د اهل بیت(ع) مودت
دا مقاله د اهل بیت(ع) د مودت په اړه ده. د همدې نوم له یوه آیت سره د اشنا کیدو لپاره د مودت آیت وګورئ.
د اهل بیت(ع) مَوَدَّتِ، د پیغمبر(ص) د اهل بیت(کورنۍ) سره مینه لرل په معنی دي، کوم چې د شوري سوره د ۲۳ آیت پر بنسټ د پیغمبر د ماموریت اجر، په توګه کښینول شوی دی. د پیغمبر(ص) څخه د شیعه او اهل سنت لخوا د بیان شوي روایت له مخې؛ د اهل بیت(ع) مینه لرل د اسلام اساس دی. د سید محمد تیجاني په وینا؛ مسلمانانو ور سره موافق دي چې د اهل بیت مینه لرل واجب دی؛ له همدې امله، دا د مسلمانانو د یووالي لپاره د مناسب عامل په توګه معرفي شوی. ځینې څیړونکي پدې باور دي چې د اهل بیت د مودت(مینه لرل) د وجوب کولو فلسفی د دوی اطاعت کول دی.
د اهل بیت(ع) سره مینه، په اړه په روایاتو کې ډیری دنیایي او اخروی آثارو شتون لري. د اهل بیت(ع) څخه د شفاعت لاسته راوړل، د اعمالو منل، د صراط په پله کې د گامونو ثابتول له اخروی آثارونو دی. د مړینی دمخه د توبی، د خلکو اموالو ته تمه نه لرل او په ژبه کې د حکمت جریان د هغې د دنیایی له آثارو ګنل کیږي. د ځینو حدیثونو په وینا، د اهل بیت(ع) سره مینه کول د حلال زاده شتون نښه ده او د هغوی دښمنانو سره ملګرتیا، د اهل بیت(ع) سره د ریښتینی مینه نه لرل نښه دی.
محمد محمدی ری شهری، د اهل بیت لپاره عزاداری کول، د اهل بیت(ع) سره د مینه څرګندولو لپاره یوه لاره ګنلي ده؛ هماغسې چې د امامانو قبرونو ته زیارت کول، د دوی په خوښۍ مراسمو کې خوښۍ کول او د اهل بیت(ع) په نوم د ماشومانو نومول د مینې څرګندولو په نورو لارو کې معرفي شوي دی. ځینې څیړونکو د اهل بیت(ع) سره د مینې رامینځته کولو لارې په ګوته کړې؛ پشمول د اهل بیت د فضیلتونو او کلتور یادونه کول او مذهبي پلاوي جوړول.
ځینې خلک، د روایتونو پر بنسټ، داسی باور لری چی د خوښۍ او اخروی سعادت د ترلاسه کولو لپاره د اهل بیت سره مینه لرل بسیا ده. هغوی پدې باور دي چې د داسې مینه درلودل به د دوی ګناهونو ته زیان ونه رسوي. مگر د شیعو عالمانو په داسې اباحه پاله او بی باکۍ ته نیوکه کړې، او ویلي یې دي چې د داسې حدیثونو لپاره نور معنی شتون لري؛ د مثال په توګه، دوی ویلي چې داسې حدیثونه د غفلت له امله ترسره شوي ګناهونو پورې اړه لري او د قصدي ګناهونو سره هیڅ تړاو نلري.
د اهل بیت د مینې په موضوع کې بیلابیل کتابونه لیکل شوي پشمول: «حبّ اهل البیت فی الکتاب و السنة» د محمدتقی السید یوسف الحکیم، لیکنه او «قرآن و محبت اهل بیت(ع)» د علیرضا عظیمیفر، د یادونی وړ ده.
ارزښت او ځایګاه
د اهل بیت(ع) مودت، هغه اصطلاح ده چې د شوری له سوری د ۲۳ آیت څخه اخیستل شوې، د رسول الله(ص) کورنۍ ته مینه لرل معنی دی، چې د دی آیت پر بنسټ د اهل بیت(ع) سره مودت(مینه) لرل د پیغمبر(ص) د رسالت اجر په توګه پیژندل شوی ده.[۱] ځینو شیعه عالمانو لکه محمد رضا مظفر له اهل بیتو سره مینه د اسلام د دین له ضرورياتو څخه ګڼلې ده.[۲] د جامعه کبیره په زیارت کې له اهل بیتو سره مینه د خدای سره مینه [۳] او په هغه احادیثو کې چې شیعه او سني له پیغمبر(ص) څخه روایت کړي دي، له اهل بیتو سره مینه د اسلام بنسټ ګڼل شوی دی.[۴] د امام باقر(ع) په روایت کې، د اهل بیت(ع) لیوالتیا ورته ایمان او د دوی سره دښمني، د کفر په توګه ګنل شوی ده.[۵]
علامه حلي په اتمه پیړۍ کې شیعه متکلم او فقیه. په دې دلیل چې « له امام علی(ع) سره مخالفت له هغه سره د وفادارۍ مخالف دی په داسې حال کې چې د امام علی(ع) وفاداری واجبه وه او د نورو خلیفه ګانو وفاداری واجب نه وه». د امام علی(ع) د امامت او د شیعه مذهب د حقانیت په اړه استدلال کړی دی.[۶]
شافعي، د اهل سنت له څلورو فقیهانو څخه یوه ده، چې ویلی ده:
إنْ كانَ رَفْضاً حُبُّ آلِ مُحَمَّد ادند | فَلْيَشْهَد الثََقلان أنّى رافِضی[۷] |
- که د آل محمد مینه لرل رفض(بی لاری)وي، نو جن او انس شاهدي ورکوئ چې زه هم یو رافضي یم.
