مقام محمود
مقام محمود یا د محمود دریځ د عظمت مقام (دریځ) د لوړ او ستاینې وړ معنی لري، د پیغمبر(ص) له لقبونو څخه چې خدای د شپې احیا کولو او تهجد لامله ور بخښلي ده. تر اسرا سوری ۷۹ آیت لاندې، مفسرینو دا دریځ د پیغمبر شفاعت کونکي پور په توګه تفسیر کړی دی.
ځینې مفسرینو د محمود مقام (دریځ)، د پیغمبر اشراف او واک په ټولو مخلوقاتو او خدای سره د هغه نږدېوالي معنی کري، البته دغه دوه معناګانی په شفاعت دریځ کې شامل دی. د عاشورا زیارت د یوې برخې پر بنسټ، امام حسین(ع) هم د محمود دریځ لري.
د اسرا سوری ۷۹ آیه
- وَ مِنَ اللَّيْلِ فَتَهَجَّدْ بِهِ نَافِلَةً لَّكَ عَسىَ أَن يَبْعَثَكَ رَبُّكَ مَقَامًا مَّحمُوداً
- او شپی تر وروستۍ شیبه احیا وکره، نو ستاسو لپاره [ترکچه] نافله وی، هیله ده چې ستاسو رب تاسو د ستاینې دریځ ورسوي.
د ستاینی پور رسولالله ته
د اسلامی پوهانو او مفسرین د محمود دریځ یو لوړ او د ستاینې وړ ځایگی بولی، کوم چې د تهجد(شپي احیا کول او د شپي لمونح اداکول[۱] ) له امله خدای، پیغمبر ته ورکړی دی.[۲]
د محمود مقام معنی په اړه، د پوهانو تر مینځ قولونه شتون لري، کوم کې چې د شفاعت دریځ پکی دی:
- شفاعت دریځ: ډیر شیعه مفسرینو [۳] او سني مفسرینو [۴] د روایتونو پر بنسټ محمود دریځ کې د شفاعت دریځ بولې. د مثال په توګه، د پیغمبر(ص) یوی وینا له مخې تر اسرا سوری په ۷۹ آیت کې د محمود معنی ورته هغه دریځ گني چې پکې هغه د خپل امت لپاره شفاعت کوي. [۵] یا په یوی ویناکې چې د امام باقر(ع) یا امام صادق(ع) د پورتني آیت په تفسیر کې نقل شوی دی، د محمود دریځ د شفاعت په توګه تشریح شوی. [۶] د مفسرینو یوې ډلې، دې مقام ته د غټ(کبرا) شفاعت په توګه نومیدلی ده. [۷] د سید محمد حسین تهرانی (۱۳۴۵- ۱۴۱۶ ق) په وینا، د شفاعت دریځ [یادونه۱] چې خدای پیغمبر ته ورکړی د محمود له دریځ څخه دی.[۸] د هغه په اند، د محمود په دریځ کې، ټول جمال او کمال شتون لري، او دا دریځ په بشپړ ډول او غیر مشروط ډول پیغمبر(ص)ته ورکړل شوی دی. پدې معنی چې کوم حمدي له کوم حمد کونکی په هر ډول هغه پورې اړه لري.[۹]
- پر مخلوقات باندې اشراف: د مفسرینو یوه ډله د محمود دریځ کی د اشراف او حضور دریځ گني چې پیغمبر(ص) پدې حالت کې ټولو مخلوقاتو ته اشراف او واک لری او هر هغه څه چې د شفاعت په شمول - غواړي، خدای هغه ته ورکوي. [۱۰]
- خدای ته خورا نږدې والی: د نمونه تفسیر په وینا: دا امکان هم شتون لري چې د محمود دریځ د خدای سره ډیر نږدی والی وي(قرب) او د هغه یو پایله د کبرا(غټ) شفاعت دی. [۱۱]
