثه‌ اربعین کربلا/ پیاده‌روی اربعین»، دفتر حفظ و نشر حضرت آیت‌الله‌ العظمی خامنه‌ای.
  9. «حُبُّ الحُسَینِ یَجمَعُنا (شعری عربی برای وحدت ایران و عراق)»، موکب اول الامامه نظامٌ لِلمِلة؛ «شکرا یا عراق - حب الحسین یجمعنا - محمد حسین پویانفر و مداح لبنانی»، پایگاه اطلاع رسانی مؤسسه جهانی سبطین علیهماالسلام؛ «حبیبنا حسین و حبه یجمعنا، حسین طاهری . اربعین حسینی»، کاشوب؛ «حُبُّ الحُسَینِ یَجمَعُنا»، پایگاه رسمی میثم مطیعی.
  10. «تقدیم الکتاب "حب الحسین یجمعنا"»، حب الحسین یجمعنا.
  11. «تقدیم الکتاب "حب الحسین یجمعنا"»، حب الحسین یجمعنا.
  12. «شعار حب الحسین یجمعنا پرتکرارترین کلیدواژه توئیتر شد»، الکوثر؛ «استقبال توییتری‌ها از بزرگترین راهپیمایی جهان با هشتگ "حب الحسین یجمعنا"»، خبرگزاری تسنیم (د تسنیم خبري آژانس).

سرچينې