مودّت ته محبّت[۸] او تولّی[۹] یا د مینې لوړ مرتبې [۱۰] او یا د خدای سره د مینې څانګې ګنل شوی دی.[۱۱]
د شعائر تعظیم
محمد محمدی ری شهري، د شیعی حدیث څیرونکی، د اهل بیت لپاره عزادارۍ کول، د دوی لپاره د مینې څرګندولو او د شعایرو یو له مهمو مثالونو څخه بیان کړ.[۱۲] همداسې د امامانو قبرونو ته هم زیارت کول[۱۳] د دوی د سرور او خوښۍ مراسمو کې خوښۍ کول[۱۴]، د اهل بیت فضائل او غورتیا، بیانول[۱۵] او د دوی د مینې لپاره، د خپل ماشوم د هغوی نوم ورکړل، د هغوی د مینی ښودل لاری بولي شوی دی.[۱۶]
د اهل بیتو مودت واجبوالي
ژباړه: ووایاست، زه نه غواړم تاسو ته د دې[نبوت] لپاره اجر ورکړل شي، پرته د خپلوانوسره مینه لرل او هرڅوک ښه کرنه وکرئ[او خدای ته اطاعت وکرئ]موږ به د هغه انعام ته اضافه کړو، خدای بخښونکی او قدر پیژونکی دی. [شورا- ۲۳]
ځینې څیړونکو مسلمانانو ته د اهل بیت لپاره د موت حق د[۱۷]، د مسلمانانو له گډ عقیدې[۱۸] او د مسلمانانو د اتحاد لپاره ښه محور په توګه تشریح کړی.[۱۹] د اسلام پوه او د تونس هیواد مستبصر، سید محمد تیجاني په وینا؛ مسلمانان موافق دي چې د اهل بیت مودت واجب دی.[۲۰] د اهل سنت له عالمانو، شمس الدین ذهبي هم د دې مودت د واجبولو په اړتیا کې کوم شک او شبهی مردود گنلې دی.[۲۱] فخر رازي، د اهل سنت مفسر، استدلال وکړ چې پیغمبر(ص) علي، فاطمه، حسن او حسین سره مینه لري او د رسول الله(ص) په مطابعت کول په ټولو اسلامي امت کې واجب دی، هغه د اهل بیت مودت او مینه لرل کې واجب گني.[۲۲]
له شافعي څخه نقل شوي دی:
یا أهلَ بیتِ رسولِ الله حُبُّکُم | فَرضٌ مِنَ الله فِی القرآنِ أنزَلَهُ[۲۳] |
ای د رسول الله(ص) کورنیه د ستاسو مینه لرل، د خدای له لوری واجب او په قرآن کی نازل شوی دی.