د امامانو لپاره د محمود دریځ
په ځینو زیارت لیکونو کې، امام علي(ع)، [۱۲] امام حسین(ع) [۱۳] او امام رضا(ع) [۱۴] هم د محمود دریځ وړ پیژندل شوي دي. عاشورا زیارت ته په یوی څانگه ویل شوي: « زه له خدای څخه غوښتنه کوم ... چې ما په نړۍ او په آخرت کې له تاسو سره وسپاری … او زه له هغه څخه غوښتنه کوم چې ما د محمود دریځ ته بوځي؛ هغه ستاینه چې ستاسو لپاره خدای ورکړی ده».[۱۵] د شیعه تفسیر کونکۍ ناصر مکارم شیرازي په وینا: که څه هم د اسرا سوری ۷۹ آیت پیغمبر(ص) ته کتونکۍ(ناظر) دی، خو امکان لري چې د هغه حکم به نورو ته هم شامل وي؛ په بل عبارت، د شپې لمونځ کونکې مومن، خدای ته د تقرب پر نسبت به د شفاعت یوه برخه هم ترلاسه کړي او د نورو ته شفاعت کونکۍ وی.[۱۶]
اړوندې لیکنې
فوټ نوټ
- ↑ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۶، ص۶۷۰؛ طبرسی، تفسیر جوامع الجامع، تهران، ۱۳۷۷ش، ج۲، ص۳۴۱.
- ↑ طوسی، التبیان، دار احیاء التراث العربی، ج۶، ص۵۱۰–۵۱۱؛ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۶، ص۶۷۱؛ فیض کاشانی، تفسیر الصافی، ۱۴۱۵ق، ج۳، ص۲۱۰؛ بحرانی، البرهان، ۱۴۱۶ق، ج۳، ص۵۶۹؛ عیاشی، کتاب التفسیر، ۱۳۸۰ش، ج۲، ص۳۱۴؛ طباطبایی، تفسیر المیزان، ۱۳۷۷ش، ج۱، ص۱۷۸؛ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۰ش، ج۱۲، ص۲۳۲؛ جوادی آملی، تفسیر تسنیم، ۱۳۷۸ش، ج۴، ص۲۸۵؛ شبر، تفسیر القرآن الکریم، ۱۴۱۲ق، ص۲۸۶؛ فخر رازی، مفاتیح الغیب، ۱۴۲۰ق، ج۲۱، ص۳۸۶–۳۸۷؛ قرطبی، یوم الفزع الاکبر، مکتبة القرآن، ص۱۵۵.
- ↑ طوسی، التبیان، دار احیاء التراث العربی، ج۶، ص۵۱۲؛ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۶، ص۶۷۱؛ فیض کاشانی، تفسیر الصافی، ۱۴۱۵ق، ج۳، ص۲۱۱–۲۱۲؛ بحرانی، البرهان، ۱۴۱۶ق، ج۳، ص۵۷۰–۵۷۴؛ عیاشی، کتاب التفسیر، ۱۳۸۰ش، ج۲، ص۳۱۴؛ طباطبایی، تفسیر المیزان، ۱۳۷۷ش، ج۱، ص۱۷۸؛ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۰ش، ج۱۲، ص۲۳۲؛ جوادی آملی، تفسیر تسنیم، ۱۳۷۸ش، ج۴، ص۲۸۵؛ شبر، تفسیر القرآن الکریم، ۱۴۱۲ق، ص۲۸۶.
- ↑ فخر رازی، مفاتیح الغیب، ۱۴۲۰ق، ج۲۱، ص۳۸۷؛ قرطبی، یوم الفزع الاکبر، مکتبة القرآن، ص۱۵۵.
- ↑ ابن حنبل، مسند، دار صادر، ج۲، ص۴۴۱.
- ↑ عیاشی، کتاب التفسیر، ۱۳۸۰ش، ج۲، ص۳۱۴.
- ↑ طباطبایی، تفسیر المیزان، ۱۳۷۷ش، ج۱، ص۱۷۸؛ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۰ش، ج۱۲، ص۲۳۲؛ جوادی آملی، تفسیر تسنیم، ۱۳۷۸ش، ج۴، ص۲۸۵.
