اخلاص سوره

د wikishia لخوا
اخلاص سوره

د اخلاص سوره یا توحید د قرآن مجید له مکي سورتونو یو سل دولسمه سوره ده. دې سورت ته له دې سببه توحید یا اخلاص وايي چې د الله تعالی د وحدانیت او یووالي په هکله خبره کوي او انسان له شرکه منعه کوي.

د اخلاص د سورت محتوا د خدای توحید او وحدانیت او د هغه له ځانه پرته بل څه ته د اړتیا نشتوالی(بې نیازي) او د هغه ته د مخلوقاتو اړتیا ده. د سوره اخلاص لپاره ډېر فضیلتونه بیان شوي دي لکه د اخلاص سورت د دریمې برخې د قرآن په حکم کې دی او درې ځله لوستل یې د قرآن کریم د یوه ختم سره برابر دي. په احادیثو کې په ورځني لمانځه کې د دې سورت پر لوستلو ډېر ټینګار شوی دی. په یو روایت کې راغلي دي چې پیغمبر(ص) د امام علي(ع) ته له سورت اخلاص سره تشبیه ورکړی او فرمایي چې د سورت اخلاص درې ځله لوستل د ټول قرآن لوستلو په څیر دی، په ژبه، زړه او لاس سره امیرالمؤمنین سره مینه کول. (په عمل کې) د ټول اسلام سره مینه ده، دا سورت د هغه څلورو سورتونو څخه یو دی چې چهار قل(څلور قلونه) ورته وايي.

پیژندنه

د حضرت بي بي معصومه(س) په حرم کې د سورة اخلاص له ثلث خط سره موزیک ټایل
  • نومول

دا سورت په اخلاص او توحید مشهور دی[۱] د دې سورت د توحید نومولو علت دا دی چې دا د خدای توحید بیانوي.[۲] او ځکه چې د هغې محتوا ته پام کول انسان له شرک څخه پاکوي او له هغې وروسته انسان د دوزخ له اوره خلاصیږي نو ځکه ورته اخلاص وايي[۳] همدارنګه په زړو رواياتو او منابعو کې د دې سورت د لومړي آيت له سببه ورته «قل هو الله احد» ويل شوی دی[۴] سوره اخلاص لپاره نور ډېر نومونه ذکر شوي دي. له هغوي ځینې صمد، نجات، معرفت، اساس، تجريد، تفريد، برائت او مُقَشْقِشَه دي.[۵] [یادداشت ۱]

  • د نازلیدو ځای او ترتیب

شیخ طبرسي سورة اخلاص له مکي سورتونو څخه ګڼي او لیکي چې دې ته مدني هم ویل شوي دي.[۶] سیوطي چې یو له سني عالمانو څخه دی هم په دې باور دی چې سورت اخلاص دوه ځله نازل شوی دی: یو ځل په مکه کې او یو ځل په مدینه کې.[۷] خو علامه طباطبايي ليکي چې د سورت اخلاص د نزول د علت په اړه د ذکر شويو واقعاتو له مخې دا زيات صحيح بريښي چې دا مکي سورت وي.[۸] سوره اخلاص هغه دوه ويشتم سورت دی چې پر رسول الله(ص) نازل شوی دی. دا سورت د نسخو په اوسني ترتیب کې 112 سورت دی[۹] او د قرآن کریم په 30 مه سپاره کې دی.

  • د آیتونو شمېر او نوروې ځانګړتیاوې

سورة اخلاص ۴ آیتونه، ۱۵ کلمې او ۴۷ حروف لري. دا سورت له مفصلاتو(د لنډو آیتونو لرونکی) سورتونو څخه دی. سورة اخلاص او د کافرون، ناس او فلق درې سورتونو سره یوځای ټول په "قل" سره پیل کیږي «څلور قلونه» بلل کیږي.[۱۰] اخلاص سوره له هغه سورتونو دی چې په یو ځای نازل شوي دي، یعنی هغه سورت چې ټول آیتونه یې په یو ځای نازل شوی دي.[۱۱]