د وجوب فلسفه
د المیزان تفسیر لیکوال علامه طباطبائي په دې باور دی چې د اهل بیت(ع) د مودت وجوب، فلسفی د دوی علمي واک، مرجعیت او سرچیني شتون دی، ترڅو مسلمانان وکولۍ شي دوی ته په علمي مسئلو کې مراجعه وکړي ترڅو د اهل بیت سره مینه وکړي؛ د دې لامله هغه د دین د بقا(تلپاتې) تضمین په توګه د اهل بیت مودت ته معرفي کوي.[۲۴] د څوارلسمې هجري پېړۍ د شیعه عالم او لیکوال محمد رضا مظفر په وینا بې له شکه د اهل بیتو(ع) مینه او محبت له خدای سره د هغوی د نژدیوالي او له خدای سره د هغوی د مقام او کرامت سبب دی. او دا ځکه چې دوی له شرک او ګناهونو او له هر هغه څه څخه پاک دي چې له خدای څخه د لرې والي سبب ګرځي.[۲۵] د ایران د اسلامي جمهوریت مشر آیت الله خامنه ای، مودت کې د اهل بیت د اطاعت لپاره ملاتړ وباله او ویې ویل چې د مودت(مینه لرل) په څرګندولو سره، د اهل بیت په ولایت کې د خلکو باورونه به خوندي شي. [۲۶] محمد تقي مصباح یزدي چې د څوارلسمې پېړۍ یو عالم دی وايي، له پیغمبر سره د خپلوۍ له امله د اهل بیتو مینه اړینه نه ده، بلکې د هغوی مینه واجب ده، ځکه چې دوی د خدای د خدمت په اوج کې دي.[۲۷] همداسې علي رباني ګلپایګاني، په قم ښار کې د علم کلام له استاذانو څخه، پدې باور دی چې د دې مودت لازمي کولو فلسفه، د اهل بیت څخه اطاعت دی، او ریښتیني مودت یوازې د دوی په متابعت کول سره ترلاسه کیږي.[۲۸] د قم مدرسې له لیکوالان، جواد محدثي په وینا؛ هر څومره چی مینه شتون لري، هماغسې له دوی څخه به متابعت هم زیاتیږی.[۲۹]
آثارو
څیړونکو د اهل بیت، مودت د مطلق کمال په لور حرکت کولو د عامل په توګه پیژندلي،[۳۰] د اهل بیت پلویانو سره د قلبی تړون لامله[۳۱] او د دین نظام د یوالې توب لامله گنلي ده.[۳۲] د امام علي(ع) د یوې حدیث پربنسټ چې ابو نعیم اصفهاني او ابو عبدالله حسکاني(په پنځم قمری پیړۍ کې د اهل سنت له پوهانو) روایت شوی چې یوازې مؤمنانو به د اهل بیت مودت رعایت کوي.[۳۳]
اخروی اثرونه
د پیغمبر(ص) د روایت له مخې د هغه سره او اهل بیت مینه لرل، ګټه په اوو ځایونو کې څرګند شوی: ۱. د مرګ په وخت کې ۲. په قبر کې ۳. د قیامت مهال ۴. د کړنلیک په وخت کې. ۵ د کړنو محاسبه کولو وخت. ۶ د میزان نږدی کې ۷. د صراط له پل څخه تیریدل.[۳۴] د بل روایت له مخې چې د اهل بیت لخوا روایت شوی؛ څوک چې د اهل بیت ملګري سره مړ شی د شهید په څیر، بخښل شوی او په بشپړ ایمان سره مړ کیږي. او د مړینې په مهال کې جنت هغه ته ژیری ورکول کیږی، د هغه په قبر کې دوه دروازې جنت لور ته خلاصې شي او خدای فرښتې د زائرانو په توګه د هغه قبر ته ځای په ځای کوي.[۳۵] نور آثارو چې د اهل بیت سره مینه لرل دپاره ذکر شوی دی په لاندې ډول دي:
- شفاعت ته لاس رسۍ؛ نبوي حدیث وايي؛ هرڅوک چې د اهل بیت مودت ولري د دوی د شفاعت سره جنت ته ننوځي.[۳۶]
- د اهل بیت سره محشور شول؛ د رسول الله(ص)د روایت له مخې، د اهل بیت مینه لرونکی به د قیامت په ورځ له دوی سره محشور شي.[۳۷]
- د عملونو مڼل؛ د امام علي(ع) څخه د ابو حمزه ثمالي په روایت کې، د قیامت په ورځ، د اهل بیت سره مینه لرل، د دوی نورې کړنې هم منل شوي، مګر که دوی دا مینه ونه لري، نورې کړنې هم نه منل کیږي.[۳۸]
- باقیات صالحات(د ښیګنې پاتې شوني)؛ د امام صادق(ع) څخه په روایت کې، د اهل بیت سره مینه لرل د باقیات صالحات په توګه معرفي شوی دی.[۳۹]
- د صراط په لاره کې د ګامونو ثبات؛ د جعفریات کتاب د روایت له مخې، هرڅوک چې د اهل بیت سره ډیره مینه لري د صراط په لاره کی د ګامونو ثبات ډیر دی.[۴۰]
