شفاعت

د wikishia لخوا

شفاعت د مسلمانانو له مشترکو عقیدو څخه دی، چې د نورو بخښلو لپاره د خدای ته منځګړي کیدو ته اشاره کوي. البته مسلمان علماء د شفاعت په معنی او د هغې د پولو په اړه اختلاف لري. اماميه، مُرجئه او اشاعره په دې عقيده دي چې په شفاعت لویو ګناهونو کوونکیو ته هم شامل دی. البته د اماميه فقهې له نظره يوازې هغه چا ته شاملیږي چې خدای یې له دینه راضي وي. له بلې خوا د معتزله او زیدیه په څېر ډلې په دې باور دي چې شفاعت د ثواب د زیاتیدو او د ګټې لاسته راوړلو په معنا دی او یوازې د هغو کسانو لپاره ده چې توبه کوونکي او اطاعت کوونکي دي.

مسلمان پوهان په دې متفق دي چې پیغمبر(ص) له شفاعت کوونکو څخه یو شفاعت کوونکی دی. اماميه، معصوم امامان شفاعت کوونکي ګڼي. مسلمانو علماوو هم په شیعه او سني روایتي منابعو کې د روایتونو په حواله سره پیغمبران، دیني عالمان، شهیدان، مؤمنان او هغه کسان چې قرآن کریم یې حفظ کړی شفاعت کوونکي ګڼي. ځینې وهابیانو د پیغمبر شفاعت یوازې په هغه ژوند کې محدود کړی دی. په دې نظر باندې د نورو مسلمانو پوهانو لخوا هم اعتراض شوی دی.

مسلمان علماء په دې متفق دي چې د شفاعت کوونکو په شفاعت کې کافران او مشرکان شامل نه دي. همدارنګه د شیعه امامانو په ځینو احادیثو کې راغلي دي چې هغه څوک چې لمونځ سپک ګڼي، هغه څوک چې په دین کې غلو کوي او ظالم پاچاهان د شفاعت کوونکو له شفاعت څخه محروم دي.

د شفاعت کلمه په قرآن کریم کې شاوخوا 30 ځله کارول شوې ده. په ځينو آيتونو كې شفاعت يوازې خداى سره شوى او د نورو آيتونو پر بنسټ خداى هغه  پېغمبر او نورو ته هم وركړى دى. د شفاعت په اړه اثار ليکل شوي دي، د جعفر سبحاني کتاب «الشفاعة فی الکتاب و السنة» او د سيد کمال حيدري کتاب «الشفاعة» په دغو اثارو کې شامل دي.

د مسلمانانو له مشترکو عقایدو څخه

په اصل شفاعت د ثبوت باندې ټول مسلمانان متفق دي.[۱] علامه مجلسي په حق الیقين کې په دې باندې اعتقاد د دين له ضرورياتو څخه بللی دی.[۲] ابن تيميه د اصل شفاعت له هغه عقيدو څخه ګڼلی دی چې د ټولو مسلمانانو لخوا منل شوی او هغه په ​​دې نظر دی چې په دې اړه روایتونه متواتر دي او په معتبرو او صحیح حدیثي کتابونو کې روایت شوي دي.[۳] د هغه روایت پر بنسټ چې شیخ صدوق له امام صادق(ع) څخه روایت کړی دی، که څوک د شفاعت انکار وکړي نو هغه له شیعو نه دی.[۴]

البته د شفاعت په معنی او اثارو کې د مسلمانو فرقو او علماوو تر مینځ اختلاف دی.[۵] د اماميه، اشاعره او مرجئه په اند، شفاعت د ضرر د مخنيوي او له ګناهکارانو څخه د عذاب او عقاب لرې کول دي.[۶] خو ځینې لکه معتزله هغه د ثواب د زیاتیدو او د هغو کسانو لپاره ګټه کول ګڼلي دي چې اطاعت کونکي او توبه کونکي دي.[۷]

ویل کیږي چې د شفاعت کلمه له مشتقاتو سره په قرآن کریم کې کابو ۳۰ ځله کارول شوې ده.[۸] همدارنګ د شیعو[۹] او اهل سنتو[۱۰] له پیغمبر اکرم(ص) او له شیعه امامانو(ع) څخه د شفاعت په اړه په روایي سرچینو کې روایتونه راغلي دي. همدارنګه په مسلې د مسلمانو متکلمانو او مفسرینو هم بحثونه کړي دي.[۱۱] په یهودیانو او عیسایانو کې هم د شفاعت عقیده شته.[۱۲]

مفهوم پیژندله

په مسجدالنبي کې لیکلی شوی د شفاعت حدیث

شفاعت د هغه چا څخه د عذاب او سزا د لیرې کولود غوښتې په معنی دی چې د عذاب او سزا مستحق دي.[۱۳]، یا په بل عبارت، دا د ګناهونو د بښنې او بخښلو په برخه کې یو ډول منځګړیتوب دی.[۱۴]

د شفاعت د عرفي او دیني معنې فرق

د شيعه مفسر ناصر مکارم شيرازي د شفاعت د دیني معنې او عامه معنې تر منځ توپير کړی دی او په دې نظر دی په عامه معنا شفاعت کوونکی له خپل مقام، شخصيت او نفوذ څخه په استفادې سره د يو ځواکمن شخص نظر د خپلو ماتحتانو د سزا په هکله بدلوي، پرته له دې چې د شفاعت شوونکو په روح کې کوم بدلون راشي، خو هغه شفاعت چې په قرآن او احادیثو کې ذکر شوی، د شفاعت شوونکی د بدلون په محور کې ګرځي. يعنې په شفاعت شوونکی کې داسې اسباب رامنځ ته کیږي چې له هغه ناوړه حالت څخه راوځي چې کوم د عذاب وړ و، او له شفاعت کوونکي سره د اړيکو له لارې ځان په داسې مناسب حالت کې اچوي چې د بښنې وړ او مستحق ګرځي.[۱۵]