منځپانګه

علامه طباطبايي په تفسیر المیزان کې لیکي چې سورت اخلاص د الله تعالی په وحدانیت سره ستایي او دا چې ټول مخلوقات په خپلو ټولو اړتیاوو کې هغه ته اړتیا لري او هیڅوک هم نه په ذات کې، نه په صفاتو کې او نه په عمل کې له هغه سره شریک نه دی. دا توحید پخپله قرآن سره خاص دی او د اسلام ټول علمونه (اصول، فروع او اخلاق) پر همدې بنسټ ولاړ دي.[۱۲] ځینې عارفانو له «لَمْ يَلِدْ وَ لَمْ يُولَدْ» دا ګټه اخستې ته چې ټوله هستي په خدای پورې تړلې ده، او د هیڅ شی لپاره ځانته استقلال او خپلواکي نشته، او هغه څه چې شتون لري د خدای مظهر دي، چې د قرآن د تفسیر له مخې الهي آیتونه دي، او خدای ښايي او په خپله هیڅ نه دي.[سرچینې ته اړمن] امام علی(ع) د سوره توحید په تفسیر کې وفرمایل: الله تعالی له چا نه دی پیدا شوی چې په عزت [او قدرت] کې شریک او اولادونه ولري. او څوک زوی نه لري چې د هغه له مړینې وروسته د هغه وارث شي.[۱۳] [یاداشت۲] امام کاظم(ع) هم د سوره توحید په تفسیر کې په یوه روایت کې فرمایلي دي: له هغه څوک نه دي پیدا شوی چې وارث ولري او نه له چا پیدا دی چې له چا سره شریک وي.[۱۴][۳ یادښت]

د سوره اخلاص منځپانګه[۱۵]

د توحید ارکان او د خدای یووالی

ټکې او برخې آیت مېنځپانګه
لومړۍ ټکی؛ آیه ۱ - ۲ د خدای یووالی په ذات او صفتونو کې
دویم ټکی؛ آیه ۳-۴ د خدای په ذات او صفتونو کښې شریک نه لرل
لومړۍ خبره؛ آیه ۱ د خدای یووالی او احدیت
لومړۍ خبره؛ آیه ۳ د خدای پلار او زوی نه لرل
دوېمه خبره؛ آیه ۲ بی‌نیازي او دخدای صمدیت
دویمه خبره؛ آیه ۴ په صفتونو کې د خدای سیال نه شول

شأن نزول

د سورة اخلاص د شان نزول په هکله له امام صادق(ع) څخه روایت شوی دی چې د یهودانو یوې ډلې له پیغمبر(ص) څخه وغوښتل چې د خدای په اړه دوی ته بیان کړي. پېغمبراکرم(ص) درې ورځې چوپ پاتې شو او ځواب يې ورنه كړ، تر دې چې اخلاص سوره نازل شو او بيا يې ځواب وركړ[۱۵] ويل كيږي چې دا پوښتنه په مكه كې د مشركانو د يوې ډلې غوښتنه وه[۱۶] یا د مدینې د اهل کتابو په غوښتې وه[۱۷] یا د نورو خلکو غوښته وه.[۱۸]

د امام علی منزلت او سوره اخلاص

د پېغمبراکرم(ص) په يوه روايت کې امام علي(ع) له سورت اخلاص سره پرتله شوى او تشبیه شوی دى. په دې روايت كې راغلي دي چې په خلكو كې د علي ابن ابي طالب مثال په قرآن كې د «قل هو الله احد» مثال دى. لکه څه رنګ چې څوک د اخلاص سورت درې ځله ووایي، داسې دي لکه ټول قرآن یې چې لوستلی وي، همدارنګ څوک چې له امام علي(ع) سره په ژبه، زړه او لاسونو (عمل کې) مینه ولري، له ټول اسلام سره مینه لري. په پای کې رسول الله(ص) فرمایي: په هغه چا قسم کوم چې زه يې په پیغمبرۍ مبعوث کړی یم، که د ځمکې خلک د اسمان د خلکو په څیر له علي سره مینه ولري، نو خدای به هیڅوک په اور باندې نه عذابول[۱۹] سني عالم قندوزي پورتني روايت په خپل كتاب ينابيع الموده كې نقل كړى دى،[۲۰] همدارنګه په نورو سني منابعو كې هم په همدې موضوع سره احاديث شته چې د اميرالمؤمنين علي(ع) منزلت د سوره اخلاص په شان معرفي كوي.[۲۱]