- د ګناهونو بخښنه؛ د رسول الله(ص) د روایت له مخې، ګناهونه د اهل بیت په مینه سره بخښل شوي.[۴۱] په لسمه پیړۍ کې د اهل سنت عالم، ابن حجر هیتمي، د حِطّة په باب د حدیث په روایت، پدې باور دی چې ورته خدای د حِطّة له دروازې څخه د بنی اسراییلو ننوتلو د هغوی بخښنه لامله ګرځولی، په اسلامي امت کې هم د اهل بیت مودت د گناهانو بخښنې لامله ګرځولی ده.[۴۲]
دنیایي آثارو
د رسول الله(ص) په روایت کې لاندې د اهل بیت سره مینه لرل د دنیایي آثارو دي: زهد، د کار کولو لپاره لیوالتیا، په دین کې تقوا لرل، د عبادت لپاره لیوالتیا، له مرګ دمخه توبه، د شپې ژوند کول په مینه سره، د خلکو اموالو ته تمه نه لرل، بخښنه، د خدای امر او نهی ته پاملرنه، او نړۍ ته مینه نه لرل.[۴۳] د امام باقر(ع) لخوا د روایت له مخې خدای د اهل بیت د ملګرو زړونه سپیڅلي کوی.[۴۴] په یوه حدیث کې له امام صادق(ع) راغلي ده څوک چې د اهل بیت مینه په زړه کی ثابتوی د هغه په ژبه کې حکمت جاری کیږی.[۴۵]
نښې
د امام باقر(ع) لخوا د روایت له مخې، د اهل بیت مینه د هغوی دښمنانو مینې سره، تول نشي کولی، او که څوک د اهل بیت دښمن سره مینه ولري ، دا یوه نښه ده چې هغه د اهل بیت سره ریښتینی مینه نلري.[۴۶] همداسې د امام علي(ع) لخوا د روایت له مخې که څوک د اهل بیت ملګري نه خوښوي، دا د اهل بیت له مینه والو څخه نه شمیرل کیږی.[۴۷] د بل حدیث پر بنسټ، بی غیرته سړی، زنا زاده ګان، هغه خلکو چې خپل ځان د ښځو په څیر ښکاري، او هغه خلک چې میندې یې د خپل حیض بهیر کې امیندواره شوي د اهل بیت له دښمنانو څخه دی.[۴۸] په یو حدیث کې، د اهل بیت سره مینه لرل د زیږون د پاکوالي نښه ګنل کیږي.[۴۹] د اهل بیت څخه عملي اطاعت د اهل بیت سره د سړی له ریښتیني مثالونه د اهل بیت مینې په څرګندولو کې یوه ترټولو مهمه بیلګه او نښې ګنلی دي.[۵۰]
د اهل بیت په مینه اباحه پال
د دیني خلکو یوه ډله پدې باور ده چې کومه ګناه د اهل بیت په مینه سره ویجاړه شوې، او دا چې د اهل بیت د ملګرو ګناه د دوی اخروی سعادت ته زیان نه رسوي.[۵۱] د علمیه مدرسې له څیرونکیو علي نصیري په وینا؛ ډیری اباحه پال او بی باکۍ هیڅ ژور علمي بنسټ نلري، او داسې حدیثونه په څیر «چې د علی(ع) مینه لرل داسې شیگنې ده چې هیڅ ګناه هغه ته ضربه نه وهي، او د علي نفرت، داسې ګناه ده چې د هغې په شتون، هیڅ شیگنی ګټه نلري.»[۵۲] استناد کړیده.[۵۳] د محقق بحراني (۱۰۷۵-۱۱۲۱ق) دا حدیث یو مستفیضه حدیث ګنل شوی دی.[۵۴] مګر ځینې د شیعه پوهانو د دې حدیث لپاره بل معنی ذکر کړې، کوم چې اباحه پاله او بی باکۍ فکرته مناسب نه دی؛[۵۵] د مثال په توګه، د شیعه د دیني له عالمانو د شیخ مفید په وینا؛ دا امکان لري چې هغه خلک چې د اهل بیت پیژني یوازې په برزخ کې به ځورول کیږي او عذاب ووینی تر هغه چې دوی د قیامت په ورځ د خپلو ګناهونو څخه پاک وي او د دوزخ له اور څخه وژغورل شي.[۵۶] د ځینې څیړونکو په وینا؛ یوازې د غفلت څخه ترسره شوي ګناهونه د اهل بیت(ع) مینی سره بخښل شوي، نه هغه ګناهونه چی په قصدي ډول ترسره شی.[۵۷]