شفاعت د هدایت او لارښوونی په معنا

ځينې بيا شفاعت د هدايت او رهبرۍ په معنا ګڼي او په دې اند دي چې په دې دنيا کې د شفاعت کوونکو د شفاعت څګندیدل، د هغوی لارښوونه ده، نو څوک چې په دنيا کې له هدايت څخه برخمن نه وي هغه به په آخرت کې له شفاعت څخه برخمن نه وي.[۱۶] مرتضی مطهري او جعفر سبحاني د خپل امت لپاره د رسول الله(ص) او نورو پیغمبرانو شفاعت، د قرآن شفاعت او حتی د عالمانو په لاس د هغه چا شفاعت چې د هغوی له خوا یې ښوونه او لارښونه شوې ده، له همدې ډلې څخه ګڼلی دی.[۱۷]

توسل او مغفرت سره د شفاعت رابطه

د جعفر سبحاني په وينا د توسل او دعا بېلابېل ډولونه دي، چې يو يې له هغه چا څخه د شفاعت غوښتنه ده، چې خداى پاک د شفاعت اجازه ورکړې وي، نو له همدې امله دعا يو اړين عمل دى، چې په هغه کې د لوړ مقام خاوند ته پناه وړي او له هغه څخه د شفاعت غوښتنه کوي او شفاعت کونکی د هغه چا کس لپاره له خدایه بخښنه غواړي.[۱۸] د توسل په دعا کې چې له مشهورو دعاګانو څخه ده، د «شفاعت» او «توسل» دوه کلمې یوځای راغلي دي یعنی له څوارلسو معصومینو څخه هم توسل شوی او هم ترې د شفاعت غوښتنه شوې ده.[۱۹]

د مرتضی مطهري په اند، شفاعت هماغه الهي بخښنه ده چې کله یې خداي ته چې د خیر او رحمت سرچینه ده، نسبت ورکړی شي، نو ورته «مغفرت» ویل کیږي او کله چې د رحمت منځګړو ته یې نسبت ورکړی شي نو «شفاعت» بلل کیږي.[۲۰]

شفاعت کوونکي

مسلمان پوهان په دې متفق دي چې رسول الله(ص) له شفاعت کوونکو څخه دی[۲۱] د دوی په اند د «وَمِنَ اللَّیْلِ فَتَهَجَّدْ بِهِ نَافِلَةً لَکَ عَسَیٰ أَنْ یَبْعَثَکَ رَبُّکَ مَقَامًا مَحْمُودًا» په آیت کې له مقام محمود مراد[۲۲] هماغه «د شفاعت مقام» دی چې خدای له رسول الله(ص) سره وعده کړې ده.[۲۳] شیخ مفید په اوائل المقالات کې ویلي دي چې امامیه په دې اجماع لري چې له پیغمبر(ص) نه علاوه به امام علي(ع) او نور معصوم امامان(ع)، هم د خپلو شیعو شفاعت کوي.[۲۴] هغوي هغه روایتونه د دلیل په توګه راوړي چې د امام علي(ع) او نورو شیعه امامانو په شفاعت کوونکي شونې باندې دلالت کوي.[۲۵]

دې آیت «لا یَمْلِکُونَ الشَّفاعَةَ إِلاَّ مَنِ اتَّخَذَ عِنْدَ الرَّحْمنِ عَهْداً،[۲۶] له مخې هغه څوک د شفاعت کولو توان لري چې له خدای سره یې تړون کړی وي.[۲۷] مفسرینو د «عهد» د معنی په اړه مختلف نظرونه څرګند کړي دي.[۲۸] ځینې مفسران لکه طَبرسي او سید محمد حسین طباطبایي چې د عهد معنی په خدای باندې ایمان او د هغه د پیغمبرانو تصدیق دی.[۲۹] ځینې یې نیک عمل[۳۰] او ځینې یې توحید او اسلام[۳۱] سره معنا کوي. د شيعه مفسرينو يوې ډلې د ځينو روايتونو[۳۲] په حواله دا (عهد) تړون د امام علي(ع) او له هغه وروسته د معصومو امامانو د ولایت منلو په منعا بیان کړی دی.[۳۳]

ځينو د نجم د سورت د ٢٦ آيت په حواله ملائکې شفاعت کوونکي ګڼلي دي.[۳۴] له امام علي(ع) څخه په نهج البلاغې کې د یو روایت له مخې، قرآن هم له شفاعت کوونکیو څخه دی.[۳۵] د ځینو روایتونو له مخې چې په شیعه او اهل سنتو دواړو سرچینو کې راغلي دي: پيغمبران، ديني عالمان، شهيدان،[۳۶] مؤمنان[۳۷] او د قرآن حافظان[۳۸] د شفاعت کوونکو په توګه معرفي شوي دي. همدارنګه د ځينو رواياتو پر بنسټ چې په شيعه سرچینو كې راغلي دي، ګاونډې د خپل ګاونډي شفاعت كولاى شي او خپلوان هم د خپلو خپلوانو لپاره شفاعت كولاى شي.[۳۹] په ځینې روایتونو کې توبه هم د شفاعت کوونکیو په توګه معرفي شوې ده.[۴۰]

شفاعت شوونکي

«و أمّا شَفاعَتِي ففي أصحابِ الكَبائرِ ما خَلا أهلَ الشِّركِ و الظُّلمِ؛ او زما شفاعت د لویو ګناهونو د مرتکبینو لپاره دی او مشرکانو او ظالمانو ته نه رسیږي.»

* سرچينه: شیخ صدوق، الخصال، ۱۳۶۲ش، ج۲، ص۳۵۵.