په دې برخه کې دغه مشهوره رباعي بو علي سينا ته منسوبه ده:




یا علی ذاتت ثبوت قل هو الله أحد نام تو نقش نگین از امر الله الصمد
لم يلد از مادر گیتی و لم يولد چو تو لم يكن بعد از نبی مثلت له كفوا أحد[۲۲]


فضیلت او خواص

د توحید سوره، د قاسم کارا د ترکیې د اوسني وخت د خوشنویس په لاس

مقالهٔ اصلی: فضائل سور

له پېغمبراکرم(ص) او امام باقر(ع) څخه روايت دى چې د توحيد سورت د قرآن له درېيمې برخې سره برابر دى،[۲۳] له امام رضا علیه السلام هم روایت دی چې هر کس د توحید سوره تلاوت وکړي او ورباندې ایمان ولري نو په توحيد(د الله په وحدانیت) پوه شوى دى.[۲۴] له پیغمبر(ص) هم داسې راغلي دي چې دا سورت ډیر تلاوت کوئ ځکه چې دا سورت د قرآن نور دی[۲۵] له امام علی(ع) څخه روایت دی چې که څوک په ورځ یا شپه کې سل ځله توحید سوره تلاوت کړي نو خدای به د هغه له مرګه وروسته د هغه په قبر کې له هغه مخ او شا ته یو نور راولي چې له هغه سره به تر جنته ولاړ شي.[۲۶]

د دې سورت د تلاوت لپاره په روايتونو کښې ځینې خاصیتونه راغلي دي لکه د سترګو درد ښه کیدل،[۲۷] د سفر په وخت کې د انسان ساتنه (که 11 ځله تلاوت شي)[۲۸] او همدارنګه د خوب په وخت کې د دې سورت له لوستونکي څخه د 50 فرښتو ساتنه[۲۹] د فقر او تنګلاسۍ خلاصون،[۳۰] او د ګناهونو بخښنه [۳۱] او همدارنګه د دعا قبلیدل[۳۲] ذکر شوي دي.

په لمانځه کې د توحید سوره لوستل استحباب

په واجب لمانځه کې د سورة اخلاص په لوستلو ډېر ټینګار شوی دی.امام صادق(ع) همداراز فرمایلي دي په چا چې یوه ورځه تیره شي او په هغه ورځ کې هغه په پنځو لمونځونو کې د توحید سورت ونه وايي، نو ورته ویل کیږي چې ته له لمونځ کوونکو څخه نه یې.[۳۳] همدا رنګه ویلي شوي دي چې د لمانځه په دواړو رکعتونو کې یو سورت لوست مکروه دي مګر د توحید سورت چې په دواړه رکعتونو کې دا یو سورت تلاوت کولی شې.[۳۴] د قرآن د نورو سورتونو برعکس چې لمونځ کوونکی یې نیمې ته له رسیدو مخکې پریښودی شي او بل سورت شورو کولی شي خو په سورة اخلاص او کافرون سورة کې باید لومړۍ دا دوه سورتونه پوره کړي او په نیمه کې يې نه شي پریښودی.[۳۵]

په ډېرو مستحبو لمونځونو کې د اخلاص سوره لوستل مستحب دي لکه د اميرالمؤمنين(ع) په لمانځه کي د حضرت فاطمې(س) په لمانځه کې[۳۶] د شپې په لمانځه[۳۷] د سهار په نفلو کې، د ماسپښین او ماښام په نافله لمنځونو کې، او همدارنګه د قبرونو د زيارت په لمانځه کې[۳۸] او په عرفات کې د وقوف په لمانځه کې[۳۹] مستحب دي او په هديرې باندې د تېرېدو پر مهال يوولس ځله د اخلاص سوره د ویلو سپارښتنه شوې ده او ثواب يې مړو ته وبخښل شي.[۴۰]