د علي نصیري په وینا؛ دا ډول فکر په نورو ادیانو او همدارنګه د اسلام په دین کې لرغونتیا لري، او ځینې فرقې لکه؛ مرجئه او کرامیّه د اهل سنت او د شیعه غالیانو ورته باورونه لري.[۵۸] هغه باور لري چې د ځینو خلکو په مینځ کې د اباحه پالو او بی باکۍ مفکوره رامینځته شوې ځکه چې دوی د دیني عالمانو نظرونو او فتواګانو ته پاملرنه نه کوي.[۵۹] جواد محدثي، د اهل بیت سره مینه لرل د ګناه کولو سره یوځای، د یو ډول تضاد او تناقض په توګه گنلی ده او پدې باور دی چې دا مینه صادقانه ده چې د دوی اطاعت سره ترسره شي.[۶۰] د فقه الرضا په کتاب کې (هغه کتاب چې امام رضا(ع) ته منسوب شوی) د اهل بیت مینې او د صالح عمل تر مینځ دوه لورې اړیکې ګنل کیږي، پدې توګه، هیڅ یو له بل پرته نه منل کیږي.[۶۱] د امام باقر(ع) د روایت له مخې، څوک چې د خدای اطاعت کوي، د اهل بیت ملګری دی او څوک چې د خدای حکمونه سرغړونه کوي، د اهل بیت دښمن دی.[۶۲]
یوازینی لیکنه
د اهل بیت(ع) څخه د مینې په موضوع کې لیکل شوي ځینې کتابونه دا دي:
- «مودة اهلالبیت و فضائلهم فی الکتاب و السنة» و «حبّ اهل البیت فی الکتاب و السنة» د محمدتقی السید یوسف الحکیم؛ لیکنه د دې دوه کتابونو موضوعات په پنځو اصلي فصلونو کې سمبال شوي. لومړی، کتاب په ۱۴۱۹ ق. کال کې د الرسالة خپرونو لخوا [۶۳] او بل کتاب په ۱۴۲۴ ق کال کې د الفکر الاسلامی خپرونو موءسسه لخوا په ۲۸۷ پانو کې خپور شو.[۶۴]
- «قرآن و محبت اهل بیت(ع)» د علی رضا عظیمی فر، لخوا لیکل شوی؛ پدې کتاب کې، لیکوال په قرآن کې د اهل بیت مینه څیړنه کوي او په وروستۍ برخه کې هغه د مودت په آیت کې د اهل سنت شکونو او شبهه ګانې ته ځواب ووایی.[۶۵] دا کتاب په ۱۳۹۴ لمریز کې د اصول دین پوهنځي لخوا په ۳۶۰ پانو کې خپور شوی دی.[۶۶]
- «مبانی نظری و عملی حبّ اهل بیت(ع)»؛ دا کتاب، کوم چې په واقعیت کې د لیکوال د ویناگانی متن دی، په ۱۳۸۸ لمریز کې، لب المیزان خپرونکی په ۳۳۳ پانې خپرې کړې دی.[۶۷]
- «محبت نجات بخش»؛ د عبدالرضا جمالي لیکنه، پدې اثر کې، لیکوال د اهل بیت(ع) مینې آثارو په نړۍ، برزخ او قیامت کې څیړنه کوي.[۶۸] دا کتاب په ۱۳۹۳ لمریز کې د زمزم هدایت خپرونو لخوا خپور شو. [۶۹]
اړوندې لیکنې
فوټ نوټ
- ↑ بشوی، حقوق اهلبیت(ع) در تفاسیر اهلسنت، ۱۴۳۴ق، ص۱۰۳.
- ↑ مظفر، عقائد الامامیه، ۱۳۸۷ش، ص۷۲؛ موسوی زنجانی، عقائد الامامیه الاثنی عشریة، ۱۴۱۳ق، ج۳، ص۱۸۱.
- ↑ شیخ صدوق، من لا یحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۶۱۳.
- ↑ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۴۶؛ شیخ صدوق، من لا یحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ج۴، ص۳۶۴؛ ابنعساکر، تاریخ دمشق، ۱۴۱۵ق، ج۴۳، ص۲۴۱.
- ↑ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۱۸۸.
- ↑ علامه حلی، منهاج الکرامة، ۱۳۷۹ش، ص۱۲۲.
- ↑ شافعی، دیوان الامام الشافعی، قاهره، ص۸۹.
- ↑ فخلعی، آشنایی با پیشینه، مبانی و دیدگاههای مذهب شیعه، ۱۳۸۷ش، ص۱۱۸
- ↑ فخلعی، آشنایی با پیشینه، مبانی و دیدگاههای مذهب شیعه، ۱۳۸۷ش، ص۱۲۳.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۱۶، ص۱۶۶؛ جوادی آملی، تسنیم، ۱۳۸۹ق، ج۶، ص۵۰-۵۱.
- ↑ امینی و دیگران، «همسنجی ارزش اخلاقی اتحاد و الفت با مودت ذیالقربی و تأثیر آن در رشد معنوی انسان از دیدگاه قرآن و حدیث»، ص۱۱.
- ↑ محمدی ریشهری، فرهنگنامه مرثیه سرایی و عزاداری سیدالشهدا، ۱۳۸۷ش، ص۱۱-۱۲.
- ↑ اکبریان، «محبت اهلبیت(ع) در قرآن»، ص۴۲.
- ↑ اکبریان، «محبت اهلبیت(ع) در قرآن»، ص۴۴.
- ↑ خادمی، «محبت به پیامبر و اهلبیت از دیدگاه قرآن و روایات»، ص۲۵.
- ↑ خادمی، «محبت به پیامبر و اهلبیت از دیدگاه قرآن و روایات»، ص۲۶.
- ↑ بشوی، حقوق اهلبیت(ع) در تفاسیر اهلسنت، ۱۴۳۴ق، ص۱۰۳.