په دې اړه د مسلمانو علماوو ترمنځ اختلاف دی چې د شفاعت کوونکیو شفاعت به چا ته رسیږي.[۴۱] امامیه د سوره انبیاء ۲۸ آیت ته پام[۴۲] او د معصومو امامانو روایتونو ته په پام[۴۳] په دې باور دي چې شفاعت یوازې د هغه چا لپاره دی چې الله تعالی د هغه له دینه راضي وي؛ که هغه لويه ګناه کړی وي او که وړه.[۴۴] هغوي همدارنګه د معصومو امامانو روايت ته په پام[۴۵] هغه کسان چې توبه وباسي له شفاعته بې نیازه ګڼي.[۴۶] اشاعره او مرجئه په دې هم په دې باور دي چې د رسول الله(ص) له امت څخه هم د لویو ګناهونو کوونکیو ته شفاعت رسیږي.[۴۷] له بل پلوه معتزله، خوارج او زيديه په دې اند دي، چې شفاعت يوازې هغه مؤمنانو ته شامل دی، چې له خپلو ګناهونو يې توبه کړې وي[۴۸] او د قرآن د ځینې آيتونو لکه د سورت البقره ٤٨ آيت او د سورت غافر په ١٨ آيت په دلیل سره وايي چې هغه کسانو ته چې ستر ګناهونه یې کړی وي او توبه یې نه وي کړی د پیغمبر(ص) شفاعت نه رسیږي.[۴۹]

اماميه او نورې مسلمانې فرقې د سوره غافر18 آیت[۵۰] او د رسول الله(ص)[۵۱] او د شيعه امامانو(ع)[۵۲] روايتونو په دلیل سره په دې باندې اتفاق لري چې مشرکانو او کافرانو ته شفاعت نه رسیږي.[۵۳]

امام صادق(ع) له پېغمبراکرم(ص) څخه يو روايت نقل کړى دى، چې له مخې يې څوک چې لمونځ سپک ګڼي، د هغوي له شفاعت څخه به بې برخې پاتی کیږي.[۵۴] همدارنګه د ځينو شیعه روايتونو پر بنسټ ناصبیان، ظالمو پاچاهانو او په دين کې غالیانو ته شفاعت نه رسیږي.[۵۵]

شفاعت د خدای په اجازې سره

مسلمان پوهان په دې متفق دي چې د شفاعت کوونکو شفاعت او همدارنګه د هغو کسانو لپاره د شفاعت قبلیدل، چې د شفاعت وړ دي، ټول د خدای په اجازې سره دي. د بقرې سوره په ۲۵۵ آيت،[۵۶] د يونس سوره ۳ آيت،[۵۷] د طه سوره په ۱۰۹آيت،[۵۸] او د نجم سوره په 26 آیت سره،[۵۹] چې په دغو آیتونو کې بیان شوي دي چې شفاعت د خدای په اجازې سره ترسره کیږي، د دلیل په توګه راوړي دي.

ځينې دغو آيتونو سره لکه «قُلْ لِلَّهِ الشَّفَاعَةُ جَمِیعًا؛[۶۰] ووايه چې د ټولو خلکو شفاعت له خدای سره دی.»[۶۱] او دې آیت «مَا لَکُمْ مِنْ دُونِهِ مِنْ وَلِیٍّ وَلَا شَفِیعٍ؛ له هغه پرته ستاسي لپاره بل هيڅ مرستندوى او شفاعت كوونكى نشته».[۶۲] شفاعت یې يوازې الله سره خاص كړى دى.[۶۳] د هغوي په ځواب كې ويلي شوي دي چې شفاعت د خداى لپاره دى خو مفسرين په دې متفق دي چې د سوره اسراء د ٧٩ آيت او د دې په تفسیر کې د روايتونو[۶۴] پر بنسټ خداى دا مقام چې په دې آيت کې د مقام محمود په نامه ياد شوى دى، رسول الله(ص) ته ورکړى دى.[۶۵] ځینو هغه آيتونو ته چې په کې د خداى په اجازه د شفاعت د مکمل کیدو او قبلیدو ته اشاره شوې ده، راوړي دي او ويلي يې دي چې دا سمه ده چې شفاعت د خداى لپاره دى، خو د دې آیتونو له مخې خداى تعالى خپلو ځينو نږدی بندګانو ته د دې اجازه ورکړې ده.[۶۶]

له مړي د شفاعت غوښتلو سره د وهابیت مخالفت

ابن تیمیه او د هغه په ​​پیروی کې ځینې وهابیان له پیغمبر(ص) او نورو شفاعت کوونکو څخه د هغوی له مړینې وروسته یا د هغوی په غیاب کې د شفاعت غوښتل او په عموم کې له خدایه پرته له بل چا څخه د شفاعت غوښتل بدعت او شرک ګڼي.[۶۷] ابن تیمیه وايي چې د رسول الله(ص) تر وفات وروسته هیڅ یوه صحابي له هغه څخه د شفاعت غوښتنه نه ده کړی او نه هم له څلورو فقهاوو څخه هیچا د هغه د مستحب شونې او واجب شونې په اړه فتوا ورکړې ده، نو دا کار بې دلیله او د صحابه او قفهاوو د طریقې خلاف عمل دی.[۶۸] عبدالعزيز بن باز (د سعودي عربستان وهابي مفتي) د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې شفاعت د خداى ملکیت دى او رسول الله(ص) او نور شفاعت کوونکي له مړينې وروسته دغه ملکیت کې تصرف نه شي کولی نو له همدې امله له هغه چا څخه شفاعت غوښتل چې مړ شوی وي او د څه کولو توان نه لري، شرک دی او روا نه دی.[۶۹]

«إِنَّ شَفَاعَتَنَا لَا تَنَالُ مُسْتَخِفّاً بِالصَّلَاةِ؛ زموږ شفاعت هغه چا ته نه رسي چې لمونځ سپک وګڼي.»

* سرچينه: شیخ صدوق، من لایحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۲۰۶.

شیعه کلام څیړونکی عالم سید علي میلاني د سني منابعو یو روایت سره دلیل راوړی او وایي: صحابه په ځینو حالاتو کې د رسول الله(ص) له وفاته وروسته هم له هغه د شفاعت غوښتنه کوله.[۷۰] د دې روایت له مخې د عمر بن خطاب د خلافت په زمانه کې قحطي رامنځ ته شوه او بلال بن حارث یو صحابی، د رسول الله(ص) قبر ته ورغی او هغه سره یې توسل وکړ او له خدایه یې د باران غوښتنه وکړه، ترڅو امت له قحطۍ وژغورل شي.[۷۱]

د آیین وهابيت په كتاب كې د جعفر سبحاني له قوله راغلي، له هغو شفاعت كوونكو څخه چې له دنیا وفات شوي دي، د شفاعت غوښتنه، د قبرونو له پټو جسدونو څخه د شفاعت غوښتنه نه ده. بلکي يو له هغو پاکو او ژونديو روحونو څخه غوښتنه ده چي د برزخي جسدونو سره په برزخي نړۍ کې دي او د قرآن له نظره ژوندي او حيّ دي.[۷۲]