سوره اخلاص د فارسۍ په شعر او ادب کې

سوره اخلاص او د هغې مطالب په فارسي ادبیاتو کې انعکاس لري چې ځینې بیلګې یې لاندې دي:




غرقهٔ نوری که او لم یولدست لم یلد لم یولد آن ایزدست
لم یلد لم یولد او را لایق است والد و مولود را او خالق است[۴۱]


  • عشق نامه عراقی:



حمد بی‌حد کردگار احد صمد لم یلد و لم یولد[۴۲]


  • سنایی:



وتر و قدوس و واحد است و صمد وصف او لم یلد ولم یولد[۴۳]


ځانګړی لیکنې

په تفسیرونو کې د تفسیر سربیره چې ټول قرآن پکې شامل دی، دا سورت ځانته جدا تفسیرونه هم لري، لکه:

  1. تفسیر سوره اخلاص[خطي نسخه]، د محمد‌ بن‌ اسعد صدیقي دواني کتاب.[۴۴]
  2. د سورة اخلاص تفسیر، د امام موسی صدر لخوا لیکل شوی، ژباړن مهدي فرخیان، خپروونکی: د امام موسی صدر فرهنګي څیړنیز انستیتوت، ۱۳۸۸.[۴۵]

متن او ژباړه

بِسْمِ اللَّـهِ الرَّ‌حْمَـٰنِ الرَّ‌حِيمِ


قُلْ هُوَ اللَّـهُ أَحَدٌ ﴿١﴾ اللَّـهُ الصَّمَدُ ﴿٢﴾ لَمْ يَلِدْ وَلَمْ يُولَدْ ﴿٣﴾ وَلَمْ يَكُن لَّهُ كُفُوًا أَحَدٌ ﴿٤﴾


د بخښونکي ډېر مهربان خدای په نامه (شورو کوم)


۱. ووايه (اے محمده!) چې الله يو دی ۲. الله بې نيازه دی ۳. نه ترې څوک زيږيدلې دي او نه له چا زيږيدلی دی. ۴. او هغه لره څوک سيال نيشته.