- ↑ فخلعی، آشنایی با پیشینه، مبانی و دیدگاههای مذهب شیعه، ۱۳۸۷ش، ص۱۱۹
- ↑ تسخیری، وحدت اسلامی بر پایه مرجعیت علمی اهلبیت(ع)، ۱۳۸۸ش، ص۹۲.
- ↑ مظفر، عقائد الامامیه، ۱۳۸۷ش، ص۷۲؛ موسوی زنجانی، عقائد الامامیه الاثنی عشریة، ۱۴۱۳ق، ج۳، ص۱۸۱؛ تیجانی، فاسئلوا اهل الذکر، ۱۴۲۷ق، ص۲۳۷.
- ↑ ذهبی، المنتقی من منهاج الاعتدال، ۱۴۱۳ق، ص۴۵۱-۴۵۲.
- ↑ فخر رازی، التفسیر الکبیر، ۱۴۲۰ق، ج۲۷، ص۵۹۵.
- ↑ شافعی، دیوان الامام الشافعی، قاهره، ص۱۲۱.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۱۸، ص۴۶-۴۷.
- ↑ مظفر، عقائد الامامیه، ۱۳۸۷ش، ص۷۳.
- ↑ خامنهای، «بیانات در دیدار با جمعی از طلاب و روحانیون»، در سایت دفتر حفظ و نشر آثار آیت الله العظمی خامنهای.
- ↑ مصباح یزدی، پندهای امام صادق(ع) به رهجویان صادق، ۱۳۹۱ش، ص۳۰۹.
- ↑ ربانی گلپایگانی، «درس امامت»، در سایت مدرسه فقاهت.
- ↑ محدثی، «راههای ایجاد محبت اهلبیت در نوجوانان و جوانان»، ص۱۱.
- ↑ هاشمی و دیگران، «کارکردهای تربیتی مودت اهلبیت(ع)»، ص۲۲.
- ↑ هاشمی، «کارکردهای تربیتی مودت اهل بیت(ع)»، ص۲۳.
- ↑ امینی و دیگران، «همسنجی ارزش اخلاقی اتحاد و الفت با مودت ذیالقربی و تأثیر آن در رشد معنوی انسان از دیدگاه قرآن و حدیث»، ص۲۰.
- ↑ اصبهانی، تاریخ اصبهان، ۱۴۱۰ق، ج۲، ص۱۳۴؛ حسکانی، شواهد التنزیل، ۱۴۱۱ق، ج۲، ص۲۰۵.
- ↑ شیخ صدوق، خصال، ۱۳۶۲ش، ج۲، ص۳۶۰.
- ↑ ثعلبی، الکشف و البیان، ۱۴۲۲ق، ج۸، ص۳۱۴.
- ↑ برقی، المحاسن، ۱۳۷۱ش، ج۱، ص۶۱.
- ↑ خزاز رازی، کفایة الاثر، ۱۴۰۱ق، ص۳۰۰.
- ↑ صفار، بصائر الدرجات، ۱۴۰۴ق، ص۳۶۴.
- ↑ شیخ مفید، الاختصاص، ۱۴۱۳ق، ص۸۶.
- ↑ ابناشعث، اشعثیات، مکتبة النینوی، ص۱۸۲.
- ↑ شیخ طوسی، امالی، ۱۴۱۴ق، ص۱۶۴.
- ↑ هیتمی، الصواعق المحرقه، ۱۴۱۷ق، ج۲، ص۴۴۷.
- ↑ شیخ صدوق، خصال، ۱۳۶۲ش، ج۲، ص۵۱۵.
- ↑ قمی، تفسیر قمی، ۱۴۰۴ق، ج۲، ص۳۷۲.
- ↑ برقی، محاسن، ۱۳۷۱ش، ج۱، ص۶۱.
- ↑ قمی، تفسیر قمی، ۱۴۰۴ق، ج۲، ص۱۷۲.
- ↑ شیخ مفید، امالی، ۱۴۱۳ق، ص۳۳۴.
- ↑ قطبالدین راوندی، الخرائج و الجرائح، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۱۷۸.
- ↑ برقی، محاسن، ۱۳۷۱ش، ج۱، ص۱۳۸.
- ↑ خادمی، «محبت به پیامبر و اهلبیت از دیدگاه قرآن و روایات»، ص۲۴.
- ↑ نصیری، «اباحهگری، آفت دینداری»، ص۱۲.
- ↑ شیخ مفید، اوائل المقالات، ۱۴۱۳ق، ص۳۳۵؛ ابنشهرآشوب، المناقب، ۱۳۷۹ق، ج۳، ص۱۹۷.
- ↑ نصیری، «اباحهگری، آفت دینداری»، ص۱۲.
- ↑ محقق بحرانی، الاربعون، ۱۴۱۷ق، ص۱۰۵.
- ↑ نصیری، «اباحهگری، آفت دینداری»، ص۱۲.