د شفاعت انکار او د هغې ځواب

ځینو کسانو د شفاعت د مشروعیت انکار کړی دی او ځینې دلیلونه یې راوړي دي چې په لاندې ډول دي:

  • د شفاعت عقیده د عدل له اصولو سره په ټکر کې ده او د ظلم او جاهلیت له نظام سره مطابقت لري او پر دې اساس ورباندې ایمان راوړل د خدای سپکاوی دی،[۷۳] البته د آیت الله مکارم شیرازي په وینا، ګناهګار ته سزا ورکول عدالت دی او د شفاعت قبلول یو ډول احسان او فضل دی، هغه احسان او فضل چې له یوې خوا په شفاعت شوونکي کې ځینې مناسبې سریزې برابریږي او له بلې خوا د شفاعت کوونکي د عزت او درناوي او نیکو اعمالو له امله وي.[۷۴]
  • خلکو ته د شفاعت وعده ورکول، دوي ته د ګناهونو په کولو او د الهي ممنوعاتو څخه د سرغړونې جرئت ورکوي او بې پروا کوي یې.[۷۵] ویل شوي چې دا اعتراض په هغه آیتونو کې هم شتون لري چې د ګناهونو د بخښنې په اړه د خدای له خوا نازل شوي دي په داسې حال کې چې هیڅوک شک نه لري چې دا بخښنې آيتونه د الهی ممنوعاتو په سرغړونې کې د خلکو د بې پروايۍ سبب نه ګرځي.[۷۶] همدارنګه د شفاعت آيتونه د الله تعالی په مشییت او غوښتی سره شرط شوي دي او هيڅوک دا اطمینان او ډاډګیرنه نه لري چې د شفاعت کوونکو شفاعت به ورته یقیني شامل شي او له همدې امله په ګناهونو کې د بې پروایۍ سبب نه کیږي؛ بلکه د شفاعت د وعدې یوازینی اثر دا دی چې خلکو ته امید ورکوي او هغوي د خدای له رحمت څخه له نا امیدۍ خلاصوي.[۷۷]
  • شفاعت د خدای په علم او اراده کې د بدلون سبب کیږي؛ په دې بیان سره چې شفاعت كوونكى د خداى د هغه حكم او ارادې خلاف كار کوي چې الله تعالی په لومړي سر كې کړې وه، خو د خداى په علم او اراده كې بدلون د هغه په ذات کې د بدلون سبب ګرځي او دا محال او ناشونې دی، نو له همدې امله شفاعت هم ناشونى او محال دى.[۷۸] د دې په ځواب کې ویل شوي دي چې د خدای له خوا د شفاعت منل د هغه په ​​اراده کې بدلون یا د هغه په ​علم کې د بدلون سبب نه کیږي. بلکه الله تعالی علم لري چې د مثال په توګه، یو شخص به په راتلونکي کې مختلف حالتونه لري، او دا د هغه په علم کې د بدلون په معنی نه ده، نو د خدای اراده په هغه حالتونو پورې اړه لري، په دې معنی چې هغه کس په یو وخت کې د خاصو اسبابو او حالاتو له مخې یو حالت لري او په هغه وخت کې الله تعالی د هغه په ​​اړه یوه اراده لري او په بل وخت کې د نورو اسبابو او حالاتو له مخې بل حالت لري او خدای به د هغه په ​​اړه بله اراده لري. او دا چارې د خدای په علم او اراده کې بدلون ته اړتیا نه لري.[۷۹]

په قیامت کې د شفاعت انکار

ځینې ​​بیا دې آیت سره دلیل راوړی دی: «یَوْمٌ لَا بَیْعٌ فِیهِ وَ لَا خُلَّةٌ وَ لَا شَفَاعَةٌ...؛[۸۰] هغه ورځ چې نه په کې تجارت شته، نه د چا دوستي ګټوره ده او نه تاسو ته شفاعت شاملیږي ...»[۸۱] او د قرآن ځينې نور آيتونه،[۸۲] شفاعت يوازې په دې دنيا کې خاص ګڼلی او په قيامت کې یې د هغې انکار کړی دی.[۸۳] خو د آیت الله سبحاني په وینا، په قیامت کې د مکمل شفاعت انکار نه کوي؛ بلکي د «لا خلة» جملې ته په پام يوازې د باطل شفاعت انکار کوي.[۸۴] په باطل شفاعت کې شفاعت غوښتونکی پرته له دې چې خپلې شرعي ذمه وارۍ او عملونه ترسره کړي، يوازې له شفاعت کوونکي سره د دوستۍ او اړيکې له امله لکه په دې دنيا کې د شفاعت غوښتنه کوي.[۸۵] ځينې مفسرين هم په دې اند دي چې دا آیت په قيامت کې د مکمل شفاعت انکار نه کوي. بلکې د غیر مومنانو د شفاعت انکار کوي.[۸۶] په ځينو شيعه او سني رواياتو کې داسې روايتونه هم شته چې د قيامت په ورځ د شفاعت کوونکیو شفاعت بيانوي.[۸۷]

کتاب پيژندنه

ځینې هغه کتابونه چې د شفاعت په هکله لیکلي شوي دي:

  • الشفاعة فی الکتاب و السنة: د جعفر سبحاني لیکلی کتاب. دا کتاب اته څپرکي لري. لومړی فصل د شفاعت په اړه د مسلمانو علماوو نظر دی. دوهم فصل په قرآن کریم کې د شفاعت موضوع ته خاص شوی او دریم فصل د شفاعت تعریف او ډولونو ته خاص شوی دی. څلورم څپرکی د شفاعت د جواز په اړه دی او پنځم فصل یې د تاثیراتو په اړه دی. د کتاب شپږم څپرکی د هغه چا څخه د شفاعت غوښتلو په اړه دی چې خدای ورته اجازه ورکړې ده او اووم فصل د شفاعت غوښتلو د ځینې مسلو په اړه دی. لیکوال د کتاب په وروستي فصل کې د شیعه او سني روایتي سرچینو څخه حدیثونه راټول کړي دي چې د شفاعت په اړه روایت شوي دي.[۸۸]
  • الشفاعة: د سید کمال حیدري لخوا لیکل شوی. دا کتاب په یوه سریزه او شپږ فصلونو مشتمل دی. لومړی فصل د شفاعت د لغوي او اصطلاحي تعریف او د هغې د ډولونو په اړه دی. دوهم فصل د شفاعت په آثارو پورې اړه لري، او دریم فصل د شفاعت په اړه د ستونزو او شکونو څیړلو ته خاص شوی دی. څلورم څپرکی د شفاعت کوونکو د شرایطو په اړه بحث کوي او پنځم فصل د شفاعت کوونکو په اړه دی. د کتاب شپږم څپرکی هم له شفاعت کوونکو څخه د شفاعت غوښتلو د جواز په هکله څیړنه کوي.[۸۹]
  • الشفاعة العظمی في یوم القیامة: د فخر رازي لیکلی. په دې كتاب كې د شفاعت له تعريف او د هغې د اندازې له بيانولو وروسته د شفاعت په اړه د خوارج او معتزله نظرونه او همدارنګه د شفاعت په اړه د اهل كتابو نظرونه څېړلي دي.[۹۰]
  • إثبات الشفاعة: په اتم هجري پېړۍ کې د سني عالم او مورخ شمس الدین ذهبي لیکل شوی کتاب. په دې کتاب کې لیکوال ځینې احادیث راټول کړي چې د شفاعت په اړه له صحابه څخه روایت شوي دي.[۹۱]