فوټ نوټ

  1. دائرة المعارف قرآن کریم، ج۲، ص۳۵۵ـ۳۵۶.
  2. طباطبایی، المیزان، ۱۳۷۴ش، ج۲۰، ص۳۸۷.
  3. طبرسی، مجمع البیان، ج۱۰، ص۴۷۹.
  4. دائرة المعارف قرآن کریم، ج۲، ص۳۵۵ـ۳۵۶.
  5. خرمشاهی، دانشنامه قرآن و قرآن پژوهی، ج۲، ص۱۲۷۰و۱۲۷۱
  6. طبرسی، تفسیر مجمع البیان، جلد۱۰، ص۴۷۹.
  7. سیوطی، الإتقان فی علوم القرآن، ۱۳۷۶ش، ج۱، ص۱۴۰.
  8. طباطبایی، المیزان، ۱۳۷۴ش،‌‌ ج۲۰، ص۳۸۷.
  9. معرفت، آموزش علوم قرآن، ۱۳۷۱ش، ج۲، ص۱۶۶.
  10. دانشنامه قرآن و قرآن پژوهی، ج۲، ص۱۲۷۰و۱۲۷۱.
  11. سیوطی، الإتقان فی علوم القرآن، ۱۳۷۶ش، ج۱، ص۱۴۵.
  12. طباطبایی، المیزان، ترجمه، ۱۳۷۴ش، ج۲۰، ص۶۶۹.
  13. دشتی، ترجمه نهج البلاغه (خطبه۱۸۲)، ج۱، ص۱۷۵.
  14. شیخ صدوق، التوحید،۱۳۸۷ق، ج۱، ص۷۶.
  15. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ج ۲۷، ص۴۲۸.
  16. ابو‌الفتوح رازی، روض الجنان، ج ۲۰، ص۴۶۵.
  17. سیوطی، الإتقان فی علوم القرآن، ۱۳۷۶ش، ج۱، ص۱۴۰.
  18. سیوطی، الدر المنثور، ج ۶، ص۴۱۱-۴۱۰.
  19. علامه حلی، کشف الیقین، ۱۴۱۱ق، ص۲۹۸.
  20. قندوزی، ینابیع المودة، ۱۴۱۶ق، ج۱، ص۳۷۶.
  21. ر.ک: ابن‌شاهین بغدادی، جزء من حدیث ابن شاهین، ص۳۴۰-۳۴۱؛ ابن‌مغازلی، مناقب أمیرالمؤمنین علی بن ابی‌طالب، ۱۴۲۴ق، ص۱۰۸.
  22. آقابزرگ طهرانی، کشکول، ۱۳۹۰ش، ص۲۴۰
  23. سیوطی، الدرالمنثور، ج‌۸، ص‌۶۷۸تا۶۸۰؛ قطب راوندی، الدعوات، مدرسه امام مهدی، ص۲۱۷.
  24. شیخ صدوق، عیون اخبارالرضا، ۱۴۰۴ق، ج۲، ص۱۲۲.
  25. قطب راوندی، الدعوات، مدرسه امام مهدی، ص۸۴.
  26. قطب راوندی، الدعوات، مدرسه امام مهدی، ص۲۱۹.
  27. بحرانی، تفسیرالبرهان، ۱۴۱۶ق، ج۵، ص۷۹۸.
  28. قطب راوندی، الدعوات، مدرسه امام مهدی، ص۲۹۵.
  29. طبرسی، مکارم الاخلاق، ۱۳۷۷ش، ص۲۸۹.
  30. شیخ صدوق، خصال، ۱۴۰۳ق، ص۶۲۶.
  31. طوسی، مصباح المتهجد، ۱۴۱۱ق، ص۲۶۱.
  32. شیخ صدوق، من لا یحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۳۱۵.
  33. کلینی، اصول کافی، ج۲، ص۴۵۵.
  34. حکیم، مستمسک العروه، دار التفسیر، ج‌۶، ص‌۲۸۵.
  35. کلینی، اصول كافى، ج‌۳، ص‌۳۱۷.
  36. قمی، شیخ عباس، مفاتیح الجنان، ۱۳۹۰ش، نمازامیرالمؤمنین.
  37. نجفی، جواهرالکلام، ۱۴۱۷ق، ج۹، ص۴۱۴.
  38. کاشف الغطاء، کشف الغطاء، ۱۴۲۲ق، ج۲، ص۳۰۰.
  39. نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۱۷ق، ج۱۹، ص۵۲.
  40. حویزی، تفسیر نور الثقلین، ۱۳۸۳ق، ج۵، ص۷۰۲.
  41. پایگاه اینترنتی گنجور
  42. پایگاه اینترنتی گنجور
  43. پایگاه اینترنتی گنجینه اشعار فارسی
  44. سازمان اسناد و کتابخانه ملی
  45. موسسه فرهنگی تحقیقاتی امام موسی صدر