- ↑ شیخ مفید، اوائل المقالات، ۱۴۱۳ق، ص۷۵-۷۶
- ↑ ترکاشوند، «محبت اهلبیت و رستگاری»، ص۲۴.
- ↑ نصیری، «اباحهگری، آفت دینداری»، ص۸-۱۰.
- ↑ نصیری، «اباحهگری، آفت دینداری»، ص۱۴.
- ↑ محدثی، «راههای ایجاد محبت اهلبیت در نوجوانان و جوانان»، ص۱۵.
- ↑ منسوب به امام رضا(ع)، فقه الرضا، ۱۴۰۶ق، ص۳۳۹.
- ↑ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۷۵.
- ↑ الحکیم، مودة اهلالبیت و فضائلهم فی الکتاب و السنة، ۱۴۱۹ق.
- ↑ الحکیم، حبّ اهل البیت فی الکتاب و السنة، ۱۴۲۴ق.
- ↑ عظیمیفر، قرآن و محبت اهلبیت(ع)، ۱۳۹۴ش.
- ↑ عظیمیفر، قرآن و محبت اهلبیت(ع)، ۱۳۹۴ش.
- ↑ طاهرزاده، مبانی نظری و عملی حبّ اهلبیت(ع)، ۱۳۹۰ش، ص۴.
- ↑ جمالی، محبت نجاتبخش، ۱۳۹۳ش.
- ↑ جمالی، محبت نجاتبخش، ۱۳۹۳ش.
سرچينې
- ابناشعث، محمد بن محمد، اشعثیات، تهران، مکتبة النینوی، بیتا.
- ابنشهرآشوب، محمد بن علی، المناقب، قم، علامه، ۱۳۷۹ق.
- ابنعساکر، علی بن الحسن، تاریخ دمشق، بیجا، دار الفکر، ۱۴۱۵ق.
- اصبهانی، ابونعیم، تاریخ اصبهان، بیروت، دار الکتب العلمیة، ۱۴۱۰ق.
- اکبریان، سید محمد، «محبت اهلبیت(ع) در قرآن»، در مجله ره توشه، شماره ۱۱۵، بهار و تابستان ۱۳۹۸ش.
- الحکیم، محمدتقی السید یوسف، حبّ اهل البیت فی الکتاب و السنة، هلند، مؤسسة الفکر الاسلامی، ۱۴۲۴ق.
- الحکیم، محمدتقی السید یوسف، مودة اهلالبیت و فضائلهم فی الکتاب و السنة، قم، الرسالة، ۱۴۱۹ق.
- امینی، صدیقه، و دیگران، «همسنجی ارزش اخلاقی اتحاد و الفت با مودت ذیالقربی و تأثیر آن در رشد معنوی انسان از دیدگاه قرآن و حدیث»، در مجله مطالعات فرهنگی و اجتماعی حوزه، شماره ۱۱، بهار و تابستان ۱۴۰۱ش.
- برقی، احمد بن محمد، المحاسن، قم، دار الکتب الاسلامیة، ۱۳۷۱ش.
- بشوی، محمدیعقوب، حقوق اهلبیت(ع) در تفاسیر اهلسنت، قم، مرکز بینالمللی ترجمه و نشر المصطفی، ۱۴۳۴ق.
- ترکاشوند، حسن، «محبت اهلبیت و رستگاری»، در مجله فرهنگ زیارت، شماره ۲۶، فروردین ۱۳۹۵ش.
- تسخیری، محمدعلی، وحدت اسلامی بر پایه مرجعیت علمی اهلبیت(ع)، ترجمه جلال میرآقایی، تهران، مجمع جهانی تقریب مذاهب اسلامی، ۱۳۸۸ش.
- تیجانی، محمد، فاسئلوا اهل الذکر، قم، مؤسسه آلالبیت(ع)، ۱۴۲۷ق.
- ثعلبی، احمد بن ابراهیم، الکشف و البیان عن تفسیر القرآن، بیروت، دار احیاء التراث العربی، ۱۴۲۲ق.
- جمالی، عبدالرضا، محبت نجاتبخش، قم، زمزم هدایت، ۱۳۹۳ش.
- جوادی آملی، عبدالله، تسنیم، قم، اسراء، ۱۳۸۹ق.
- حسکانی، عبیدالله بن احمد، شواهد التنزیل، تهران، سازمان چاپ و انتشارات وزارت ارشاد اسلامی، ۱۴۱۱ق.
- خادمی، عینالله، «محبت به پیامبر و اهلبیت از دیدگاه قرآن و روایات»، در مجله رشد آموزش قرآن، شماره ۵، ۱۳۸۳ش.