اړونده لیکنه

فوټ نوټ

  1. علامه حلی، کشف المراد، ۱۴۱۳ق، ص۴۱۶؛ جرجانی، شرح المواقف، ۱۳۲۵ق، ج۸، ص۳۱۲.
  2. علامه مجلسی، حق الیقین، انتشارات اسلامیة، ج۲، ص۴۴۵.
  3. ابن‌تیمیه، مجموع الفتاوی، ۱۴۱۶ق، ج۱، ص۳۱۳-۳۱۴.
  4. شیخ صدوق، الامالی، ۱۴۱۷ق، ص۳۷۰.
  5. مثال په توګه وګورئ: علامه مجلسی، بحار الانوار، ۱۹۸۳م، ج۸، ص۲۹.
  6. مثال په توګه وګورئ: سید مرتضی، شرح جمل العلم و العمل، ۱۴۱۹ق، ص۱۵۷؛ علامه مجلسی، بحار الانوار، ۱۹۸۳م، ج۸، ص۲۹؛ فخر رازی، التفسیر الکبیر، ۱۴۲۰ق، ج۳، ص۴۹۶.
  7. مثال په توګه وګورئ: قاضی عبدالجبار، شرح الاصول الخمسة، ۱۴۲۲ق، ص۴۶۳.
  8. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، دار الکتب الاسلامیة، ج۱، ص۲۷۳.
  9. مثال په توګه وګورئ: کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۸، ص۱۰۱؛ شیخ صدوق، من لایحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ج۳، ص۵۷۴.
  10. مثال په توګه وګورئ: بخاری، صحیح البخاری، ۱۴۲۲ق، ج۹، ص۱۳۹؛ نسائی، سنن النسائی، ۱۴۰۶ق، ج۲، ص۲۲۹.
  11. فنی اصل، «شفاعت از دیدگاه صدالمتألهین»، ص۱۱۰.
  12. فخر رازی، الشفاعة العظمی فی یوم القیامة، ۱۹۸۸م، ص۷-۱۰.
  13. سید مرتضی، رسائل الشریف الرضی، ۱۴۰۵ق، ج۱، ص۱۵۰؛ شیخ طوسی، التبیان، دار إحیاء التراث العربی، ج۱، ص۲۱۳.
  14. مطهری، مجموعه آثار، ۱۳۸۹ش، ج۱، ص۲۵۴.
  15. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، دار الکتب الاسلامیة، ج۱، ص۲۷۱-۲۷۲.
  16. خمینی، شرح چهل حدیث، ۱۳۸۰ش، ص۱۵۰؛ مطهری، عدل الهی، ۱۳۹۱ش، ص۲۲۶-۲۳۰؛ سبحانی، الشفاعة فی الکتاب و السنة، قم، ص۲۹-۳۰.
  17. مطهری، عدل الهی، ۱۳۹۱ش، ص۲۲۶-۲۳۰؛ سبحانی، الشفاعة فی الکتاب و السنة، قم، ص۲۹-۳۰.
  18. سبحانی، استفتائات، ۱۳۸۹ش، ج۲، ص۱۵.
  19. علامه مجلسی، بحار الانوار، ۱۹۸۳م، ج۱۰۲، ص۲۴۷-۲۴۹.
  20. مطهری، عدل الهی، ۱۳۹۱ش، ص۲۳۵.
  21. مثال په توګه وګورئ: شیخ مفید، اوائل المقالات، ۱۴۱۳ق، ص۷۹؛ سید مرتضی، شرح جمل العلم و العمل، ۱۴۱۹ق، ص۱۵۶؛ جرجانی، شرح المواقف، ۱۳۲۵ق، ج۸، ص۳۱۲.
  22. سوره اسراء، آیه ۷۹.
  23. مثال په توګه وګورئ: طبرسی، مجمع البیان، ۱۴۱۵ق، ج۶، ص۲۸۴؛ طبری، جامع البیان، ۱۴۱۲ق، ج۱۵، ص۹۷؛ فخر رازی، التفسیر الکبیر، ۱۴۲۰ق، ج۲۱، ص۳۸۷.
  24. شیخ مفید، اوائل المقالات، ۱۴۱۳ق، ص۷۹-۸۰.
  25. مثال په توګه وګورئ: شیخ مفید، اوائل المقالات، ۱۴۱۳ق، ص۷۹-۸۰؛ علامه مجلسی، بحار الانوار، ۱۹۸۳م، ج۸، ص۴۱-۴۲.
  26. سوره مریم، آیه ۸۷.
  27. شیخ طوسی، التبیان، ج۷، ص۱۵۰.
  28. مثال په توګه وګورئ: شیخ طوسی، التبیان، ج۷، ص۱۵۰؛ طبرسی، مجمع البیان، ۱۴۱۵ق، ج۶، ص۴۵۲؛ طباطبایی، المیزان، انتشارات اسماعیلیان، ج۱۴، ص۱۱۱.
  29. طبرسی، مجمع البیان، ۱۴۱۵ق، ج۶، ص۴۵۲؛ طباطبایی، المیزان، انتشارات اسماعیلیان، ج۱۴، ص۱۱۱.
  30. شیخ طوسی، التبیان، ج۷، ص۱۵۰.
  31. فخر رازی، التفسیر الکبیر، ۱۴۲۰ق، ج۳، ص۴۹۹.
  32. قمی، تفسیر قمی، ۱۴۰۴ق، ج۲، ص۵۷.
  33. مثال په توګه وګورئ: حویزی، نور الثقلین، ۱۴۱۵ق، ج۳، ص۳۶۱.
  34. مثال په توګه وګورئ: طبرسی، مجمع البیان، ۱۴۱۳ق، ج۹، ص۲۹۶؛ طباطبایی، المیزان، انتشارات اسماعیلیان، ج۱۹، ص۴۰؛ فخر رازی، التفسیر الکبیر، ۱۴۲۰ق، ج۲۸، ص۲۵۶.
  35. نهج البلاغه، تصحیح صبحی صالح، خطبه ۱۷۶، ص۲۵۲.
  36. شیخ صدوق، الخصال، ۱۳۶۲ش، ج۱، ص۱۵۶؛ احمد بن حنبل، مسند احمد، ۱۴۲۱ق، ج۳۴، ص۹۰.
  37. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۸، ص۱۰۱.
  38. حر عاملی، وسائل الشیعه، ۱۴۱۶ق، ج۶، ص۱۶۹؛ ترمذی، سنن الترمذی، ۱۳۹۵ق، ج۵، ص۱۷۱.
  39. مثال په توګه وګورئ: کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۸، ص۱۰۱.
  40. مثال په توګه وګورئ: نهج البلاغه، تصحیح صبحی صالح، حکمت ۳۷۱، ص۵۴۰.
  41. بهبهانی، شفاعت، ۱۳۹۲ش، ص۳۳.
  42. مثال په توګه وګورئ: طباطبایی، المیزان، انتشارات اسماعیلیان، ج۱۴، ص۲۷۷.
  43. مثال په توګه وګورئ: علامه مجلسی، بحار الانوار، ۱۹۸۳م، ج۸، ص۳۴.
  44. مثال په توګه وګورئ: شیخ صدوق، الاعتقادات، ۱۴۱۴ق، ص۶۶.
  45. مثال په توګه وګورئ: شیخ صدوق، من لایحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ج۳، ص۵۷۴.