سرچينې

  • قرآن کریم، ترجمه محمدمهدی فولادوند، تهران: دارالقرآن الکریم، ۱۴۱۸ق/۱۳۷۶ش.
  • آقا بزرگ طهرانی، محمدمحسن، الکشکول، تحقیق سید جعفر حسینی اشکوری، تهران، کتابخانه، موزه و مرکز اسناد مجلس شورای اسلامی، ۱۳۹۰ش.
  • ابن مغازلی، علی بن محمد، فضائل الامام علی بن ابی‌طالب، بیروت، دار الاضواء، ۱۴۲۴ق.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تهران، دارالکتب الاسلامیه، ۱۴۰۷ق.
  • بحرانی، سید هاشم، البرهان، تهران، بنیاد بعثت، ۱۴۱۶ق.
  • حکیم، سیدمحسن، مستمسک العروة الوثقی، قم، دار التفسیر.
  • حویزی، عبدعلی بن جمعه، تفسیر نور الثقلین، به تصحیح هاشم رسولی، قم، نشر اسماعیلیان، چاپ چهارم، ۱۴۱۵ق.
  • دائرة المعارف قرآن کریم، تهیه و تدوین: پژوهشگاه علوم و فرهنگ اسلامی، مرکز فرهنگ و معارف قرآن، قم، مؤسسه بوستان کتاب، ۱۳۸۲ش.
  • دانشنامه قرآن و قرآن پژوهی، ج2، به کوشش بهاء الدین خرمشاهی، تهران: دوستان-ناهید، ۱۳۷۷.
  • سیوطی، جلال الدین عبدالرحمن، الاتقان فی علوم القرآن، تصحیح: محمد ابوالفضل ابراهیم، تهران، نشر امیرکبیر، ۱۳۷۶ش.
  • سیوطی، جلال الدین عبدالرحمن، الدر المنثور فی التفسیر بالمأثور، قم، کتابخانه آیت‌الله مرعشی نجفی، چاپ اول، ۱۴۰۴ق.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، من لایحضره الفقیه، تصحیح: علی اکبر غفاری، دفتر انتشارات اسلامی، قم، چ: دوم، ۱۴۱۳ق.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، الخصال، تصحیح علی اکبر غفاری، جامعه مدرسین، ۱۴۰۳ ق.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، عیون أخبار الرضا(ع)، بیروت، مؤسسة الأعلمی للمطبوعات، ۱۴۰۴ق.
  • طباطبایی، سیدمحمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، ترجمه سیدمحمدباقر موسوى همدانی، قم، دفتر انتشارات اسلامى جامعه‌ مدرسين حوزه علميه قم‏، چ۵، ۱۳۷۴ش.
  • طبرسی، حسن بن فضل، مکارم الاخلاق، قم، شریف رضی، ۱۳۷۷ش.
  • طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، ترجمه بیستونی، مشهد، آستان قدس رضوی، ۱۳۹۰ش.
  • طوسی، محمد بن حسن، الخلاف فی الاحکام، قم، جامعه مدرسین، ۱۴۰۷ ق.
  • طوسی، محمد بن حسن، مصباح المتهجد، بیروت، مؤسسه فقه الشیعة، ۱۴۱۱ق.
  • علامه حلی، حسن بن یوسف، کشف الیقین فی فضائل امیرالمؤمنین، به تحقیق حسین درگاهی، تهران، وزارت فرهنگ و ارشاد اسلامی، ۱۴۱۱ق.
  • قطب راوندی، سعید بن هبة الله، الدعوات، به تحقیق مدرسه امام مهدی، قم، نشر مدرسه امام مهدی.
  • قندوزی، سلیمان بن ابراهیم، ینابیع المودة لذوی القربی، به تحقیق علی حسینی، قم، دار الاسوه، ۱۴۱۶ق.
  • کاشف الغطاء، جعفر، کشف الغطاء عن مبهمات الشریعة الغراء، قم، انتشارات دفتر تبلیغات اسلامی حوزه علمیه قم، ۱۴۲۲ق.
  • معرفت، محمدهادی، آموزش علوم قرآن، [بی‌جا]، مرکز چاپ و نشر سازمان تبلیغات اسلامی، چ۱، ۱۳۷۱ش.
  • مكارم شيرازی، ناصر، تفسیر نمونه،‌ تهران، دارالکتاب الاسلامیه،‌ ۱۳۷۴ش.
  • نجفی، محمدحسن، جواهرالکلام‌ فی‌ شرح‌ شرائع‌ الاسلام‌، قم، ‌۱۴۱۷ق.
  • رازی، حسین بن علی، روض الجنان و روح الجنان فی تفسیر القران، مشهد، بنیاد پژوهشهای اسلامی آستان قدس رضوی.

بهرنۍ لینکونه