- ↑ حسینی تهرانی، امامشناسی، ج۹، ص۱۶۴.
- ↑ حسینی تهرانی، امامشناسی، ج۹، ص۱۶۲.
- ↑ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۶، ص۶۷۱؛ ابن عربی، فتوحات مکیه، مؤسسة آل البیت لإحیاء التراث، ج۴، ص۵۷؛ عروسی حویزی، تفسیر نورالثقلین، ۱۴۱۵ق، ج۳، ص۲۰۶.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۰ش، ج۱۲، ص۲۳۱–۲۳۲.
- ↑ طوسی، تهذیب الاحکام، ۱۴۰۷ق، ج۶، ص۳۰.
- ↑ مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۱۰۱، ص۲۹۲.
- ↑ صدوق، من لایحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۶۰۵؛ طوسی، تهذیب الاحکام، ۱۴۰۷ق، ج۶، ص۸۸.
- ↑ مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۱۰۱، ص۲۹۲.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۰ش، ج۱۲، ص۲۳۱–۲۳۲.
سرچینې
- ابن حنبل، احمد، مسند، بیروت، دار صادر، [بیتا].
- ابن عربی، محیالدین، فتوحات مکیه، قم، موسسة آل البیت(ع) لإحیاء التراث، [بیتا].
- بحرانی، سید هاشم، البرهان فی تفسیر القرآن، تهران، بنیاد بعثت، ۱۴۱۶ق.
- جوادی آملی، عبدالله، تفسیر تسنیم، قم، مرکز نشر اِسراء، ۱۳۷۸ش.
- شبر، سید عبدالله، تفسیر القرآن الکریم، بیروت، دارالبلاغة للطباعة والنشر، ۱۴۱۲ق.
- صدوق، محمد بن علی بن بابویه، من لایحضره الفقیه، تحقیق علیاکبر غفاری، قم، دفتر انتشارات اسلامی، چاپ دوم، ۱۴۱۳ق.
- طباطبایی، سید محمدحسین، تفسیر المیزان، قم، دفتر انتشارات اسلامی، ۱۳۷۷ش.
- طبرسی، فضل بن حسن، تفسیر جوامع الجامع، تهران، انتشارات دانشگاه تهران و مدیریت حوزة علمیة قم، ۱۳۷۷ش.
- طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، تهران، انتشارات ناصر خسرو، ۱۳۷۲ش.
- طوسی، محمد بن حسن، التبیان فی تفسیر القرآن، بیروت، دار احیاء التراث العربی، [بیتا].
- طوسی، محمد بن حسن، تهذیب الاحکام، تحقیق حسن موسوی خرسان، تهران، دارالکتب الاسلامیه، چاپ چهارم، ۱۴۰۷ق.
- عروسی حویزی، عبدعلی بن جمعه، تفسیر نورالثقلین، قم، انتشارات اسماعیلیان، ۱۴۱۵ق.
- عیاشی، محمد بن مسعود، کتاب التفسیر، تهران، چاپخانه علمیه، ۱۳۸۰ق.
- فخر رازی، محمد بن عمر، مفاتیح الغیب، بیروت، دار احیاء التراث العربی، ۱۴۲۰ق.
- فیض کاشانی، ملامحسن، تفسیر الصافی، تهران، انتشارات الصدر، ۱۴۱۵ق.
- قرطبی، محمد بن احمد الانصاری، یوم الفزع الاکبر، محقق: محمد ابراهیم سلیم، مصر، الطبع و النشر مکتبة القرآن، [بیتا].
- مجلسی، محمدباقر، بحارالانوار لدرر اخبار الائمة الاطهار، بیروت، دار احیاء التراث العربی، ۱۴۰۳ق.
- مکارم شیرازی، ناصر، و دیگران، تفسیر نمونه، قم، دارالکتب الاسلامیه، ۱۳۷۰ش.