  46. مثال په توګه وګورئ: شیخ صدوق، من لایحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ج۳، ص۵۷۴؛ شیخ صدوق، الاعتقادات، ۱۴۱۴ق، ص۶۶.
  47. سید مرتضی، شرح جمل العلم و العمل، ۱۴۱۹ق، ص۱۵۷؛ فخر رازی، التفسیر الکبیر، ۱۴۲۰ق، ج۳، ص۴۹۶–۴۹۷.
  48. مثال په توګه وګورئ: قاضی عبدالجبار، شرح الاصول الخمسة، ۱۴۲۲ق، ص۴۶۳؛ سید مرتضی، شرح جمل العلم و العمل، ۱۴۱۹ق، ص۱۵۶؛ سبحانی، بحوث فی الملل و النحل، ج۳، ص۲۰۶.
  49. مثال په توګه وګورئ: قاضی عبدالجبار، شرح الاصول الخمسة، ۱۴۲۲ق، ص۴۶۴؛ جرجانی، شرح المواقف، ۱۳۲۵ق، ج۸، ص۳۱۳.
  50. فخر رازی، التفسیر الکبیر، ۱۴۲۰ق، ج۳، ص۴۹۶.
  51. مثال په توګه وګورئ: ابن‌ماجه، سنن ابن‌ماجه، دار إحیاء الکتب العربیة، ج۲، ص۱۴۴۰.
  52. مثال په توګه وګورئ: شیخ صدوق، الخصال، ۱۳۶۲ش، ج۲، ص۳۵۵.
  53. شیخ صدوق، الاعتقادات، ۱۴۱۴ق، ص۶۶؛ فخر رازی، التفسیر الکبیر، ۱۴۲۰ق، ج۳، ص۴۹۶.
  54. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۶، ص۴۰۰.
  55. برقی، المحاسن، ۱۳۷۱ق، ج۱، ص۱۸۶؛ علامه مجلسی، بحار الانوار، ۱۹۸۳م، ج۲۵، ص۲۶۸–۲۶۹.
  56. طبرسی، مجمع البیان، ۱۴۱۵ق، ج۴، ص۶۰؛ فخر رازی، التفسیر الکبیر، ۱۴۲۰ق، ج۷، ص۱۱.
  57. طبرسی، مجمع البیان، ۱۴۱۵ق، ج۵، ص۵۶؛ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، دار الکتب الاسلامیة، ج۱۷، ص۱۲۷.
  58. فخر رازی، التفسیر الکبیر، ۱۴۲۰ق، ج۲۲، ص۱۰۱.
  59. شیخ طوسی، التبیان، دار إحیاء التراث العربی، ج۹، ص۴۲۹-۴۳۰.
  60. سوره زمر، آیه ۴۴.
  61. الهی قمشه‌ای، ترجمه قرآن کریم، نشر فاطمة الزهرا(س)، ص۲۰۷.
  62. سوره سجده، آیه ۴.
  63. سبحانی، الشفاعة فی الکتاب و السنة، قم، ص۱۹ و ۵۸.
  64. مثال په توګه وګورئ: علامه مجلسی، بحار الانوار، ۱۹۸۳م، ج۸، ص۴۸؛ بخاری، صحیح البخاری، ۱۴۲۲ق، ج۶، ص۸۶؛ سیوطی، درالمنثور، دار الفکر، ج۵، ص۳۷۷.
  65. مثال په توګه وګورئ: طبری، جامع البیان، ۱۴۱۲ق، ج۱۵، ص۹۷؛ طبرسی، مجمع البیان، ۱۴۱۵ق، ج۶، ص۲۸۴؛ قرطبی، تفسیر قرطبی، ۱۳۸۴ق، ج۱۰، ص۳۰۹.
  66. مثال په توګه وګورئ: طباطبایی، المیزان، انتشارات اسماعیلیان، ج۱، ص۱۵۶ و ج۱۷، ص۲۷۰.
  67. مثال په توګه وګورئ: ابن‌تیمیه، مجموع الفتاوی، ۱۴۱۶ق، ج۱، ص۱۵۹؛ ابن‌عبدالوهاب، الرسائل الشخصیة، جامعة الإمام محمد بن سعود، ص۱۵۴؛ منجد، موقع الإسلام سؤال و جواب، ۱۴۳۰ق، ج۱، ص۹۳۸.
  68. ابن‌تیمیه، مجموع الفتاوی، ۱۴۱۶ق، ج۱، ص۱۶۱-۱۶۲.
  69. منجد، موقع الإسلام سؤال و جواب، ۱۴۳۰ق، ج۱، ص۹۳۸.
  70. حسینی میلانی، الرد علی ابن‌تیمیة فی الشفاعة و الزیارة و الاستغاثة، ۱۴۳۵ق، ص۶۵-۶۶.
  71. مثال په توګه وګورئ: عسقلانی، فتح الباری، ۱۳۷۹ق، ج۲، ص۴۹۵.
  72. سبحانی، آیین وهابیت، جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، ص۲۸۳-۲۸۴.
  73. کسروی، خدا با ماست؛ بخوانند و داوری کنند، ۱۳۲۳ش، ص۳۲-۳۳.
  74. مکارم شیرازی، پیام قرآن، ۱۳۸۶ش، ج۶، ص۵۳۳.
  75. مثال په توګه وګورئ: قلمداران، راه نجات از شر غلات، ص۲۸۶.
  76. طباطبایی، المیزان، انتشارات اسماعیلیان، ج۱، ص۱۶۵؛ مطهری، عدل الهی، ۱۳۹۱ش، ص۲۴۱.
  77. طباطبایی، المیزان، انتشارات اسماعیلیان، ج۱، ص۱۶۵؛ مطهری، عدل الهی، ۱۳۹۱ش، ص۲۴۱.
  78. مثال په توګه وګورئ: رشیدرضا، تفسیر المنار، ۱۹۹۰م، ج۱، ص۲۵۵؛ قلمداران، راه نجات از شر غلات، ص۳۶۲.
  79. طباطبایی، المیزان، انتشارات اسماعیلیان، ج۱، ص۱۶۴-۱۶۵؛ حیدری، الشفاعة، ۱۴۲۵ق، ص۱۶۱-۱۶۲.
  80. سوره بقره، آیه ۲۵۴.
  81. مکارم شیرازی، ترجمه قرآن کریم، ۱۳۸۰ش، ص۴۲.
  82. سوره دخان، آیه ۴۱.
  83. مثال په توګه وګورئ: قلمداران، راه نجات از شر غلات، ص۲۹۴-۲۹۵؛ رشیدرضا، تفسیر المنار، ۱۹۹۰م، ج۱، ص۲۵۵.
  84. سبحانی، منشور جاوید، ۱۳۸۸ش، ج۸، ص۲۱۰.
  85. مدرسی، تفسیر هدایت، ۱۳۷۷ش، ج۷، ص۹۱.
  86. مثال په توګه وګورئ: شیخ طوسی، التبیان، دار إحیاء التراث العربی، ج۲، ص۳۰۶؛ طبرسی، مجمع البیان، ۱۴۱۵ق، ج۲، ص۱۵۶.
  87. مثال په توګه وګورئ: علامه مجلسی، بحار الانوار، ۱۹۸۳م، ج۸، ص۳۴-۳۷؛ مسلم، صحیح مسلم، دار إحیاء التراث العربی، ج۱، ص۱۸۸-۱۹۱.
  88. سبحانی، الشفاعة فی الکتاب و السنة، قم، ص۹۳.
  89. حیدری، الشفاعة، ۱۴۲۵ق، ص۴۳۳-۴۳۹.
  90. فخر رازی، الشفاعة العظمی فی یوم القیامة، ۱۹۸۸م، ص۴-۵ و ۷-۱۰.
  91. ذهبی، اثبات الشفاعة، ۱۴۲۰ق، ص۶۹-۷۰.