- خامنهای، سید علی، «بیانات در دیدار با جمعی از طلاب و روحانیون»، در سایت دفتر حفظ و نشر آثار آیت الله العظمی خامنهای، تاریخ درج: ۲۲ آذر ۱۳۸۸ش، تاریخ بازدید: ۶ اسفند ۱۴۰۱ش.
- خزاز رازی، علی بن محمد، کفایة الأثر فی النص علی الأئمة الاثنی عشر، قم، بیدار، ۱۴۰۱ق.
- ذهبی، شمسالدین، المنتقی من منهاج الاعتدال، ریاض، الرئاسة العامة لادارات البحوث العلمیة و الافتاء و الدعوة و الارشاد، ۱۴۱۳ق.
- ربانی گلپایگانی، علی، «درس امامت»، در سایت مدرسه فقاهت، تاریخ درج: ۲ اردیبهشت ۱۳۹۵ش، تاریخ بازدید: ۶ اسفند ۱۴۰۱ش.
- شافعی، محمد بن ادریس، دیوان الامام الشافعی، قاهره، مکتبة ابنسینا بیتا.
- شیخ صدوق، محمد بن علی، الخصال، قم، دفتر انتشارات اسلامی، ۱۳۶۲ش.
- شیخ صدوق، محمد بن علی، من لا یحضره الفقیه، قم، دفتر انتشارات اسلامی، ۱۴۱۳ق.
- شیخ طوسی، محمد بن حسن، الأمالی، قم، دار الثقافة، ۱۴۱۴ق.
- شیخ مفید، محمد بن نعمان، الأمالی، قم، کنگره جهانی هزاره شیخ مفید، ۱۴۱۳ق.
- شیخ مفید، محمد بن نعمان، الاختصاص، قم، کنگره جهانی هزاره شیخ مفید، ۱۴۱۳ق.
- شیخ مفید، محمد بن نعمان، اوائل المقالات فی المذاهب و المختارات، بیروت، دار المفید، ۱۴۱۳ق.
- صفار، محمد بن حسن، بصائر الدرجات فی فضائل آل محمد(ع)، قم، کتابخانه آیتالله مرعشی نجفی، ۱۴۰۴ق.
- طاهرزاده، علیاصغر، مبانی نظری و عملی حبّ اهلبیت(ع)، اصفهان، لب المیزان، ۱۳۹۰ش.
- طباطبایی، محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، قم، دفتر انتشارات اسلامی، ۱۴۱۷ق.
- عظیمیفر، علیرضا، قرآن و محبت اهلبیت(ع)، قم، دانشکده اصول دین، ۱۳۹۴ش.
- علامه حلی، حسن بن یوسف، منهاج الکرامة، مشهد، تاسوعاء، ۱۳۷۹ش.
- فخر رازی، محمد بن عمر، التفسیر الکبیر، بیروت، دار احیاء التراث العربی، ۱۴۲۰ق.
- فخلعی، محمدتقی، آشنایی با پیشینه، مبانی و دیدگاههای مذهب شیعه، تهران، نشر مشعر، ۱۳۸۷ش.
- قطبالدین راوندی، سعید بن هبةالله، الخرائج و الجرائح، قم، مؤسسه امام مهدی(عج)، ۱۴۰۹ق.
- قمی، علی بن ابراهیم، تفسیر القمی، قم، دار الکتاب، ۱۴۰۴ق.
- کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تهران، دار الکتب الاسلامیة، ۱۴۰۷ق.
- محدثی، جواد، «راههای ایجاد محبت اهلبیت در نوجوانان و جوانان»، در مجله فرهنگ کوثر، شماره ۲۹، مرداد ۱۳۷۸ش.
- محقق بحرانی، سلیمان الماحوزی، الأربعون حدیثاً فی اثبات امامة امیر المؤمنین، قم، المحقق، ۱۴۱۷ق.
- محمدی ریشهری، محمد، فرهنگنامه مرثیه سرایی و عزاداری سیدالشهدا، تهران، مشعر، ۱۳۸۷ش.
- مصباح یزدی، محمدتقی، پندهای امام صادق(ع) به رهجویان صادق، قم، مؤسسه آموزشی و پژوهشی امام خمینی(ره)، ۱۳۹۱ش.
- منسوب به امام رضا، علی بن موسی(ع)، فقه الرضا(ع)، مشهد، مؤسسه آل البیت(ع)، ۱۴۰۶ق.
- نصیری، «اباحهگری، آفت دینداری»، در مجله کتاب نقد، شماره ۴۰، ۱۳۸۵ش.
- هاشمی فاطمه، و دیگران، «کارکردهای تربیتی مودت اهلبیت(ع)»، در مجله تربیت اسلامی، شماره ۳۷، پاییز ۱۴۰۰ش.
- هیتمی، ابنحجر، الصواعق المحرقه علی اهل الرفض و الضلال و الزندقة، بیروت، مؤسسة الرسالة، ۱۴۱۷ق.