سرچينې

  • قرآن.
  • نهج البلاغه، تصحیح صبحی صالح، قم، مرکز البحوث الاسلامیة، ۱۳۷۴ش.
  • ابن‌عبدالوهاب، محمد، الرسائل الشخصیة، ریاض، جامعة الإمام محمد بن سعود، بی‌تا.
  • ابن‌تیمیه، احمد بن عبدالحلیم، مجموع الفتاوی، مدینه، مجمع الملک فهد لطباعة المصحف الشریف، ۱۴۱۶ق.
  • ابن‌ماجه، محمد بن یزید، سنن ابن‌ماجه، بیروت، دار إحیاء الکتب العربیة، بی‌تا.
  • احمد بن حنبل، احمد بن محمد، مسند احمد، بی‌جا، مؤسسة الرسالة، ۱۴۲۱ق.
  • الهی قمشه‌ای، مهدی، ترجمه قرآن کریم، قم، نشر فاطمة الزهرا(س)، بی‌تا.
  • بخاری، محمد بن اسماعیل، صحیح البخاری، تحقیق محمد زهیر بن ناصر الناصر، دمشق، دار طوق النجاة، ۱۴۲۲ق.
  • برقی، احمد بن محمد، المحاسن، قم، دار الکتب الإسلامیة، چاپ دوم، ۱۳۷۱ق.
  • بهبهانی، عبدالله، شفاعت، قم، مجمع جهانی اهل بیت(ع)، ۱۳۹۲ش.
  • ترمذی، محمد بن عیسی، سنن الترمذی، مصر، شرکة مکتبة ومطبعة مصطفی البابی، چاپ دوم، الحلبی، ۱۳۹۵ق.
  • جرجانی، میر سیدشریف، شرح المواقف، قم، الشریف الرضی، ۱۳۲۵ق.
  • حر عاملی، محمد بن حسن، وسائل الشیعه، قم، مؤسسه آل البیت(ع)، ۱۴۱۶ق.
  • حسینی میلانی، سیدعلی، الرد علی ابن‌تیمیة فی الشفاعة و الزیارة و الاستغاثة، قم، نشر الحقائق، ۱۴۳۵ق.
  • حویزی، عبد علی بن جمعة، نور الثقلین، تحقیق سیدهاشم رسولی محلاتی، قم، اسماعیلیان، چاپ چهارم، ۱۴۱۵ق.
  • حیدری، سیدکمال، الشفاعة، قم، دار فراقد، ۱۴۲۵ق.
  • خمینی، سید روح‌الله، شرح چهل حدیث، قم، مؤسسه تنظیم و نشر آثار امام خمینی، ۱۳۸۰ش.
  • ذهبی، شمس‌الدین، اثبات الشفاعة، ریاض، مکتبة اضواء السلف، ۱۴۲۰ق.
  • رشیدرضا، محمد، تفسیر المنار، بی‌جا، الهیئة المصریة العامة للکتاب، ۱۹۹۰م.
  • سبحانی، جعفر، منشور جاوید، قم، مؤسسه امام صادق(ع)، ۱۳۸۸ش.
  • سبحانی، جعفر، آیین وهابیت، قم، جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، بی‌تا.
  • سبحانی، جعفر، استفتائات، قم، مؤسسه امام صادق(ع)، ۱۳۸۹ش.
  • سبحانی، جعفر، الشفاعة فی الکتاب و السنة، قم، بی‌نا، بی‌تا.
  • سبحانی، جعفر، بحوث فی الملل و النحل، قم، مؤسسة النشر الإسلامی، بی‌تا.
  • سید مرتضی، علی بن حسین، رسائل الشریف الرضی، قم، دار القرآن الکریم، ۱۴۰۵ق.
  • سید مرتضی، علی بن حسین، شرح جمل العلم و العمل، تهران، دار الأسوة ، ۱۴۱۹ق.
  • سیوطی، جلال‌الدین، الدر المنثور، بیروت، دار الفکر، بی‌تا.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، الاعتقادات، قم، کنگره شیخ مفید، چاپ دوم، ۱۴۱۴ق.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، الامالی، قم، مؤسسة البعثة، ۱۴۱۷ق.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، الخصال، تصحیح علی‌اکبر غفاری، قم، جامعه مدرسین، چاپ اول، ۱۳۶۲ش.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، من لایحضره الفقیه، تصحیح علی‌اکبر غفاری، قم، دفتر انتشارات اسلامی، چاپ دوم، ۱۴۱۳ق.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن، التبیان فی التفسیر القرآن، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، بی‌تا.
  • شیخ مفید، محمد بن محمد، اوائل المقالات، قم، المؤتمر العالمی لألفیة الشیخ المفید، ۱۴۱۳ق.
  • طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، قم، انتشارات اسماعیلیان، بی‌تا.
  • طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان، بیروت، مؤسسة الأعلمی للمطبوعات، ۱۴۱۵ق.
  • طبری، محمد بن جریر، جامع البیان، بیروت، دار المعرفة، ۱۴۱۲ق.
  • عسقلانی، احمد بن علی، فتح الباری، بیروت، دار المعرفة، ۱۳۷۹ق.
  • علامه حلی، حسن بن یوسف، کشف المراد فی شرح تجرید الاعتقاد، قم، مؤسسة النشر الإسلامی، ۱۴۱۳ق.
  • علامه مجلسی، محمدباقر، بحار الانوار، بیروت، مؤسسة الوفاء، ۱۹۸۳م.
  • علامه مجلسی، محمدباقر، حق الیقین، تهران، انتشارات اسلامیة، بی‌تا.
  • فخر رازی، محمد بن عمر، التفسیر الکبیر، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، ۱۴۲۰ق.
  • فخر رازی، محمد بن عمر، الشفاعة العظمی فی یوم القیامة، قاهره، المکتبة الأزهریة للتراث ۱۹۸۸م.
  • فنی اصل، عباس، «شفاعت از دیدگاه صدالمتألهین»، اندیشه دینی، شماره ۳۳، سال ۱۳۸۸ش.
  • قاضی عبدالجبار، عبدالجبار بن احمد، شرح الاصول الخمسة، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، ۱۴۲۲ق.
  • قرطبی، شمس‌الدین، تفسیر قرطبی، قاهره، دار الکتب المصریة، ۱۳۸۴ق.
  • قلمداران، حیدرعلی، راه نجات از شر غلات، بی‌جا، بی‌نا، بی‌تا.
  • قمی، علی بن ابراهیم، تفسیر القمی، قم، دار الکتاب، چاپ سوم، ۱۴۰۴ق.
  • کسروی، احمد، خدا با ماست؛ بخوانند و داوری کنند، تهران، بی‌نا، ۱۳۲۳ش.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تصحیح علی‌اکبر غفاری، تهران، دار الکتب الاسلامیة، ۱۴۰۷ق.
  • مدرسی، سید محمدتقی، تفسیر هدایت، مشهد، آستان قدس رضوی، بنیاد پژوهش‌های اسلامی، چاپ اول، ۱۳۷۷ش.
  • مسلم، ابن‌حجاج نیشابوری، صحیح مسلم، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، بی‌تا.
  • مطهری، مرتضی، عدل الهی، قم، انتشارات صدرا، ۱۳۹۱ش.
  • مکارم شیرازی، ناصر، پیام قرآن، تهران، دار الکتب الاسلامیة، چاپ نهم، ۱۳۸۶ش.
  • مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دار الکتب الاسلامیة، بی‌تا.
  • منجد، محمدصالح، موقع الإسلام سؤال و جواب، بی‌جا، بی‌نا، ۱۴۳۰ق.
  • نسائی، احمد بن شعیب، سنن النسائی، تحقیق عبد الفتاح أبو غدة، حلب، مکتب المطبوعات الإسلامیة، ۱۴۰۶ق.

بهرنۍ لینکونه